لوګر کې څه تیریږی۴ برخه‏

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
شاهد لوګری
تیر پسی........لوګر.....
د خوښیې (خوشې) سیمه چې د ولایت له خو ددوبندی په خو سفر کوی د سړک ښیې خوا کې په یوه ژوره کې پرته سمسوره او د پسرلې په سیزن کې ډیر ښایسته او زړه راښکوونکې ده او دلته زه د مکتب ددوری یو ښه صمیمې دوست هم لرم او کله کله يي لیدو ته ورشیوه کیږم کله داسې وخت هم راشي چې زه ددوی د کور تر څنګ د ونوو لاندی باغچه کې ناست یم
او زوی يي راته ماما هم واي ښه قدر مې کوی شین چاي سړپوو نو پلار يی د ملګرتیا او ګرانښت ناز او نخری هم راباندی کوی او له همدی وجیې لږ په ځنډ له کوره راووزی او دی لا له باغچی لیری وی چی زوی يی دلته د تعظیم او احترام په مؤخه ورته ولاړ شې نو بیا زوی ته کړی چې زما له اجازی پرته دی ولی دی ماما ته چاي راوړی دده خو یوه ورځ نه وی چی دلته راځې نو زوی یي په معصومه خندا ماته مخ راواړوی او زیاته کړی ماما پلار مې ټوکې کوی نو زه يي په مهربانې سره پر سر لاس راتیر کړم او انډیوال مي له خندا شین وی غیږه راکړی او په خندا خندا راته ووایه بې وجدانه چې زه دی د موټر غږ واورم پوهیږم چې دا ستا د موټر د انجن غږ دی ....او بس بیا نو ټوکې ټکالی ،مجلس شروع شې، خو لکه څنګه چې نورمحمد تره کې ویلی وو موژ به نه یوو دا انقلاب به ډزیږی بس دی کمونستی کودتا تباه کړو او دادی چې تر اوسه يي سزا ګالو،شخصې حال او احوال د پولې او دهقانی قصيې لاړی او اول پوښتنه رانه دی کوی ښه ته خو ډیر ښکته او پورته کیږی څه خبرونه دی؟ امریکایان،حزبیان،طالب،دولت او.....تازه کومه پیښه؟
ما ورته په کندوز کې د اربکیانو د وحشت قیصه وکړه چې تازه يي بیګناه ولسي خلک په شهادت رسولې دی او د کاپیسا ولایت کې د اووه کلنې انجلې څخه د سر پریکولو وحشې پیښه او په کندهار کې دطالبانو له خوا دیوه دولس کلن ماشوم د مظلومانه شهادت قیصه ورته وکړه چې په دی جرم يي حلال کړی چې ورور دی په سیمه ایزو پولیسو کې ده،او بله پیښه په اروزګان ولایت کې د اسټرالیاي وحشې عسکرو له خوا د یوه پلار او زوی د شهادت دردونکې پیښه یاده کړه بس په همدی مو ویر او بحث کولو چې د میدان وردک د سید اباد د ولسوالی د ځانمرګې برید خبرونه خپاره شول او د بیهویته ډلي ویاند بی هویته ذبیح الله مجاهد يي د تل په څیر له فکر او سوچ کولو پرته مسؤلیت واخیست او هغه دی د تل په څیر ددی پیښې په سلو کې ۹۰٪ قربانیان ولسی خلک دی .نو ملګری مي سیداباد ته زنګ وواهه هلته يي د خور کور ده او له هرڅه د مخه یي له خپلو خورینو سره خبری وکړی او هغوی ورته وویل موږ ښه یوو نن مو دوکان بند و ځکه ژرنده مو درلوه له انفجار وروسته بازار ته لاړو چې له حال خبر شو ډیر خلک زخمیان دی او هم مړه دی خو زموږ دوکان ټول ړنګ شوی ده او بازار وران ویجاړ پروت دی،امبولانسونه،څرخکې او ملی اردو ټول حاضر دی او ده ورته وویل چي پام کوی نور ورانې ونشی او کور ته ځان ورسوی.زه وایم ای بی هویته او پټ مخیه اجیر جنګیالیه دا خو نه د اسلامیت کار دی،نه دغیرت او نه د افغانیت تاسو د کوم اسلامی حکم له مخی دا بیګناه ولس قتلوی؟ که تاسو واي چې په سپیڅلې جګړه کې بوخت یاست نو له عسکر،پولیس او بهرنی علاؤه دا ولسی خلک چې شهیدانوی ایا دابه هم ستاسو د شخصې اسلام له اسلوبه مردار وی او که شهیدان؟ که تاسو په دین کې د بدعتیانو ډله ورته مردار وایاست خو ولس ته به ډیره د حیرانتیا وړ خبر ځکه نه وی چې له تاسو یي توقع کیداي شي،او که په دی راسره همنظره یاست چې هغوی بیګناه وول ،وینه يي په ظلم سره وریزده او قربانیان يي سپیڅلې شهیدان دی نو بیا ددی پیښې د طراحانو او عاملینو په اړوند څه شرعې فتوا لری؟ او ایا ملاعمر او ددی ډلې نور مشران د محشر په ورځ ځان له کومی ټولګې سره مل وینې؟ هیله دی چې دی او دی ته ورته ناوړه اعمالو په هکله شرعې فتوا صادره کړی مننه به مو وی. له دی خبر وروسته دده یو کلیوال هم راغې له سلام ،ډیپلماسی ، عالیقدر،ښاغلې، مفتی او چاپلوسی ویلو  وروسته مو له یو اوبل سره د شناخت په موخه د زړه خواله وکړل په دی وخت کې میلمپال زوی ته وویل لاړشه چرګ راوړه هلک کور ته دننه شو چرګ يي راووړ او ما ته يي ونیو چې دا حلال کړه دا نوی راغلی نفر ما ته وکتل او بیا یی کوربه ته او لږ داسی حیران غوندی شو نو ما ورته وویل دا زه ورته لږ زړور معلوم شوم نوره څه خبره نشته ، په نری مسکا يي ځواب راکړ ممکن او زه هم له ځایه جګ شوم چرګ باندی می الله اکبر الله اکبر الله اکبر شروع او مری می ترینه غوڅه کړه او ماشوم حلال کړی چرګ کور ته یوړ خو ددی حلالی اصلې راز په دی کې و چې زما ملګری شیعه ده او زه د حنفې مذهب واله یم نو هر وخت چې زه ورکره ورشم او تل راته چرګ حلالوی نو زما دچرګ په مری چاړه راښکل ماته سپاری او بیا راته خاندی چې ښه مزه درکړی او زه تل ورته وایم چي ته يي حلال کړه زه يي خورم خو نه یي راسره منې،ښه دوست غټه سرمایه وی الله دی هر مومین ته په نصیب کړی.

نوی میلمه په دوبندی کې چرس کرلې و ما ورته وویل هلته خو دومره اواره ځمکه هم نشته نوڅه به درته وکړی،ده ویل نو څه وکړو بل کار هم نشته او دومره کوی چې زما او د اماراتی
وشې:یادداښت:اماراتې په دوبندی کلی کې د طالبانو د ډلې مشر ده او د ازره په قاسم خیلو کې يی عمومی قراګاه ده چې ادم کوچې اود طالبانو ځینې نور قومندانان هلته ژوند کوی او له دوبندی نیولی او په ازره کې د حاجې زرغون تر کوره او د ځاځیو او ازره تر منځ د شین کونډ،تختکیو کوتل،او لکړی غره پوری تګ راتګ کوی دا ګروپونه هر کال د ګرمې په وخت کې دی سیمې ته راځي او د مولوی منصور مربوط دی او عمومی مشر يي ادم کوچې ده او د امارتی په نوم کس يی ډیر له خدایه یاغی او باغې ده او په غلا،ظلم،د خلکو په وهلو او ربړوونه کې ډیر شهرت لری څو کاله د مخه يي په دوبندی کې یوه ناوړه عمل تکرار کړ چې انسانیت تری ډیره حیاء کوی او هغه داسي واقعه وه:یو دولتی مامور دوبندی کې کور ته راغلی و اود میرمنی يي اولاد په خیټه و، بله ورځ ډاکتر ته د تلو په اراده له میرمنی سره ګډ له کوره راوتلی دی دا ګروپ نوی سیمې ته راغلی وو او اوزه يي خوره وه چې څه وسلوال راپیداشوی دی او ددی ګروپ لومړی ښکار همدا دولتی مامور ظابط ولد میر افغان شوو او په رڼا ورځ دی بي هویته(پټمخو) لاسونه او سترګې پری وتړل او پورته غره طرف ته يی راوان کړ او میرمن يي زاری،عذرونه،خیر دی وروره ای ملا ساب(صاحب) والله بسلمانان یوو،د خداي روی می دروړی،حکومت کې به هم کار نه کوی خو راخوشي يي کړی،والله که له کوره هم ووځې او دا وحشیان يي بیا شاته ټیل وهی لری شه مخ دی ورک شه کافری فاحشې ته يي لا ننګه هم کوی،خیټې ته دی وګوره ته لا بل عسکر او مرتد هم زیږوی درباندی څیری يي کړم له دی خبری سره ښځه لږ پښه نیولی او شاته شي او بیا ورپسې ورتونده شې خو خاوند يی وسلوالو ته همدومره وايي چې لږ مې دا سترګې را ته خلاصي کړی خو چا ته وايي؟ نور وسلوال د غره لمن ته ورپورته شول او تور سری له تګ ولویده او اخری غږ يي همدا کړی وو چې دملا هغه سور کوران(قران) ته وګوری ،صغیران را له غاړی دی د کور ټول سامان به او پیسی هم واخلی خو خاوند می راخوشی کړی ښځه زبون وهلی همدلته کیناستلی وه او لږ وروسته وسلوالو پاس په غره کې د خاوند سر له تن څخه ورته جدا کړ او دی د افغانستان د برما(دوبندی) تور سری د خپل میړه وروستی چیغه داسی اوریدلی وه زما بچې او ښځه حلال نکړی او بس.میرمن يي دمه کوی او بیا په هغه طرف حرکت کوی چې خاوند يي تری بیولې ده او وسلوال سندره زمزمه کوی او غږ يي ورو ورو لیری کیږی او میرمن يي په ډیر زحمت تر هغه ځایه ځان رسوی چې ددی د ژوند ملګری سر له تنې جدا او رڼې سترګې په همغه خوا يي سر پروت ده چې میرمن يي پری ورځې او چې کله يي میرمن دا حالت ګوری یوه چیغه یي له خولې خیژی او نوره خاموشه کیږی او کلیوال په همغه طرف ورځغلی چې کله ورځې ښخې د خپلې خیټې ماشوم هم ځایه کړی او بیهوشه پرته ده او میرمن خپل ماشوم د خاوند په پری کړی سر کې رڼو سترګو مخې ته اچولې او دا ورځ رحمن رب د دوبندی په افق دخپل مظلوم بنده دا مقدس شعار لیکلې و:

زما میرمن او بچې حلال نکړی

کلیوالو د یوه ځوان او یوه ماشوم جنازه  او د یوی نیمه ژوندی میرمنې جسدونه راښکته کړل او هغه میرمن له همدی ورځې ۹ نهه میاشتې وروسته د عصبې ناروغې له امله چې ورته پیدا شولو په حق ورسیده انالله وانا الیه راجعون.همدا اوس تازه خبره ده چې په دوبندی کی همدی طالب قومندان اماراتې کلیوالو ته نوی طرح اعلان کړه او ورته يي وویل چې تاسو خپلو باغونو کې ونې حساب کړی او هری ونې ته په خپله قیمت وټاکې او له هغې وروسته هره دیارلسمه۱۳ ونه به په عشر او زکات کې طالبانو ته ورکوی که څوک پیسی نلری نو ونه دی خرڅه کړی نو اوس دی هیواد وال ددی پاټکسالارانو په هکله قضاؤت وکړی د بینوا له خوا هسی زرداد،چمن او قلم ته ګوته نیول کیږی ستا د کندهار پاټکسالاران داسې فرمانونه هم جاری کوی،زرداد او دی نورو ته خو غل ویل هم جرم ده،هغوی خو الحمدالله د لوګر ستر ویاړلې شخصیتونه دی او پاټک خو دی ته واي چې اسلامی احکام او اوامیرو ته هم ځنځیر واچوی،زه د یو لوګری په حیث په زرداد،چمن او قلم ویاړم زما غله او پاټکیان ستا له هغو ډیر ډیر سپیڅلې او باانصافه دی.د طالبانو ددغه ګروپ کار ټول پسرلی دا وی چې قتلونه وکړه،د پیسو لپاره خلک یرغمل نیسه او تر څو چې په منې کې دی سیمو کې د چرسو له کروندی د پاټک پیسې جیبونو ته کړی او ډک جیب کورونو ته ستانه شې او په پاکستان کې مصرف کړی او بل اوړی بیا راشې،انډیوال می راته کړه چې اخربه څه کیږی او کومه ډله ستا په نظر ښه ده؟ ما ورته وویل عصاب می مه خرابوه خو ته يي هم وینې او هم يي پیژنی زه به درته څه ووایم د یوه هم خوند نشته . ده راته وویل دا ګلبدین خو دومره ورانی نه کوی که څنګه؟ما ویل تر اوسه يي په دا لسو کلونو کې نه یم زورولې او نه لارو ته زیات راوځې لکه طالبان خو د هغه کسان سرو(بهرنیو) سره کله کله ګرمه ګوته نیسې او افغانی عسکرو ته دمره څه نه واي لکه طالبان ځکه زه ننګرهار،لوګر،پکتیا،خوست،کابل،مزار ته ځم او راځم طالبان ډیر ورانې کوی او حزبیان دومره زیات نظامی امکانات هم نلری او یا خو نه غواړی چې په دولتی عسکرو بریدونه وکړی او ولسی خلک هم ترینه خوښ په دی ځکه له مکتب او کلینیک سره کار هم نلری او د طالبانو په څیر سخت او ظالم هم ندی.

نور بیا
شاهد لوګری