د ملا صاحب خالص ډله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د ملا صاحب خالص ډله.....۲۰ برخه‏
تیر پسې  شلمه برخه
ملا وحید
ددی خونړی جګړی پیل د شورای د قومندانانو ترمنځ له داخیلې کړکیچه نیولئ او تر پایه يی د لسګونو بیګناه انسانانو ژوند واخیست اوددی شیطانئ دسیسې د اغازګر او بنسټګر تنظیم چې د مولوی صاحب خالص په مشری ډلې ته يي هم پیل او شروع ډیره په لوړه بیه تمامه شوه او هم يي پاي هغه ځکه پیل يي له قومي تعصبپرستې او د قدرت او واک د مزید غزولو له لوږي
او تندې له تلوسیې او حریصه راولاړ شوی و او اخر کې يي بیا هم دغه حریصه تنده په سر ورماته شوه او پاي يی هم داسې ګران ورته تمام شو چې ددی ګوند د مهمو قومندانانو په شمول د لسګونو کسانو په قتل عام سره سره لا دوام کوی.په سمتې او قومي لحاظ ددی ګوند یو خواخوږی سیدحسن پاچا چې د طالبانو په څیر يي چې څوک نه خوښیږی نو سمدستې ورباندی د نامسلمان،مرتد،مفسد،کافر او بې لاری ټاپه لګوی او زما په لیکنه دومره پاریدلې دی چې حتې نږدی ده چې د ناموس ښکنځلې هم راته وکړی او زما د لیکني په خاطر يي په حکمتیار هم د کفر مهر لګولې او احساساتو دومره غلبه پری کړی چې د قران پلوشي تفسیر مبارک يي هم ماته داسي راجع کړی لکه دا تفسیر چې زما شخصې ملکیت وی او داسی په حقارت یي یاد کړی چې سم دم یي د سندرو له کتابګوټې سره برابر کړی زه دی ورور ته په دی اړوند په لنډ ډول داسې لیکم:

ګران او محترم ورور سید حسین پاچا صاحب
اسلاموعلیکم ورحمةالله وبرکاته
هیله دی چې له کورنې او ټولو هغو مومینو دوستانو سره به ښه صحت ولری چې ستا همنظره ندی او حالاتو مجبور کړی چې ستا سره ملکرتیا وپالې او هغه چې ستا په څیر کینه کښه او له تعصب ډکه سینه لری د هغوی او ستا لپاره له پالوونکې رب له دربار څخه لومړی شفاع او بیا د هدایت دعا کووم الله(ج) دی زما دعا قبوله کړی.
زه هم دخپل پالوونکې رب حضور ته ستا سره یوځاي خپل لاسونه لپه کووم چې الله دی زما په ژوند مسکو،تل ابیب،اسلام اباد او تهران کې داسي د اور لمبي او تور لوګې په ژوند راباندی ووینیی
لکه څنګه مو چې ددوی له لاسه د افغانستان او بیت المقدس په لویشت لویشت کې ولیدی

د تفسیر په اړوند:زه مسلمان یم په قران ایمان لرم،قران مې د ژوند مشال دی او داخرت په لور مي رهنماي کوی او زموږ  لپاره ددنیا او اخرت لارښود دی.که هر څوک يي تفسیر او ترجمه ولیکې


زه يي د خپل ایمانې مسؤلیت له مخې منم او دیو چا سره دخپل ساسي،منطقوی او یا د کوم بل چا په خاطر دقران دتفسیر او ژباړونکې سره مخالفت نکووم او نه دی الله تعالی ما د هغو خلکو له ډلې کوی چي په دی خاطر دقران له تفسیر څخه کرکه کوی چې دا پلان او پلانې لیکلې زه يي نه منم اوپه ضد یي تبلیغات هم روانه ګڼم او يا يي څو خاصو کسانو ته منسوب کړم.تر اوسه چې څومره محترمو علماٌ تفاسیر لیکلي او ټولنې ته يي وړاندی کړی موږ باید د هغوی قدردانې وکړو او هغوی لازیات تشویق کړو او زه يي ډیر ډیر ممنون یم.ما د قران پلوشي لومړی جلد تقریبا ټول ولوست او ژباړه يي ډیر راوانه او ښه له زړه پوری ده لیکوال يي په پښتو لیکنه کې ډیر موؤدب او لوړ او ژور تللي دی ددی تفسیر لوست ډیر خوندور او زړه راښکوونکې دی.او ډیر تر زړه پوری خو لا دادی چې کومه موضوع دی په کار وی د جلد اخری پاڼو ته ورشه او په اسانې او څرګند ډول درته لارښوونه کوی چې پلانې مسله په دغه نمبر صفحه کې ده او زما مشوره هر تفسیر لیکوونکې کي ته همدا دی چې په اینده کې دغه ترتیب مراعات کړی نو دابه له لوستونکو سره ډیره مرسته وکړی.، دا داسي مثال لری لکه په  دلغاتو په ډکشنری کې چې موږ په اسانې سره کولې شو یو لغات پیدا کړو مثلا:سیدحسین په (اس) لیکل کیږی او څنګه کولې شو  په ډکشنری کې يي پیدا کړو؟ نو د تفسیر شریف په دی ترتیب کې کوم چې دقران پلوشي لپاره ښاغلي حکمتیار انتخاب کړی مونږ هم په اسانې سره کولی شو چې وګورو د میراث،طلاق،جهاد،او داسې نوری مسلی کومه صفحه کې دی.د علماْ ترمنځ هم په ځینې قضیو کې ژور او سرسیرن اختلاف شته خو دا له دی پوری اړه لری چې عالم څومره د ایت په مفهوم او معني پوهیږی،دعربي ژبي ګرامر يي څومره غني ده،په عربې څومره پوهیږی او تر ټولو مهمه او دقناعت وړ خبره دادی چې الله(ج) وعده کړی چې خپلو نیکو بندګانو ته به خامخا  دعلم او حکمت خزانې ورپه برخه کړو.دروسانو په کلونو کې به ملایانو راته ویل چې په روسي دی لاس اوجامی ولګید بیا به لاس او کالې پریکوی ځکه هغوی دومره مردار دی چې بیا يي په اوبو او صابون وینځل ممکن ندی خو ما هم پری باور کړی و مګر اوس وایم هغه نه دین و،نه مذهب او نه کلتور بس د ملا جاهلانه سودا وه چې په موږ يی خرڅوله.

هو پاچا صاحب: د قران پلوشي زما ده او زه يي منم ځکه د قران مبارک ایتونه زما سپیڅلې کتاب ده،دالله له خوا په جناب محمد(ص) رانازل شوی او زما یو مسلمان ،عالم،لیکوال،ادیب،سیاسی مشر،جهادی شخصیت،په دینې او عصری علومو باخبره ورور راته زما په مورنې ژبه ژباړلې دی الله دی نوموړی ته اوږد ژوند او قلم يي لاغښتلې

پاچا صاحب لیکلې ظلم او جنایت باید په ظلم او جنایت جبیره نشې بلکې پر عدالت جبیره شي،نه دا چې هغه کړی نو ماته هم جواز شته:
کور دی ودان د مسلمانی خبره دی کړی خو په ناپوهې سره يي بي له عدالته د احمدزیو د قومی لښکر او یا د زرداد او حاجی منجي په ضد استعمالوی او په ناحقه د مولوی خالص او یا له خپل ګوند دفاع کوی داڅنګه ممکن ده چې قومندان شمالی ،دهغه ورور او ملګری دی هم په ناحقه قتل کړل او بیا دومره مستې واخیستې چې سروبی ته هم پسي ورغلې ایا دهغوی کوم با انتخاب و؟مګر پرته له دی چې مقابله درسره وکړی او له ځان دفاع وکړی؟ بیا لیکې چې درست ده چي په ننګرهار کې هیچا ته د تایید وړ نه وي.هسي درواغ  ستا په څیر ډیرو قدرت طلبو ته د تاید وړ وی،تنظیم ته دی وی او مشر ته دی وی او دا اور هم هغه بل کړی ړ او دادی ته اوس هم تری دفاع کوی. دی جناب بیا د خپلې آسپي قیضه سسته کړی او باټی ماټې يي شروع کړی دی او لیکې چې مفسر مشرتابه(حکمتیارله چهار اسیاب يي پښې سستي او په هوا شوی سروبي اوبیا لغمان او له هغه ځایه ښکلې ننګرهار ته او ډزو...............زور ورکړی ته به واي چې ددوی په پټې کې يي خیمه درولې وه او چهاراسیاب،سروبی او لغمان په حقارت یادول او ننګرهار ته ښکلې ننګرهار نه پوهیږو دا کوم اخلاق؟؟؟؟؟


ښکرور درواغ دی درواخله بازار نلری سیدحسین پاچا:

تاه داهم ویلی چي له دی وروسته حکمتیار فضل حق مجاهد ته وظیفه ورکړه چې حاجی قدیر ،حاجی حضرت علی ،زمان او شمالی ترمنځ به يي شیطانی کوله او به جنګ به يي سر اچول او اخری د شمالی په مرګ تمامه شوه خو دی ته مو باید پام وی چې شمالی په ۱۹۹۳/۱۳۷۲ کې ووژل شو او چهاراسیاب په ۱۹۹۵/۱۳۷۳/۱۱/۲۵ کې سقوط وکړ.او ۹۰٪لغمان له حزبیانو سره تر هغې ورځی پوری و چی د ۱۹۹۶/۹ میاشت کې طالبانو ونیو او کوم معلومات چې ما راټول کړی حکمتیار پنځه استوګنځې درلودل:
۱:دسروبی شاهی قصر
۲:دسروبی دفرقه قومندانی
۳:دلغمان مرکز
۴:دجلال اباد قول اردو
۵:سپینه شګه په ځاځیو کي

حاجی حضرت علی په ټول مشرقی کې مسعود ته منلی شخص و او دهغه او حکمتیار ترمنځ ناسته پاسته داسی ادعا دی لکه څوک چي ذهني مریض وی.او زمان او حاجی خیرمحمد یو اوبل سره په غم کې برخه اخیسته مګر په ودونو کې يی هم له یو ابل سره شراکت نه کاؤ. ستا ادعا خو د معني لری چې دشمالی له قتل وروسته حکمتیار د ننګرهار شورای ته امر کړی چې به سروبی یرغل وکړی او ما شاالله ډیر عاقل يي مه خرابیږی خو داهم راته ووایه چې د طالبانو تر سقوط وروسته د خالص تنظیم په جلال اباد کې په زمان حمله وکړه او دی وخت کې خو حکمتیار هم قول اردو کې نه و او فضل حق مجاهد هم څوکاله د مخه په حیات اباد کې ووژل شو او مولوی خالص لاژوندی و ایا دی کار ته هم څه شرعې جواز لری او دا هم ستا په خبره د حفسر(حکمتیار) او فضل حق مجاهد کار وو او که د ښاغلی ملا خالص(ح)؟.ما په خپله لیکنه کې دا ندی ویلې چې جلال الدین حقانی تفسیر نده لیکلې او نه ترینه کومه ګیله کوم اصلا حقیقت دادی چې حقانی صاحب د هغي سویي عالم نه ده چې تفسیر ولیکې له هغه خو دا ډول طمع حماقت دی.له مولوی خالص می ګیله دا دی چې امکانات يي درلودل باید دا کار يي کړی واي او عالمان يي ګمارلی واي او دده د ګوند فرهنکی ریاست دین ته خدمت کړی واي پیسي يي درلودی او د بنګلو خو يي حساب هم نسته.داچې یو انجنیر دا کار کولی شی اود مولوی خالص ،مولوی محمدنبی او.....څه ملا ماته وه چي يي و نشو کولاي؟ او حقانی صیب خو د خلاصی،قدوری،کنز ملا و نه له دی پورته.دا یو واقعیت ده چې له حکمتیار پرته نورو مشرانو په دی برخه کې ۱۰٪ کار هم نده کړی.ماتاته دبینوا پاڼی له لاری لیکلې و چې زه خارج ته په سفر ووم او له ماڅخه مخکې سیټ کې یو افغانی محصل ناست و او کتاب يي لوست خو له یو څه سفر وروسته می په خبرو ورسره پیل وکړ ستړی مه شی او خوار مه شی او....له مقدماتی خبرو وروسته می کتاب په اړه ترینه وپوښتل چې  کتاب يی راکړ اود مخ پښتی ته  می وکتل نوم يي و(  ساینس او د قران علمي اعجاز او لیکوال يي و( حکمتیاردحزب اسلامی افغانستان امیر)محصل راته وویل ډیر په زړه پوری دی او زما لپاره ډیر ګټور معلومات پکې شته او ویل يي چې کابل کې نه پیدا کیږی او ماته له پیښور راغلي دی اوس باید موږ عادلانه قضاؤت وکړو. او ستا څخه می په درناوی مننه هم اداکړه چې زما املا دی را اصلاح کړه او زه دی خپلې قلمی غلطي ته متوجه کړم چې ما لیکلې و(واحید)خو تاه څه وخت وروسته بیا رابندی ډزی پیل کړی،او زما هغه لیکنه بینوا پټه کړه له چاپ يي ډډه وکړه چې تاته می په ځوابې ډول لیکلې وه خو تاته خالد هادی د ایمیل له لاری درلیږلې وه خو ممکن دابه يي له تاسره د خواخوږی په خاطر کړی وی،

کابل کې نه پیدا کیږی

له پیښور يي راته را لیږلې

له دینی او عصری علومو سره می پیوند کوی

زه محصل یم زما لپاره ډیر ګټور ده

د راتلوونکې نسل علمی پانګه زیاتوی

لیکوال يي چیری دی

ولی اړ شوی چي پټ شی

هغه محصل دی نه يي پیژنی او نه يي لیدلی

نه ورسره سیاسی شراکت او مخالفت لری

خو له کتاب يي ګټه اخلم

ایا دابه زموږ د هیواد نوم ورکې سپاهی وی او که......

بیا هم درته لیکم چې زما په ټولی کورنی کې چا د حزب اسلامی کارت هم نده اخیستی او والله دا می لومړی ځل دی جې لیکنی می پیل کړی

مننه او نور بیا