ناصر څپاند
دا لکچر د افغانستان له پاره د سولي او دموکراسۍ د پالټاکې خوني د برخه والو د غوښتنې پر بنسټ چې هېوادپال روڼ اندي دي او دامریکا ، اسیا او اروپا څخه ددې خوني سره په دوامداره توګه اړیکې ټینګوي ، د وتلي او تجربه لرونکي دیپلومات محترم امیرمحمد ګران له خوا په دې وروستیو کې ترتیب او وړاندي شوی دی.
لمړۍ برخه
دهند په نیمه وچه کې د پاکستان نظریه او سیمه ایزه ستراتیژي!
ترتیب او وړاندي کوونکی امیرمحمد ګران
مخکې تردې چې د هند نیمه وچه د مذهبې ایدیالوژۍ پر بنسټ وویشل شي او د پاکستان د نظریې نوښت تر څیړني لاندي ونیول شي ، اجازه راکړی چې د هند د « طلایې مرغۍ » په پراخه سیمه کې د افغانانو او د هند د خلکو هغو استعماري ضد مبارزو ته چې په تیرو پیړیو کې یې سرته رسولي یو ځغلند نظر واچوم.
تاریخي شالید Historical Backgroundد هند په نیمه وچه کې د افغانانو او هندیانو له خوا ښکیلاکې ضد مبارزي ، سر ښندنې او اتلولۍ د افغانانو او د دغې سیمې د ګډ تاریخ ځلانده او ویاړمن څپرکې تشکیلوي. افغانستان او هند د بشري تمدن د لرغونو او پخوانیو بنسټونو ( مرکزونو ) څخه شمیرل کیږي او د دواړو هېوادونو خلک له پخوا زمانې څخه خپل منځې ډول ډول ټینګي او نه شلیدونکي اړیکې لرلي چې همدا اوس هم ادامه لري. اما د تاریخ په اوږدو کې له سیاسي پلوه دغه اړیکې د یو لړ جګو او ټیټو څخه تیري شوي. له میلاد ي پیړۍ څخه د مخه په دویمه زریزه کې اریایان له افغانستان څخه هند ته وکوچیدل او هلته
یې د ویدي Vedas تمدن ته دوام ورکړ ، وروسته بیا د موریایانو تر سیاسي اغیزي لاندي ، بودایي دیانت افغانستان ته لار پیدا کړه.
له پیړیو وروسته بیا مسلمانانو هغه وخت چې ایران فتح کړد هند په نیمه وچه کې یې خپلو مداخلو او جګړو ته ادامه ورکړه. د حضرت عمر(رض) په زمانه کې هم ددغې سیمې د لاندي کولو ناکامه کوښښ وشو. همدارنګه د حضرت علی (رض) او امیر معاویه په وختونو کې د اسلام د دین د قبلولو له پاره جنګ ، جګړي او په دغه سیمه کې د واکمن کیدو هڅې روانې وي. په پاي کې د اموي خلیفه ولید په دوره کې د سیند د دیبل په بندر کې د مسلمانانو ۸ کشتۍ چې د سریلانکا څخه عربو ته په سفر رواني وي چور او چپاول شوي. عربو د سیند له راجه څخه چې داهیر نودیده نومیده وغوښتل چې غلو ته سزا ورکړي ، ولي راجه معذرت وغوښ�
� او له سزا ورکولو څخه يې ډډه وکړه. په پاي کې محمد بن قاسم د پوڅ په مشرۍ دغې سیمې ته راغۍ ، محمد بن قاسم د سیند راجه داهیر ته ماتي ورکړه او د مسلمانانو حکومت یې تشکیل کړ.همدارنګه د افغانستان دولتونو لکه کوشانیانو او یفتلیانو د لمړۍ میلادي پیړۍ څخه تر شپږمي میلادي پیړۍ په هند کې خپل اغیز درلود. د افغانانو دریم ځل اغیز په هند کې چې ددغه هېواد د تاریخ یوه ځلانده او ارزښتناکه دوره بلل کیږي د غزنویانو ، غوریانو ، قطبیه ، خلجیانو، سوریانو( سوري شیرشا ) سدوزیانو دولتونه وو چې په هند کې يې اسلامي تمدن او فرهنګ ته پراختیا ورکړه.
د ۱۶ مې څخه تر۱۸ مې پیړۍ بابري او مغلي دولتونو د ظهیرالدین محمد په مشري په هند کې د افغاني دولتونو څخه واکمني تر لاسه کړه. د هند په نیمه وچه کې د مغلي امپراطورۍ په واکمن کیدو سره ، اروپایې ښکیلاک غوښتونکو هم دغې سیمې ته چې دوي « طلایې مرغۍ » بلله خپلي لاسوهني پیل کړي او ایسټ انډین کمپنۍ دجلال الدین اکبر مغلي پاچا په وخت کې په کلکته کې خپل فعالیتونه وغزول.د یادولو وړ ده چې د اروپایانو د راتګ څخه مخکې د هند په نیمه وچه کې کورنیو جګړو د مغلو امپراطوري ټوټې ټوټې کړه او د هند خاوره یې په ګڼو اداري واحدونو وویشله. ددې ویش پایله دا شوه چې پنجاب ، ملتان او ک
شمیر د افغانستان په واکمنۍ کې راغلل، راجپوتانه د راجپوت شهزادګانو اداره کاوه ، په بنګال نواب علي وردي واک چلاوه ، د هند منځنۍ برخه د مرهټیانو په واک کې وه او جنوبي هند د حیدر اباد دکن په واکمنۍ کې راغلل.
اروپایې ښکیلاک ګرو له دغې جګړه ایزي ، نا امنه وضعې څخه ګټه پورته کړه او د هند په پراخ هېواد کې یې د خپل اغیزمن رول د پراختیا له پاره خپلو استعماري هڅو ته په درو مرحلو کې ادامه ورکړه.
په اوله مرحله کې د دوي هلي ځلي تجارتې اړیکو ته متوجه وي ، په دویمه مرحله کې د خپل تجارت او سیاسي نفوذ او اغیزمن کار له پاره د سیمې له واکمنانو- راجه ګانو سره په جنګ جګړو لاس پوري کړاو په دریمه مرحله کې یې سوداګري د خپلو فتوحاتو سره یو ځاي کړه چې په دې برخه کې د ډیرو بریاوو د لاسته راتلو سبب شو.
د هند نیمې وچې ته د اروپایانو راتګ:
د پرتګال واسکو ډیګاما هغه لمړنۍ اروپایې سیاح وو چې د ۱۴۹۸ ع کال د مۍ د میاشتې په ۲۷ مه د سمندر له لاري د کالي کټ بندرګاه ته ورسید. اما په وروستیو کلونو کې بیا انګریزان په هند د حکومت کولو په نیت د بحر د لاري بریالي شول. په ۱۵۰۲ م کال کې واسکو ډیګاما په چین کې فابریکي جوړي کړي او په ۱۵۰۵ ع کال کې پرتګالیانو بمبېي (چې اوس په ممبایي شهرت لري) ، دیو ، ګوا ، لنکا او ځینې نوري ساحلي سیمې په خپل واک کې راوستلي او د هغو د اداره کولو له پاره یي ډې المیډا لمړنۍ وایسراي مقرر کړ.
په ۱۶۰۲ ع کال کې هالندیان United East India Co تاسیس کړه او په مالیزیا او اندونیزیا کې یي خپله سوداګري پیل کړه. برسیره په هالند ، انګلیس ، ډانمارک ، اطریش او سویډن هم ایست انډیا کمپنۍ جوړي کړي ، لیکن په خپلو استعماري هلو ځلو کې پاتې راغلل او یوازي د انګریزانو واکمنې په سیمه کې تر یوي مودي ټینګه شوه. تاریخ څرګند دی ، د هغوي په اند هغه امپراطوري چې لمر په کې نه ډوبیده ، د افغانانو د اتلولیو او سرښندنو له برکته د بیساري لړزان سره مخ شوه.
په ۱۶۰۰ زیږدیز کال کې د انګلیستان واکمني ملیکې الیزابیتي ایست انډیا کمپنۍ ته د هندوستان سره د تجارت کولو اجازه ورکړه.
په ۱۶۰۸ زیږدیز کال کې د برتانیا د سمندري ځواکونو یو ماڼو چې تورن هاکنز نومیده او د یوه سمندري ټیم لارښوونه یي کوله خپله کښتۍ د سورت بندر ته راورسوله او په دغه ځاي کې یي د جهانګیر پاچا څخه د میشت کیدو او لنګر اچولو اجازه وغوښتنه ولي جهانګیر پاچا چې د پرتګالیانو تر اغیزي لاندي وو ، برتانوي بحري ډلګۍ ته د پاتې کیدو او لنګر اچولو اجازه ورنه کړه. په پایله کې د انګریزي او پرتګالي ځواکونو تر منځ په ۱۶۱۲ ع کال کې سخته جګړه ونښته او پرتګالیانو کلکه ماتې وخوړه. له دې کبله انګریزانو د سورت په بندر کې د جهانګیز پاچا څخه د کارخانو د جوړولو اجازه تر لاسه کړه.همد�
�رنګه انګریزانو د هند په نورو بندرونوکې لکه مدراس ، بمبیۍ ، ګوبندپور او کلکته کې خپلي اډي او مرکزونه جوړ کړل او په دې توګه یي خپلو استعماري فعالیتونو او ځورونو ته نوره پراختیا ورکړه.
د ۱۷ مې میلادي پيړۍ په پاي کې انګریزانو د سورت د بندر پر ځاي بمبېي خپله مهمه اډه او د سوق الجیش له پاره خپله قرارګاHeadquarter وټاکله.
د شرقې هند کمپنۍ خپل فعالیتونه د سوداګریزو موخو د دایري څخه وایستل او په ټول هند او د هند په سمندر کې یې په نوي استعماري او استثماري بڼه هلي ځلي پیل کړي. په دې وخت کې د هند خلک د کورنې بحران او جګړو سره مخامخ وه ، د مرهټیانو او مغلو تر منځ کړکیچونه او جګړي وي ، انګریزي ښکیلاکګرو د وضعې نه په ګټه پورته کوونې د خپلو سوداګریزو ، اقتصادي او سیاسي موخو د پراختیا په منظور د یو منظم پوځ Regular Army د جوړیدو اړتیا احساس کړه او بې له ځنډه يي د چاوڼیو ، قرارګاوو او ګارنیزیونونو Garrison په جوړولو لاس پوري کړ. هغوي په منظمه توګه د Taxation یا مالیي راټولولو ته ادامه ورک�
�ه.
ددې ټکې یادول غواړم چې فرانسویانو هم د ۱۴ مې لویۍ په وخت یانې د ۱۶۶۴ تر ۱۶۶۸ م کلونو په منځ کې د بنګال د ګورنر شایسته خان په اجازه په سورت بندر او بیا په ۱۶۹۰ ع کال په چندناګور کې د East India Co ایست انډیا کمپنۍ او فابریکې جوړي کړي وي. فرانسویانو له دي وروسته ماریشس ونیو او په ۱۷۴۲ ع کال کې یي د هند د نیولو اراده په سر کې پیدا شوه. هغوي د هند جنوبي سیمې دکن حیدر اباد ته نږدي شول ، مګر د برتانوي ځواکونو سره په جګړه واوښتل چې د هغو د لاسه یي ماتې وخوړه او فرانسویان د دکن حیدر اباد څخه په شا وتمبیدل. له دې کبله د ۱۸ مې عیسوي پیړۍ په پایې کې انګریزی زوړ ښکیلاک
یوازینی اروپايي ځواک وو چې د هند په نیمه وچه او هندي سمندر کې یي خپلي اډي ، قرارګاوي او سوق الجیشې مرکزونه ټینګ کړل.
بنګال چې په ۱۷۲۷ ع کال کې له مرکزي واکمنۍ څخه ازاد او د نوابانو په لاس پریوتی وو انګریزانو ته یې د تجارت کولو اسانتیاوي ورکړي. په دغه وخت کې یو ځل بیا د وروستنې نواب سراج الدوله (چې ازاد شوی وو) او د علي وردي خان د کورنۍ د نورو غړو تر منڅ د تخت او تاج پر سر جګړه ونښتله ، انګریزانو له دغه وخت څخه په ګټه پورته کولو په ۱۷۵۷ ع کال هغوي ته د پلاسي په میدان کې ماتې ورکړه او بنګال یې تر خپلي واکمنۍ لاندي راوست.
د برتانوي راج او استعمار اوږدمهاله ستراتیژي دا وه چې خپله سیاسي ، اقتصادي او تجارتي ولکه په ټول هند او وروسته له هغې د منځنۍ اسیا په لور پلنه کړي. اما د هند په نیمه وچه کې د هغوي د استعماري او پراختیا غوښتونکو غرضونو په وړاندي د خلکو د مختلفو ډلو له خوا مبارزه روانه وه. د هغې جملي څخه یو هم د شاولي الله دهلوي غورڅنګ یادولی شو چې نوموړي د احمد شا بابا څخه د مرستې غوښتونکی شو او احمد شا بابا د خپلو لښکرو سره یو ځاي د هغه مرستې ته ورغئ او د پانیپت په مشهوره جګړه کې یې ستري بریاوي تر لاسه کړي.
همدارنګه د پنداریانو ازادی بخښونکئ غورځنګ چې د امیرخان افغان تر مشرۍ لاندي د ۱۸۱۳ څخه تر ۱۸۲۳ ع پوري رامنڅته شو یادولی شو. هغه د روهیله پښتنو څخه وو او د انګریزانو په وړاندي یې ګوریلایې جګړي پر مخ بیولي. په پایې کې دا غورڅنګ د برتانوي پوځ له خوا چې شمیر یې ۱۲۰۰۰۰ تنو ته رسیدو وټکول شو.
د پنداریانو د تحریک له ماتې وروسته د داکویت ډله را څرګنده شوه. د داکویت ډلي به د هند شهزادګان ، جاګیرداران او غټ غټ تاجران تښتول او یا به یې وژل. د دوي له نظره یاد شوي کسان د انګریزانو د ښکیلاک او شومو پلانونو ملاتړي تصور کیدل. داکویت به د جاګیردارانو سرمایې چورولي او عمارتونو، قصرونو او ماڼیو ته به یې اور اچولو.
په دغه لړ کې د تګ ( تګان ) په نامه دهقاني ډلي هم بهرني اتباع نیول ، ځنګلونو ته به یې تښتول او سرونه به يې ورڅخه پري کول. انګریزي واکمنو په باالمثله عمل کې د دوي ۱۵۰۰۰ تنه کشف او ونیول او وروسته یې اعدام کړل. د یادولو وړ ده چې د ۱۹ مې پیړۍ په پیل کې د ښکیلاک ګرو ځواکونو پرضد مبارزه کې د افغانانو او مرهټیانو تر منځ د ګډ زیار روحیه موجوده وه. په پاي کې یاد شوي استعماري ضد غورځنګونه د انګریزانو د یو سلو شل زره کسیزي اردو له خوا په بیرحمانه توګه وټکول شول.
د برتانوي ښکیلاک ضد مبارزو په لړ کې یوه بله څیره سید احمد بریلوي وو. هغه د ۱۷۸۶ څخه تر۱۸۸۱ ع کال د « راي بریلي » د Udha په سیمه کې په یوه نوم ورکي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولي. بریلوي په ۱۸۰۴ م کې د هند مرکز دهلي ته راغۍ او هلته د شاولي الله د کورنۍ له خوا هغه ته ښه راغلاست وویل شو او د شا عبدالقادر څخه یې په درس ویلو پیل وکړ. سید احمد بریلوي په ۱۸۱۰ م کال کې د انګریزانو پر ضد د ګوریلایې جګړو د زده کړي له پاره د پنداریانو په غورځنګ کې د دغه غورځنګ د مشر امیرخان پټان سره یو ځاي شو او د په لاره اچول شوي تحریک څخه یې ډیر څه زده کړل او زیاته تجربه یې تر لاسه کړه.
نوموړي په دهلي کې یو ډول مذهبي اصلاحات پیل کړ او ورسره یې توري او جهاد ته لاس واچاوه.
سید احمد بریلوي د شا عبدالقادر او شا عبدالعزیز د کورنۍ د ځینو غړو په ملتیا د مذهبې ماموریت د پراختیا په منظور د اتراپرادیش ، بیهار او بنګال ښارونو ته سفرونه وکړل او وروسته کلکتي ته راغۍ او د حج کولو نیت ورسره پیدا شو.
د مذهبې اصلاحاتو په ترځ کې د سید احمد بریلوي ډلي تبلیغ کاوه چې : د هندوانو د سپیڅلو ځایونو زیارت کول ، د هندوانو په دینې مراسمو کې ګډون کول ، له برهمنیانو سره مشوره کول ، د طالع کتونکو وړاندوینه ، زیارتونو ته تګ ، په قبرونو او زیارتونو د شمعې روښانول او داسي نور ټول مردود او د تقبیح وړ دي. دوي په مسلمانانو کې د وهابیت د تحریک د احیا او رغونې له پاره کار کاوه.
د ځینو مالوماتو له مخې سید احمد بریلوي د خیبر پښتونخوا د بالا کوټ په ښارګوټي کې چې د ایبټ اباد څخه لږ تر لږه ۳۰ کیلو مترۍ واټن کې پروت دی ووژل شو. له دې پیښې یوه نیمه پيړۍ وروسته یو بل وهابي یانې اسامه بن لادن د پښتونخوا په همدي سیمه ایبټ اباد کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ ( کاکول ) د ګارنیزیون په محوطه کې د امریکایې سمندري ځواکونو له خوا ، چې د Blackhawk چورلکو په
وسیله بدرګه کیدل او د جلال اباد څخه یې الوتنه کړي وه ، ووژل شو. دلته باید یاده کړو چې د سید احمد بریلوي د جهاد د تحریک په هکله کتابونه خپاره شوي. له هغې جملي څخه د هند د بهرنیو او دفاع د چارو پخوانۍ وزیر ښاغلي جسونت سنګهه چې د کانګریس او بهارتیه جنه تا BJPګوندونو سره پاتې شوی په « جناح: اتحاد سی تقسیم تک » یانې ( د جناح له اتحاد څخه د نیمي وچې تر ویش پوري ) نومي کتاب کې هم په زړه پوري مالومات لیکلي دي. د سید احمد بریلوي د زیږیدني او تحریک په اړوند متضاد مالومات تر لاسه کیدلاي شي. د بیلګې په توګه ښاغلي جسونت سنګهه په خپل کتاب کې د سید احمد بریلوي په هکله �
�ه ۱۴م مخ کې داسي لیکې: ژباړه « د سید احمد خان پلار په ۱۸۳۸ م کال کې وفات شو ، هغه د مغلو د واکمنۍ په مهال د ډهلي په لال قلعه کې یو مامور وو. سید احمد د لال قلعي څخه رخصت واخست او په بهادر کمپنۍ او ایست انډین کمپنۍ کې یې خدمت کولو ته ترجیح ورکړه » .....
همدارنګه د افغانستان نامتو لیکوال او تاریخ پوه اروا ښاد پوهاند حبیب الله تږي د « ازاد افغانستان » په مجله دویم کال لمړۍ ګڼه ( د ۱۳۷۸ هجري لمریز کال د وري ـ غبرګولي یا د ۱۹۹۹ م کال اپریل ـ جون ) ۸۶ م مخ کې د هنري والتر بیلو H.W Bellew چې یو مشهور انګریزي لیکوال او تاریخ پیژندونکی دی ، د افغانستان ـ پښتنو او پښتو په هکله یې زیات شمیر کتابونه لیکلي ، د یوسفزو د کتاب په حواله داسي لیکې:
« سید احمد بریلوي او د هغه د جهاد تحریک »
« .... وروسته له دې او د هغه د پاتې هندوستانیو حواریونو شپه د اباسین غربې خوا ته نه تیریده له دې امله هغوي ټول د اباسین شرقې خوا ته واوښتل او د هزاره ضلعې په بالاکوټ کې دیره شول. هنري بیلو لیکې ، د بالاکوټ خلکو د سید او د هغه د پلویانو سره خوا خوږي وښودله خو په دې نه پوهیدل چې څنګه یې یوه بلا ځانته بوته کړه. سید په بالا کوټ کې جنګي کلا تر لاسه کړه او د نورو حواریونو د راټولولو له پاره یې په کلکه زیار پیل کړ. د سید دغه حواریون اکثرا هندوستانیان وه ، سید دلته لا پوره ټیکه نه وه کړي چې په ۱۸۳۱م کال کې د شیرسینګ په مشرۍ د سیکانو پوځ په هغه یرغل وکړ او د بالا کو
ټ کلا یې ونیوه. سید او شا اسماعیل یې د هغو د ۱۳۰۰ تنو پلویانو په ګډون ځاي پر ځاي ووژل » .... ادامه لري