په لوګر کې څه تیریږې؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
شاهد لوګری
نن مي شمشاد تلویزون کې یو پروګرام ولید چي په ولسې جرګه کې ددي ولایت یو وکیل ښاغلې محمد اکبر ستانکزی يي میلمه و او د لوګر د ولایت په امنیت يي خبری کولي او ددولتی ادارو ضعف،ددولت نه پاملرنه يي تر بحث لاندی ونیوله،ستانکزی سپین او څرګند وغګیده خو ځینې پیښو او وقیعتونو ته یي صرف اشارتاْ ګوته په داسي ترتیب سره ونیوله
لکه څنګه یي چې دتل په څیر يی دولتی چارواکې عادتونه لری.
زه د مس عینک د کان په اړوند کوم معلومات نلرم خو د لوګر د عمومی امنیت په اړوند به درسره دزړه خواله وکړم:

برکی برک ولسوالی:
دلته امنیت په صفر کې حساب دی،دولسوالې دیوالونه له دولت سره دی او نور کلي او بازار يي له لاسه وتلي،چی د جمعي ورځ وی په ټولو مساجدو کې طالبان امامت کوی،خلکو ته ویناوی کوی او د بیدینو، مفسدینو ،او مرتدینو په نامه ددولت چارواکې یادوی او ولس يي په ضد راپاروی او ددی تر څنګ يي خلکو ته خبرداری ورکوی چي له دولتي ادارو ووزي له یوی خوا دولت په فساد کې تر ستوني غرق دی،فحاشي،لوچکې،ظلم،د ځمکو غصب،د موټرو او کورونو شوقود هند او دوبی چکری،په قضایي ادارو کي رشوت،بی انصافي،د ولس د لپاره د ژوند د اولیه ضرورتونو بربرولو نستوالي اوددولت د نه پاملرنې په وجه د طالب په منګولو کې د ملت سقوط ،د ولسمشر او نورو ادارو له خوا د کرغیړن مصلحت له مخي مقرارات او ټاکني ،ددولتي فرمانونو نااعتباری او نه چلند هغه هم خپل د دولت له خوا نه عملی کیدل او داسی نور....ددی سبب شوی دی چي لوګر او په عموما کې تول هیواد له انار شیزم سرمخ شي.

طالبان څوک دی؟
په عمومی توګه د نصرالله منصور وراره ددوی له خوا د لوګر والی دی،مولوی منصورښکاره د ملاعمر تر مشرتابه لاندی کار کوی او خپله په پاکستان کې ژوند کوی او د سیف الله منصور تر وژنی وروسته ددی کورنی غړی داخیل ته نه راځي او له پیښوره خپل جنګیالی رهبری کوی،نوموړی د ای اس ای تر څنګ له ایران سره ښه روابط لری او مالی امکانات ایران ورکوی او وسایل بیا پری خریداری کوی،د ریموت کنټرول بمونو وسایل هم له همدی هیوادونو تر لاسه کوی،نوموړی د پکتیا دزرمت دسیمې دی او دروسانو په وخت کې دده تره نصرالله منصور له مولوی محمدنبی بغاؤت وکړ او ایران کې دفترونه خلاص کړل او د ایران په وسلو او پیسو يي خپل فعالیت ته دوام ورکړ مولوی منصور په پکتیا کي د اسلام کشتي او یا مسلمان وژنی تور کرغیړن ریکارډ لری او خاصتا له حزب اسلامی ، اتحاد اسلامی او د کوچیانو له جبهو سره به تل په جګړه بوخت وو، د استاد ربانی په دولت کي د پکتیا والي شو او په هغه ایتلافي رژیم کې يي کار پیل کړ چي کله کله به جنرال دوستم پکې د جمهوری ریاست کفیل هم و او تر څو چی ژوندی و د ټولی پکتیا حق ورته ورکول کیده،مولوی منصور لپاره به امنیت د کابل بالاحصار څخه تر ښار دننه دجنرال دوستم ملیشو نیولوچي او په ډیره بیشرمي به د چهاراسیاب له لاري کابل ته تلو او راتلوخو بله ورځ د حزب اسلامی د صبر کاسه ورته ډکه شوه او دبیني حصار او سنګ نویشتی تر منځ سیمه کي يي محاصره کړاو لاستړلی يی چهاراسیاب ته یوړ،یو چا کیسه کوله چي خپله له منصور سره په همدی ورځ ملګری و ملا نورخان د لوګر الوزي ده او د جهاد په وخت کې له حرکت ګوند سره ؤ،ویل يي چي کله حکمتیار خپل حضور ته وغوښت نو ډیر په درنتوی ورسره روغبړ وکړ او تر اخره یي ورته نصیحت وکړ دده د سابقي،جهاد او مبارزی يي ورته یادونه او ستاینه کوله حکمتیار ترینه وغوښتل که زما ملا تړ نه کوی نو بیطرفه خو کشینه،تاوان خو مه رارسوه او بیا يي په لږ نونده لهجه ورته وویل: مولوی صاحب دولت هره ورځ زما سنګرونه تر برید لاندی نیسي،مجاهدین مۍ شهیدانوی او تاسو دومره جسارت کوی چې زما تر ژیري لاندی تګ راتګ کوی او د هغوی پیسي او وسلي مو بار کړی وی او بیا يي زما په خلاف استعمالوی ایا موژ ستا په څیر له یو مجاهد شخصیت همدا توقع درلوداي شو؟ او بیا یي ورته وویل د ستا او زما ددی څو کسانو په حضور می ځکه درسره خبری وکړی چي دوی شاهدان وی او بیا یي خوشي کړ، مولوی منصور څه وخت وروسته په ګردیز کې يي موټر د سړک د غاړی په بم والوت او خپله پکې مړ شو. د طالبانو د تحریک له زبږون وروسته يي انتظار وویست تر څو طالبان غزنی ته راورسیدل له هغوی سره ملګری شول او په غزنی کی يي د قاری بابا(قاری بابا له دولت سره ملګری ؤ او سابقه په حرکت تنظیم کي ؤ)،حکمتیار،او سیاف په ضد جګړه کې برخه واخیسته.اوس يي لوګر ته له میرانشاه،پنجابی او عربان له ځان سره راوستي دی او په لوګر کژ پری خلک لوټي،وهل،شکنجه،تالاشی،په زور د خلکو کورونو کې میشته کیدنه،له خلکو په جبر او زور ډوډی خوړل،د هغوی کورونه د سنګر په حیث استعمالول،په خلکو مسخری او سپکاوی عادی خبره ده او هر چا ته د مرتد،بیدینه،مفسد خطاب او پاټک اچول خو یي دیني فریضه ګڼلی دی.د ټولو مخونه پټ وی او تور سرو کالی هم لټوی،والله که ماشومانو ته هم په انسانیت خبره کوی او هر څه چي زړه وغواړی ددین تر نامه لاندی یي کوی او دادمسجدونو دننه ویناوی او له مساجدو د باندی عمل یي د جاهلیت ددور مافقینو او مفسدینو ته ورته دی،نه اسلام شته او نه اسلام پیژنی یوازی د اسلام شعار یو نسخه ده او د قدرت او د خلکو د غولولو لباره یي استعمالوی او بس.
نور بیا
شاهد لوګری.


تیر پسې دوهمه ۲ برخه

د مولوی نصرالله منصور د وژنې تر شا پټ رازونه او شیطانی دسیسې تر هیڅ عقلمند افغان پټې ندی خو متاسفانه مولوی صاحب منصور خپله له هفته پام هم اه خوا ؤ ځکه دا شخصیت او دده کورنې په ژوندینې باندی هم د مادیاتو په بدل کې مقار احمدشاه مسعود د یو پښتون حکمتیار د ضعف لپاره استعمال کړ او له مرګ وروسته هم،هغه ځکه چې په چهاراسیاب کې د حزب اسلامی له خوا د مولوی منصور نیونې مسعود ته او د هغه ډلی ته دا اومید ورکړی وو چي ممکن حزب اسلامی یي اعدام کړی خو برعکس حکمتیار له هغه سره وینې او دنصیحت تر څنګ ورته ګیلی هم کوی او په ګیلو کې د ملګرتیا کولو شین څراغ هم ورکوی او ماښام د لمانځه امامت هم مولوی منصور ته سپاری او د خوشیې کیدو په وخت کي یي تر موټره هم بدرګه کوی،مګر دا نیونه د کابل دولت ته په زړه پوری وه خو د منصور ازادیدل د مسعود او مولوی منصور تر منځ بیباوری رامنځ ته کړه او دولت په دی فکر کې شو چي شاید دواړه مشران توافق ته رسیدلی وی او د مولوی منصور د وژلو لپاره یي ملا وتړله څه وخت وروسته یي مولوی صاحب منصور ته د تګ راتګ په لاره کې بمونه کیښودل او دهغه دسوارلي موټر یي پری منفجر کړ او وی وژلو ،احمدشاه مسعود به دی سره وغوښتل چي پښتانه له یو مشر محروم کړی اودا وژنه د سیاسی مؤخې او ګټي په خاطر د حزب اسلامی په ضد استعمال کړی.زمونږ د کلی ملا غلام یحي چي د جهاد وخت کې ملا منصور ورته ۱۲ میله ټوپک ورکړی وو او په همدی ورځ له مولوی منصور سره ملګری و ویل يي چې ملی امنیت دری ورځې دمخه ورته خبر رالیږلی وو چي تا باندی حمله کیږی پام کوه خو مولوی صاحب ویل چې په دی خلکو(دولت) باندی زه لږ مشکوک شوم نو څو ورخي وروسته دا پیښه وشوه او ملا غلام یحی هم یوه لاس او پوښه پکې فلج شول او اوس زوموږ په کلی کې دوکانداری کوی.
استاد سیاف په کلونو کلونو د مسعود او ربانی په خوا کې ولاړ و او پښتون حکمتیار او ملاعمر یي ورسره ویشتل خو دی نامرده ډلګئ دده وفاٌ او اخلاص ته هم ونه کتل او کله چې یونس قانونی د پارلیمان د ریاست دور ؤ نو استاد سیاف په ۴۲۰ جریب ږیرې سره دده اطاعت کولو خو په دوهمه دوره کې همغه یونس قانونی ،همغه شورای نظار دده په وړاندی خنډ شول او نه يی دده د سپینې ژیری لحاظ وکړ،نه یي د پوهي او علم،نه د رهبری او نه د ملګرتیا.دوی هر څوک د ځان په ګټه استعمال کړی او بیا یي لکه تشناب کاغذ آخوا ګذار کړی دی نو په مولوی منصور يي هم همدا همدا ډول استعمال کړ.
د طالبانو په واکمنې کې ددوی په ترتیب او کړن لاره کې یو جاهلیت مروج وو چي کوم جنګیالی به یي جنګ کې ووژل شو نو بیا به یي له یو اوبل پوښنته کوله چي ملګری ده(طالب) او که عشر،اشر،حشر ګری(چي صرف د جنګ او وژنو لپاره یي له ځان سره ملګری ګړی وی)لکه
۱:قومندان دیدار
۲:ملا راکټي
۳:حاجی نعیم
۴:جلال الدین حقانی
۵.حاجی داؤد دحصارک
۶.حبیب افغان
۷مولوی صاحب جنرال عبد المالک اخند
۸.قوندان عزت الله د سروبی
او داسی نور.....

د څرخ ولسوالی
دلته هم واک له دولت هوا کړی دولتی ادراه نشته او ولسوال د ولسوالی چاری په ریموت کنټرول اداره کوی او په میاشتو میاشتو دی ته انظار وی که د میلمنو (شین سترګو امریکایانو) له خوا کومه هلیکوپتر برابره شي نو دا عالیقدر به یي هم کوم ټیر پسې ونښلې،ولسوال نسوار ځان سره وړی او مامورین او قومندان نو بیا واړه ماشومان نسوارو پسيي لیږی او کله کله ماشومان له نسوارو سره ورک شي او پیسي له ځان سره وړی خو په دوهمه ورځ يي بیا سوږمو ته نیغ ودریږی ځکه ادری فساد والو ته تل ولسمشر میډالونه ورکړی.
واللهِ چي نه له دولت نه معاش اخلم،نه له طالب نه ،نه له کومی موسسې او نه له حزب اسلامی او قرار خپل موټر چلوم کورنی ته می رزق راګټی او له خدای تعالی راضی یم او الله دی له ما راضی شی(امین امین) او که یي نه مني نو زما هم خر په خټو کې نده نښتې خو د وطن درد لرم،په ولس می سوزم او د ټولو خواؤ کړه او وړه لوګر او نورو سیمو کې وینم او ښه خو يي هسی هم ښه دی خو هغه څه چې بد وی او درګیری ډلی ورته ښه واي نو دانشو زغملی او قلم ورپسی راخیستل د هر مومین،ازاد او خپلواک افغان مسؤلیت دی.د طالبانو په نسبت له عام ولس سره ددولت د مامورینو،پولیسو، او ملی اردو اخلاقی رویه ښه ده جیبونه دی نه تالاشی کوی،د کامری لرونکي مبایل درنه نه اخلی،له کار کولو دی نه منع کوی،له هویت سره يي اشناي لری خو یوه ستونزه پکي دادی چي کله کله د کمونستی دور اکټونه کوی او دمجاهد ینو سره پخوانی عقدی لری او هم يي د پللو هڅه کوی، او بله غټه ستونزه يي دادی چې ملی اردو کې دننه تنظیمی اردو هم شته،تنظیمی پولیس هم شته لکه
د ملی اردو په موټرواو یا د پوځیانو په استوګنځیو کی د مسعود عکسونه
د ملی اردو په موټرو او استوګنځیو کي د نجیب عکسونه چې د هیواد داس کلی او کور به نه وی چی د نجیب د حکمرانی په وخت کی یي سیمه نه وی بمبارد شوی او یا یي خلک نه وی وژلی.همدا ډول د احمدشاه بابا او غازی امن الله خان عکسونه نصبول هغه څه دی چی ملی اردو کې د نفاق سبب شوی دی او د ولس کرکه راپورته کوی او داسی نور....
او طالبان بیا مخ پتي هویت یي نامعلوم،ژبه يي د سیمی له خلکو سره هیڅ ورته والی نه لری،له اخلاقی لحاظه فست صفته دی،خپلی دمبوری او بوشکې غږوی او درمبوی،نڅا او ګډا کوی خو ولسی خلک د همدا ډول کړنو په خاطر په کیبلونو وهي،غلا کوی،خلک یرغمل نیسی او بیا يي د پیسو په بدل کې خوشی کوی،که له چا سره ښه مبایل ووینې هغه د حرام په نوم تری اخلی،خپله په موټرو کی ساز غږوی خو موږ ته حرام وی،د جکړه مار یی لمونځ نه وی زده او څوک چی ونیسی همدا فاحش چي ورته ووایه د چا په اومت يی؟ نو وای د خدای نو دچا یم او که ورته وواي بنده د چا يي نو ځواب یي دا وی چی د پلار او مور نو د چا یم؟ څه موده د مخه به مو د تاند په درنده ویبپاڼه کي کلیپ لیدلی وی بس اکثریت یي دا ډول کسان دی،واللهِ د تلیفون له ټولو شبکو جزیه اخلی،هر شی ته يي پاټک جوړ کړی،د چرسو له پټیو محصول اخلی،له جوارو،کچالو،پیازو،غنمو،د چرګی له کونی هګی نه وی وتلی نو بیا دوی ورته محصول ټاکلی وی او لنده یي دا چی له غواؤ هم حق غواړی چي سوټه دی د اسلامی امارت په حدودو کی کړی ده دلته په لوګر کې له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۶-۷ پوری ښه د ابادی کارونه راوان وول خو له دی وروسته چی دا د ناسور او جاهلیت زخم او بوټی بیا رووټوکیده هر څه یي تار او مار کړل،فقر او غربت او بیکاری ورځ تر بلی منګولی خښوی. یاالله لوګر ته بیا هغه شخصیتونه راولیږه چی د ۱۹۷۹-۱۹۹۲ کلونو کی دی رالیږلی ؤ دلته د روسانو لپاره هره ورځ ذلت وو دلته د لوګر اتلان وو
دادشهید ډاکتر ولی مورچل و
داد شهید خیاط مورچل و
دا د معلیم تور سنګر و
داد شهید وکیل بسم الله د الله اکبر او نعری تکبیر د ازانګونو ټاټوبی و
دا خو باب الجهاد و
دا خو د ملتونو لپاره پل و
دا خو دشمال او جنوب د یوا لی نښه وه
دلته خو دکافر کلا نوم په اسلام کلا واوښت
چیری دی هغه دی ازره مټور او ږیرور ځوانان چی لوګر ورپسي اقتدا کړی وه،دوی خو د داؤد خان د مرګ په څلورمه د ملی قیام بیرغ هسک کړ او دادی نن د یو غله،راهزن،پټ مخی نامعلوم اجیر پنجابی او وزیرستانی ته باج ورکویوستا سو ناموسونه ورته جبراٌ ډوډی پخوی،ستا همت ته خو دادنګ دنګ غرونه سلامی وو،تا خو نه خلقی،نه پرچمي او نه روسی ته سر خم کړ نو دانن درباندی څه وشول؟ شین سترګې امریکایانو هم ستا همت ته سر ټیت کړ له دوه میاشتو وخت تیرولو یي سیمه تخلیه کړه مګر اجیر طالب چی هویت یي هم نده معلوم ستا په حقوقو،مشرانو،کشرانو،تور سرو ملنډی وهی او حتی لوګریان ددی حق هم نلری چې خپل اولاد ته نفقه راوګټي خکه د حلال او حرام جواز به یي له هغه ملا منصور اخلی چې له کمونست سره کمونست و،له مجاهد سره مجاهد،له ممحدنبی سره حرکتی،له مسعود سره شعله اي،له جنرال مالک او دوستم سره ګلمجمی،له طالب سره طالبی،له ایران سره شیعه له ای اس ای سره همفکر اوستا هر څه ورته روا او حلال.د ولسی قیام په هیله چی د ازادی او نجات مبارکه لار ده(امین)
نور بیا
شاهد لوګری




تیر پیسې...۳ برخه

د محمد اغې ولسوالې

ددی ولسوالې وضعیت لږ څه شه و او دلیل يي هم دا ؤ چې په لومړی سر کې طالبان او حزب اسلامی دلته دومره فعال هم نه وول او بل طرف ته د نړیوالو شتون هم دلته نوي پیل شوی وو او طالبانو هم د ږیرو په خیرلو پیل کړی و او ځان ته د بدلون په ورکولو بوخت وو، دزور ژیری په زور له مینځه لاړی او هغه چا چې د خپل شوق،او د محمدی سنت له مخې ږیری ساتلې وی همدا اوس هم په خپل حال دی.د بهرنیو نیواکګرو اډی دلته جوړي شوی،محمداغا ولسوالی د پل علم او کابل تر منځ په لویه لار کې پرته ده او له همدی وجیې خورا ښه اهمیت هم لری نو د لوګر د نورو ولسوالیو په پرتله ورسره د سکنې خورا چلند هم کیده.لوګر هم د ډیرو والیانو مزه ولیده خو جنرال عتیق الله لودین سره ددی چې د لوګر هم و او د ډګر جنرالې نښانونه يي هم په اوږه زړیدل له محمداغې پرته بلې ولسوالې ته تر اخره سفر ونکړ او محمداغې ته ځکه ډیر تللو چې هلته د اصحاب بابا په نامه د ځمکو د ویش لړی راوانه وه او دده انحصار پکې له هیڅ لوګري پټ نده مګر د ولایتی شورای د ریس ډاکتر عبدالولي،سناتور هدایت الله،سناتور صفت الله حقمل ،د امنیه بی کفایته قومندان جنرال مریض او نامریض(روغ لیونې) او د ازره د ملی امنیت مشر قومندان غفار او دهغه ورور والی واحدت یار چې دده د بانډ ملګری وو له دوی يي غلا او.......ځکه پټ دی چې ورسره شریک وو او ټول ولایت یي له همدوی قربان کړ او که به مشرانو جرګه او ولسې جرګه کې څه قیصه ورته جوړه شوه نو دده مدافعین همدا خاینان وو،بل وکیل انجنیر صاحب جان ورسره وران و خو په اخر کې دواړو روغه وکړه او هغه هم خوله پټه کړه او کله چې والی لودین بدل شو دلته خلک ډیر پری خوشحاله وو خو نوموړی بیا هم خپل اجیران ګمارلي و چي څنګه دده د بدلیدو اعلان وشه او له مامورینو يي رخصت آخیسته نو سر په سر څو تقلبې انفجارات تر سره شول او له دی سره يي دولت او لوګریانو ته دا ښودله چې زما له بدلیدو سره مخالفین را زړور شول او دادی زما ارمان به وکړی خو نوموړی د خپل اقتدار په څو کلنه دوره کې یوی ولسوالی ته هم زمینې نده تللې او کومی ته لاړ هم وی نو سپین قصر د دوچرخه په زور او بس. یو وخت کې نوموړی په ګردیز کې نظامی قومندان و او یوه ورځ يی ولسی خلکو ته وینا کوله او ځان پسې يي څو کامری هم د عکاسی لپاره ګمارلی وی د خبرو په پای کې يي خلکو ته وویل محترمو زه نور ستاسو لپاره خپل قیمتې وخت نه ضایع کووم په الله مو سپارم او دغه کیسټ د ډاکتر زلمی احمدزی په نوم د ازره له یو جعلی ډاکتر(طیب يي نده ویلې او سندونه د لندن ،پاکستان،ایټالیا او هند څخه لری) سره شته او ما د هغه په کور کې ولیده. اوس د محمداغی امنیت ۳۰٪ کي د ډاډ وړ ده او دادی د حج او اوقافود ریس په څیر غیر متحرب او غیر نظامی شخص هم د بازار په منځ کې ووژل شو او داسی ورځ به نه وی چې هره ولسوالی کي دی طالبان مړی نه کوی،غلا دی نه کوی،خلک دی نه تښتوی او بیا يي د دپیسو په بدل کي راخوشی کوی او دادی اوس ګوری چې د مس عینک په کاڼ کار هم په ټپه ودرول شو.نه پوهیږو چې ولسمشر حامد کرزی د کوم مصلحت او نیک شګون له مخې بل بیکیفایته شخص طاهر خان صبری د والی په حیث لوګر ته ولیږه دده له راتلو سره حالت لا بدتر شول ددولتی واک ساحه راکمه شوه په مشرانو جرګه کې دده زوی د والی څخه څخه پورته صلاحیت لری د عزت خلک سپک شول او اداره ورځ تر بلي فاسده کیږی،دا والی خو دومره بی تجربی او زوړ ده چي خپله زیړه ږیره هم نشی پاکولی او دا خوارکي له دی ډیر ډیر عاجز دی چي د لوګر اداره،نظم، او امنیت سره کنټرول کړی، زه په دی باوری یم چي لوګر نوی والی ته ضرورت لری،نوی قومندان ته ضرورت لری او د ولسوالیو په تشکیل کې عاجل او ضروری بدلون ته اړتیا ده که داسی ونکړی دولت دی په چهاراسیاب کې د نوی دفاعی قمربند غم وخوری او د لوګر ولایت مظلوم ولس دی د بی هویته طالبنما غلو او ډاکوانو ته په ډاګ پریږدی چي وزیرستاني،بلوچ،پنجابی،قبایلی او عربی جاهلان دی ددوی په کورونو کې تاویږی،ددوی میرمنی دی ورته ډوډی پخوی،دوی دی مفسدینو،مرتدانو،کافرو او لعینو په نومونو یادوی او ددوی سر او مال دی واجب القتل اود ځان لپاره حلال ګڼي.دادی پرون مو د میدان ولایت دردناکه پيښی خبر تر لاسه کړ چي پاکستاني طالبنما اجیرو غوښتل یوه ۱۵ کلنه افغانی جیلی د خپلو افغانی بیغیرته جګړه مارو په قوت سره ځان ته په زور سره په نکاح کړی دا به د ټولو حال وی که متحد نشي او کار اهل کار ته ونه سپاری او که داسی ونکړو نو د تش په نامه اسلامی امارت جاهلانه کړنی به یو په بل پسی داسی سر راپورته کوی لکه د میدان وردګ پیښه چي الحمد الله سیمه ایز ولسی وګړی د خپل ناموس په وړاندی د سپک حرکت کوونکو عاملینو ته ددین،اسلام او ددفاع چل وروښود او د اسلام تر نامه لاندی د غولونکو توری څیری يي رسوا کړی.وګوری د هلمند وحشي پیښه الله دی عاملینو ته درنده سزا ورکړی دا هم د اسلامی امارت حقانیت.

نور بیا
شاهد لوګری