دولسي جرګې ((يوه))پرځاى پرېکړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رفيع الله روشن
دپاکستان له خاورې دافغانستان په کونړ ولايت ددوکلونو راپدېخوامسلسلو توغنديو ورولو وروسته دلومړي ځل لپاره تېره اونۍ ددې هېواد(پاکستان)ځينوچارواکيوداومنله چې په رښتياهم کوم توغندي په افغانستان راشړل کېږي ددوى دپوځيانو لخواکېږي،حال داچې تر دې مهاله يې په کراتو کراتو داخبره ردکړې وه، چې ددوى لخواپرموږ ډزې کېږي،خوهغوى لاهم دانده منلې
چې دوى په افغانستان هسې دې خاورې باندې دتېري او ترپولې اوسرحد را اوښتو په موخه دغه بريدونه کوي،بلکې دوى وايي چې دافغانستان دکونړ له ګڼو ځنګلونو  ددوى پر پوځيانو اوامنيتى پوستودافغاني طالبانو لخوا بريدونه کېږي چې په مقابل کې يې دوى ځوابيه فيرونه کوي،اوددې هرڅه عامل اوسنى ټوکېدلى ملافضل الله يادوي.
کونړ دهېواد هغه ولايت دى چې ډېرى برخه غرونه يې په شنو ځنګلونوپوښلي دي،اودادوهم کال دى چې دپاکستان له خاورې پرې هره ورځ لسګونه اوسلګونه ړندې مرمۍ توغول کېږي، چې له ځان سره ځاني اومالي زيانونه لري،هرځل ددې ولايت بېچاره او بې واکه والي مرکزي دولت ته ژړلي،ددې ولايت مېشتوولسونو ژړلي  اوخپلوځانونولپاره يې ورڅخه په خپله ځولۍ کې دخير غوښتنه کړې ده ،داچې دهغوى اواز نور چا وانه ورېد او ستوني يې وچ شول،مجبور شول چې ولسي پاڅون وکړي،همغه وو چې ګواښ يې کړ چې که داځل هم څوک يې اواز وانه وري نوبيابه دوى پخپله دځان دفاع وکړي هغه که په تش لاس هم وي، اوهره څه چې پېښېږي پړه اومسؤوليت به يې ددولت پرغاړه وي، خودوى به له ځانه دفاع کوي.
مګر بياهم کله چې ددوى اواز چاوانه ورېد اوددغو بريدنوپه مقابل کې دافغانستان ددفاع اوکورنيوچارو وزارتونو هېڅ اقدام ونکړ، اونه يې هم دکونړ دبې دفاع خلکوپه زخمونو پټۍ ولګولې بلکې لايې پرې مالګې وشيندلې،دتېرې يکشنبې په ورځ ولسي جرګې دازړه وکړ چې ددې دواړو وزارتونو وزيران يې داستېضاح لپاره وروغوښتل   اوترډېرولانجو اوشخړو وروسته درايې اچونې لپاره صندوقونه کېښودل شول چې په  پايله کې ددفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ ٧٠اودکورنيوچارو وزيربسم الله محمدى د٩٠رايوپه خپلولوپه دې ونه توانېدل چې بياهم پردې مهمو اوکليدې څوکيوپاتې شي اوسلب اعتماد شول،که څه هم دوى دواړو دځان ددفاع په خاطر ډېرې هلې ځلې وکړې،له دې اوبوڅخه دپورې وتوپه خاطر يې ډېرو ځګونوته لاسونه ور وغځول مګر کومه مرسته يې ورسره ونکړه،داځکه چې دوى لاتراوسه له چاسره کومه مرسته نده کړې.
دمجلس په پاى کې دولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي له ولسمشر څخه دنورو دوه وزيرانو دمعرفي کېدو غوښتنه وکړه،ترڅو درايې ورکولولپاره جرګې ته وروپېژندل شي.
کله چې دوى دواړه سلب اعتماد شول، خبره دولسمشر فيصلې ته پاتې شوه،په سبايې ولسمشر هم دولسي جرګې پرېکړه تائيد اوپرځاى يې وبلله،خو عجيبه مداري توب يې وکړ،هغه داچې شړل شوي او واک ورڅخه اخستل شوي وزيران بېرته دنووڅهرو دمعرفي کېدو پرځاى سرپرست وزيران وټاکل.
چې دکرزي په دې کار يوځل بيا  دولس،شنونکيو  او ولسي جرګې غوسې راوپارولې اوغوښتنه يې وکړه چې بايد ولسمشر داسې ونکړي ،ولسي جرګې  داسې پرېکړه وکړه چې ولسمشر ته به رسمي ليک واستوي ترڅو دولسي جرګې پرېکړې او اساسي قانون ته په احترام سره خپله پرېکړه بدله اوژرترژره نوي وزيران معرفي کړي.
کله چې ددفاع پخواني وزير عبدالرحيم وردګ دخلکو غبرګونونه وليدل نو يوه کنفرانس ته دويناپه وخت يې له دې سرپرستۍ څخه هم استعفا ورکړه اوله کرزي څخه يې وغوښتل چې ژر يې استعفا ومني،مګر بسم الله خان بياهم لکه دوښو دمار پشان پخپل ځاى منجوله ووهله اودڅوشپو دتېرولو لپاره يې داځاى مناسب وباله.