حاجي مڼوګل خپل خاطرات داسي را سره شریک کړل:

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
تیر پسې شپاړسمه ۱۶ برخه
زه د جهاد په وخت کې له حاجی نظیر سره قومندان وم او کله به چې ننګرهار کې هوا توده شوه نو ځینې قومندانان چی د ټیټې سطحې له جملې څخه به وو لکه زرداد،چمن،قلم او داسی نور دوی د یوه ګوند مربوط هم نه وو خو د هر ګوند له غټو قومندانانو به یي اکمالات تر لاسه کول او چیری به چې د جهاد سنګرونه داغ وو دوی به هملته ځان  رسولو.
دوی د خورد کابل سیمې ته راغلل او زمونږ له مشر(حاجی نظیر شهید)سره یي ولیدل هغه ددوی له نوم سره اشنا ؤ او ما او زرداد د پیښور د کچه ګړهې په کیمپ کې اوسیدو او له نږدی مو هم سره پیژندل زمونږ مشر له ما هم ددوی تایًید واخیست خو لنډه دا چي دوی ته یي د مرستي ډاډ ورکړ او په روجان تنګې او ځنغوزی کې يي مرکزونه ودان کړل او تول اوړی به همدلته تیر کړ او کله به لوګر او ازره ته تلل خو کله کله به یي ډیر د حیرانتیا کارونه هم کول هغه داچې دلته به اکثره جنګې عملیات د غټو قومندانانو په قومنده او د ټولو تنظیمونو د ګډي شورای له پریکړی وروسته به تر سره کیدل خو دغو بیتنظیمه او مستقل ډوله قومندانانو به چي توان او وس وشو نو په خپل سر به یي عملیات اجرا کول او دغو عملیاتو ته به ښه بریالې نتیجه هم له ځان سره درلوده هغه ځکه چی دښمن به غافل وو او ړ عملیاتو جزیات به هم نه رسوا کیدل،دوی په لوګر کې له قومندان معلیم تور سره ښه روابط درلودل او دلته یي له قومندان سرتور او حاجی نظیر سره ښه روابط وساتل خو ددوی دعملیاتو نوم او شهرت د اسلامی اتحاد د لیوا توحید په شهرت تمامیدو چې حاجی نطیر يي مشر و او په لوګر کې هم د استاد سیاف په نوم حسابیدل ځکه قومندان معلیم تور هم د سیاف سره و، په دی ګروپونو کې ځوانپرسته خویونه وول په خپلو مجاهدینو یي ډیر پام کولو او لباس،خواړه،دجیب خرچ او د غنیمت مال به یي پوره ورته رسول یو وخت داسی راغي چي زما خپل زوي ولې خان هم له زرداد سره ملګری شو او زما با ورور اولیا ګل له قومندان قلم سره ملګری شو او اخر کي زما د ګروپ اکثره مجاهدین دوی ته وروتښتیدل او دژمی له راتلو سره ټول ورسره جلال اباد ته لاړل او کله چی زرداد او نورو له حاجی نظیر خدای په امانې اخیسته یوه ورځ د مخه يي ورته پسونه حلال کړل له ټولو يی مننه اداکړه او
زرداد ته ۱۳
چمن ته ۹
قلم ته ۹
میله کلاشینکوف ورکړل چې وی پلوری او خپلو مجاهدینو ته يي د لاری خرچ کړی او یاده دی وی چط دوی دری واړه قومندانان د ازره ولسوالی د لوګر ولایت مربوط دی په لو ګر کې ددغو ګروبونو له خو ا بریالی عملیات ددی سبب شول چي دا خلک د حزب اسلامی له خوا حزب ته جذب شې او یو وخت زه هم دزرداد د سرګروپانو په ډله کې راغلم خو کله چی په ننګرهار کې حاجی شمالی ووژل شو تر اخره په سروبی کې وم او له روغې جوړی وروسته زه د هغه هیَت غړی وم چي نیول شوی سیمی يي بیرته یو او بل او یا ښکیلو غاړو ته سپارلې،مونږ اغاجان،فدا،زمرک،حاجی داؤد ته سیمې بیرته وسپارلي خو حاجی شهزاده ، انور جګدلک او ظابط عمرګل چی د شورای نظار او سیاف مریوط وول د بیرته راتلو نه انکار وکړ د احمدزیو قومی لښکر هم له سیمې ووت او صادق لیونی چې پخوا د شمالی سرګروپ و او بیا له حاجی نظیر سره ملګری شو او له دی پیښې وروسته حزب اسلامی ته تسلیم شه په استهکام پل کې ځاي په ځاي شو او دوه کاله وروسته یي له حاجی منجی سره په دی مشکل راغلل چي دده له ورور سره يي د جهاد د وخت امانتونه پاتی دی باید اوس يي ته راکړی خو د حاجی منجې له مسلسل انکار او غوږ نه نیونې وروسته ددواړو خواؤ تر منځ خبره تر وسلوال ټکر ورسیده چې مرګ ژوبله يي هم درلوده خو یاده دی وی چی ددغی جګړی په ورځ صادق لیونی پاکستان کې و او د قومندان شمالی د لومړی تلین په مراسمو کې يي ګډون کړی و او دده  د ورور حاجی ببوګې او وراره تر قومندی لاندی د جلال اباد ښار په زړه کې د نمبر ۱ او خاد ریاست باندی وسلوال برید وکړ چې د حاجی منجی په واک کې وو خو برید بیرته په شا وتمبول شو او صادق لیونې په ناصرباغ کې د شمالی د تلین په وخت کې د قومی مشرانو په وړاندی حاجی منجی او دهغه پلار حاجی ناظر او د کورنی نورو غړو ته وویل چي زه له دی ناوړه کار بیخبر یم او دی ته حاضر یم چی د تاسو عذر وکړم خو فیصله په دی وشوه چې ټول به په ګډه جلال اباد ته ځو او هلته به دا مشکل حل کوو له دعا وروسته منجی او دده د کورنی نږدی غړو په خپل کور کې دننه مصلحت کړی ؤ چې صادق لیونی به په طورخم کې وژنې خو د منجی ورور شیر چي اوس په لندن کی ژوند کوی وای زموږ پیلان دا ؤ چي په پیښور کې د صادق لیونی ټوله کورنی ختمه کړو خو پیلان ځکه ناکام شه چي د هغه کورنی په بیړه له کچه ګړهی کیمپ څخه شمشتو کیمپ ته کډه شول چې د حکمتیار د حزب تر واک لاندی وو او کلکه امنیتی نظم یي درلودو خو صادق لیونی په منجې باور وکړ او په یوه موټر کې ورسره یو ځاي د جلال اباد په نیت وخوځیدو او کله چی په طورخم واوښتل هلته زموږ سرحدی نماینده ګې وه  ګاډی ودریدل منجی د پیلان سره سم نماینده ګي ته وخوت چي څه کار لرم خو څو شیبې وروسته ناڅاپه ډزی وشوی صادق لیونی او یوه بل ملګری يی په داسی حال کې ووژل شول چي په کټ کېد ونی یخ سوری ته ناست وول اود پیپسی بوتل يي  په لاسونو کي نیولی وو.

یوبل لیدونکې داسی وايی:

دی پیښی قومی مشران ولړزول او حتی یو مشر ګواښوونه کول چی زه منجی بیغیرته وژنم،دا خويی ډیر سپک او ذلیل کار وکړ خو مسله زر ځکه سړه شوه چي قومندان لیونی سره نور څوک ملګری هم نه وو،دا ډیر سپک او بیې نرخه کار و خو د شمالی کورنی ادعا کوله چي زما په مرکزونو حمله د ننګرهار د شورای په خوښه تر سره شوه او دوی صادق لیونی ته ویلی وو چی د منجې ټول مراکز درته سپارو خو په اخر کي يی نوموړی پخپله هم واژه خو د صادق لیونی قتل په مطبوعاتو کې انعکاس وکړ او د حزب اسلامی د یو قومندان په نوم يي د نوموړی قتل اعلان کړ دي اعلان منجي دی ته اړ کړ چي بیرته پاکستان ته وګرځی او په اسلام اباد کې په میاشتو میاشتو پټ شي او دا کار حاجی منجي ته ځکه اسان و چي د نوموړی ټوله کورنی د پاکستان تابعیت لری. دا دښمنی وغځیده او ډیر تلفات يی له ځان سره درلودل ډیر وخت بعد حاجې منجې د یوه کاروان په بدرګه پیښور ته راروان و چې د طورخم او لواړګې تر منځ سیمه کې د صادق لیونی د کورنی د غړو او ملګرو په کمین واوښت ددواړو له خوا د۳۰ دقیقې له جګړی وروسته په داسي حال کې ملیشه ځواک ورورسید چي د صادق لیونی وراره حیات خان سخت زخمې او یو ملګری يی د ځاځی په نوم چي د سروبی ولسوالی څخه و ووژل شو او خپله حاجی منجې او دری ملګری يي ټپیان او اووه ۷ کسان يی ځاي په ځاي ووژل شول او د پیښې ټول قربانیان ملیشه په واک کې واخیستل او زحمیان يی هسپتال ته منتقل کړل خو حاجی منجی د پاکستانی تابعیت په درلودو سره څو ساعته وروسته ازاد شو او دده مخالفه ډله جیل او په زخمیانو ته هم په هسپتال کي زولنې ورواچول شوی خو ټینګ امنیت يي نیول شوی و او چي کله يي علاج وشو ټول جیل ته ولیږل شول.د پاکستان جنسیو د عمومی سړک په سر دداسي کار کولو جزا  د قانون له مخې ډیره درنده نغدی او قیدی جرمانه اوسزا لری خو داچې یوه طرف ته د پاکستانی تابعیت خاوند و او بل جانب ته د حزب اسلامی ملاتړ نو د وخت پولیټیکل ایجنټ ،د جنسیو قوانین او د وخت داخیله وزیر دی ته اړ کړل چي بندیان ازاد کړی او دوسیه د تل لپاره وتړی البته یو څه اصلاحت او او ادلون بدلون به يي پکې کړی وی.
ددی دواړو خواؤ تر منځ روغه جوړه دوه کاله د مخه د حکمتیار د زوم ډاکتر غیرت بهیر په منځګړیتوب شوی ده خو ددی دښمنې د یو بل ګډون وال حاجی طوطي چي د منجی په ډله کي وو چي د تره زوی يي پکې ووژل شو دا پریکړه ونه منله او په خپل ملګری حاجی منجی بي باوره شو او څو میاشتې د مخه حاجی طوطي د بت خاک ددشتي د ویش په جنجال کې په ولسی جرګه کی د منجی د ورور حاجی شیر علی له خوا په بت خاک کې ووژل شو او قومندان قلم په حاجی طوطی ملا وتړله ددی برخورد په نتیجه کې د زرګر په نوم یو بل کس هم ووژل شو چي د منجي په ډله کې و او څه کسان زخمیان شول خو نه عدلی تعقیب شته نه قضا او نه دولتمداری.

نور بیا
ملا وحید