په افغانستان کی څوک څوک ساتی ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
لیکوال : احمدالله رحمانی
په دا اخیرو وختونو کښی دناټو ځواکونو پر غړو باندی نه يواځی ددولت د مخالفینو له خوا بریدونه زیاد شوی دی ، بلکه د افغانستان په نظامی ځواکونو کښی هم دا احساس را منځ ته شوی دی چی بهرنی سرتیری باید وټکول شی . داسی اونی نه تیریږی چی په هغه کی دی په لر او بر افغانستان  کښی پر ناټوسرتیرو د افغانی عسکرو یا پولیسو له خوا برید ونه نه کیږی . څو موده مخکی د فرانسی شپږ سرتیری
د افغانی ځواکونو د غړو له خوا ووژل شول . دی وضعی د امریکا حکومت او د ناټو واکداران زیات اندیښمن کړل . نو ځکه هغوی خپله سرتراتیژی بدله کړه او اوس خپل ځانونه ددولت د مخالفینو په اړخ کی د افغانی عسکرو نه هم ساتی . پنتاګون او ناټو و خپلو سر تیرو ته امر کړی دی چی په هر وخت کی به ددوی وسله ډکه وی او د برید په وخت کی به خپله ساتنه ځای پر ځای په خپله کوی .

د ناټو ددی ستراتیژی نه څرګندیږی چی هغوی د خپل اصلی او لمړنی هدف نه  څومره ځان لیری کړی او اصلی ستراتیژی یی له لاسه ورکړیده . ددوی اصلی هد فونه په لمړی ګام کی  ددولت دمخالفینو او په اداری فساد ککړ دولتی وسله والو نه دملکی کسانو ساتنه  وه چی په پلازمینه کابل او ولایاتو کښی به یی د ځان دګټی لپاره یی په غیر مستقیم توګه انسانان وژل . اوس دا ستراتیژی بله شوه او د هغوی په عوض کی خپل ځانونه ساتی . د ناټو عمومی شعار و خپلو سرتیرو ته دادی چی تر کال ۲۰۱۴ پوری فقط خپل ځانونه و ساتی اوبس . ناټو سرتیرو ته ویل کیږی چی ددوی دښمنان یواځی طالبان او یا نور ددولت مخالفین نه دی بلکه ددوی تړونی ملګری او افغانی ځواکونه هم ددی دښمنان دی . د زیات وخت راپدیخوا د ناټوسرتیری  د افغانی سرتیرو سره په زغزه لرونکو موټرونو کښی په درنو ډکو وسلو سنبال تګ او راتګ ، لیدنه اوکتنه کوی .

د ناټو داسی حالت او حرکات نه یواځی ستراتیژیکی بلکه اخلاقی هم د ستونزو سره مخ دی . دا ځکه چی که په کال ۲۰۱۴ کی د ناټو زیات سرتیری له افغانستان نه ووزی ، بیا هم په لسګونو زرونو متخصصین ، سلاکاران او تربیه کونکی په افغانستان کی پاته کیږی . نو داسی حالت به چی د هغه هدف یواځی د ځان ساتنه وی ، تر کومه وخته دوام وکړی ؟ که دا متخصصینو ، سلاکارانو او ترینرانو ته دا احساس پیدا شی چی دوی به په افغانستان کی هره لحظه د مرګ سره مخامخ وی ، نو بیا به و ناټو ته اسانه نه وی ، ددی کار لپاره داوطبه څوک و موندی . هیڅوک به حاضر نه شی و افغانستان ته ولاړ شی .
که ناټو او امریکا تر کال ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان او افغانی ملکی کسانو ساتنه و افغانان ته ور پریږدی ، بیا به تلفات په افغان ولس کی تر اوسنی حالت هم زیاد شی . لکه څنګه چی په افغانستان اوس مهال قوم او قوم بازی خپل اوج ته رسیدلی ده او هزاره ، ازبک او تاجک د پښتون په مقابل کی پټی کړی ترسره کوی ، همدارنګه  د افغانستان په نظامی او امنیتی ځواکونو کښی تضاد په لوړه پیمانه موجود دی . د هر چا چی وسله په لاس کښی وه ، هغه به ځان د بی وسلی کسانو پر ژوند اومرګ مسلط بولی او هر څه چی زړه وو هماغسی به کوی . نو که د هغوی سره د ناټو ځواکونو ملګرتیا نه وی ، د افغانانو په ټولنیز وژنی به نړی خبره هم نه شی او افغانان به تر اوسنی وخت زیاد مری . ناټو ته پکار ده چی پر خپل دريځ یو ځل بیا فکر وکړی او افغان ولس د توپ خولی ته یواځی پرینږدی .
المان