اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد د ١٩٢١ م كال د نومبر پر ١٤ ( د ١٣٠٠ ل كال دلړم د مياشيتي پر درويشتمه نېټه ) چې له لويي برتانيې څخه زموږ دګران هيواد افغانستان د سياسي خپلواكۍ دوه كاله تېر سوي وه د كندهار ښار د بابړو د كوڅې په يوې مخوري او درنې كورنۍ كې سترګي دې نړۍ ته پرانيستې ، چي دې كورنۍ د سوداګرۍ
داستاد رشاد په روزنه او پالنه كي په لومړي ګام كي دهغه فاضل پلار مهمه ونډه درلوده ، لكه چي دى خپله د ګوربت مجلې سره په مركه كي وايې : "زما لومړى استاد زما پلار و ، پر هغه دي خداى ورحميږي زه يې روزلى ، خو متاسفانه چي د هغه سيورى په ١٣ كلنۍ كي زما له سره څخه ليري سو او ما دده له ټول فضيلت څخه استفاده ونه سوه كړاي ، تقريبا ً ٦٩ ( اوس ٧٣ ) كاله وړاندي ما انګرېزي الفبا له پلاره زده كړې او عربي كتابونه مي هم تر مختصر پوري له پلاره سره ويلي دي ، پاړسي كتابونه مي لكه ګلستان ، بوستان ، حافظ او نور ټول له پلاره سره لوستي ، البته نور استادان مي هم درلوده، خو لومړى استاد مي پلار و ." او همدارنګه د افغانستان په نوم كوم اخبار چي په لاهور كي خپرېدى او پښتو برخه يې درلوده ، د دوى پلار ته را استول كېدى او هغه يې مطالعه كاوه .
دندې او کارونه
خو د خپلي ځيركتيا له امله ډېر ژر په ١٩٣٣ م كال كې په لومړي درجه له ښوونځي فارغ او په ١٩٣٤ م كال يې پر ديارلس كلنۍ د ښوونكي په توګه رسمي ماموريت پيل كړ ، چي د پوهي او سن دلږوالي له امله يې په كوچني ښوونكي ډېر شهرت پيداكړ چي حتى ډير شاګردان به يې تر ده مشران هم وه . په ١٩٤٦ م كال دكندهار د ښار دانتخابي ټولني رئيس او په ١٩٤٧ م كال دكندهار د ښاروال مرستيال سو او له ١٩٤٧ م كال وروسته هندوستان ته ولاړ ، هلته يې خپلو ځانګړو زده كړو او هم يې دپښتنواو پښتو په اړه ژورو څيړونو ته دوام وركړ ، چي د "لودي پښتانه" كتاب ، چي ٤٢٠ مخونه لري او "سوري پښتانه" چي ٤٠٠ مخونه لري يې ښه بيلګي دي او دهغه تر څنګ يې هندي ژبي او ديوانګري ليكدود هم زده كړ او څه سانسګريټ او انګرېزي ژبي يې هم وكوتي . ١٩٥٢ م كال د ويښو ځلميانو چي د افغانستان لومړي ملي ديموكرات ګوند و ، د استازي په توګه د كندهار د ښاريانو له خوا پارلمان ته انتخاب سو خو دكندهار د والي عبدالغني خان ( قلعه بيګي ) او دچارواكو دمخالفت په وجه چي د ويښ ځلميانو او پوهاند رشاد سره يې درلود د دوى د رائيو صندوق د پوليسو له خوا ضبط او دى دښاروالۍ له تالار او انتخاباتي حوزې را وايستل سو . په ١٩٥٧ م كال دپښتو ټولني د مسلكي غړي او دكابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توګه وپېژندل سو چي وروسته بيا د پښتو ټولنې د رياست مسلكي مرستيال وټاكل سو ، سره له دې چي د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد هم و . په ١٩٦١ م كال دپخواني شوروي اتحاد دسنت پيرزبورګ (پخوانى لينن ګراد) دښار د ختيځ پېژندني د انستيتوت د پښتو ژبي د استاد په توګه د دوه نيم كاله له پاره ولېږل سو ، چي وروسته افغانستان ته راستون او د كابل پوهنتون د ژبو، ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي په پښتو څانګه كي استاد او بيا د دغه ډيپارټمنټ (څانګي) شف (مشر) سو او د وخت لوړه علمي رتبه پوهاندي يې په ١٩٧٤ م كال كي تر لاسه كړه، څو د١٩٧٨ م تر پېښي وروسته ډېر ژر لزوماً تقاعد ته سوق سو، خو ددې رژيم د مخالفت سره سره يې خپلي علمي او فرهنګي اړيكيد كابل پوهنتون، د علومو د اكاډمۍ، علمي ټولنو او كړيو سره وساتلې.
ادبي ژوند
استاد رشاد لومړى شعر په ١٩٣٤ م كال پر ديارلس كلنۍ ويلى، خو د هغه لومړى شعر په ١٩٣٨ م او لومړى څېړنيزه ليكنه په ١٩٤١ م كال د افغانستان په مطبوعاتو (طلوع افغان) كي خپاره سوي دي . دده په وينا له ٢٦ كلنۍ څخه د ويښو ځلميانو د نهضت غړى و .
د جهاد پر مهال په كابل كي اوسېد، خو مضامين او شعرونه به يې په مستعارو نومونو چي په هيواد كي خطر ورته پېښ نه كړي، د كلفورنيا په Freedom ، د ناروې په مجاهد ولس، جرمني ، اطريش، هند، پېښور ، كراچي او نورو ځايونو كي خپرېدل او چي ډېر به ترخه نه وو او په سمبوليك ډول به پكي د وخت رژيم غندل سوى او ملي جهاد او آزادي ستايل سوې وه ، په كابل كي هم خپرېدل او له ١٩٩٢ م كال وروسته چي د تنظيمونو تر منځ د واك د ساتلو او يا تر لاسه كولو جګړه پيل او ايتنيكي اختلافاتو ته لمن ووهل سوه، د هغه دغندني په خاطر يې هم شعرونه او ليكني له هيواد څخه دباندي خپرې كړي او د طالبانو په وخت كي په يوه غونډه كي چي د ١٩٧٩ م كال د روسانو د يرغل د غندني په اړه نيول سوې وه، استاد رشاد د سر په بيه د طالبانو سياست د روشنفكرانو او دموكراسۍ په اړه وغانده او دا يې په ډاګه وويل چي: " زه ويښ ځلمى وم ، يم او اوسم به او دا ګوند هغه ګوند دى چي په افغانستان كي يې د لومړي ځل له پاره د ډيموكراسۍ ږغ پورته كړ ."
د ١٩٧٨ م كال تر پيښي را وروسته بيا تر ١٩٩٢ م كال پوري ددوى د سياستونو د غندني په اړه يوه شعري ټولګه د " ملحد شاهۍ" په نوم ليكلې او د ١٩٩٢ م كال څخه بيا تر ١٩٩٦ م كال پوري يوه شعري ټولګه د"تنظيم شاهۍ يا ملا شاهۍ" په نوم ليكلې او وروسته يې د طالبانو تر سقوط پوري د " طالب شاهۍ" په نوم يوه شعري ټولګه ليكلې ده . استاد د خپل ژوندانه تر وروستۍ شېبې پوري د زورواكۍ او بلواكۍ پر ضد شعرونه او ليكني كړي دي ، خو په څرګند ډول ويلاى سو چي ژوند يې تل د چارواكو سره په مخالفت (اپوزيشن) كي تېر سوى دى ، چي نه يې ظالم واكمنان منلي او نه يې پردۍ واكمنۍ ، د ډيموكراټ او متعادل سياست خوښوونكى او ريفورمست دى . په دغه توپير چي په لږ آزاد چاپېريال كي يې مخالفت څرګند او د اختناق په شرايطو كي به يې په پټه او سمبولونو مخالفت كاوه . له دا ټولو ستونځو سره سره چي په وار وار تعقيب سوى او تهديد سوى و او دا امكان يې هم تر لاسه كړى وو چي څو ځله په شخصي ډول جاپان ، هندوستان ، پاكستان ، يمن امريكا، سعودي عربستان او نورو هيوادونو ته سفرونه وكړي ، خو خپل هيواد يې خوشي نه كړ او بيرته خپل هيواد ته راستون سوى دى .
ارواښاد استاد به تل دا ويل چي " هيوادپر هر چا ګران دى خو ما ايمان پر راوړى ، كه مرم هم به دلته يم او كه ژوندى يم هم به دلته يم ." ارواښاد استاد په پاړسي، عربي، اردو، هندي، روسي او انګريزي ژبو پوهېدى او له تركي او جاپاني ژبو څخه يې هم استفاده كولاى سواى . پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې په پاړسي او اردو ژبو كي هم ښه عروضي شاعري كوله ، خو دوى خپل ټول ژوند د پښتو ادب د پرمختگ او ودي په لاره كي تېر كړى دى ، علمي ، ادبي او تاريخي اثار يې ليكلي ، د نړيوالو ادبياتو ژباړي يې كړي او زيات شعرونه يې زموږ شعري نړۍ ته ډالۍ كړي دي . ددوى (٤٩) اثار له سلګونو مقالو سره چاپ سوي دي چي په لاندي ترتيب سره ذكر كيږي :
چاپي اثار
ملحد شاهي يا كمونيست شاهي، شعري ټولګه ده چي د ١٩٧٨ م كال د كودتا څخه تر ١٩٩٢ م كال پوري د وخت د حكومت د كړنو غندنه پكي سوې ده.
تنظيم شاهي ، شعري ټولګه ده چي د ١٩٩٢م كال څخه تر ١٩٩٦ م كال پوري د هغه وخت د حالاتو ذكر پكي سوى دى.
طالب شاهي ، شعري ټولګه ده، چي د طالبانو د حكومت وروسته چاپ سوې ده.
لودي پښتانه په ٤٢٠ مخونو كي، د ١٩٥٨ م كال چاپ .
ډهلي د پښتنو په وخت كي، سريزه، د ١٩٦٠ م كال چاپ .
د ليو تولستوى درې نكلونه، (پښتو ژباړه) د ١٩٦١ م كال چاپ .
د يولسم ټولګي پښتوقرائت ، د ١٩٦١ م كال چاپ .
د دولسم ټولګي پښتوقرائت، د ١٩٦١ م كال چاپ .
د امير خسرو دهلوي هندي شاعري، د ١٩٧٤ م كال چاپ .
د خيرالبيان لغتونه، سريزه، په ١٢٢ مخونوكي، د ١٩٧٤ م كال چاپ .
د خيرالبيان په سريزه كي درې مقالې، د ١٩٧٤ م كال چاپ .
د دولت لواڼي د دېوان سريزه ، د ١٩٧٤ م كال چاپ .
د واصل روښاني دېوان، سريزه او سمون، د ١٩٧٤ م كال چاپ .
پاڼي ڼي، اښت ادهياى او په هغه كي پښتو كلمې، د ١٩٧٥ م كال چاپ .
ګيتانجلي (د رابندراناټ ټاګور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، په ١٠٤ مخونو كي ، د ١٩٧٥ م كال چاپ .
تاج (د رابندراناټ ټاګور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، د ١٩٧٥ م كال چاپ .
د ګولډن شتت د فرهنګ سريزه، د ١٩٧٧ م كال چاپ .
د ګلشن روه سريزه په ١٩٢ مخونو كي، د ١٩٧٧ م كال چاپ .
د احمدشاه بابا د پښتو اشعارو شرحه، سريزه او سمون، د ١٩٧٧ م كال چاپ .
د احمدشاه بابا د دېوان غورچاڼ، د ١٩٧٨ م كال چاپ .
بديع درسي كتاب ، د دارالمعلمين له پاره، د ١٩٨٠ م كال چاپ .
د ابن سينا مخارج الحروف پښتو ژباړه .
د پښتو تجويدونو تاريخچه په ٧٤ مخونو كي، د ١٩٨٠ م كال چاپ .
د پښتو اسماء الحسنى سريزه، د ١٩٨٠ م كال چاپ .
دڅمكنو ميا عمر، د ١٩٨١ م كال چاپ .
د حاجي جمعه باركزي د دېوان سريزه او لغتنامه، د ١٩٨٢ م كال چاپ .
پر افغانستان او بريتانوي هند باندي څو خبري، د ١٩٨٢ م كال چاپ .
د پټي خزانې فرهنګ، د ١٩٨٣ م كال چاپ .
در بارۀ ظفرنامۀ اكبري و ناظم آن، د ١٩٨٦ م كال چاپ .
د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه، د ١٩٨٨ م كال چاپ .
لس مقالې، د ١٩٨٨ م كال چاپ .
سوبهاش چندرابوس، د ١٩٨٩ م كال چاپ .
د زړه ويني (شعري ټولګه)، د ١٩٩١ م كال چاپ .
د افغانستان بدي ورځي (شعري ټولګه)، د ١٩٩٤ م كال چاپ .
لولپه پېغله (شعري ټولګه) ، د ١٩٩٥ م كال چاپ .
كوروش خون آشام، ( پاړسي نظم) ، د ٢٠٠٠ م كال چاپ .
د پښتنو غميزه (شعري ټولګه)، د ٢٠٠١ م كال چاپ .
خښمېدلې امريكا (شعري ټولګه)، د ٢٠٠٢ م كال چاپ .
د واده كلى كربلا سو (شعري ټولګه) ، د ٢٠٠٣ م كال چاپ .
د تودو وينو حمام افغانستان سو (شعري ټولګه)، د ٢٠٠٣ م كال چاپ .
د افغانستان د تاريخي جغرافيې په اړه د علامه رشاد سره د مركو ټولګه، (لومړۍ برخه)، د ٢٠٠٤ م كال چاپ .
تېروتني (تاريخي او ادبي) لومړۍ برخه، د ٢٠٠٤ م كال چاپ .
بې لاسو ښځه (د ليو تولستوى د اثر ژباړه)، د ٢٠٠٤ م كال چاپ .
لوى احمدشاه بابا د خلګو له نظره ، ( د افغانستان د اكاډيمۍ له خوا)، د ١٩٩١ م كال چاپ .
روڼې اوښكي (شعري ټولګه) په ١٢٠ مخونو كي، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
د ګلانو ګېډۍ (شعري ټولګه)، په ٤٦ مخونو كي، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
د بېنوا ياد، په ٤٥ مخونو كي ، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
ادبي نثرونه، په ٦١ مخونو كي ، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
د كارنامو مېرمني، په ٦٨ مخونو كي ، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
نصاب الصبيان، سريزه، ١٩٨٢ م كال چاپ .
فوايد فقيرالله، لغتنامه او تعليقات، ١٩٨٠ م كال چاپ .
د پښتو - جاپاني قاموس په باب .
د حيات افغاني د پښتو ژباړي تصحيح، تحشيه او تعليقات.
د حالنامې سريزه، تعليقات او لغتنامه .
د پټي خزانې عروضي اړخ .
د تاريخ سياح مسيحي كتنه او نظر .
د زمانشاه او سلطان ټيپو سريزه .
پښتانه شعراء (دريم ټوك) د ٢٧ شاعرانو د احوالو او اثارو پېژندنه، تصحيح او تنقيح .
د ملاعبدالباقي د تبيين الواجبات سريزه .
ناچاپه اثار
. پښتانه شعراء په اردو ژبه كي ، په دغه اثر كي هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په اردو ژبه يې شعرونه ويلي دي، په دغه اثر كي (٣٨٣) تنه شاعران راغلي دي ، ٨٥٠ مخونه لري .
. پښتانه شعراء په پاړسي ژبه كي ، په دغه اثر كي هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په پاړسي ژبه يې شاعري كړې ده ، په دغه اثر كي (٢٠٠) تنه شاعران معرفي سوي دي ، ٧٠ مخونه لري .
. غالب جنگ غازي نواب احمدخان بنګښ او د هغه كورنۍ، ١٩٠ مخونه لري.
. آيا؟ په دغه اثر كي هغه تېروتني او تېر ايستني په ګوته سوي چي هغه په پښتو او پاړسي ادبياتو او تاريخ كي د پاملرني وړ دي ، ٥٠٠ مخونه لري .
. د قومو او قبيلو په باب ياداښتونه، ٦٧٠ مخونه لري .
. مستشرقين، په دغه اثر كي (٢٠٠) تنه ختيځ پوهان چي د افغانستان، پښتو او پاړسي ژبو په باب يې څېړني كړي ، معرفي سوي دي ، ٥٤٠ مخونه لري .
. امين الملك ګل محمدخان غورياخېل بابړ او د هغه كورنۍ چي د استاد له نيكونو څخه دى ، ٢٤٠ مخونه لري .
. ملي قهرمان غازي محمداكبرخان ، ٢٣٠ مخونه لري .
. سوري پښتانه، ٤٠٠ مخونه لري .
. د كندهار د مدرسو تدريسي نصاب، ٤٠٠ مخونه لري .
. حضرت ابوبكر صديق، ٢٣٠ مخونه لري .
. په زړه پاړسي ، پهلوي او اويستا كي پښتو كلمې، (د پوهنتون د ماسټرۍ په نصاب كي شامل اثر) ٣٨٠ مخونه لري .
. د كندهار زيارتونه، ٧٠٠ مخونه لري .
. ادبي قاموس، دغه اثر شپږ ټوكه دى ، لومړى ټوك (١٢٠٠) مخونه، دوهم ټوك (٦٣٠) مخونه، دريم ټوك (١٢٥٠) مخونه، څلورم ټوك (٦٠٠) مخونه، پنځم ټوك (٦٥٠) مخونه او شپږم ټوك (١٢٠) مخونه لري .
. پښتانه مصنفين، دغه اثر درې ټوكه دى، لومړى ټوك (١٠٠٠) مخونه، دوهم ټوك (٧٦٠) مخونه او دريم ټوك (٥٨٠) مخونه لري .
. جغرافيايي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوكه دى ، لومړى ټوك (٨٠٠) مخونه او دوهم ټوك (٣٦٠) مخونه لري .
. د كندهار تاريخي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوكه دى ، په لومړي ټوك كي مخكي تر مغلو حالات بيان سوي دي او (٩٧٠) مخونه لري او په دوهم ټوك كي وروسته تر مغلو حالات بيان سوي دي چي (١٠٤٠) مخونه لري .
. د احمدشاهي عصر نوميالي، دغه اثر هم دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (٥٠٠)مخونه لري او دا برخه د احمدشاهي شاهنامې د تعليقاتو په نامه راغلې ده . دوهم ټوك (٤٢٠) مخونه لري چي په دې برخه كي له احمدشاهي شاهنامې پرته د نورو نومياليو ذكر راغلى دى .
. پښتانه مشاهير، درې ټوكه دى ، لومړى ټوك (١٥٠) مخونه ، دوهم ټوك (٢٠٠) مخونه او دريم ټوك يې تر لاس لاندي و لږ ليكل سوى دى .
. د طريقت شجرې ، د هغو طريقو په باب چي په افغانستان او پښتنو كي مشهوري دي ، ٢٠٠ مخونه لري .
. نسبي شجرې، دغه شجرې پنځه ټوكه دي، لومړى ټوك په هندوستان كي د پښتنو نوابيو او نامتو كورنيو په اړه دى، (٢٧٠) مخونه لري، دوهم ټوك د سدوزو پاچاهانو، شهزاده گانو او سردارانو په اړه دى ، (٩٠) مخونه لري، دريم ټوك د محمدزيو پاچاهانو ، شهزاده ګانو او سردارانو په اړه دى، (١٨٥) مخونه لري ، څلورم او پنځم ټوكونه د پښتنو قومو او قبيلو په اړه عمومي شجرې دي، چي څلورم ټوك (٣٢٠) مخونه او پنځم ټوك (١٢٠) مخونه لري .
. سل متله په اوو ژبو، دغه اثر په څلورو ټوكونو كي دپښتو، پاړسي عربي، انګريزي، روسي، اردو او تركي ژبو ورته متلونه راوړي دي .
. ٢٠٠٠ دوه زره روسي متله په پښتو ژبه ، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (٣٦٥) مخونه ، دوهم ټوك (٤٥٠) مخونه، دريم ټوك (٤٢٠) مخونه او څلورم ټوك (٤٢٥) مخونه لري .
. د خوشال فرهنګ، دغه اثر اووه ټوكه دى، لومړى ټوك طب نامه (٤٠٠) مخونه، دوهم ټوك بازنامه (٢٦٠) مخونه، دريم ټوك رباعيات او قطعات (٢٨٠) مخونه، څلورم ټوك دستارنامه (٤٨٠) مخونه، پنځم ټوك غزليات او قصايد (٥٢٠) مخونه، شپږم ټوك غزليات او قصايد (٣٢٠) مخونه، اووم ټوك غزليات او قصايد (٣٦٠) مخونه لري .
. د پټي خزانې فرهنګ، دوهم ټوك، (٤٠٠) مخونه لري .
. د ګلشن روه لغتنامه ، (٨٠٠) مخونه لري .
. نواب حافظ رحمت خان بړيڅى او د هغه كورنۍ (د افغانستان د علومو اكاډيمۍ له خوا تر چاپ لاندي دى) .
. د فرهنګونو په باب، په دغه اثر كي هغه ټول فرهنګونه چي په ختيځ كي ليكل سوي ، معرفي سوي دي ، ترتيب يې په لاندي ډول دى :
پښتو فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
پاړسي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
عربي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
تركي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
هندي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
. بديع، (٧٥٠) مخونه لري .
. بيان، (٥٠٠) مخونه لري .
. قافيه، (٦٥٠) مخونه لري .
. عروض، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (١١٣٠) مخونه، دوهم ټوك (٣٦٨) مخونه ، دريم ټوك (٤٤٠) مخونه او څلورم ټوك (۹٥) مخونه لري.
. معاني، (٦٥٠) مخونه لري .
. نقد، د پښتو، پاړسي ، او عربي ادبياتو په تاريخي او علمي برخو كي، (٥٠٠) مخونه لري .
. مكتبي قاموس، په دغه اثر كي د ښوونځيو د كتابونو(٦٠٠٠) لغاتونه تشريح سوي دي .
. په ګلشن روه كي د بابو جان منتخبات نثر نه دى، (د پوهاندۍ اثر) ٢٤٠ مخونه لري .
. لاله، (شعري ټولګه)، (١٥٠) مخونه لري .
. چاپ سوي څلوېښت حديثه .
. د محبت نغمې، (شعري ټولګه)، (١٥٠) مخونه لري .
. نيم ديد، (شعري ټولګه) .
. د شعرونو پنځه ټولګي، لومړۍ ټولګه (٦٢) مخونه، دوهمه ټولګه (٥٠) مخونه، دريمه ټولګه (١٢٦) مخونه، څلورمه ټولګه (٦٢) مخونه او پنځمه ټولګه (١٨٠) مخونه لري .
. شمس الكفات خواجۀ بزرګ احمد بن حسن ميمندي، ، (١٠٥) مخونه لري ، (نيمګړى اثر) .
. شهيد سردار محمدداود، ١٨٠ مخونه لري ، (نيمګړى اثر) .
. امان الله شاه غازي .
. (١٠٠) زاړه لغاتونه .
. د سنسكريت ژبي ګرامر، (٧٤٠) مخونه لري .
. د جاپاني ژبي ګرامر او معلومات، دغه اثر دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (١٣٠) مخونه او دوهم ټوك (١٦٥) مخونه لري .
. د روسي ژبي ګرامر، دغه اثر هم دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (١٦٠) مخونه او دوهم ټوك (١٧٠) مخونه لري .
. په پښتو كي مناظرې، (٧٥) مخونه لري.
. الفنامې، (٨٥) مخونه لري.
. د پښتو نظم عروضي سيستم، (٤٥٠) مخونه لري .
. په پښتو كي د نظم ډولونه، (٢٩٠) مخونه لري .
. سبك پېژندنه، (٢٠٠) مخونه لري .
. د ډورن په پښتو ډكشنري كي تېروتني .
. تېروتني او تېر ايستني، په پښتو، دري او عربي كتابونو كي .
. پښتو نكلونه او پښتو كيسې .
. ځيني ادبي خبري، (٢٠٠) مخونه لري .
. د جاپان سفرنامه (يون ليك)، (٩٠) مخونه لري .
. د امريكا سفرنامه (يون ليك)، (١٠٠) مخونه لري .
. د يمن سفرنامه (يون ليك)، (١٣٥) مخونه لري .
. بړيڅي پښتانه، (١٢٠) مخونه لري .
. غازي ايوب خان، (نيمګړى اثر) .
. برمكيان، (٢٢) مخونه لري (نيمګړى اثر) .
. زړه پاړسي (فـُـرس قديم)، (٥٠) مخونه لري .
. د سوسيالوجۍ په اړه ياداښتونه، (١٢٠) مخونه لري .
. پښتانه شعراء په عربي ژبه كي، (نيمګړى اثر) .
. د پښتو كتابو كاتبان، (١٢٠) مخونه لري .
. تعليقات ، (٦٠) مخونه لري .
. سرياني قصيده، (٤٠) مخونه لري .
. د خوشال خان ياد، (١٠٠) مخونه لري .
. عربي ګرامر، (١٢٠) مخونه لري .
. شيخ قاسم سليماني، (١٢٠) مخونه لري .
. د تحفه القاسمي په اړه نيمګړې ليكنه .
. دخوستي، تڼي، ګوربزي لهجو ځيني كلمات .
. رقوم نويسي .
. پنځه كتابونه د مختلفو ياداښتونو، (٦٠٠) مخونه لري .
. د محاربۀ كابل په اړه نيمګړي تعليقات .
. پردي دودونه، (٢٠) د مخونه لري .
. د فوايد دعوا لغتونه، (١٥٠) مخونه لري .
. وحدة الوجود، (٤٠) مخونه لري .
كه ددوى ٨٠ ناچاپ اثار د ټوكونو په ډول وشمېرو چي ما ته څرګند دي (١١٦) ټوكه ناچاپ اثار د كتابونو په ډول او په لسهاوو ناچاپه مقالې او نور اثار يې هم سته ، چي ډيري څېړني ته اړتيا لري او هغه چي موږ ته څرګند دي ، په ټوليز ډول د استاد (٥٩) اثار او په سلهاوو مقالې او شعرونه چاپ او (٨٠) اثار او په لسهاوو مقالې او شعرونه يې ناچاپ پاته دي .
د پوهانو اندونه
اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد د خپل استعداد، علاقې، پرله پسې زيار او مطالعې په نتيجه كي عالم، عامل او معلم پېژندل سوى او د پښتو ادبياتو د تاريخ د معاصري دورې ليكوال ارواښاد كانديد اكاډيميسن سر محقق محمد صديق روهي د استاد په اړه ليكي:
"پوهاند رشاد په تاريخ، ادبپوهنه او لغت پوهنه كي د تبحر درلودلو له امله د روښانفكرانو له خوا د"فاضل استاد" لقب ګټلى دى . د ده د معلوماتو پراختيا او قوي حافظه اورېدونكى په حيرت كي اچوي. فاضل استاد په اوسني وخت كي د پښتو او پاړسي ادب د كلاسيكو متونو د مشكلاتو د حل كولو له پاره يوه مهمه مرجع ګڼل كيږي. استاد رشاد نه يوازي د خپل علمي تبحر له كبله، بلكي د تقوى او د نفس د مناعت په درلودلو سره د پوهانو او روښانفكره قشر په منځ كي خاص محبوبيت ګټلى دى".