سلام خان
د افغانستان درو وزارتونو او د ملي امنیت د ریاست لپاره د ټاکل سوو کسانو نوم لیست دتائید پخاطر وولسی جرګی ته وړاندی شوی دی ،د جمهوری ریاست له لوری د یکشنبې په ورځ جنرال مجتبی پتنګ د کورنیو چارو، جنرال بسم الله محمدي د دفاع وزارت، حاجي دین محمد د قومونو، قبایلو او سرحدونو وزارت او اسدالله خالد د ملي امنیت د لوی ریاست
د احمد رشید په نظر مهم بدلون به له توقع سره سم د ملي امنیت د غښتلې ادارې د رييس په توګه د اسدالله خالد احتمالي ټاکنه وي احمد رشید، په دې لیکنه کې، چې سرلیک یې دی:«هغه وخت دی چې پاکستان له طالبانو سره د افغانانو د خبرو ملاتړ وکړي» وايي چې اسد الله خالد د طالبانو سخت مخالف دی او څو ځلي د هغوی له مرګونو حملو روغ وتلی دی. ده تل پر ځان په حملو کې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی په لاس لرلو تورنه کړې. ښاغلی خالد او آی ایس آی له یوه بله کرکه کوي احمد رشید وايي چې د ملي امنیت پخوانی رييس امر الله صالح په خټه تاجک و او پاکستان د هند د پلویتوب په پلمه په اسانه پرې نیوکې کولی شوې. خو ښاغلی خالد د غزني پښتون دی او آی ایس آی داسي ښيي چې پښتانه خو د پاکستان ملګري دي. پر دې سربېره اسد الله خالد له ډېره وخته ولسمشر کرزي ته د اعتماد وړ دی او له بلې خوا یې په تېرو وختونو کې له امریکایانو سره له نژدې کار کړی دی. دا دواړه د ده لاس خلاص پرېږدي چې د پاکستان په وړاندې مهاجمه تګلاره خپله کړي.
احمد رشید د خپلې لیکنې په دوام کې کاږي: د سرحدونو او قبایلو د چارو د وزیر په توګه ښاغلي خالد په وروستیو کې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د کلیوالو د پاڅون په خاطر امتیاز اخیستی دی. په پنځو ولایتونو کې خلکو طالبان له خپلو کلیو شړلي خو په عین حال کې له حکومت سره هم همکاري نه کوي احمد رشید وايي چې په غزني، لغمان، ننګرهار، کندهار او بادغیس ولایتونو کې د طالبانو پرضد ولسي پاڅونونه کېدای شي د ۲۰۱۴ کال تر پایه، چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي، لوبه بدله کړي
کابل او واشنګټن دې نوې طالب ضد څپې ته خوشاله دي، خو په عین حال کې له دې بېریږي چې د پاکستان د پولو په اوږدو کې سیاسي کنټرول له لاسه ورکړي او یوه داسي نوي ولسي ځواک ته په لاس ورشي چې د حکومت واک نه مني احمد رشید وايي، د اسد الله خالد تر مشرۍ لاندې به ملي امنیت یقیناً لېواله وي چې د طالبانو د شړلو لپاره ولسي پاڅونونه پراخ شي خو حکومت ومني احمد رشید لیکي، آی ایس آی له اسدالله خالده په دې بد وړي چې نوموړي د سرحدونو او قبایلو د وزارت په موده کې په کونړ ولایت کې هغو پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړه چې له څو کلونو راهیسي د پاکستاني پوځیانو پرضد جنګېږي. دې ډلې په پوله کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو ګڼې حملې کړي، په لسګونو پاکستاني عسکر یې وژلي او بېرته افغانستان ته تښتېدلي دي.
احمد رشید وايي، پاکستان له یوې لسیزې راهیسي د افغان طالبانو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې پناه ورکړې، له همدې کبله په افغانستان کې د پاکستان د پوځ مخالفو طالبانو ته پناه ورکول افغانانو ته متقابل اقدام ښکاري احمد رشید وايي چې اسد الله خالد په داسي وخت کې د ملي امنیت رييس ټاکل کېږي چې په کابل کې د پاکستان پرخلاف ولسي او سیاسي غوسه مخ پر زیاتېدا ده. ښاغلي کرزي له پاکستان سره په داسي حال کې هرراز خبرې درولي چې افغان چارواکي وايي له طالبانو سره د پخلاینې په پروسه او دغه راز د هغو وعدو په پوره کولو کې د پاکستان پوځ نهیلي کړي چې افغان چارواکي به پرېږدي چې په پاکستان کې له مېشتو طالب مشرانو سره خبرې وکړي احمد رشید وايي چې پاکستان (حکومت یا پوځ یې) له دې پرته چې (په افغانستان کې یې) څه نه خوښېږي د دې هیواد په اړه کومه منسجمه او منظمه پالیسي نه لري احمد رشید په پای کې خبرداری ورکوي چې اوس د افغانستان او پاکستان د قواوو ترمنځ په پوله کې د شخړو خطر تر پخوا زیات دی. دا کېدای شي د دې سبب شي چې پوځیان د یو بل خاورې ته د حمله کوونکي د تعقیب لپاره ننوځي احمد رشید په عین حال کې دا احتمال هم لېري نه بولي چې دواړه هیوادونه د یوبل له بېرې د سولې مېز ته کښېني احمد رشید خپله لیکنه په دې جمله پای ته رسولې چې پر پاکستان نړیوال فشار مخ پر زیاتېدو دی چې د کابل او طالبانو ترمتنځ د پخلاینې د زمینې د برابرولو په خاطر لا منطقي پالیسي خپله کړي
خو اسدالله خالد دخپل ځان په باب تورونه ردوي اوویلی دی چی:زه دغه ټول تورونه ردوم، پر موږ باندي ځکه دغه شان تورونه لگول کيږي، چي غواړي د افغان دولت د پرمختگ پروسې ته تاوان ورسوي ،ولسمشر حامد کرزي د يوه فرمان په ترڅ کي اسدالله خالد د دغه رياست د سرپرست رئيس په توگه اعلام کړی دئ داسي ښکاري، چي که ولسي جرگه اسدالله خالد ته د اعتماد رايه هم ور نه کړي، نو نوموړی به د يو څه وخت له پاره د دغه رياست د سرپرست په توگه دنده تر سره کړي.پای سلام خان.