ګلاب پښتون وايي چې دخوست والي ترې د ځان لپاره ددوه سوو نمروغوښتنه کړې.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ز-ستانکزی
دغه ټکى دخوست مهاجرينو ريس څوورځې وړاندې دنن اېف اېم راډيو سره دځانګړي مرکې په ترڅ کې په ډاګه کړ ده وويل چې دمهاجرينو نمرو دوېش مخه خوست والي عبدالجبار نعيمي له همدې امله ډب کړې ده چې ده ترې دځان لپاره ددوه سوو نمروغوښته کړي خودمهاجرينوريس پښتون ورسره نده منلې  .

په دې ورستيو کې دخوست پرولايتي اداره ،په ولسي جرگه او ولايتي شورا کې دخوست دخلکو استازو ،سياسي شنوونکو، يو شمير رايسانو او دعامو خلکو له لوري دغونډو او ميډياو له لارې په تونده ژبه نيوکې کيږي،  په خوست کې دځمکو  غصب،دنمرو وېش،ددولسووفاميليو نمرو،دمهاجرينو دنمرو ،دخوست په ښاروالۍ کې ځينې ستونزي هغه  لانجمنې مسئلې دي چې دخوست خلک په ياده برخه کې له ځايي ادارې څخه شکايت کوى.د يادو ستونزو او دولسمشر حامدکرزي د ادارى فساد پرضد دورستى 45 نمبر فرمان پرپلي کيدو  او دخوست په اداره کې پرځينو نورو اړينو مسايلو  دنن اېف اېم راډيوله لارې يوه مناظره جوړه شوي وه چې په يادو  موضوعاتو تودې خبرې وشوې. چې پکې دولايت مقام استازي ظاهرطوطاخېل،دخوست ښاروالۍ معاون محمدشريف،په ولسي جرګه کې دخوست دخلکو استازي همايون،دولايتي شورا غړو جان ميرځاځي ،ګل محمد،حکمينه ،دملي اردو دتاسيساتو مشرفضل الرحمن ،دمهاجرينو ريس ګلاب پښتون د دوکاندارانو صنفي اتحاديې ريس کرامت خان خپلواک، دځوانانو ديووالي خوځښت مرستيال ډاکټرعبدالجبار،سياسي شنونکو هريو کمال خان کامران ،اميربهير يونس اهنګر اونورو برخه اخېستې وه.د مناظرې موخه دا وه چې ترڅو هغه دولتي ارګانونه لکه دولايت مقام او ښاروالي  چې دخلکو ترنيوکو لاندې دي ترڅو  په ولسي جرګه کې دخوست دخلکو استازو او دولايتي شورا غړو پوښتنو او نورو خلکو نيوکو ته چې په دوي پورې اړوند دي ځوابونه ووايي. د مهاجرينو ريس وويل :((دولس مشر حامدکرزى د  104 نمبر فرمان په اساس ټول هغه مهاجرين چې د مهاجريت فورمه ولري،  د يوي نمرې مستحق دى. ده زياتوله  چې 450 نمرې چې دپخواني مرستيال والي طاهرخان صبري په وخت کې مهاجرينو ته ورکړل شوي  د اوسني والي  عبدالجبار نعيمي  په امر مو ددي نمرو د تعرفو وېشل پيل کړل،  250 کسانو ته مو تعرفې ووېشلې پاتې نورو 200 کسانو ته مو چې کله تعرفې وېشلې نو والي راته خپل کسان راپيژندل چې نمرې ورکړم کله چې مامخالفت وکړ نو ددې نمرو دوېش کار يې بند کړ او زه يې له دندې لري کړم)).د يادې موضوع په اړوند د ولايت استازي  ظاهرطوطاخېل وويل چې((والي ته دا خبره رسيدلي ده او په اداري مجلس کې يې له رئيسانو سره ياده خبره شريکه کړي او ويلي يې دي چې [که چيري دغه ادعا په ما ثبوت شوه نو بايد چې زه محاکمه شم او که دغه  دده پروپاګندوي نو بايد چې ګلاب پښتون محاکمه شي])).دمهاجرينو دنمرو د پروژې په اړوند د ولايتي شورا غړي  جاميرځاځي وويل((څو څو ځله دولايتي شورا غړو له والي سره په همدې موضوع ناستې کړي خو په دې برخه کې لازم اجرائت نه دي شوي )).دولايتي شورا يو بل غړي ګل محمد بيا دګلاب پښتون خبري ردکړې او زياته يې کړه ((دمهاجرينو په پروژه کې دځمکې دکموالي په اساس د پاتې نمرو د وېش لړۍ دريدلي ده ځکه په ياده سيمه کې ځينې ځمکې غصب شوي دي او بايد هغه ځمکې له غصب څخه خلاصې شي او بيا خلکو ته نمرې توضيح شي )).خو دځوانانو د يوالي خوځښت مرستيال ډاکټر عبدالجبارجبارخيل دګل محمد دخبرو په رد سره زياته کړه (( که چيرې له پښتون څخه والي په ياده پروژه کې د 200 نمرو غوښتنه نه وي کړي بيا يې ولې ګلاب پښتون له دندې ګوښه کړ او که چيرې په ياده ساحه کې ځمکه د وېش لپاره نه وي بيا ورته والي ولي خپل کسان معرفي کوي ؟))دمهاجرينو د نمرو پرسر له بحث ورسته د1200)دولسوو فاميليو خصوصآ (B) پروژي دنمرو پرکړکيچنه موضوع هم  دمناظرې ګډونوالو  او په ياده موضوع کې  ښکيلو واړو اړخونو تودې خبرې وکړې.  ياده پروژه چې په دوولسوه فاميليو کۍ موقيعت لري څو کاله وړاندې خلکو ته پکې نمرې ورکړل شوي، پيسې يې بانک ته تحويل کړي  خو ځاي ورته ندې مشخص شوى ، ځکه په ياده ځمکه د ملي دفاع وزارت  او زراعت ترمنځ دعوه موجوده ده. ملي دفاع وزارت  ياده ځمکه خپل ملکيت بولي او وايې چې چاته به پکې دځمکې د توضيح اجازه ورنکړي، ځکه په دي برخه کې  قانوني اسناد لري. خو دښاروالۍ معاون محمدشريف بيا وويل چې ځمکه دملي دفاع وزارت نه ده  او دوي دولسمشر حامدکرزي د حکم په اساس ددې ځمکې د وېشلو حق لري. سياسي شنونکي اميربهير وويل ((دا يوه حقوقي مسئله ده چې څارنوالي بايد د دواړو لورو اسناد وګوري او پريکړه وکړي  چې ياده ځمکه په کومه اداره پورې اړوند ده او ايا ښاروالي په ياده پروژه کې دځمکې دوېشلو حق لري او کنه؟))په ولسي جرګه کې دخوست دخلکو استازي همايون د B)) پروژې ځمکه د ملي فاع وزارت ملکيت وباله ده وويل(ددواړو لورو اسناد له ده سره شته  له دي اسنادو ښکاري چې  دغه ځمکه د ملي دفاع ملکيت دي او ښاروالي ددي ځمکې د ويشلو  حق نه لري. همدارنګه په بحث کې د همايون له اړخه د ښاروالۍ پر معاون انجينر محمد شريف ځينې نورې نيوکې هم وشوې، ده زياتوله چې د ښاروالۍ معاون ځنې پروژې د والي په رسمي مکتوب او له ولايت سره په تفاهم له داوطلبۍ پرته خلکو ته ورکړي او د خوست ښاروال د ولايت مقام د فشار په اساس خوست پريښى او په کابل کې اوسي ځکه ده ته ويل شوي وو چې بايد ځينې پروژې له داوطلبۍ پرته خلکو ته ورکړل شي))دده په خبره د خوست د ادارې په يادو غير قانوني کړنو يي مرکزي دولت خبر کړى، له بيلابيلو ارګانونو سره يي په دې اړه خبرې کړي او په وينا يي د خوست والي به ډير ژر له دندې ګوښـه او څارنوالۍ ته به ور وپيژندل شي))خو د ولايت استازي او د ښـاروالۍ معاون  يادې ادعاوې بې اساسه وبللې.خوست د هيواد يو له ګڼ نفوسه ولايتونو څخه دي چې د ښې اب هوا ښه موسم  او ځينې نورو عواملو په اساس ډير چارواکي، زورواکي ، او عام خلک له غصب او نورو لارو  هڅه کوي  چې د خوست په ښار کې ځان لپاره ځاى پيدا کړي.په همدې ډول په خوست کې د وخت د واليانو له لوري هم په بيلابيلو نومونو مستحقو او غير مستحقو اشخاصو ته په ښار کې نمرې ورکړل شوي چې دا مهال يي ډيرې ستونزې زيږولي او د خوست خلک يي هم انديښمن کړي .دوى انديښنه لري که د نمرو وېش او د ځمکو غصب همداسې روان وي نو له شک پرته  چې مونږ به په خوست ښار کې دانکشافي  پروژو دجوړيدو لپاره يوه ټوټه ځمکه هم وه نه لرو ،نو ځکه پردولت غږ کوي چې د نمرو ورکړې لړۍ دې ودروي،  اوهغو کسانو ته چې نمرې ورکړل شوي  دهغوى حق کيږي ترڅوورته ژرترژره ځاي مشخص شي او هغه ستونزي چې ددي پروژو د وېش پروړاندې خنډدي له منځه ولاړي شي .