داداري فساد پرضد مبارزه د هر افغان دنده ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
باري ملیار
قدرمنو هیوادوالو او درنو لوستونکو
لوږه٬ بی کوري ٬ بی عدالتی٬ بیکاری٬ بی انصافی٬ د مخدره موادو قاچاق٬ بیسوادی او نوری بدبختیګانی زمونږ په ګران هیواد کی په یو عینی واقیعت بدل شوی دی۰
ددی بدبختیو د اساسی عواملو څخه یی یو هم اداری فساد ګڼلی شو ۰


بډه اخیستنه ٬ کار اهل کار ته نسپارل٬ د قانون حاکمیت د پخولاندی کول متاسفانه چی خپل اخری معیار ته رسیدلی دی۰

او حکومت هم پری معترف دی ۰

اساسی خبره داده چی د ټولو بدبختیو په نتیجه کی زمونږ د هیواد ټول مظلوم خلک د ورز په تیریدو سره لا بدبخته کیږی او نفع یی د څو محدودو کسانو جیبو نو ته اولویږی۰

زمونږ د ګران هیواد مادی او معنوی شتمنی له یو خوا او د جهانیانو کومکونه د بلی خوا لکه څرنګه چی لازمه ده دګران هیواد په اقتصادی ټولنیزو او نورو ارڅو کی کوم اساسی بدلونونه ندی رامنځته کړی ۰

درنو هیوادوالو ته معلومه ده چی ٬ جهانیان هم د اداری فساد د شتون لکبله تشویش لری دمثال په دول٫ د جون په اتمه د توکیو په کنفرانس کی د ۱۶ ملیاردو دالرو مرستی ژمنه هم پدی شرط وشوه چی د افغانستان حکومت به د اداری فساد پر ضد کوډلی ګامونه وچت کړی۰

ولی متاسفانه اکثره دولتی ادارات لا اوس هم دی مسله ته د پام وړ په سترګه نه ګوری او حتی باتجربه پاک مسلکی او خدمتګار اشخاص له کاره ګوښه او یایی استفا ته مجبوره کوی دمثال پتوګه زمونړه په ګران هیواد کی د خاصو شرایطو له مخی ۹ کاله مخکی د اساسی قانون د لسمی مادی په چوکاټ کی (ایسا) تر عنوان لاندی چه اساسی وظیفه یی (د داخلی او خارجی سرمایه دارانو د پانګی اچونو تشویق او دملی ګټو په رڼا کی د هغی چخه ملاتړ) منځته راغله۰

د دی اداری کار کوونکو د دولت د پالسی مقراراتو او ارزښتونو د په نظر کی نیولو سره حساب ورکونه شفافیت ٬ کاری سرعت ٬نیک همکاری ٬ نیک برخورد د خپل د کار اساسی جز ګڼلی وه چی د خلکو اعتماد یی هم ځانته جزب کړی وه او همدا دلیل وه چی زیاته لاسته راوړنی یی له ځانه سره لری دی ولی متاسفانه چی ۳ میاشتی مخکی د نن څخه همدی اداری ته د ټولو اصولی

نورمونو خلاف داس اشخاص نصب او ځای په ځای شو چی د ادرای فساد پرمختګ ته یی لاره اواره کړه او د دی اداری ۷ کسه لوړپوری چارواکی دیته مجبور شول چی د اداری فساد پر ضد خپل اوازونه پورته ګړی او خپله استفا وړاندی کړی چی یو کاپی یی هم اولس مشر ته هم صادرشوی دی او ښاغلی اولس مشر د دی موضوع د څیړنی په هکله دری کسیز هیت ته دنده سپارلی ده چی د خپلو څیړنو پایله یی محترم اولس مشر ته وسپاری۰ مونږه د ښاغلی اولس مشر د دی پریکړی ملاتړ کوو خو کاشکی چی د دی هیت په خوا کی د مدنی ټولنی ٬ پارلمان او نړیوالو مرستندیو ټولونو څخه هم یو یو نماینده موجود وای مونږه هم
دا احساس کړی ده چی ښاغلی اولس مشر د اداری فساد پر ضد مبارزی ته لکه څرنګه چی ژمنه یی کړیده ولاړ دی زمونږ د استفا یو عمده علت هم دا ده چی ښاغلی اولس مشر ته جوته کړو چی د اداری فساد سره په مبارزه کی ته یواځی نه یی او مونږه در سره په دی پاکه او مقدس مبارزه کی درسره ولاړ یو۰ عدالت باید تامین شی ۰حق باید حقدار ته ورسیږی۰ اداری فساد باید له منځه لاړ شی ۰

زمونږه تشویش دا دی چی که چیرته ښاغلی اولس مشر پدی مقدسه لاره کی د خنډونو سره مخامخ شی نو له یو خوا به هغه جهانی کومکونه چی د افغان دولت سره کیږی یا کم او یا خو به بلکول قطعه شی او له بلی خوا به زمونږ ملی شتمنیګانی

لا نور هم د زورواکانو له خوا لوټ شی چی دا به زمونږ د وران او ویجاړ افغانستان د مظلوم ملت په زیان تمام شی



په درنښت