زرداديان په انټرنيټ کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مجاهد پښتون
بد که هر چا کړي وي بد دي، هغه چا چې ملاتړ يې کړى هغه هم د بدو مرتکب دى، خو تر ټولو بد بيا هغه څوک دى چې له بدو دفاع کوي، مبرر ورته لټوي او خپل بد يا ګناه له نورو کم بولي، بدو ته بد ويل بيا ښه کار دى، د حديث شريف مفهوم هم دا دى چې بدي دې د خپل توان په اندازه په لاس يا په ژبه منعه کړي او کنه په زړه کې دې بد وګڼي.

افغانستان هم په تيرو څلورو لسيزو کې د ښو او بدو شاهد وو، اوس ډېر خلک داسې شته چې په هر چا د هغه په کړنو قضاوت کوي، ښو ته يې ښه وايي، او بدو ته يې بد، د اسلام او کفر له پولو هاخوا زه فکر نه کوم چې يو څوک به د يو جهادي ګوند ګردو کړنو ته بد وايي او د بل ګردو ته ښه، ځکه چې د انسان څخه تيروتنه کيږي او هيڅوک هم معصوم نه دى، يواځې غير مسلم او د هغوى په لار روان به داسې وي چې د مجاهدينو او يا محض مسلمانانو سپکاوى کوي.
په دې ورځو کې وينم چې د حزب اسلامي غړي او يا يواځې د انجنير ګلبدين حکمتيار پلويان په انټرنيټي پاڼو کې د دې ګوند ټولو فعاليتونو ته سپيڅلتيا او پاکوالى ورکوي او داسې څرګندوي چې دې ګوند د خپل وجود د پيل له ورځې بيا تر ننه پورې هيڅ ناوړه کار نه دى کړى.
ما چې څومره دغه ليکنې څارلي دي نو هيڅکله او يوه ليکنه هم په خپل سر نه ده شوى او خپل ابتکار پکې نه دې کارول شوى په دې معنا چې د دې ګوند پلويانو هيڅکله هم څه نه دي ليکلي خو کله چې هم چا د همدې ګوند د کوم کار او يا کوم غړي په اړه ليکنه کړې نو دا  ګوند په خوځښت راغلى دى، زه بيا هم فکر کوم چې په پښتو ويبپاڼو کې تاويدونکي ليکنى د حزب جلا جلا غړي نه کوي بلکه يواځې يو تن دى چې دغه ډول ليکنې کوي او ځان ته جلا جلا نومونه ږدي.
د نوموړي په ليکنو کې څو شيان مشترک وي مثلاً نوم يې يا لوګرى وي، يا احمدزى وي، يا وردګ وي، يا کوچى وي او يا داسې نور.
دوهم دا چې نوم هميشه په تخلص پيل شوى وي، لکه شاهد، شفيق، ملا او داسې نور.
دريم دا چې د پښتو په املا کې يې تر حده زيات مشابهت دى او کوښښ يې کړى چې تر ډيره بريده املاء ناسمه وليکي څوک پرې دا ګمان ونه کړي چې سړى ډېر پوه دى بلکه داسې څرګنده کړي چې يو عادي څوک دى خو حالاتو پسې  را اخيستى دى، او له بلې خوا دا هم په نظر کې ونيول شي چې ليکوالان ډېر دي.
څلورم دا چې معلوماتو ته يې وګورې نو ټول سره يو شان او تر ډېره بريده دقيق وي نو بيا داسې بريښي چې د لوړى کچې ليکوال او سياستوال دى.
او داسې نور...........
د هيڅ يو مجاهد لپاره په زړه بد نه لرم بلکه احترام يې کوم او خپله د جهاد په لاره کې د خپل سر او مال د ورکولو لپاره چمتو يم.
خو يوه ليکنه مې ولوستله  چې د زرداد په دفاع کې شوى وه، ريښتيا چې ډير يې خفه کړم، ما چې د زرداد کړنې او نوم اوريدلى نو له هماغې اولې ورځې فکر کوم چې په افغانستان کې به د هغه خپله کورنۍ هم د هغه په کړنو او کارونو د شرم احساس کوي او څوک به داسې نه وي چې په ننګه يې ودريږي خو نه داسې نه شوه ځکه چې حزب او حزبيا يې ننګه کوي.
حزبيان وايي چې زرداد څه کړي؟ خو لارې يې شکولي، له څو موترو يې پيسې اخيستي، څو کسان يې وژلي، يو بهرنى خبريال يې نيولى او ډبولى دى، د مشرانو او کشرانو بې عزتي يې کړى، کابل ته تلونکى موتر يې ټول له خلکو ګرځولي او پکې به يې چکرې وهلې، مرګونه يې کړي، څو انساني ... يې ساتلي وه چې دا يې سر ... وو، د جهاد په وسلو به يې په سروبي کې مخامخ غر ويشت او نښه به يې پرې زده کوله، او چاته به يې چې خوښه وه ... به او چاته به يې چې خوښه شوه نو ... به يې ورته ښوله .
حزبيان په دې خفه دي چې ولې هغه له موترو لږې پيسې اخستې ځکه يو تن ګيله کړې چې دومره لاره شکونه يې کړې چې د زرداد او د هغه د ملګرو چاره او ګوزاره هم پرې نه کېده يعنى بايد ډېرې يې اخيستى وى.
کله چې طالبانو د حزب په ګډون د ټولو ډلو ټپلو شړۍ ورټوله کړه نو زرداد هم په کومه لار لندن ته رسېدلى او هلته يې په يو هوټل کې کار پيل کړى وو، چې د انګلستان پوليس پرې خبر شول او ويې نيو، محاکمه يې کړ او شل کاله بند يې ورته واوراوه، خو اوس وايي چې خوشې شوى او افغانستان ته راروان دى، ځنې وايي چې کابل ته رارسيدلى خو پټ دى، ويره ورسره ده چې کوم افغان پرې پيښ نه شي عريضه پرې ونه کړي او يا يې له تيغه تير نه کړي.
زرداد ېو بې علمه او بې عمله غټ جنايت کار دى، چې وروسته حزب او په ځانګړې توګه ګلبدين حکمتيار په تخرګ کې نيولى و، او چې په چا به يې خوښه شوه پرې ور پريښوده به يې ، ګلبدين بيا د هغه لپاره دومره ذلت منلى و، چې له چا به يې رغيده نه وو نو د زرداد د ناوړه اعمالو د بښنې لپاره به حکمتيار خپله هغه تن ته ورتلو.
زرداد د سروبي په پاټک کې د (عبد الله شاه) په نوم يو لغمانى ساتلى و، چې سپې به يې ورته ويل، په يو غار کې يې ورته ځاى جوړ کړى و، په ځنځيرونو يې تړلى وو، کله چې به يې چې څوک ونيو، خپل دغه سپى به يې پرې ورخوشې کړ، زرداد بيا په لويه کې د خپلو مشرانو سپى و، د عبد الله شاه په اړه ويل کيږي چې ډير خلک يې خوړلي او داړلي دي، د زرداد په قانون کې بې ګناه مجرمان به يې داړل او د هغوى په تن جامې به يې ورته څيرلې، بې عفته کول به يې.
د عبد الله شاه په اړه دا هم ويل کيږي چې د کرزي په حکومت کې پرې محکمه وچليده، په هغه د وژنو تورونه ثابت شول، هغه په سروبي کې لږ تر لږه د يو بې ګناه مسافر چې زردان بندي کړى وو خوټې هم خوړلي دي، خپله يوه ښځه يې مړه کړى او بلې ته اور اچولى دى.
زما يو لغماني ملګري راته وويل چې د زرداد يو ... يې په لغمان کې ليدلى دى، اوږده اوږده غاښونه او بد شکل يې وو، چې بيا يو چا وويشت او د خپلو اعمالو په سزا يې ورسولو.
اوس مې په يوه بريښنا پاڼه کې وليدل چې د زرداد يو بل ... برمهنګم ته تښتيدلى دى او هلته اوسى، له دې څرګنديږي چې نوموړي به داسې ډير انساني ... درلودل او له هر يوه به يې بيل بيل کار اخيست.
زرداد په نولس سوه او اته نوي کې په جعلي پاسپورټ او بدل نوم لندن ته ولاړ او د لندن په سهيلي سيمه سټريتهم کې يې واړول، هلته يې د تابعيت د تر لاسه کولو لپاره عريضه ورکړه، خو د بي بي سي يو کار کوونکى جان سمپسن پرې خبر شو، هغه يې جنايتونه را په ډاګه کړل، مخکې تر دې چې د زرداد په اړه حکومت پريکړه وکړي هغه خپله عريضه بيرته واخيسته خو بيا هم د انګلستان پوليسو پرې نښود او هغه يې ونيو، په دوه زره او ردريم کال کې پر هغه مقدمه چليدله او محکمې ورته پريکړه واوروله.
((((په بي بي سي کې د هغه د نيول کيدو کيسه او ويډيو او يو شمير نور معلومات  به وروسته را وژباړم او انشاء الله نشر ته به يې وسپارم)))).
که څوک د هغه له کړنو منکر وي نو د لندن په هغه محکمه کې دې پلټنه وکړي چې د زرداد په اړه د افغانستان اوسيدونکو پکې خپلې ويډيو شاهدۍ ثبت کړي دي، ټولو يې ظلمونه راپه ډاګه کړي، هغه چې افغانانو ته معلوم وو، اوس ټولې نړۍ ته معلوم دى.
د زرداد په دفاع کې وروستۍ ليکنه د حزب اسلامي په رسمي ويبپاڼه شهادت نشر شوى ده، او زرداد يې له ډيرو ښه بللى دى، عالي انسان، اخلاقي قوماندان، ملي څيره، سياسي شخصيت او د غوره کردار څښتن يې ورڅخه جوړ کړى، زرداد چې هر څنګه دى خو د حزب سره يې تعلق او کړنې يې څرګندې دي.
دلته يوه يادونه اړينه بولم او هغه دا چې ليکوال وايي د زرداد په اړه بينوا پاڼې ليکنه خپره کړى، او بيا يې د عبد الرؤف بينوا په اړه هغه ژبه ښورولې چې ضرورت يې نه ليدل کيده، زه وايم چې بايد د ليکوال په اړه يې  ليکنې شوى وى، د ليکنې د محتوى په اړه بايد خبرې شوى وى، که پوښتنه وشي دا تا چې همدا اوس په شهادت کې د بينوا پسې خبرې کړي نو بايد تا پسې هم خلک ليکنې وکړي او په طرفدارۍ دى تورن کړي؟ لکه چې ده هم داسې، او يا پر ځاى د دې چې ستا ځواب ووايي نو بايد د ګلبدين پسې خبرې پيل کړي؟
همدا نن مې په ټول افغان کې يوه ليکنه ولوستله چې ټولو پاڼو په اړه يې لنډې تبصرې کړي او ويلي يې دي چې دغه ليکنه يې شهادت ته هم استولى ده ګورو چې شهادت يې نشروي کنه؟
د عبد الرؤف بينوا عقيده چې هر وړ وه، په دې ځاى کې د هغه يادولو څه معنى ده، دا هم کوم دليل دى چې د بينوا په نوم نومول شوى پاڼه کې د خونکار، جنايتکار، وحشي، نامرده، له انسانيت، اسلاميت او افغانيت نه لرې بې مروته او خسيس انسان په اړه يې څه ليکلي نو ته بايد د بينوا په اړه څه وليکې، که په بينوا کې څه عيبونه وي نو خو په خپل ابتکار يې وليکه او بيا يې د نر په څير نشر کړه.
حزبيان يوه بله خبره هم کوي چې څوک د زرداد، قلم او چمن يادونه کوي او يا د حزب نورې کړنې يادوي او په اړه يې ليکنې کوي نو د امريکايانو، صليبيانو، اشغالګرو او کمونستانو په اړه دې څه وليکي، زه وايم دا خبره بيخي سمه ده، خو دا د حزب مشر  چې همدا اوس په لويه سټه د طالبانو پسې ليکنې کوي، هغې ته څه ځواب لرئ؟ کله وايي چې حزب وو طالبانو ته اړتيا نشته، کله وايي چې د امريکايانو پر ضد جهاد اول حزب پيل کړى او د دې ږېرې او تورې پګړۍ سره سره هغه د اسلامي امارت پر مهال د کابل غونډه او د علماو فتوى له ياده باسي، حتا کتابونه پسې ليکي ، کوم نظام د منلو وړ دى، کومه طرحه د منلو وړ ده، د طالبانو اساسي قانون څنګه دى، ملا عمر چا امير المؤمنين کړى دى او .............
د دغه ډول دفاعي ليکوالانو يوه بله ستونځه دا ده چې هر څوک څه وليکي نو دوى وايي چې د هغه بل ګناه خو تر ده ستره ده هغه ولې نه يادوى، زه يوه پوښتنه کوم:
که په يو کلي کې يو څوک سل افغانۍ غلا کړي او بل زر، کارونه دواړه بد دي او غلا ده، که څوک د سلو افغانيو غل ته غل وايي نو هغه به يې په دې دليل بد ګڼي چې هغه د زرو افغانيو غل ولې نه يادوى؟ او يا دا چې ما يادوى نو هغه هم ياد کړه؟
د دوى مطلب دا دى چې که د زرداد پسې ليکۍ نو په افغانستان کې دا سلګونه او زرګونه ټولو جنګسالارانو ته به په خپله ليکنه کى ځاى ورکوى بيا نو درپسې کار نه لرو او کنه يواځى دې يو تن ياد کړ نو بايد دښمني درسره وشي.
خو وايم چې څوک دې راته ښه را په ګوته کړي، په افغانستان کې خو هر واکمن، هر ګوند، هره ډله، هر لورى ګناهګار دى او د جنايت ځايونه به يې په ګوته کوو.
د ډېرې ورته ليکوالانو يوه د پام وړ اړخ دا هم دى چې هغوى د سپږې لپاره پوستين په اور اچوي، هغوى هيڅوک هم نه پيژني، د ليکوالانو په اړه هيڅ معلومات نه لري، بلکه د يو چا په يوه ليکنه او يا د يوې اوږدې ليکنې په يوه کرښه پريکړه کوي او بيا ورباندې د کمونست، غربپال، منافق، خلقي، پرچمي، ګلم جم، ستمي، افغان ملت، شعله يي او داسې نور نومونه اږدي.
دوى افغانستان اشغال شوى بولي او بيا دا ليکوالان ټول بې د کوم توپير څخه د امريکا غلامان او پيسه خواره بولي، خو راشئ قضاوت وکړئ، همدا اوس د افغانستان په حکومت کې د يو ګوند په توګه د حزب اسلامي برخه تر بل هر چا زياته نه ده؟ همدا حزب اسلامي په منځه دوه ځايه نه شو؟ چې يو يې په کابل کې راجستر شو، کله حزب اسلامي پر هغوى کوم ډز کړى، د هغو پر ضد يې خبره کړى، هغوى يې له ځانه جلا بللي دي؟؟؟
حزبيان دې خپل امير حکمتيار ته قسم ورکړي چې هغه د اشغال په لمړۍ ورځ خپلو ملګرو او پلويانو ته نه وه ويلي چې د امريکا لخوا جوړ شوى او د حامد کرزي په مشرۍ رامنځته شوى د افغانستان په حکومت کې کار پيل کړي خو د حزب اسلامي په نوم يې مه کوئ او کله چې ورته حالات برابر شول نو بيا يې بل امر صادر کړ چې اوس د ارغنديوال په مشرۍ يو بل حزب اسلامي جوړ کړئ، څو هلته زمونږ ګټې خوندي کړي، که داسې نه وي نو مولوي عطاء الله لودين ورڅخه ولى دفاع کوي حال دا چې حکمتيار د جنګ په خط کې ځان بولي، خو داسې نه ده او لودين د سولې په لمړي خط کې خو داسې هم نه ده.
حکمتيار په نولس سوه او څلور نوي ميلادي کال کې د دوستم سره هم ايتلاف کړى و، جنرال عبد الرشيد دوستم کمونست دى،وو او وي به، هغه څوک دى چې په شمال کې يې زرګونه تنه طالبان بې له محکمې او محاکمې په شهادت ورسول، بله ورځ که څوک د هغه پسې ليکل وکړي نو هم به حزبيان ورڅخه دفاع کوي.
دوى د قوماندان چمن يادونه کوي چې هغه هم کوچى دى، اوس په ګوانتنامو کې بندي دى، قوماندان چمن، د رزداد په يو قطاع الطريق دى، چې طالبان راغلل نو د نظار شورى سره ملګرى شو او د طالبانو پر ضد جنګيده، چې امريکايان راغلل د هغوى ملګرى شو، ده هم په لمړي سر کې د دوبۍ څخه افغانستان ته د امريکايي ځواکونو مالونه را رسول او د يو امريکايي شرکت ډاينکور کار کوونکى وو.
که حزب اسلامي غواړي چې جهادي او اسلامي هويت يې بېرته په ځاى شي نو په خپل جهالت کې دې نور نه غرقيږي، د زرداد په څير جانيانو دفاع دى نه کوي او هغه هم په خپله رسمي پاڼه شهادت، دوى لپاره دشرم ځاى دى، د افسوس ځاى دې او که داسې ونه کړي نو لکه څنګه يې چې خپل مقام له لاسه ورکړى نو نور به يې هم له لاسه ورکوي او يا به يې د امريکا، کرزي او شمالي ټلوالى په ملګرتيا کې تش په نوم تر لاسه کوي.
2012-09-01