اختره !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ع.شريف زاد
چيرې چې د ژوند تورې تيارې په تورو طوفانونو کې حاکمې دي.
چيرې چې هغه ناوړه صحنې، وژنې، ورکې بربنډې په سيمه کې شاملې دى.
چيرې چې زړونه له ډاره او وېرې څخه د امن لپاره کړيدلي دي
چيرې چې د علم او فرهنګ، پوهې او خپلواکۍ هنګامې را سپړيدلې دي

چيرې چې دغه جهان په وړو فکرونو کوچنى شوى او ټوکيدلې دى.
چيرې چې د حقيقت ، راستي، مېړانې، شجاعت ښېګڼې او نارينتوب له غلامي نه جلاشوې دى.
چيرې چې بشپړې نتيجې، کوششونه او تلاشونه د مطلب ځاى ته رسيدلي دي

اختره، رښتيا !ستا د خوښۍ او ښه راغلاست په انتظار کې دي ؟
هلته خو نور ذهنونه او دماغونه له سازش، فسق او فساد نه لري شوى دي
هلته چې توفيق او انساني ژوند د فردوس او ازاد جهان په خوښۍ کې راويښ شوي دي
نو ا ختره تا هم داټول يتيمان ، خوار غريب ، ليرې او نژدې خلک هم په بشپړه توګه کتلي دي.
چيرې چې د مظلوم مخ ناوړه څپېړې په مخ خوړلي دي او چيرې چې تا هم داسې پيښه وار په وار ، سيمه پر سيمه ليدلې ده. هغه ميندې چې سهار مازيګر په خپل ماشوم پسې کړيدلې .
اختره ! داڅه حال دى چې په ځان د افغان دې دلته هر فرعون هرڅه کړي دى دلته د سازش ، چمونو، بدبختيو، لانجو او کشالوډير بې حسابه بې انصافۍ کړى دى.
اختره ! دا انسان صحيح نه دى ، په لاره د خداى فصيح نه دى ، داګونګ د زمانې دى دا وژونکې د هرې پديدې دى دا خوړونکى، افسونکى، وژونکى د هرې سالمې برنامې او کاشانې دى
دلته ورته استعمار او استعباد ځاله جوړه کړې دلته ورته هر د لال توره تياره د هر ما ښام جوړه کړې
نور دلته زړونه ساړه دى او د هيلو شمعې په بشپړه توګه خاموشې دى، خپلواکي، په نوم دموکراسي، زورواکي او هراړخيزه لانجې يو شان شوى دي. دلته انسانيت په مادى شيانو پلورل کيږي او بس.

په درناوي