سلېمان لايق

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سلېمان لايق (۲۱ د تلې، ۱۳۰۹ ل. = ۱۲ د اکتوبر، ۱۹۳۰ ز. -) (په انګرېزي: Sulaiman Layeq) يو افغان لیکوال، شاعر، او پخوانی کمونسټ سیاستوال دی، هغه د پکتيکا ولايت د ښرنې ښارګوټي په ايمنې خېلو کلي کې زېږېدلې دی.

ښاغلې لایق په کمونسټي رژیمونو کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ. ښاغلي لايق د سياسي کارونو سره سره د پښتو او دري ژبو په ادبياتو کې هم لاس وهلی نو په دې توګه دی نه يواځې د افغانستان په سياسي چارو کې ښکلېل ؤ بلکې د افغانستان په ادب کې ېې هم ځان آزمويلی او د ښه محافظه کارۍ شعرونه ېې ويلي.
دده اصلي نوم غلام مجدد دی او ددې نوم مانا نوښتګر دی. د لايق پلار له مجددي حضراتو سره د ارادت له مخې دغه نوم د تبرک لپاره په خپل ځوی کېښود. د هاشم خان د حکومت پر مهال د سلېمان لايق پلار نظر بند شو. لايق په پنځه کلنۍ کې د پلار په غوښتنه کابل ته راوستل شوی ؤ، له رارسېدو سره سم د کوي ناروغي ورپېښه شوه او په مټکې له مرګه بچ شو. مور يې د ژغورلو او پاللو په نيت دی بېرته د ځان سره کلي ته بوته او تر دوه کاله پورې په کلي کې د مور سره پاتې شو خو وروسته يو ځل بيا د پلار په غوښتنه دی بېرته کابل ته د مور سره يوځای ولاړ. دا سفر لايق ته تر لومړني سفر ډېر بدمرغه و، پلار يې په کابل کې بله ښځه کړې وه، مور او کشر ورور يې په څو ورځو کې د کولرا په ناروغۍ اخته شوه چې په پايله کې يې دواړه يو په بل پسې مړه شول او دی د ميرې ځورونو او کړاوونو ته پاتې شو.
زده کړې
لايق په ۱۳۱۹ لمريز کال کې چې عمر يې د ښوونځي د شمول تر نورمه اوښتی و، د حبيبيې لېسې دوهم ټولګي ته ومنل شو. چې بيا له همدې ټولګي څخه د زده کړې تر پايه د يوه ممتاز او بې سياله زده کوونکي په ډول پرمخ لاړ. له بده مرغه ده د حبيبيې لېسه د کورنيو ستونځو له کبله په پينځم ټولګي کې پرېښوده او دوه کاله وروسته يې د لمړنۍ دورې د دوو قضاکړيو ټولګيو آزموينه تېره کړه او به ۱۳۲۶ کې د پغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو. هلته يې هم ډېر ژر نوم پېدا کړ او د مدرسې په زده کوونکو کې ممتازه څېره شو.
په ۱۳۳۱ لمريز کې چې لايق د مدرسې وروستنی ټولګی پای ته رساوه، د مدرسې زده کوونکو د ادارې د ځينو زياتيو په وجه د لايق په مشرتابه په اعتصاب او مارشونو لاس پورې کړ. په دې پايله کې لايق د خپلو ټولو تحصيلي، اخلاقي او دسپليني ښېګڼو سره سره په وحشيانه توګه مجازات شو او د وهلو ټکولو او تحقير نه ور پورته د څو نورو زده کوونکو سره يوځای له مدرسې اخراج او د کابل له ښار څخه په شړنه محکوم شو. خو د لايق پلار چې يو پخوانی د استعمار ضد جنګيالی ؤ، د لايق او دده د ملګرو ملاتړ ته ېې راودانګل او د پوهنې وزارت يې دې ته قانع کړ چې اخراج شوي طلاب بېرته مدرسه کې ومني.
دندې
ښاغلې لایق په کمونسټي پیر کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ.
چابي اثار
1.    چونغر - شعري جونګ - چاپکال ۱۳۴۱، ۱۳۶۱ ز. کال
2.    کيږدۍ - شعري جونګ - چاپکال ١٣٥٤، ١٣٦٠ ز. کال
3.    يادونه او درمندونه - شعري جونګ چاپکال ١٣٥٧ ز. کال
4.    بادبان - شعري جونګ (دري) ١٣٥٨
5.    قصې او افسانې - شعري جونګ (پښتو) ١٣٦٠
6.    د اباسين سپېدې - (پښتو) ١٣٦٢
7.    شپيلۍ (پښتو) ١٣٦٢
8.    د پښتو لنډيو يو تحليلي رساله - (پښتو) ١٣٦٢
9.    سمت روشن جاده ها - شعري جونګ (دري) ١٣٦٣
10.    ساحل - شعري جونګ (پښتو) ١٣٦٣
11.    سپرغکې - شعري جونګ (پښتو) ١٣٨٣