مُقبل کاروان
پخوا به مشرانو و خپلو اولادونو ته نصیحت کاوه چی هوښ کوه درواغ مه وایه ، او حتی کله به یی د شرموښ او درواغجن چوپان قصه ورته وکړه تر څو له هغه قصی څخه عبرت واخلی او درواغ و نه وایی. و نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته یو اعرابی راغی او پوښتنه یی ځنی وکړه چی ای د خدای رسوله ایا ستا په اُمت کی به داسی څوک پیداسی چی غلا وکړی؟
د کرزی صاحب څخه یا ورخ اوبو وړۍ دی یا د فریب او چل په موضع کی سنګر سوی دی. و هر مسلمان ته لارښونه ثواب لری ځکه زه غواړ دده غلطی ورته په ګوته کړم او ورته ووایم چی درواغ ګناه لری نور رشتیا ګویه اوسه ترڅو ولس دی په خبره باور وکړی او یا کم ترکمه خبری ته دی غوږ ونیسی. اوس به لاندی ټکو ته ځیر سو و ګوری هرڅه چی کرزی صاب ویلی دی ژر یی خلاف د هغه عمل کړیدی.
۱ : کرزی په اصطلاح په مشورتی لویه جرګه کی په ډیر غرور وویل موږ په ځنګل کی زمریان یو . اما اوس یو نیم کال کیږی چی د پاکستان توغندۍ پر افغانستان اوری زمریان یا بیده دی یا یی د بیری ځان پرخوب اچولۍ دی.
۲ : په هغه وینا کی چی دری ګونو قواو ته یی د پارلمان په ماڼی کوله وویل ماته خلګ مصلحت ګرا وایی او حقیقت همداسی هم ؤ خو نور زه د مصلحت ګرایی څخه ووتلم نور په ښه حکومتولۍ کی مصلحت نسته. له بده مرغه چی دا خبره یی هم پر یخی ولیکل او لمر ته یی کښیښول تاسو وینی چی همدا اوس د مصلحت پر بنسټ د پنجشیر بل شیر بسم الله محمدی د ملی دفاع وزارت ته ونومول سو په داسی حال کی چی د ولس استازو د بی امنیتۍ، فساد،تبعیضی چلند او بی کفایتی په وجهه د هغه څخه د باور رایه واخیستل . اما د شیر مخه دا کمزوری او ضعیف النفس پارلمان هم نسی نیولای.
۳ : کرزی صاب په هماغه وینا کی چی دروګونو قواو ته یی کول د ګیلی او شکایت په ډول وویل اوس هم بی مسولیته مسلح کسان شتون لری چی د ولس د تکلیف باعث سوی دی دا وضع باید د منځه ولاړه سی . خو ډیر وخت لا تیر سوی ندی اوس بیا د ولسی پاڅون په نامه عوام و سلاح اخیستلو ته هڅوی.
همدا ډول اسدالله جان د ملی امنیت عمومی ریاست ته نومول سویدی. د تاسف ځای خو دادی چی زموږ په هیواد کی د کدرونو د نه شتون له کبله همدا بسم الله جان او اسدالله جان دی چی پروزارتونو او ولایتونو طواف کوی ګاهی پریوه چوکۍ هلته چی بدنامه سی د مجبوریت له مخی پر بله چوکۍ مقرریږی ځکه وړ کسان نسته کرزی مجبور دی د همدی لنګ او لاښ څخه کار واخلی. او که په ځیر ورته وکتل سی یقینا قدرت مارشال صایب فهیم دی د لوی وزارتونو کیلۍ یی د کرزی صاب څخه اخیستی دی. همدا رنګه د هیواد د شمال کیلۍ استاد عطا او رفیق دوستم ځنی اخیستی دی او د مرکزی افغانستان کیلۍ خو د پخوا څخه د خلیلی او محقق څخه دی په دی ترتیب د کرزی صاحب رتبه ښاروالۍ ته را ټیټه سویده. که څه هم شاید خواشینۍ سوی وی اما تر بیکارۍ خوبیا ښاروالی هم ښه ده اوس هم کله کله چی درد ورسی او جلالی سی نو دی هم یو ریس میس مقرروی. په یو وزارت کی چی کوم ریس په خپل قوت او صلاحیت مقرر کړی بیا نورو ته په غرور وایی صلاحیت په زوره اخیستل کیږی. یعنی ماته وګورۍ څومره دلاوره یم چی بی مصلحته ریس مقرروم. له په حقیقت کی کرزی صاحب ملامت هم ندی څه وکړی یو سل کسیزه ټیم لری چی ټوله غله ،داړه ماران،قاتلان،غاصبان،متجاوزین پکښی را ټول سوی دی کم یوه ته نصیحت وکړی ،کم یو وترټی او کم یو پرلاره کړی. امریکایانو هم دلسو کلنو په دوران کی هڅی وکړی تریننګونه یی ورکړه ، بهرنی هیوادنو ته یی ولیږل اما دوی اهل نه سوه ( خر اګر مکه رود همان خر است). نور څه په وکی. دا په داسی حال کی چی پر کرزی او امریکایانو ګران هم دی او بده یی هم نه پر لوریږی. مات لاس دی په غاړه کی ورلویدلۍ دی. له بله طرفه کله چی کرزی صاب ورته په غُصه سی هغوی فورا وای موږ غرو ته خیژو او جنګ کوؤ ، بیا امریکایان او کرزی صاب دواړه وارخطا سی چی د طالبانو سره په غم اخته یو اوس بیا یو بل مخالف هم پیدا کړو، مجبور په جان او قربان یی بیرته ارام کړی.
جناب کرزی صاب اوس د خپلو غلو څخه بلکُل په عذاب دی یوه ورځ یوه خبره ورسره ومنی په ریس صاب ولس ته وعده ورکړی بیا بیرته ورته پښیمانه وی هغه بیچاره درواغجن کړی. دا ځکه وایم چی که کرزی صاب درواغ هم ووایی دده مظلوم ملامتیا نده هغه په زوره په وایی. د دوست دوستۍ ، د دښمن دښمنۍ ته یی نه پریږدی. جنرال جان آلن د یوی خوا ورته دردیږی مارشال صاب د بلی خوا پټکی پر کوی جنرال اشفاق کیانی له بلی خوا بریتونه ورته تاووی دوستم او محقق له بلی خوا سترګی برګی برګی ورته کوی ، او ګاهی هم نړیواله ټولنه تور لګوی چی فساد د کرزی په حکومت کی سته په داسی حال کی چی فساد په حکومت کی نه بلکه حکومت د فساد په سیند کی غرق دی .خلګ وای چی که دکرزی د کورنۍ او دده د معاونانو هستی او دارایی د مخه تر جهاد او اوس سره پرتله سی ضرورت و اتهاماتو او محکمی ته نسته ،کرزی بیچاره حیران دی چی چاته مخ واړوی شپه او ورځ دعاوی کوی چی ژر دوه کاله تیرسی ترڅو و سویس ته د تګ اجازه ترلاسه کړی. او په هغه ماڼۍ کی چی د جمهوری ریاست له برکته یی اخستی دی پاتی ژوند تیر کړی.