ملا وحید
تیر پسې ۱۷ برخه...
یوه یادوونه ضرور ګڼم چې ما د خپلې دی پیل کړی لیکنې هره برخه د بینوا پاڼې ته هم لیږلې خو هغوی يي له نشر او چاپ ډډه کړی او د هغې شاهد ډیر دلایل وی خو ځیې يی زما په ګومان په لاندی ډول دی.
۱.فکر کوی چې زه حزبې یم او د حکمتیار پلوی کووم او دا راته ثابته شوی چې بینوا بیطرفه او بیفری پاڼه نده
۲.زما د لیکنی په مقابل کې چې محترم ورور سیدحسین پاچا کوم غبرګون او کرکه څرګنده کړی،ما يي لومړی لیکنې ته په بینوا کې لنډ ځواب ولیکه خو ددی په ځاي چې د بینوا مسؤل ښاغلې خالد هادی ورور يي د لوستونکو د قضاؤت لپاره نشر کړی نو یوازی د ایمیل له لاری نوموړی ته ورلیږلې و او د هغه ځواب زما بریښنا لیک ته بیرته د خالد هادی د بریښنا لیک له ادرسه راغلې دی،له دی معلومیږی چې یو او بل سره همدردی لری او هغه لیکنې ښیې خپروی چې ددوی له مزاج سره برابری وی نه د ولس او لوستونکو له ذوق او مزاج سره برابره .زه اول مسلمان یم او بیا پښتون او له همدی زاؤیه به انشاالله قضاؤت هم کووم او چې مسلمانې پکې نه وی د پښتو نوم به هم وانخلم.
۳.فکر کووم مولوی صاحب خالص د دوی زوم هم وی او ده داسې انګیرلې چې ګواه کې زه د مولوی خالص سره ستونزه لرم او یا مې نه خوښیږی خو په صداقت سره درته وایم چې په انټرنیټ کې زما د لیکنو همدا لومړی سلسله ده او له دی پخوا مې ا ب ت ث هم پکې ندی لیکلې خو ویبپاڼې له ۱۲ کالو راپه دی خوا ګورم او لومړی پاڼه مې بی-بی-سی او دوهمه د حزب اسلامی میثاق ایثار وه چې له ایران خپریده نو ایا اوس به پاچا صاحب او بینوا راته بیبیسیې واي او که میثاق ایثاري؟ خو دی لیکنې ته مې ځکه اولیت ورکړ چې په دی وروستیو کې ددی ګوند پلویانو داسې لیکنو ته مخه کړی چې د بابا تر نامه لاندی راباندی بل پیغمبر قبلوی او ددی دیرش کلونو وینو او ورانیو او جنګونو ګې يي هیڅ برخه نه لرله او ددی ډلې پریکړی او سیاست او تګلاره ۱۰۰٪ ملې او بیطرفه وه نو زه غواړم چې دوی ته ووایم تاریخ ته د ړوند ګمان مه کوی،ملت ته له خپلو عینکو مه ګوري د یوی بلې ویبپانې جناب راته لیکلی و چې موږ په مړو باندی لیکنې نه خپرؤ ډیر عجیب منطق ابدالی،غزنوی،غفار خان،امان الله خان،مسعود،ربانې،صمدخان او ........باندی لیکنې خپرول په مړو شوو لیکنې ندی خو چې مولوی خالص پکې یاد شې نو هغه په مړو لیکنه شې. ما دا هم ورته ولیکل د اسلام ستر لارښود پسغمبر(ص) هم له دنیا رحلت کړی ولې د هغه مبارک په ارتباط لیکنې خپروی؟مړه او وژل شوی خو هم د اسلامی تاریخ برخه دی او هم د ملې تاسو ولی تری انکار کوی؟نو بیا چپ شی او ځواب هم نه درکوی..
۴.د بینوا په تندی چې په کوم مستعار نوم لیکنه د زرداد او حزب اسلامی په ضد له څو ورځو راپدی خوا پرته دی دا هم زما د لکینې پرضد یو غبرګون دی او د شیطانیت لپاره يي د محترم او مجاهد ورور محمد یعقوب شرافت د کورنی تخلص ورته انتخاب کړی دی چې ګوا کې دا لیکنه هغوی کړی دی..
۵.ما یوه اوږده لیکنه ښاغلې زرداد ته هم د یو دوست په لاس لیږلې او هیله ده چې زما د پوښتنو ځوابونه راکړی نو که بریالې شوم د لوستونکو په وړاندی به د ښاغلی زرداد یادداښتونه هم کیږدم چې د پاټکونو او د هغه د سیاسې ژوند او د محکمې اړوند معلومات به پکې وی.
۶. زه غواړم تاریخ ولیکم نه د هادی او پاچا ورور په څیر خلکو ته ښکنځلې زما په لیکنه کې به د بیطرفې تر حده هم
د حزب اسلامی
د طالبانو تحریک
جنبش ملی
شورای نظار
جمعیت اسلامی
د افغانستان کمونستان
اتحاد اسلامی
محاذ ملی
جبه نجات ملې
حزب اسلامی(خالص
حرکت انقلاب (محمدنبې
حرکت اسلامی(محسنې
جنرال مالک
خلقیان او پرچمیان
شاه پرستان او د هغوی رول
افغان ملتیان
د کابل جنګونه او د هغي عوامل او عاملین
حامد کرزی او د هغه تر مشرتابه لاندی خونړی غمیزه
حزب وحدت(مزاری
شعله یان
د څیرو بدلون تر عنوان لاندی څیړنه او تحلیل
په ګوندونو کې انشعابونه او تر شا يي کورنی او بهرنی شتون او لاسونه.
او داسې نور
هیله ده چې لوستونکې می په خپلو مشورو او په شواهدو و نازوی زه به مو منندوی یم
نور بیا
ملا وحید.