جنازه به کله وی؟‏

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
شاهد لوګری
مطبوعات او ژورنالیزه د یو ملت او ولس ژبه وی او هغه څوک چې خپله بیطرفې ساتی او د ټولنې په وړاندی د خپل مسلک او مسؤلیت عکس په رښتیا وړاندی کوی هغه د ټولنې ترجمان وی،همدا مطبوعات دی چې د مظلوم غږ له زولنه کیدو ژغوری او تل هم نه مګر کله کله ظالم دی ته اړ کوی
چې د خپل ظلم له بیا بیا تکرار ډډه وکړی همدی ته ورته په ژورنالیستانو کې او ویبپاڼو کې هم تر حده زیاته فرهنګې او مطبوعاتې فساد وده کړی او حتی د خلکو او اشخاصو د کورنی په حریم هم لفظی تبری کیږی او د ځینو ویبپاڼو له خوا بیا بیا او قصدا نشر کیږی خو ددا ډول نا افغانی او نا اسلامی او له کلتوری لحاظ یاغي او باغې لیکنې مسؤلیت مخامخ د ویبپاڼی چلوونکې په غاړه لویږی نه د لیکوال.بل طرف ته په لیکوالانو کې هم داسې کسان شته چې لیکنو ته یي یو ډول نه منونکې معیار ټاکلی دی هغه دا چې ځان ټولنې ته د بیپری او بی ازاره مرغې په نوم او څیر ورپیژنې خو مګرد ټولنې ملی یوالې او ترمیم ته دومره میکروبی او خطرناک وی چې له هغو هم ور آخوا وی چا چې د مزار شریف یوه سپیڅلې جاده زموږ د یوه همسایه اسرایل(ایران) د سپاه پاسدارانو په نامه ونوموله زه په خپل وار سره دغه اقدام ملی خیانت بولم او دا زموږ د خلکو په کلتوری حریم یرغل ګڼم خو ددی تر څنګ د طالبانو د تحریک په لاسوونو او یا دهغوی د حامیانو په لاس په مزار کې د ایران د استخباراتو د مامورینو بي محاکمې وژنه نا انساني،غیر افغاني او له ټولو منل شوو نړیوالو اصولو بر خلاف عمل ګڼم.

دځینې ویبپاڼو وظیفه همدا وی چې خپله سیاسی،تنظیمې،او سمتي دښمني و پالي او د خپل حریف په ضد هغه څه ولیکې چې انسانیت تری حیاء کوی خو که په مقابل کې يی اصولی دریځ هم غوره کړی نو له چاپ يي ډډه کوی او داسی به ځان ناګاره کړی لکه بلکل چې چا ورته ایمیل نه وی کړی چي د روهي او بینوا ،لر او بر،ټول افغان ،الامارة(طالبان)شهادت د حزب اسلامی .او په مطبوعاتی فساد کې يي تر تیب داسې دی:
۱:د روهي چلوونکې او دا پاڼه له خپله ځانه هم د لیکنو اختراع لری او حتې په لیکنو کې خلکو ته د ناموس تر حده هم ښکنځل شوی دی خو مسؤلیت يي خپله د روهې مسؤل ته راجع دی په سیاسي لیکنو کې د حزب اسلامی او جمعیت اسلامی په ضد تمایل لری او له طالانو سره همدردی لری او پښتونیزم پالی خو په هغې کط هم معیار لری هغه دا چې دوی چا ته پښتون وايي هغه به ور سره منې او بس.

۲:بینوا هم له ځانه ډیر اختراعي لیکنې نشروی او که زر ځله ځواب هم ورته ولیکې نو ستا لیکنه په سیند لاهو شي او هیڅ نه چاپوی، ددی ویبپانې خاوند غرب پلوه لیکني  او هغه لیکنې ښیي خپروی چې دهغه چا په ضد وی چې غربی نړی ورسره په ستنونزه کې وی، او د بینوا ټول زور د عبدالباری جهاني په څیر په کندهار متمرکز وی او دوی په دی عقیده دی چې کندهار هم اولیت لری او هم ښاغلی دی او هم د امتیاز لایق اوکه  دا کار مو د محقیق،خلیلي،ډبل عبدالله،فهیم،پدرام او نور...... نه خوښیږی نو خپله يي ولي کوی؟؟؟؟؟؟؟؟ خو دا پاڼه موږ ته د مرحوم بینوا صاحب عکس راکوی او بس.

۳.لر او بر خو وايي چې  صمد خان،غفار خان،محمود خان او ............که د باړی د پیر په څیر نه منې نو ایمان هم نلری که نور محمد تره کې،نجیب او امین صفت ورسره کوی نو بیا خو لا ښاغلی یي خو دوی ته همدا کاپي دی چې ورته ووایو راشي نن په پیښور کې د عوامی نیشنل حکومت دی ستاسو د حکومت جاهلیت په سترګو وګوری چې له مظلومو افغانانو سره څه څه نکوی؟ د نعمتمهل په سیمه کي له یو افغان او د هغه له دری کلني لور سره نا انسانی او کفری عمل خو به دی لیدلی وی چې د خیبر تلویزون بربنډ کړ او دا ښه دی چې د کامران په نامه غیر پښتون ددی چینل مالک دی که چیری کوم لر او بر وايي نو بیا خو ورنه دداسی خبر خپرولو طمع بیځایه وه،دا دول پیښې د هره ورځ څو ځایه تکراریږی خو د هر چا غږ میډیا ته نه رسیږی،دادی نن خو به دی بیا د غفار خان او د سوات دلالا اعلان اوریدلی وی چې پولسو ته یي وویل چې په لارو کوڅو،تهاڼو او جیلونو کي د افغان مهاجرو لپاره د چور او چپاؤل لپاره چنده واچوی الله مو وبښه او..............

۴:ټول افغان او لر او بر خور او ورور دی کوم خاص فرق پکې نشته دی

۵:الامارة د ځان لپاره په دین او اسلام کې ځانګړی اسلوب غوره کړی که له هغی د باندی وی نو بیا نه مسلمان یي،نه لمونځ درپسي روا دی او نه دی لیکنی کومه اسلامی او ملی بڼه لری او نه ته سم سړی يی،ټوله ورځ مرګونه کوه،غلاوی کوه او خلک تښتوه،په انسانانو قصابي کوه او جناب،عالیقدر،او پلانې او پستانی،لقبونه او صفتونه خو تر اوسه يي نه امیر چا ولیدو اونه یي دوی خپله پیژنی چی څوک دی؟ شته او کنه؟ قتلونه ورته جواز لری خو عکس او سی ډی کې راڅګندیدل ورته حرام دی،جګره مار ته يي عکس روا خو نورو ته حرام، ددوی پاڼی ته چي لیکنه ورولیږی نو په ایمیل کې ځواب درکړی سلام او مننه،راورسیده.داکتر غزنیوال خو دا پاټه ډیره فعاله ده او ۲۴ ساعته خپرونی کوی ډیری لیکوالان يي خپله چلوونکی دی او په څو څو مستعارو نومونو لیکنی کوی خو د پاکستان په ۱۸-۱۹ ساعت لوډشیډینګ باوجود هم تازه تازه مرګونی خبرونه نشروی نو شاید په کومه مهمه پوڅې چوڼې کې به وی،دا پاڼه د خپل امیر په نوم اختریز او نور پیغامونه هم نشروی چي لیکوالان يی په خپله ددی ګوند قرهنګی اداره ده نه ملا محمد عمر ځکه هغه له قلم چلولو عاجز دی..

۶:د حزب اسلامی شهادت بريښنا پاڼه په داسې حال کې چې د افغانستان د با نفوسه ګوندونو په لیکه کې راځې او بل طرف ته دا ۱۱ یولس کاله کیږی چې د وسلوال افوزیسون یوه غوښنه برخه هم تشکیلوی او ددی تر څنګ دا پاڼه ځان ته ملی او خپلواک لقب هم ورکوی خو تر حده کمزوری،خبرونه یي ددویم ،ددریم او لسم لاس وی،حتی د خپلو فعالیتونو د خبر نشورول يی په داسی نه منونکی او خندورانداز وی چی باور کول پری ناشونی وی،دوی هم لیکنی نه نشروی اواداره يي دومره کمزوری ده چي یوازی ما په روژه کي تر ۴۲ زیاتی اجتماعی،ټولنیزی او دینی لیکنی ورلیږلی خو یوه هم نه چاپ شوه او نه يي د ایمیل ځواب راکړی دی.
ددی پاڼی سره دایمې همکارانو له جملې خپله ښاغلی حکمتیار دی او په نورو قلمی همکارانو کې د اصالت یار،صادق افغان ،داکتر هلال،جاهد،علم ګل لاروی او داسی نور دی خو که د ګوند نوم او شهرت او د حکمتیار ژوندی قلم ته زیر شواو بله خو هغو بریښنا پاڼو ته نظر وکړو چي په شخصې توګه نشریات کوی نو ددی اخبار کار او فعالیت په سلو کې ۳۳٪ فعال دی.د ځینو  اخبارونو او ویبپاڼو مامورین د پیسو په بدل کی جعلی راپورونه هم جوړوی چی له دی څخه په اروپا کې پناهندګان ګټه اخلی په شهادت کې قیام او طاهر نامی د یادولووړ دی او په عمومی سطحه لاندی پاڼې د خلکو په منځ کې خوله په خوله کیږی:
شهادت
بینوا
روهی
الامارة
لر او بر
ټول افغان
ازمون ملی او ممکن نور هم وی خو دقت او څارنی ته یی وخت په کار دی.
د ښه ژورنالیزم په هیله
دا لیکنه لاندی بریښنا پاڼو ته ولیږل شوه
۱.شهادت،الامارة،بینوا،ټول افغان،تاند،دعوت،سپرغې،لر او بر،روهی،لوی افغانستان،ازمون ملی،مشال رادیو
نور بیا خو د اړتیا په وخت کې او که ددی ويبپاڼو جنازه تیاره شوه د فاتحي په مراسمو کي مو خبر کړی
مننه
شاهد لوګری