تیر پسې ۱۴ برخه:
تیرشوی اختر مو مبارک شه
حاجی الله نظر خواجه د سرخرود اوسیدونکې داسي وايي.
په وریښمین تنګې کې ددواړو خواوو تر منځ دوهمه غونډه وشوه د همدی غونډی په ورځ قومندانانو په ار-پی-جې راکټ نښه ویشتل پیل کړل په همدی وخت کې زرداد له خپل یو ساتونکې ار-پی-جی راواخیست
د استاد عبدالله جان له خوا اخري ځواب همدا ؤ چي مونږ له حکمتیار صاحب سره هم په تماس کې یوو او چهاراسیاب ته هم ورغلې وو په دی اړه مو ورسره تفصیلی بحث کړی ده او د هغه امر او د حزب اسلامی پالیسي داده چي په دا ډول شخړو کې به ځان راښکیل نکړو او دا دخپل ځان ، د حزب اسلامي اود خپل ایمان منافی کار ګڼو،که چیري د ننګرهار شورای په سروبی حمله نه واي کړی او ددولت قواووی ددوی ملاتړ ته نه واي را وړاندی شوی واي د یو مسلمان او مجاهد په صفت درته وایم چي حزب اسلامی به په دی قضیه کې د جنګ له لاری راوړاندی شوی نه واي او حتی د زرداد،قلم،چمن،حسن خان ته به یي هم دا اجازه نه واي ورکړی چې په دی مسله کې ځان را ښکیل کړی،اوکه د ننګرهار قوتونو دا هڅه کړی واي چی دلغمان له لاری يي په سروبی د حملی اراده درلودی نو بیا به هم زمونږ تګلاره او غبرګون همغه ؤ چي کوم حزب اسلامی د سروبی ددفاع په اړوند اختیار کړ ځکه بیا به بله لار او انتخاب نه ؤ،زه او ناصر خان د مشرقی شورای په تشکیل کې غړیتوب لرو خو بیا هم د ننګرهار او سروبی په خونړیو پیښو کې نه یوو او نه به پکې ښکیل شو او تاسو ته هم ډاډ درکووو چي د لغمان له خوا به هیڅوک تاسو تهدید نکړی. دواړو خواؤ په همدی خبرو توافق وکړ او له دعا وروسته د لغمان قومندانانو قومی مشرانو ته ددواړو خواؤ ترمنځ د سوله په کولو سره د مرستی ډاډ ورکړ او دوی ته یي په لغمان کې د میلمستیا ست هم وکړ او له مننې اداکولو او کورودانی ویلو وروسته ټول په ګډه د زرداد پوښتنې او احوال ته ورغلل، تر استهکام پل پوری ساحه د احمدزیو د شورای او قومی لښکر تر واک لاندی راغله.
بله ورځ مشران په دی سره وغګیدل چي څنګه په جلال اباد وردننه شي او د ننګرهار قومندانان په طورخم ګیټ اوښتلو ته اړ کړی او او قومندانانو خپل فامیلونه،قیمتي موټر او.............لا د وخته پیښور ته رسولی ووود ننګرهار ځیني قومندانانو د احمدزیو شورای ته شین څراغ هم ورکړی ؤ لکه:
۱.پهلوان سیدمحمد
۲.امیرمحمد ددریم ماموریت امیر
۳.حاجی زرغون
۴.حاجی ثناګل
۵.خورشید
دوی ډاډ ورکړی وو چي مونږ په ننګرهار کې درسره همکاری ته تیار یوو.مشرانو پریکړه وکړه چې د تورغر له خوا به لومړی سرخرود ولسوالی او بیا جلال اباد ته ور ښکته کیږو او د حصارک له خوا به هم قوتونه د حاجی زمان د ټکولو په خاطر حرکت کوي او په لواړګې کې يي هم ۲۰۰ کسان په ګروپی شکل تیار کړی ؤ چې هغوی د شکست په حالت کې د طورخم له لاری شمشاد او طورخم ونیسي ددی دوه سوه کسانو لپاره د سید امیرجان شینواری او د خورشید په همکاری وسله او وسایل په ګردی غوث کې اماده شوی ؤ،زما د معلوماتو له مخی دوی د ولایت تشکیل باندی هم غور کړی ؤ.
۱.حاجی منجي د والی په حیث
۲. زرداد د امنیه قومندان او د والی دوهم مرستیال
۳.حاجی فاروقی د والی مرستیال
۴قومندان قلم د یولسمي ۱۱ فرقي قومندان
۵.چمن د سرحدی غنډ قومندان
۶.حاجی خان ککوزی د قومونو د شورای ریس
۷.صادق لیونی د لوی لاری د پولیسو قومندان
۸.فضل حق مجاهد او هغه قومندانان چې په دی پیښو کې يي لاس نه درلود په خپلو مقامونو به پاتی وی او د والی معاون به هم وی
۹.حسن خان کړوخیل به د قومونو د شورای معاون وی
او همدا ډول په نوره اداره کې به سمون او بدلون د جلال اباد له نیولو وروسته راوستل کیږی.
یادداښت:الله نظر دسرخرود ده ،په قوم خواجه او د پیښور په دانش اباد کې اوسیده او په پیښور کې د زرداد د نماینده په صفت يي شهرت درلود(زرداد ته به یي پیښور کی سودا،خوراکې توکې،دزخمیانو تداوی،مخابیری،دموټرو ترمیم او د زرداد په موجودیت کې به يي په ریستورانتونو کې دهغه میلمنو ته میلمستیاوی برابرولي .نوموړی د مالدارو او قدرتمندو کسانو سره دملګرتیا کولو ښه مهارت لری،په ۲۰۰۱ کال کې يي د افغان نشراتی دفتر مشر حاجی داؤد په لارښوونه یوه ډله خارجیان توری بوړی ته بوتلل او له دی لاری يي خورا ښه مالی امکانات تر لاسه کړل،له دی وروسته له عبدالجبار ثابت سره شټپنې شو او بیا له میروایس یاسنې سره او بیا د ننګرهار د ګمرک له پخوانی ریس سره یي هم ددوستی نږدی مزی غزولی وو او فعلا په سرخرود کېد ۴-۶ لکه ډالرو په ارزښت کور لری،څه وخت د مخه لندن ته یي چکر وهلی وو او ما په درونټه کې تری پوښنته وکړه زرداد سره دی ولیدل،څنګه ؤ؟ ځواب یي راکړ اوس حالت بدل دی او ددی وخت نده چې له صحني وتلو پسي وګرځوو،ویل یي یوه ورځ زما یو دوست نصرالله نومږی زما ستړی مه شی ته په لندن کې راغي هغه ته زرداد له جیل څخه تلیفون راوکړ په خبرو کې يي ورته وویل چي الله نظر هم راغلی او راسره ناست دی نو ما هم ورسره خبری وکړی او ژمنه می ورسره وکړه چي لیدو ته دی درځم خو بیا ورنغلم.څه موده د الله نظر له خپلو وروڼو سره په جایداد لانجه راغله او په لندن کی يي یو ورور د خدای نظر په نوم هم شته نو هغه ته يي په بیلتون کې هیڅ هم ورنکړل او ورته یي وویل چی په ۲۰۰۰۰ شل زره ډالره یو کس لندن ته ځې او ته،میرمن او څلور بچیان دی هلته یاست چي جمله ۱۲۰۰۰۰ ډالره کیږی ته نور له مونږ سره حق نلری.عجیبه جنجال ؤ ورور یي ورته چیغي وهلی چي ستا زوی می هم لندن ته بو تللو او په ګد کور کي هم زه د قرض په پیسو لاړیم او بچیانو ته می د انګلستان قانون اجازه ورکړی چي لاړشی نه د ګډ کور په پیسووبس نو په چا دی منله.
نور بیا
ملا وحید