محمد موسى شفيق (په انګرېزي: Mohammad Musa Shafiq) د مولوى محمد ابراهيم كاموى زوي پلارنى ټاټوبى يې د ننګرهار ولايت د كامې سيمه ده، خو پخپله په كابل كې چېرې چې پلار يې ډېره موده په دنده بوخت ؤو، په ۱۳۰۸ لمريز كال د جوزا په پنځمه نيټه وزېږد.
زده کړې
لومړنى زده كړى د كامې او كابل په ښونځيو كې تر سره كړې بيا وروسته د ننګرهار ولايت په نجم المدارس كې داخل شو، دوه كاله وروسته د كابل عربى دار العلوم ته لاړ چېرته چې ئې دولسم ټولګې خلاص او مولوى لوړ منصب یې ترلاسه کړ. له مدرسى وروسته په شاهي دار التحرير كې مقرر شو. څه موده وروسته د پوهنې وزارت له خوا د لوړو زدكړو د تحصيل لپاره مصر ته ولېږدول شو او هلته ئې په حقوقو كې ماستري تر لاسه كړه چې بيا د امريكى په لورې ولاړ او هلته ئې د بين الدول حقوقو په څانګه كې د نيويارك د كولمبيا پوهنتون څخه ماسترى او نړېوالو مسايلو كې د هاردوارد پوهنتون څخه د برى سند تر لاسه كړه.
دندې
هېواد ته په راستنېدو د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسى پوهنځې كې د خاصو بين المللى او مقايسوي حقوقو تدريس په غاړه واخست.
د ده بهرنيو چارو وزارت مشاور او وروسته د وزير په توګه هم په پوهنتون د تدريس لړۍ وغزوله دلته ئې د بېن الدول خصوصي حقوق سر ليك لاندې كتاب په ۱۳۴۴ كال كې وليكه ښاغلې شفيق په عدليه وزارت كې د قوانينو عمومي مدير په توګه ماموريت پېل او همداسى يې دا لړلې وغزوله ترڅو چې د تقنين د رئيس په توګه ئې دغه بهير د وخت او عصر د نويو غوښتنو سره برابر كړه.
ده په يونان كې د حقوق پوهانو په نړيوال كنفرانس او په لاهور كې د مستشرقينو په كنفرانس كې په برخه اخستو په نړيوال غورځنګ كې د خپل هېواد استازيتوب وكړه او د ذروى وسلې نه لرونكو هېوادنو كنفرانس مشرتابه پر وخت يې په علمى ډګر كې د خپل هېواد شمله لوړه كړه. ارواښاد د يوه وتلى او بريالى د پلومات په توګه د افغانستان په سياسى افق كې وځلېده. هغه په جارجتون كې د ناپېليو هېوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو په كنفرانس كې د افغان پلاوي د مشر په توګه پخپله وېنا كې د ناپېلتوب غورځنګ د استقامت په جوتولو د ټولو پام راوګرځاوه او جده كې ئې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه كې خپله وېنا واوروله. د ملګرو ملتونو د عمومي ټولنى د ۲۷ مى غونډې مشرې په غاړه وه، او د درېمي نړى هېوادنو د حقوقو په ننګه يې انقلابى وېنا وكړه.
په قاهره، بېروت او خرطوم كې د افغانستان د سفير په توګه دنده ترسره كړى ده. ارواښاد په ۱۳۵۰- ۱۳۵۱ د محمد ظاهر شاه لخوا د ده د ايماندارۍ او كارپوهنې له مخې د هېواد د امړي وزير په توګه وټاكل شو.
ښاغلې شفيق په ادب كې هم خلاص لاس لرلو، او په خپلو ليكنو او شعرونو ئې د پښتو ادب ته ډېره ښكلا وربخلى ده. چه ښه بېلګه ئې د (پېغام) په نوم د پښتو شعري ټولګه ده، په لېكنو كې د لور قاتل، د شېطان برى، د پسرلي اختر ، او عرف د اسلامي فقهې له نظره د يادلو وړ دى.
د هېواد لومړی وزير
كله چې موسی شفيق د افغانستان د لومړي وزير په توګه وټاكل شو هېواد له ډېرو كړكېچونو حالاتو سره لاس او ګرېوان ؤو، د هېواد دښمنان هم دى حالاتو ته ځير او په كمين كې ورته ناست ؤو، هغوي چې كله د شفيق پوهه ده حالاتو مثبت بدلون او د هېواد پرمختګ وليد دا هغه څه ؤو چې دوى ته د زغملو وړ نه ؤو, هماغه ؤو چې خداى بخلې د ۱۳۵۲ كال د چنګاښ په كودتا كې زنداني شو، له دونيم كاله زندان وروسته په ۱۳۵۴ كې له زندان راخلاص شو, خو دوهم ځل د ۱۳۵۷ د ثور په خونړۍ كودتا كې بندې او د همدې مياشت په ۱۱ نيټه د زندان تورو تمبو شاته يې د شهادت جام وڅښه.
چاپ شوي آثار
1. عبقريان او نورې کيسې (عبقريان و قصه های ديګر) - په پښتو او دري ژبو د داستانونو ټولګه - د کتاب چاپولو موسسه - ۱۳۴۶ ل. کال کابل
2. د ننګرهار شاعران - د ننګرهار د شاعرانو ژوندليکونه - د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت - چاپکال ۱۳۸۶ ل. کابل