اجمل خټک (۱۵ د سېپتمبر، ۱۹۲۵ ز.ک - ۷ د فبروري، ۲۰۱۰ ز.ک) (په انګرېزي: Ajmal Khattak) د پښتو ژبې يو تکړه ليکوال، شاعر او سياسي څېره وه. نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ فعاله سياسي غړی او د پاکستان د ولسي جرګې غړی هم پاتې شوی.
اجمل خټک په ۱۵ د سېپتمبر په اکوړه خټک کې زېږېدلی ؤ. له ماشومتوب نه د خان عبدالغفار خان له شخصيت نه متاثره شوی ؤ او چې کله ۱۷ کلن شو نو په فعاله توګه يې د هند د پرېښودلو د غورځنګ غړيتوب ترلاسه کړ. هغه مهال دی د پېښور د ګورنمنټ هاي سکول زده کوونکی ؤ، خو خپل زده کړې همداسې نيمګړې پرېښودلې او د همدې سياسي غورځنګ غړيتوب ته ولاړ. دا د هغه سياسي ښکېلتابه پيل ؤ چې تر پينځو لسيزو پورې يې فعاليت وکړ او په همدې وخت کې يې د خپل ادبي او زده کړو په پرمختګ کې هم د درد نه ډکې لمحې په زندانونو کې تېرې کړلې. که څه هم چې نوموړي د پېښور پوهنتون نه په پارسۍ کې ماسټري اخيستې، خو هغه په پښتو ادب کې د ځانګړو نوښتونو لاره هم هواره کړې. او پښتو ادب يې د انګرېزي ادبياتو سره وتاړه، او په همدې توګه يې د پښتو ادبياتو د يوه پرمختلونکي شاعر نوم هم خپل کړ.
زده کړې
تر اتم ټولگي پورې ېې پخپل کلي کې زده کړې وکړې اوبيا دپيښور عالى ښوونځي ته ورغي . داچي اجمل خټک په ځينوسېاسی چاروکې فعال ښکيل وونوپدې تور چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي له ښوونځي نه وايستل شو.
خوله پوهې سره مينې دى غلى نه کړاوپه شخصي توگه يي لوست ووايه او عربى ، پښتو او فارسي ىې ولوستل ، انگريزي ژبه يي زده کړه اوپوهنتون ته يې دازموينې په ورکولو پيل وکړ.
خوله ازموينې يي راويست او زندان ته يي وردننه کړ. ده په زندان کې هم لوست وايه اوله همغه ځايه يي ازموينې ورکړې ځکه يوازې دازموينې په ورځ يي اجازه ورکوله چې له زندانه ازموينې ته ورشي اوبيرته به يې زندان ته راوست.
له زندان نه وروسته ښاغلى خټک دپيښورپوهنتون ته بريالى شو. بيا يي ونيواوداځل يي دمچ مشهور زندان ته بوت خو بيا ېې هم لوستونه مخکې وړل اوله همغه ځايه يې دفلسفې اوارواپوهنې ازموينه ورکړه .
له ١٩٤٢ز نه تر١٩٤٤ز کال پورې ېې سياسي فعاليت کاوه اوله ستونزوسره هم ډيرمخامخ وو خوپه ١٩٤٧ ز کال کې پاکستان جوړشواوددوى ستونزې دپخواپه پرتله په کمېدوشوې. دنشنل عوامي گوند منشي پاتې شوى دى.
د ښوونکي دنده يې ترسره کړې ده او په پېښور راډيوکې يې هم کارکاوه پروگرامونه به يې ليکل.خودژوند ډېره برخه يي لکينې ته ځانگړې کړې ده .اجمل خټک مشهورشاعر اوليکوال دى .
چاپ شوي آثار
تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي .
- پښتو ادب کى تاريخ(اردو)
- پښتانۀ شعراء(پښتو)
- ژوند او فن(پښتو)
- د غيرت چيغه (پښتو)[1]
- کچکول(پښتو)
- باتور(پښتو)
- دا زۀ پاګل ووم(پښتو)
- دوخت چغه(پښتو)
- ګلونه تکلونه(پښتو)
10. ګل پرهر( پښتو)
11. سرې غونچې(پښتو)
12. ځنډ وخنډ(پښتو)
13. عالمي ادب وخوشحال خان خټک(اردو)
14. جلا وطن کى شاعري(اردو)
15. افغان ننګ(پښتو)
16. دژوند چغه(پښتو)
17. قيصه زما دادبى ژوند(پښتو)
په دې وروستيو کالونو کې چې روغتيايي حالت يي هم ښه نه ؤ نو د يوه نوى کتاب په ليکلو بوخت ؤ چې د خپل ژوند لوړې ژورې پکې راغونډې کړي. نوموړي دا نيت هم درلود چې په دې کتاب کې دا وليکې چې ولې افغانستان ته تللي وو او شل کاله يي هلته ولې ژوند وکړ، د خپلو ليدنو کتنو په اړه يې خاطرې هم ليکلي او همداراز يې کتاب ته د ترخه وختونه او خواږه يادونه نوم ورغوره کړى ؤ.