ع. شريف زاد
اختره ستا پيغام،ستا راتګ او ستا غږ مې په زړه کې خپور شو. هره لحظه ، هره ګړۍ او شيبه دې ،دلته زما په ژوند کې د پسرلي د ګل په شان لکه په زړه کې ټکور شو. ستا خوښۍ په هرکور، کلي او ښار کې څومره سوز لري، لکه د سهار شبنم په پاکو او رڼو څا څکو کې مسکا په هر لور لري. دادي ستا ښکلي مخ ته نوره ښکلا ورکوي او ستا پاکو هيلو ته په هر کو ګل
په تا وياړي تا ستايي او ستا د خوښۍ برکت د خير او فلاح په لارو کې څېړى.
اختره ستړې مه شې ، تاته په انتظار ومه ،په خير راغلې په راتلو دې برکت شه! زمونږ ښې هيلې او تاوده سلامونه د هيواد لرو او برو ته يوسه ، هغو ته يي يوسه چې ټولي هيلې ېېي د تل لپاره تر پښو لاندې شوى او هغه ونازوه کوم چې ستا په راتګ کې ويره لري او د هيلو کاروان او ارمان هغه ار مان چې ته هم هغه مداوا کولاى شې .او تاته د زړه له کومې ښه راغلاست وايم. ته او س زمونږ ميلمه يي او کوربه به ستا خيال ساتي دلته هر زړه تاته په نڅا دى ، هره هيله او هلته هرڅوک ستا په ياد دى. واړه زاړه، ځوانان او پيغلې ستا د معنوي پاکو هيلو په ارمان دى هسې نه چې يواځې نا اګاه دي.
اختره بختوره! بشپړه او معتبره ستا لپاره مې نکريزي په لاس کړى ، زما په ياد دي هغه څه چې ستا په باره کې ما اوريدلى. ګوره ! ما نوې جامې، نوې ګاڼې( سره او سپين) مې په تن کړى ، ستا شپې ورځې مې په بيدارى نمانځلي نو دامې ستا لپاره سوغات ګڼلي. کوم چې له مور او پلاره زمونږ فرهنګ کې را پاتې شوى. اختره ستا د خوښۍ دومره شور دى چې هريتيم ، خوار او غريب هم په کې مسرور دى. ستا خوښۍ ، شوراو ځوګ په هر لور دى، هر قوم او قبيلې ته بشپړ اوسمسور دى. ستا نيکمر غۍ مجهوليت او معما توب نه مني ستا فضا رنګينه ده هيڅ ډول جهالت نه مني. ستا وياړنه د نړۍ په هره سيمه او ټا ټوبي کې افراط،
تفريط او په ځانګړې توګه نفرت او وير نه مني. اختره ستا څيره مصنوعي نه ده او ستا را تګ جعلي نه ده،دلته ستا پالنه په تنهايي نه ده. پټه د هر چا له ديدنه ده.نيکمرغه کوچنى اختر مو مبارک شه!
په ډيره درناوى