ژوندليک
علامه عبدالحى حبيبي د عبدالحق اخوندزاده زوى د عبدالرحيم اخوندزاده شهيد لمسى د علامه حبيب الله كندهاري كړوسى د ملا فيض الله كاكړ كوسى او د ملا بابړ مدرس كودى دى، چې د
زده کړې
لومړنۍ زده کړې يې د نورو دينې پوهانو څخه وکړې. عبدالحی حبيبي په( ۱۲۹۹ل )کال دشاليمار په لومړني ښونځې کې شامل او په (۱۳۰۴ ل)کال يې دنوموړي ښونځی شهادتنامه تر لاسه کړه ،اوپه همدغه کال يې په ۱۵ کلنۍ هملته دنوموړې ښونځۍ دښونکي په توګه په دنده پيل وکړه.
ادبي ژوند
علا مه حبيبي د خپل پير پرمروجو بيلا بيلو علمي څانګو برلاسي درلوده ،خو د ژبپوهني ؛ ټولنپوهني ؛ادب پوهني ؛دين پوهني او تاريخ پوهني په برخو کي يې وړتيا هغه پوړيو ته رسيدلې وه چي نه يوازي د افغاني پوهانو لپاره ستره مرجع وه بلکي ټولو بهرنيوڅيړونکو ته هم د يوې ډاډمن ماخذ په توګه منل شوې وو. دهيواد د ستر مورخ په توګه د علامه حبيبي د ښه پيژندلو لار د هغو تاريخي اثارو او ليکونو لنډه ارزونه ده چي د نوموړي په زيارتاليف او تدوين شويدي ، چي په مرسته به يې د ليکلو سبک ، د څيړني ليدلورۍ او هم يې د خوښي وړ پير و پيژندلای شو .
لیکنې
د علا مه حبيبي څخه تر يوسل او ديرش ( ۱۳۰ ) زيات چاپ شوي کتابونه را پاته دي، په سلګونو مقالې او رسالې يې خپرې شوي او تر دوه سوه زياتو ملي اونړيوالو علمي سيمنارونو او کنفرانسونو کي يې خلاق ګډون کړيدۍ .د چاپ شويو کتابونو له جملې څخه يې د شپږ پنځوسو څخه تر شپيتو کتابونو پوري د افغانستان دتاريخ او تاريخي جغرافيې په اړه دي ، چي د بيلګي په توګه د افغانستان لنډ تاريخ ( دوه جلده ) ،افغانستان بعد از اسلام ( دوه جلده ) ، د پښتو ادبياتو تاريخ ( دوه جلده ) ، اديان عصر کوشاني ، افغانستان در عصر تيموريان ، تاريخ شاهان صفاري ،نومورکي مورخين ،جغرافيايې تاريخي افغانستان ، هنر عصر تيموريان ، تاريخ مشروطيت در افغانستان او يو زيات شمير نور يادولای شو . په دې ليکنه کي يوازي د علامه حبيبي د افغانستان لنډ تاريخ په اړه اړين مطالب را يادوم :
د تاريخ پيژندنه به هر چا په خپله رايه کړې وي خو يوه رايه دا ده چي ، تاريخ يو داسي تفصيلي نوم دۍ چي په هغه کي د (زمان) او (مکان) د يوالې بيان شته . دا دوه مفاهيم په حقيقت کي د دې علم بنسټ او هم يې دعلمي شته والۍ اساسي فکتورونه ګڼل شويدي . تاريخ د خپل اوږد ژوند په بهير کي بيلا بيل موقفونه درلودلي او يا ورکول شويدي . د يوې سپيرې کيسې او ساده نکل څخه بيا تر عقيدتي مضمون پوري ؛ د پيښو د ساده بيان څخه بيا تر فلسفي يون پوري يې ټول پړاودنه لرلي دي . خو هغه وخت چي د زمان او مکان مفاهيمو د تاريخ په تدوين کي بنسټيزه ونډه واخستل ، تر هغه وروسته بيا ديوه علمي دسپلين په څير معرفي او خپله لاره يې روښانه کړل .
د نولسمي پيړۍ په لومړيو کلونو کي د مورخينو تر منځ دوو محوري طرحو پرا ختيا وموندله ، چي په حقيقت کي دا د مورخينو تر منځ د دوو سترو فکري جريانونه تمثيل وو . يو شمير مورخين په دي عقيده دي چي بشري تمدن واحده منشا لري او ديوې لرغوني مدني حوزي څخه را پيل شوېدۍ . اليوت سميت (Elio Smith) ګوردن چايلد (Gorden Cahild) تاينبې (Arnold Tainbe) او مورګان (Morgan) د همدې فکري لوري په سر سر کي پيژندل شويدي .
د خپريدني يا (Diffiusion) يو نامتو پلوي ګوردن چايلد د دې نظريې ملاتړ تر هغه سرحده وکړ چي هغه يې د نړۍ پر تاريخي افکارو تر لسګونو کالو پوري واکمنه او بريالۍ وځلول . نوموړي د مصر ، بين النهرين او سند مدنيتونه تر څيړني لاندي ونيول او د دې مدنيتونو تر منځ يې ورته او مشابه ټکي را برسيره کړل او په نتيجه کي يې د ټولو مدنيتون منشا د مصر څخه را پيل شوې اعلان کړل . چايلد د خپل نامتو اثر (( سير تاريخ )) تر عنوان لاندي خپله رايه برملا کړيده ، او په خاصه توګه (( د ښار اوښتون )) تر سر ليک لاندي يې د دې نظريې د پوره ثبوت هڅه کړيده . په دي تر تيب د چايلد او دهغه د نورو ملګرو نظريه چي د تاريخ د يوه مهم فکتور (( مکان ))په اړه مطرح وه تر زياتو زمانو پوري يې خپل حاکميت وساتۍ .
پخوا تر دې چي د (خپريدني) تر نوم لاندي يوه ټاکلې تاريخي تيوري تدوين شي ، په ختيځ کي زيات شمير مورخينو او ليکوالانو د مذ هبي تمايلاتو تر تاثير لاندي په يوه يا بل ډول د همدې تيورۍ ( خپريدني ) په محدوده کي عملي ګامونه پورته کړيدي . دا حقيقت د اسلامي نړۍ د پراختيا پر مهال او يا په بله وينا په منځنيو پيړيو کي پوره جوت دۍ . د هغه مهال په زياتو اثارو کي د يوې واحدي منشا څرک شته ، خاصتا په پخواني افغانستان کي زيات شمير مورخينو د خپل ليکل شوي تاريخ لومړنۍ فصل د انبيا ( عليهم ) څخه را پيل کړيدۍ . چي د بيلګي په توګه اخبار الطوال ( دينوري ) زين الاخبار ( عبدالحۍ ګرديزي ) تاريخ ګزيده ( احمد الله مستوفي ) تاريخ مرصع افضل خان خټک روضته الصفا ( ميرخواند ) تاريخ طبري ( جرير طبري ) تاريخ ګلستانه ( احمد ګلستانه ) تاريخ فرشته ، مطالع النوار ، او يو زيات شمير نور د همدې ډول اثارو څخه شميرلای شو چي د واحدي منشا مانا ځني اخستل کيدای شي .
د مورخينو دوهمه ډله هغه شمير پوهان دي چي د چاپير يال پر اصالت او د محيطي امکاناتو په رول متکي نطريه يې خپله کړيده . د دوۍ په نظر د مدنيتونو منشا يوه نه ده اود نړۍ مدنيتونو د يوه مدنيت څخه انکشاف نه دۍ کړۍ ، بلکي د هري سيمي د چاپيريال مطابق او د هغې سيمي د محيطي امکاناتو په محدوده کي ځانګړۍ مدنيت منځ ته راغلۍ او وده يې کړيده . خو دا شمير پوهان د مدنيتونو د خپلواک ايجاد تر څنګ د مدنيتونو تر منځ اړيکي هم ارزښتمني ګڼي جوليان استوارد ( Julian Ostward ) ميرمن بوسر اپ ( Ms. Buser Aupe ) کاسمينسکي ( Kazminisky) او يوشمير نور د دې نظريې د مخکښانو څخه شميرل کيږي .
جوليان استوارد په خپل يو اثر کي چي د ( فرهنګي بدلون پروسه ) تر سر ليک لاندي خپور شويدۍ ، په دې اړوند ليکي : د خپريدني پلويان د ټولنو پر مشابه او ورته ودي زور اچوي ، په داسي حال کي چي د لومړيو مدنيتونود پيژندلو معياري او معقوله لار د کلتوري اقليم ( Cultural Ecology ) څخه ګټه اخيستل دي . يوازي د همدې روش او متود په خپلولو او کارولود لومړنيو مدنيتونو د پيدايښت زمينې او د ودي لاري په رښتيني توګه پيژندلاي او تر لاسه کولای شو . د دې ډلي يو بل نامتو پلوي کاسمينسکي دي ، چي په خپل يو ه اثر کي ( د ارنولد تاينبې پر فلسفه انتقاد ) تر سر ليک لاندي يې خپور کړيدۍ ، ليکلي چي : لومړني مدنيتونه په بيلا بيلو سيمو او بيلا بيلو زمانو پوري اړه لري ، هر مدنيت ځانګړي او ټاکلي مميزات لري چي د همدې خاصو مميزاتو د لرلو په وجه ويلای شو ، دا مدنيت په خپلواک ډول منځ ته راغلۍ دۍ ، وده يې کړې او پيژندل شويدۍ . د دې نظريې پلويان د کلتوري ، جغرافيايې او ايکالوژيکي تاثيراتو ارزښتمندۍ ته زياته پاملرنه کوي .
په ختيځ کي د دې نظريې د پلويانو شمير زيات نه دۍ ، خو د کيفيت له مخي يې وزن او وړتيا په لوړو پوړيو کي ښودل شويده . ابن خلدون او البيروني او يو شمير نورو مورخينو بيله دې چي د تاريخ ليکني روش او ډول ته يې پام اړولۍ وي ، د تاريخي پيښو تصوير يې په يوه يا بل ډول داسي تر تيب شويدۍ چي افاده يې د مدنيتونو پر خپلواکۍ متکي دۍ خو د تاريخ ليکني دا تيوري چي پخواني مدنيتونو د خپل چاپير يال مطابق وده کړې ، د منځنۍ اسيا په هيوادونو کي ډير لږ پلويان درلودل . يوازي د شلمي پيړۍ په پيل کي يو شمير مورخينو د مدنيتونو د خپلواک منځ ته راتللو او ودې کولو ته پام وکړ . په افغانستان کي د دې ډلي مورخينو په سر کي علامه حبيبي او د تاريخ ټولني دوه تنه نور مورخين خدای بخښلۍ استاد احمد علي کهزاد او خدای بخښلۍ مير غلام محمد غبار وو . پههندوستان کي ه . ش . ډانګې او ، ب . ن . پوري په ايران کي عبدالحسين زرينکوب او حسن پيرنيا او په تاجکستان کي بابا جان غفوروف له دې ډلي مورخينو څخه شميرل کيږي .
د منځنۍ اسيا په هيوادونو کي د ياد شويو مورخينو له خوا ليکل شوي او خپاره شوي اثار د شهرت لوړو پوړيو ته رسيدلي دي ، تاريخ در ترازو د ښاغلي عبدالحسين زرين کوب تاريخ قديم ايران د حسن پيرنيا ليکنه هغه اثار دي چي په ايران کي دننه او بهر د پاملرني وړ ځای لري ، په هندوستان کي د هند تمدن ، هند د کوشانيانو تر واکمنۍ لاندي ، او هند د لومړي کمونيزم څخه تر مرئيتوب پوري چي په پر له پسې توګه د هندي مورخينو شيري واستوا ، ب . ن . پوري او ه . ش . ډانګې له خوا ليکل شويدي ، هم د هغو هندي نامتو اثارو په شمير کي راغلي چي د چاپيريال پر امکاناتو متکي دي ، په تاجکستان کي د بابا جان غفوروف ليکنه هم د همدې لړۍ يو بل اثر دۍ .
په افغانستان کي د علامه حبيبي د زياتو اثارو تر څنګ تاريخ قديم افغانستان او افغانستان در مسير تاريخ هم له هغو اثار څخه شميرل کيږي چي بنسټيږ اډانه يې د چاپيريال پر شتو او امکاناتو تکيه لري ، چي د مرحوم استاد احمد علي کهزاد او مرحوم مير غلام محمد غبار په زيار ليکل شويدي . د دې سترو مورخينو تر څنګ يوشمير نورو افغان مورخينو هم د علامه حبيبي پر قدم ګامونه پورته کړيدي اوداسي تاريخي اثار يې تدوين کړي چي د افغانستان په تاريخ او تاريخ ليکنه کي وياړلي ځايونه لري چي د ټولو را يادول په دې لنډه ليکنه کي شونې کار نه دۍ .
د علامه حبيبي د افغانستان لنډ تاريخ ، افغانستان بعد از اسلام ، د پښتو ادبياتو تاريخ ، سنګ بنشته ها و خطوط کهن افغانستان ، تاريخ مشروطيت در افغانستان ، کابل شاهان ، صفاريان او تر ۱۳۵ ټوکه زيات څيړنيز او بديع خپاره شوي اثار د افغانستان په تاريخ کي ارزښتمن او د شهرت لوړو پوړيو ته رسيدلي دي . حبيبي د يوه مبتکر او خلاق مورخ په توګه داسي تاريخي اثار تاليف او خپاره کړل چي عملا يې د مدنيتونو پر خپلواک منځ ته راتللو او د محيطي امکاناتو پر ارزښتمن تاثير ، د تائيد او ترجيح اثار ګڼلای شو . په دې برخه کي د تاريخ مختصر افغانستان څخه څو بيلګي په ګوته کوو او د دې ادعا دثبوت لپاره يې تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي کوو .
علامه پوهاند حبيبي د تاريخ افغانستان په لومړي ټوک کي د ويدي تمدن په اړه ليکي : (( در حدود ۱۴۰۰ ق . م . مدنيت باشکوه تحت عنوان ويدي در سرزمين افغانستان باستان حاکم بود ، که از کتب چهار ګانه ويدا ، ميتوان به وجوه ګونه ګون ان مدنيت پی برد . نامهای بعضي از اماکن ، قبايل و درياها در اين سرود ها امده و تاکنون باقی مانده است . کلمه پکتها( پښتون ) الينا ( مردم شمال لغمان ونورستان ) سند ( سيند ) کوبها ( کابل ) هيروتی ( دهراوت )و غيره را ميتوان ياد کرد . ))
د دې متن څخه په ډاګه کيږي چي ويدي مدنيت د افغانستان د لرغونو اوسيدنکو ځانګړې لاسته راوړنه ده ، چي د اړوندو سيمو يادونه يې جغرافيا يې محدوده ټاکي . حبيبي د همدې مدنيت د ټولنيز او سياسي جوړښت په اړه ليکي : (( خانواده ارين ها را کولا ( در زبان پښتو کهول ) ميګفتند و اساس زنده ګی اجتماعی ان جمعيت ها را تشکيل ميدادند که از ان عشاير به وجود مي امد و رئيسی به نام پتي داشت هنګاميکه چند کولا باهم جمع ميشدند ګرامه يا ويسه را تشکيل ميدادند . و مسکن شاهی را پور ميګفتند اين کلمات تاهنوز در اسما واماکن مشهود است . بګرام ، ميروېس ، شير پور وغيره ؛ رئيس خانواده پاتي معادل پدر کنونی رئيس عشيره را کوترا پتي ، رئيس ويا ملک قبيله را ګرام پاتی رئيس قريه را ويس پاتی و شاه را به نام راجان ياد مينمودند . همه ارين ها بالترتيب از مقام پدر و رئيس خانواده الی مقام شاه احترام ميګذاشتند . ))
علامه حبيبي د ويدي او اوستايې مدنيتونو تر منځ هم ځانګړتيا ته پام کړيدۍ ، او دا دوه مدنيتونه چي يو د راغلو اريايې قبيلو سره يوځای وده کړې او بل يې څه نا څه دوه سوه کاله وروسته په لرغوني افغانستان او په ځانګړي توګه بلخ کي پيل شوۍ ، داسي ليکي : (( در حدود ۱۲۰۰ قبل از ميلاد مدنيت اوستا يې که از لحاظ محتوا با مدنيت ويدي تفاوت داشت در سر زمين افغانستان شګوفان ګشت ، در اوستا امده است : يمه به اهورامزدا امر فرمود ، يک ( واره ) را ساخت که طول وعرض ان به اندازه يک اسپرس ( يک ميدان اسپ دوانی ) بود و در ان حيوانات و جانوران مانند ګسفند ، ګاو ، و مرغان وغيره را نګاه داشت وجای اب را هم به درازی يک هانه ( ميل ) کند ودر ان واره بازارها ، ګذرها وخانه ها را به ترتيب مخصوص ساخت ، ولی مردم عليل ، دروغ ګو ، و پيس را در ان شهر جای نداد. ))
هغه کلي حکم چي ټول مدنيتونه يوه ريښه لري ، عملا د علامه حبيبي په هغو ټولو تاريخ اثارو کي چي د افغانستان د تاريخ په اړه يې ليکلي دي ، له پامه ليري پريښودل شويدي . علامه حبيبي خپل نامتو اثر تاريخ مختصر افغانستان د منځني ختيځ څخه نه بلکي د منډيګګ څخه پيل کړيدۍ . دا پيل چي د پخواني معمولې دود څخه خلاف وو ، خو دومره موثر وو چي په ډيره لږ موده کي د پوره پاملرني وړ وګرځيد ، او د افغانستان ټولو لوستو او نالوستوافغانانو ته د هيواد د تاريځ د پيل حد څرګند شو او د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ خبره د هري علمي او سياسي غونډي تر ټولو منلی او معمولي وينا وګرځيدل او دا دۍ اوس د افغانانو تر منځ د يوې معقولي علمي مقولې په څير منل شوېده .
علامه حبيبي د تاريخ مختصر افغانستان په خپرولو سره په حقيقت کي د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ پر له پسې رښتنۍ مسير روښانه کړ . او د پنځه زره کلن اوږد زماني واټن ټولي پيښي يې په خپل خلاق استعداد ګام پرګام داسي وڅيړلې او ووډلې چي له يوې خوا يې د دې ليري زماني واټن يو ا حتی نيم کال هم پټ پرينښوداو له بلي خوا يې د هري ادعا د ثبوت لپاره مطمئن او باوري اسناد وړاندي کړل او په دې ترتيب يې د افغانستان تاريخ هويت او عظمت نړيوالو سياسي او علمي کړيو ته جوت کړ . لنډه دا چي د علامه حبيبي ځای او مقام د افغانستان په تاريخ کي هومره اوچت دۍ لکه د يو شمير سياسي نامتو څيرو او شخصيتونو چي د افغانستان په له سره جوړښت ، ساتلو او يا وده ورکولو په اړوند د درنښت وړدي ، که سياسيونو د افغانستان سياسي هويت ګټلۍ او ساتلۍ دۍ ، علامه پوهاند حبيبي د همدې هيواد تاريخي هويت تدوين او ثابت کړيدۍ .
يوه خاطره او د هيواد مورخينو ته د هغه يوه توصيه
خاطره
په ۱۳۶۱ لمريز کال د کوشاني پير په اړه پنځم نړيوال څيړنيز سيمنار د يونسکو په مرسته په کابل ښار کي داير شو . د سيمنار مرکزي موضوع د کوشاني امپراتورۍ سياسي سرحدونه او د هغو حدود او ثغور ، څرګندول وه . د دسيمينار د درې ورځنيو علمي غونډو په ترځ کي د کوشاني شاهانو د عقيدې او مذهب په اړه د برخه والو پوهانو ترمنځ مباحثه توده شوه . په سيمنار کي د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو نامتو پوهانو او څيړونکو ګډون درلود ، د بهرنيو پوهانو له ډلي څخه هندي نامتو مورخ پروفيسور ب . ن . پوري جاپاني څيړونکي پروفيسور کويا ما ، فرانسوي نامتو پوه پروفيسور فوسمن ، د پخواني شوروي نامتو څيړونکۍ و. ي . سريانيدي او د يو شمير نورو هيوادونو لکه تاجکستان ، ايران ، ايتاليا ، المان ، ترکيې ، انګلستان څخه زيات شمير پوهانو برخه درلوده .
زياتو څيړونکو او د سيمنار ګډونوالو د کوشاني پير او کوشاني پاچاهانو د مذهب او عقيدې په اړه خپله را يه څرګنده کړل ، لکه نن داسي مي ياد دي چي علامه حبيبي ته د رايې څرګندولو نوبت ورسيدۍ ، علامه حبيبي د دې سره سره چي د سپيږيريتوب بيلګي يې په اواز او څيره کي ښکاريدې ، د کوشاني دورې د مذهبي او عقيدتي نظام او روش په اړه يې په خپل ځانګړي او خلاق استدلا هر اړخيزه مالومات وړاندي کړل . د علامه حبيبي څرګندونو د سيمنار د برخه والو دومره پاملرنه ځان ته وګرځوله چي د حبيبي د بحث وروسته سمدلاسه ټولو برخه والو په يوه ږغ وړانديز وکړ چي د کوشاني څيړنو د راتلونکي نړيوال سيمينار عنوان دي د کوشاني پاچاهانو د مذهب او عقيدې جوتولو ته ځانګړۍ شي . همداسي وشول د سيمنار پريکړه ليک يونسکو ته د برخه والو وړانديز څرګند کړ او د يونسکو مرکزي دفتر له لوري هم دا وړانديز ومنل شو .
د کوشاني څيړنو د پينځم نړيوال سيمنار د وړانديز او د يونسکو د موافقې سره سم شپږم نړيوال سيمنار د کوشاني پاچاهانو د عقيدې تر سرليک لاندي په ۱۳۶۶ لمريز کال د کابل په ښار کي داير شو .له بده مر غه هغه مهال علامه حبيبي له دې دنيا رحلت کړۍ وو . او د سيمنار برخه وال يې د خپل حضور څخه محروم کړي وه ، خو د سيمنار د علمي غونډو په جريان کي د ټولو لوستل شويو مقالو څخه چي د کورنيو او بهرنيو څيړونکو له لوري ولوستل شوې ، د علامه حبيبي هغه مقاله چي د افغانستان د علومو اکاډمۍ د يوه تن غړي له خوا ولوستل شوه او هغه مقاله په ۱۳۵۹ لمريز کال د کوشاني څيړنو مجلې له خوا خپره شوې وه ، تر ټولو ښه مقاله او د سيمينار تر ټولو ښه تيزيس ومنل شو .
يوه توصيه : په افغانستان کي د کيڼ اوښتون د پيل سره ځيني ځانګړي اصطلاحات رايج شول ، او اوښتوبيانونو زور واخست ، له هرې خولې او له هر ځايه به د اوښتون خبره لومړۍ وه . هر وينا او خبره به د اوښتون په نوم پيل کيدل دا چي اوښتون ته يې څومره عقيده درلوده ؟ ايا دا ريښتينې و او که د ځينو ملاحظو پر بنسټ به يې د اوښتون اوښتون ويناوي کولې ؟ په هر صورت د ورځي د موډ خبره اوښتون ګرځيدلې وه .
په داسي يوه فضا کي د علومو اکاډمۍ له خوا يو سمپوزيم د ۱۳۵۹ لمريز کال په ورستيو کي داير شو . په سمپوزيم کي د هيواد نامتو پوهان او څيړونکي برخه وال وه د ګډون کونکو له ډلي څخه يو تن چي د کابل پوهنتون د تاريخ د څانګي د استاد په توګه يې دنده درلوده ، په بربنډو ادبياتو د(( تاريخ مختصر افغانستان )) په انتقاد پيل وکړ او د دې انتقاد منځنۍ ټکۍ داو چي دا تاريخ د طبقاتي لرليد او انقلابي ايديالوژۍ پر بنياد نه دۍ ليکل شوې ، ضروري ده چي يا مصادره شي او يا يې ليکوال د اصلاح لپاره کار وکړي . او په دي ډول يې خپله رايه په داسي شکل څرګندوله چي ګويا د حاکمي سياسي فضا ملاتړ ورسره شته .
علامه حبيبي د دې مسلې په اړه يو منلۍ او غوڅ دريځ وښود ، ويې ويل : که مورخ هيله لري چي د هيواد تاريخ وليکي ، بايد د هيواد تاريخ وليکي ، نه داچي د هيواد تاريخ تر نوم لاندي د يوه قشر ، يوې ډلي او يا يوه سياسي نظام تاريخ وليکي . علامه حبيبي زياته کړه چي : مهمه خبره داده چي د لومړنيو مدنيتونو د پيل څخه بيا تر اوسه سياسي واکمنانو د ټولني عمومي چاري پر مخ بيولي دي ، واکمنو به د خپل سياسي واک د پايښت لپاره يو مذهب يا بل مذهب ، يو دين او يا بل دين ځان ته غوره کاوه او هغه به يې د خپل حاکميت د دوام لپاره وسيله ګرځوله ، خو په دې تفاوت چي په اوسنيو پر مختللو ټولنو کي د ايزم خبره ده . زما رايه داده چي ټول خلک خاصتا مورخين بايد تر هر څه وړاندي خپل هيواد ته رښتنيني وي ، ځکه چي منحريف مورخ د خپلي ټولني لپاره د اوبا اپيدمي ده .
دندې
په ۱۳۰۷ کال د طلوع افغان اخبار مرستيال وټاکل شو . په کال ۱۳۱۰ ددغه اخبار مدير وټاکل شو . تر ۱۳۱۹ لمريز کاله پورې يې د طلوع افغان اخبار داونيزې جريدې په بڼه په ډيره ښه توګه وچلاوه، او دپښتو ادب لپاره يې روښانه خدمتونه وکړل . ورسته کابل ته راغۍ او د پښتو ټولنۍ مشر وټاکل شو ۱۳۲۰ دپوهنې وزارت د مشاور او په ۱۳۲۴ کال دکابل پوهنتون دادبياتو دپوهنځۍ دلمړني رييس په توګه وټاکل شو، ددغو دندو تر څنګ دپښتو ټولنې رييس او دپښتو ادبياتود تاريخ استاد هم وو . د ۱۳۲۶ لمريز کال راپدېخوا د سياست په ډګر کې په فعاليت بوخت شو ،او د ملي شوراداومې دورې وکالت ته راوکاږو. بيا د لسو کالو وروسته چې په چمن کې افغان وکيل التجاره شو، په ۱۳۴۰ لمريز کال هيواد ته راستون شو خپلو پوهنيزو او علمې چارو ته يې دوام ورکړه . په کال ۱۳۴۴ کې دکابل پوهنتون رئيس او ورسته تر دادبياتو د پوهنځۍ رئيس شو . په کال ۱۳۵۷ کې د علومو داکاډمې مشاور او په ۱۳۵۹ کال کې داطلاعاتو او کلتور وزارت د علمي مشاور په توګه دنده تر سره کړه. خدای بښلي حبيبي له سلو څخه زيات کتابونه ليکلي چې ۷۰ کتابونه يې په ايران ، پاکستان ، مصر او اورپاکې په پښتو ، دري ، عربي ، اردو ، انګليسې ژبو چاپ شوي دي . له ۶۰۰ څخه يې زياتې ادبي ، سياسي ، تاريخې او ټولنيزي مقالې او رسالې ليکلې دي. استاد حبيبې د هيواد بهر او ننه په ۳۶ نړيواله سمينارونو کې برخه اخيستې ده او د افغانستان د فرهنګې غنا لپاره يې نه ستړې کيدونکې هلې ځلي او کار کړی . استاد حبيبي د ۱۳۶۳ کال د ثور د مياشتې په نولسمه نيټه د کابل په ښار کې له دنيا سترګې پټې کړي او هملته خاوروته وسپارل شو. استاد حبيبي دري زامن لري چې اوس په امريکا کې ژوند کوي چې خوشحال حبيبي يې د پلار په لاره روان دی او دهغه ډير اثار يې په انګليسي ژبه ژباړليدي او خپاره شوي هم دي . لکه پټه خزانه ، سقوط شاهنشاهي افغان او د سليمان ماکو تذکره .دروانې مياشتې په ۳۱ د کندهار ښار په ښارکې دهغه دمړينې دشلم تلين په مناسبت يوه غونډه جوړه شوې وه چې په غونډه کې داستاد په نامه د کندهار پوهنتون کتابتون ونومول شو،اويووړانديز هم و شو چې د حبيبي په نامه يوواټ ونومول شې .داستاد حبيبي لاره ده تل پاته او د لارې د لارويانو قلم د شين وې. د علامه حبيبي د کلام يوه نمونه لوستونکو ته ډالۍ کوم.
لومړى پښتو اخبار ليكنه دده په لاس پيل سوه
دا اخبار د كندهار طلوع افغان و چې په ۱۳۰۰ل كې د ارواښاد مولوي صالح محمد هوتك (۱۳۳۹ل مړ) په لاس تاسيس سو. په لومړي سر كې يې په پاړسي او پښتو دواړو نشرات كول خو په ۱۳۱۰ل كې د علامه حبيبي مرحوم لـه خوا ټول په پښتو واړول سو او په دې ډول په هېواد كې د لومړني بشپړ پښتو اخبار تاداو كښېښوول سو.
د پښتو ادب تاريخليكنه ده پيل كړه
د پښتو ادب تاريخليكنې لومړۍگ خښته د علامه مرحوم په لاس په طلوع افغان كې د " تاريخچه شعر پشتو" تر نامه لاندي په ۱۳۱۴ل كال كښېښووله سوه. دا اثر يې په پاړسي ژبه ليكلى دى چې وروسته يې بيا د همدې موضوع په باب د " تاريخچه شعر پښتو" په دوام د پښتو ادبياتو تاريخ څلور ټوكه وليكل او لومړى ټوك يې د ۱۳۲۵ل كال ليكنه ده. ښاغلى سرمحقق زلمى هېوادمل ليكي چې " اُستاد حبيبي نه يوازې په افغانستان كې د پښتو ادبي تاريخليكنې بنسټ ايښوونكى دى بلكه د پښتنو په نورو فرهنګي حوزو لكه پېښور او كوټه كښې هم تر ده دمخه چا ادبي تاريخ ليكلو ته اقدام نه و كړى." ( افغاني شمله- ۸۴ مخ ) _ د پښتو ژبې لرغوني متون وار د واره په قلم په انتقادي توګه تهيه او خپاره سول. په دې برخه كې د علامه مرحوم لومړنى كار
( د خوشحال خان خټك مرغلري ) دي چې په ۱۳۱۷ل كال يې لـه كندهاره خپور كړ. او ورپسې يې د عبدالقادر خان خټك دېوان ( تله- ۱۳۱۷ل لـه كندهاره )، لوى احمدشاه بابا ( ۱۳۱۹ل
له كابله)، پټه خزانه (۱۳۲۳ل لـه كابله)، تذكرۍالاولياء ( لـه كابله)،
سواتنامه ( ۱۳۵۸ل لـه كابله) خپاره كړل. د پښتو آثارو د انتقادي متون د برابرولو په برخه كې د ځينو ختيځ پوهانو لـه خورو ورو كارونو څخه وروسته په منظم او پرله پېيلې توګه لومړى ګام د پښتنو په ټولو فرهنګي حوزو كې تر علامه مرحوم وړاندي چا نه دى كړى. _ د روښاني ادب سيسټماټيكه څېړنه په افغانستان كې اول وار ده پيل كړه. دا څېړنه د پښتو ادبياتو تاريخ لـه دوهم ټوك سره مله ده چې په ۱۳۴۲ل (۱۹۶۳ع) كې په كابل كې چاپ سوه. د روښاني غورځنـګ په باب د پښتونخوا يو بل فاضل حافظ محمدعبدالقدوس د خيرالبيان د لومړي چاپ (۱۹۶۷ع) په سريزه كې خورا ګټوره، عالمانه څېړنه كړې ده ( ۹۲مخه ) او ارواښاد مولانا عبدالقادر د همدې چاپ په پيل كې وايي چې " د خيرالبيان د دريافت نه څه زمانه مخكښې فاضل مولوي عبدالقدوس د بايزيد روښان په حقله د پښتو اكېډمۍ په مجله كښې ښه محققانه مضامين شايع كړي وو"، خو علامه حبيبي په افغانستان كې دا لومړى شخص دى چې د روښاني تحريك لـه ژورې مطالعې او څېړنې وروسته يې د دغه غورځنـګ سياسيتوب مدلل كړ. پخوا داسې فكر كېده او اوس هم يو شمېر كسان په دې عقيده دي چې روښاني غورځنـګ يوازي يو مذهبي تحريك و چې وروسته يې سياسي بڼه واخيستله. علامه مرحوم دا ثابته كړه چې دا تحريك لـه لويه سره سياسي و او پر يوه واحد مركز باندې د پښتنو د را غونډېدلو او لـه مغولو سره د هغوى د مبارزو د منسجمولو په نيامت پيل سوى و. _ د خوشحال پېژندني لومړۍ خښته دده په لاس كښېښووله سوه. د خوشحال خان خټك په باب ابتدايي خبري لـه سراج الاخبار څخه مولوي غلام محى الدين افغان پيل او ارواښاد امين الله خان زمريالي ورپسې په ۱۳۱۵ل كال تعقيب كړې. خو علامه حبيبي د خوشحال پېژندني تاداو په ۱۳۱۴ل كال په تاريخچه پښتو كې ايښى و او د ښاغلي سرمحقق هېوادمل صاحب د وينا لـه مخې " استاد دا كارونه په تاريخچه پښتو كې په ابتدايي ډول پيل كړل، د خوشحال مرغلرې او د عبدالقادر خټك دېوان په مقدمه كې يې پسې وپالل، په " تاريخچه سبكهاى اشعار پشتو، پښتانه شعراء لومړي ټوك، د پښتو ادبياتو تاريخ دويم جزء ( د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د دوهم صنف لـه پاره )،
د خوشحال د جهاندارۍ نظريه نومي اثر كې يې ورته انكشاف وركړ، د خوشحال د سواتنامې ( د ۱۳۵۸ل كال چاپ) د چاپ ته برابرولو او د خوشحال بابا درې سوم تلين لـه پاره د خوشحالپوهنې سره خپله مينه اثبات ته ورسوله
چاپ شوي آثار
1. شناخت انسان - 1367
2. افغانستان او سرحد : یوه تاریخی جائزه
3. سهم افغانستان در انتقال فرهنگ آسیای میانه - 1381
4. زبان دوهزار ساله افغانستان یا مادر زبان دری - 1342
5. تاریخ خط ونوشته های کهن افغانستان - 1350
6. دافغانستان تاریخی پېښلیک لمړئ ټوک
7. تاریخ خط و نوشته ها کهن افغانستان- 1377
8. درد دل و پیام عصر - 1379
9. د افغانستان لند تاریخ - 1378
10. تاریخ گویی به تعمیه در اشعار قدیم دری - 1360
11. تاریخ خط و نوشته های کهن افغانستان - 1350
12. جنبش مشروطیت در افغانستان
13. ظهیرالدین محمد بابر شاه
14. افغان او افغانستان
15. تاریخ افغانستان بعد از اسلام - 1363
16. افغان و افغانستان
17. در باره ترجمه
18. پښتو څوارلس سوه کاله پخوا - 2005
19. نگاه به سلامان وابسال جامی وسوابق آن
20. نسب و زاد گاه سید جمالدین افغانی
21. دافغانستان او پښتو د تاریخ نومورکی مورخین - 1359
22. د مشروطیت غورځنګ په افغانستان کې
23. پنجاه مقاله : دربارۀ جغرافیای تاریخی افغانستان
24. دمیا فقیرالله جلال ابادی پیڅند لیک - 1359
25. لوی احمد شاه بابا او دده ویناوی - 1319
26. د پښتو ادبیاتو تاریخ (لومړی او دویم ټوک)
د علامه عبدالحي حبيبي دمړيني شلمه کاليزه
علامه عبدالحی حبيبي د کندهار ښار د باميزو په يوه پوه پالونکې کورنۍ کې دمولوي حبيب الله کاکړکره چې په کندهاري څيړونکې مشهور و، د(۱۳۲۸ قمري )کال دربيع الثاني پر ۱۷ دپنجشنبې پر ورځ (ثور- ۱۲۸۹ )دې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. عبدالحی حبيبي ډير زردخپل پلار له سيورې څخه په ماشومتوب کې بې برخې شو.
کينډۍ:د شعر پای
علامه مرحوم لـه وړكيني څخه د علم او پوهي لېوال و. دده د وړكيني زمانه د اعليحضرت امير امان الله خان لـه روښانه دورې سره برابره وه او په دغه روښانه دوره كې چې كندهار ته هم د پوهې او معارف لمن اوږده سوه، ښوونځي او مكاتب جوړ سول. علامه يې لـه لومړنيوزده كوونكو څـخه و او پـه (۱۲۹۹ل) د كندهار په مكتب تجار كې شامل سو چې لـه فارغېدو وروسته يې (۱۳۰۴ل ) په پنځلس كلنۍ كې د كندهار په يوه لومړني ښوونځي كې د ښوونكي په توګه وظيفه وموندله. علامه مرحوم پر ښوونځي سربېره د خپلې كورنۍ په علمي محيط كې هم درس وايه او خپل د اكا زوىمولوي عبدالواسع اخندزاده شهيد (۱۳۰۸ل ) ته پر درس كښېنوست. علامه مرحوم وروسته ليكي " ... از پدر جز چند كتاب و كلكسيون هاى جرايد سراج الاخبار ( كابل ) و حبل المتين
( كلكته) و كتب مرحوم محمود طرزى مدير ( سراج الاخبار ) كه در كابل طبع شده بود چيزى دېر بارث نبردم. مثنوى مولوى بلخى و ديوان خواجه حافظ شيرازى و گلستان و بوستان شيخ سعدى از كتابهاى بود كه در همان سن طفوليت چشم من به آن آشنا شده بود. هڼاميكه در مكتب ابتدايى درس ميخواندم كتاب ابتدايى صرف و نحو عربى و رياضى و هيات و فقه و اصول فقه و منطق مير و مبادى بلاغت و عروض و قافيه را از عمزاده خود مرحوم مولوى عبدالواسع شيهد فراگرفتم... وى در تدريس راه خاص و اسلوب مستقيم و كوتاهى داشت و مرا در يكسال به مبادى آشنا ساخت." (ژوندون مجله. شماره اسد، ۱۳۶۱ش) علامه مرحوم د خپلو استادانو په لړ كې د مولوي ابو الوفا كندهاري ( ۱۹۷۵ مړ ) نوم اخلي او ليكي چې دغه مولوي مرحوم د دوى په كورني مسجد كې اوسېدى او ده ورڅخه " ادبيات او د قرات علم او هغه كتابونه و لوستل چې منتهيان يې لولي". علامه حبيبي مرحوم د احاديثو په علم كې مولوي عبدالواسع او مولوي ابوالوفا دواړه د ځـان اسـتادان بـولي. ( هماغه مجله ) دغه راز د خپل ژوند پـه وروستي اثر " جنبش مشروطيت در افغانستان" كې ارواښاد شهيد عبدالرحمٰن خان لودين هم په خپلو استادانو كې شمېري (جنبش مشروطيت... ۶۵مخ- چاپ ۱۹۹۹) دغه راز يې په استادانو كې د حجت الاسلام شيخ محمدطاهر كندهاري نوم هم ياد سوى دى. ( افغاني شمه- ۵۵ مخ ) لـه خپلو استادانو څخه د درس لوستلو تر څنـګ يې د كابل د نويو ښوونځيو مضامين لكه جغرافيا و طبيعيات و حساب او نور هم مطالعه كول، دى ليكي " در همين هڼام كه درپيچ و خم صغرى و كبرى منطق و اشكال اقليدس و جازولا يجوز در حجرات مساجد و مدارس قديم سرگردان بودم. جغرافيا و طبيعيات و حساب مكاتب جديد كابل را هم مطالعه كردم و سراج الاخبار و جبل المتين را ميخواندم، بالاخره از كاوه و ايرانشهر و ارمغان و ا لهلال سودها بردمى و حظها اندوختمى..." (هماغه مجله)
علامه مرحوم په ۱۷ كلنۍ كې (۱۳۰۶ل ) د طلوع افغان جريدې د مرستيال په توګه و ټاكل سو او څلور كاله وروسته د هماغې جريدې مديرۍ ته ورسېد. په همدغه وخت كې يې انګرېزي او اُردو ژبې تر يوې اندازې زده كړلې، دومره چې ددغو دواړو ژبو كتابونه په و لوستلاى سي. ( علامه مرحوم په اُردو ژبه د ترجمې صلاحيت درلود او د ( چهار مقاله بر فردوسى و شاهنامه) نومى كتاب يې لـه اُردو څخه په پارسي ژباړلى دى. دا كتاب د هندوستان پښتانه پروفيسر مرحوم محمودخان شېراني په اُردو ليكلى او زموږ لوى اُستاد هغه په پارسي اړولى دى. پارسي ترجمه يې د لوى اُستاد لـه سريزې او تحشيې سره د بيهقي د كتاب خپرولو موْسسې لـه خوا په ۱۳۵۵ ل كال په كابل كې خپره سوې ده) اُستاد ليكي چې د تاريخي څېړنې او پلټنې روش يې لـه
(Combridge history of india) او جرجي زيدان او شبلي نعماني او سيد سليمان ندوي په شان د مصري او هندي فاضلانو لـه ليكنو څخه او د برلين لـه كاوه جريدې او د علامه محمد قزويني لـه ارزښتناكو آثارو څخه زده كړى دى. ( هماغه مجله )
علامه مرحوم نهه كاله د طلوع افغان اخبار په پښتو ژبه وچلاوه. په دغه نهه كلنه موده كې اُستاد د پښتو ژبې او ادب پر ډګر پاخه بنسټونه كښېښوول چې وروسته به پر و ږغېږو. په ۱۳۱۹ل كال چې په كابل كې پښتو ټولنه تاسيس سوه. علامه حبيبي مرحوم يې د رئيس په توګه و ټاكل سو او پر څنـګ يې د مطبوعاتو د مستقل رياست د مرستيالۍ وظيفه هم پر غاړه اخيستې وه. يو كال وروسته د معارفو په وزارت كې د مشاور (سلاكار) په توګه و ټاكل سو او درې كاله وروسته يې په هېواد كې د لومړي ځل لـه پاره د ادبياتو پوهنځي تاسيس كړ (۱۳۲۳ل ) چې په پوهنځي كې يې د پښتو د ادبياتو د تاريخ تدريس په خپله كاوه. دوه كاله وروسته كندهار ته د معارفو د رئيس په توګه ولېږل سو (۱۳۲۵ل). پر ۱۳۲۶ل كال لـه علمي او فرهنګي وظيفو څخه ګوښه كړه سو او په چمنكې د افغاني سوداګرو د " وكيل التجاره" په توګه يې كار پيل كړ. پر ۱۳۲۷ل د كندهار خلكو په غيابت كې د هېواد پارلمان ( د ملي شورا اوومي دورې ) ته د خپل نماينده په توګه وټاكه ( د ښاغليعبدالرحيم هاتف د خولې خبره ده چې وايي " هغه وخت يوازي په كابل كښې انتخابات په صندوق او كاغذ او پټو عامه رايو وسوه نور چېري خصوصًا په كندهار كښې د مشرانو په مجمع كښې د يوه كاغذ پر مخ به هر چا خپل نظر امضا كاوه. هغه پاڼه به د وثيقې ضميمه مركز ته استول كېدله. كله چې حاجي اختر محمدخان باركزي خپل لاسليك كاوه تر هغه وړاندي يې د تائيد په غرض هغه بيت چې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په ستاينه كښې ويل سوى و، وكيښ چي وايي : " من چه گويم وصف آن عاليجناب- نيست پيغمبر ولى دارد كتاب" ( افغاني شمله- ۶۴مخ) حاجي اختر محمد خان باركزي د كندهار يو معزز سپين ږيرى و. د ده په نامه يو جامع مسجد هم سته ) درې كاله يې د هېواد په ملي شورا كې لـه نورو ملي مبارزينو سره څنـګ پر څنـګ په هېواد كې د عدالت او مساوات لـه پاره فعاليت وكړ او د همدغو مبارزو لـه امله په ۱۳۳۰ل كال لـه هېواد څخه وتلو ته مجبور كړه سو. لس كاله يې په پاكستان كې د هجرت ترخې شپې تېرې كړې " ښاغلياجمل خټك د علامه مرحوم پر قبر څو تاريخي خبرې وكړې چې زه (هوتك) يې شاهد وم. ده وويل چې " دا موقع نه بيا ماته ميلاوېږي او نه يې تاسي موندلې شئ... فكر وكړئ د افغانستان لـه حكمرانانو نه خپه راغلى و د پاكستان حكمرانانو ورته د سرو او سپينو فرشونه جوړول، دده په وياړ يې جشن جوړ كړ لېكن تاريخ ګواه دى، د پېښور مددخان جومات ګواه دى، د پېښور محب وطن ولسونه ګواه دي چې حكومت زور وكړ چې دده په خوله يو لفظ د افغانستان خلاف وباسي. ده د افغانستان پر ضد يو لفظ هم د خولې نه ونه يوست. زه يې ګواه يم، زه ورسره سكرټر وم د حكومت لـه خوا ورسره موْظف وم ده ويلي وو چې ما سره دى ولېږئ نو هم هلته يې ده ته هر څه وركول. خو ده د خپلې خاورې او خپل قوم خلاف يوه خبره ونه كړه. دا يو بېل باب دى. پر دې بندي سو، په دې ووهل سو، په دې و رټل سو خو هغه يې ونه كړه." ( افغاني شمله- ۱۳۲- ۱۳۳مخونه). پر ۱۳۴۱ل كال بېرته هېواد ته راستون سو او خپلو علمي او تحقيقي فعاليتونو ته يې دوام وركړ. په ۱۳۴۴ل كال يې د كابل پوهنتون لـه خوا د پوهاندۍ عليم رتبه تر لاسه كړه. ورپسې د انجمن تاريخ د موْسسې رئيس وټاكل سو (۱۳۴۵ل ) تر دې وروسته يې د صدرات د فرهنګي سلاكار او وروسته د اطلاعاتو او كلتور وزارت د فرهنګي مشاور په توګه وظايف درلودل او دغې وظيفې يې تر مړينې ادامه وموندله.
علامه مرحوم د خپل څه دپاسه نيمه پېړۍ فرهنګي فعاليت په ترڅ كې خورا ډېرې نوښتګرې هڅې كړې دي. په معاصر فرهنګي ډګر كې تر ټولو زيات پر كار عالـم و. د ګوتو د ستړيا كلمه يې د ژوند په قاموس كې نه وه او د همدغې پركارۍ محصول يې دده تر قد واوښت. كله چې د مرګ پر بستر پروت و او معالج ډاكټر ورته د بشپړ استراحت، لږ خوراك، لږ حركت او لږ مطالعې توصيه كوله، ده په ځواب كې ورته ويلي وه " ... آخر حضرت ملك الموت ته په انتظار كښېنم؟... په رښتيا چې د ملك الموت پذيرايي سخته ده." ( د اُستاد ياد- د مقالو مجموعه- ۱۹۵مخ كابل- ۱۳۶۴ل) وايي چې علامه مرحوم تر وفات يوه ورځ مخكې يو عربي شعر په پښتو ترجمه كړ. علامه مرحوم په نړيواله سطح يو پېژندل سوى عالـم و. د يونسكو د نړيوالې موْسسې نښان يې د كور پر دروازه نصب سوى و چې دا وياړ د هېواد د بل پوه په برخه نه و. علامه حبيبي مرحوم د پښتو او پاړسي فرهنـګ دغه لاندي برخې د لومړي ځل لـه پاره پيل كړې دي :
ليکوال : پوهنوال رسول باوري