استاد ګل پاچا الفت

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
استاد ګل پاچا الفت د شعر او ادب په اسمان کې يو ځلاند ستوری دی . د هغه په ژوندانه کې ، د هغه ډيرې ديني ، ادبي ، اجتماعي ، انتقادي ، علمي او څېړنيزې مقالې او کتابونه چاپ شوي دي . د هغه تر مړينې وروسته د هغه يو شمير ناچاپ اثار هم چاپ شوو او ځينې چاپ شوي کتابونه يی بيا او بيا چاپ شول . مرحوم استاد ګل پاچا الفت
د ميرسيد پاچا زوي د سيدفقير پاچا لمسی په خټه سيد پښتون او په ١٢٨٧ هشمسي کال د لغمان د عزيز خان په کڅ کې زيږيدلی دی ٠
زده کړې
علمي تحصيلات يې په غيررسمي مدرسو کې کړي او د خپل وخت متداول علوم لکه صرف ، نحو ، منطق ، فقه ، تفسير ، حديث، معانياوبيانيې ئی د ننګرهار او کابل له مشهورو استاځانو څخه لوستی دی.
دندې
په ١٣١٤ کال کې د انيس د ورځپاڼې په اداره کې د کاتب په حيث مقرر شو، په ١٣١٥ کال کې د هغه وخت د انجمن ادبي ( چې بيا پښتو ټولنه شوه ) د تاليف او ترجمي په څانګه کې غړی شو چې (زيری) اخبار يې هم چلاوه٠ په ١٣١٨ کال کې د پښتو ټولنې د صحافت د مديريت مرستيال شو٠ په ١٣١٩ کال کې د پښتو ټولنې د لغاتو او قواعدو د څانګې مدير شو ٠ په ١٣٢٠ کال کې د اصلاح د ورځپاڼې د پښتو مشاور شو او پر همدغه کال د پښتو ټولنې لوي مبصر او د کابل د مجلی چلوونکي وټاکل شو٠ په ١٣٢٥ کال کې د ننګرهار د اتحاد مشرقي د جريدې مدير شو ٠ په ١٣٢٧ کال کې د ننګرهار د قبايلو مدير شو او په ١٣٢٨ کال کې د جلال اباد د خلکو له خوا د ملي شوری په ٧ مه دوره کې په وکالت وټاکل شو چې بيا په ملي شوری کې دوهم معين هم شو٠ په ١٣٣١ کال کې د لغمان د قرغيو د خلکو لخوا د ملي شوری د ٨ مې دورې استازی وټاکل شو ٠ په ١٣٣٥ کال کې په لومړي رتبه د پښتو ټولنې مشر وټاکل شو او پر دې سر بيره د ادبياتو په پوهنځي کې د پښتو ژبې استاد هم و ٠
د پښتو د ادب د اسمان ستوری
ښاغلي (( محصل)) د اباسين د مجلې ليکوال د ارواښاد الفت پر ادبي ژوند داسي ليکلي دي : الفت د پښتو ادب يو ځلاند ستوری دی ، که د پښتو ادب نن ورځ يو غوره ليکوال او شاعر لري نو هغه به الفت وي ٠
الفت صاحب د پښتو ژبې په ليکوالو او اديبانو کې ډير لوړ مقام لري او د استاذی منزلت ته رسيدلي وو ٠ په نثر او نظم کې يې استادانه قلم درلود او په دري کې يې هم ښه نثر ليکه او د نظم استعداد هم ورسره وو٠ په عربي کې يې هم کله کله مقالې ليکلې دي ٠
ارواښاد استاد الفت د پښتو ادب ځلاند ستوری دی ٠ دده شعر ډير سليس ، روان ، خوږ او په عين حال کې له نوښته ډک دي ٠ ډير نازک او نوي خيالات په زړو ساده الفاظو کې ځايوي او ډيرو زړو او له نظره لويدلو مضامينو ته نوي خوند او رنګ ورکوي ٠ په نظم او نثر کې د پوره استدلال خاوند دی ٠ په تيره بيا د ده اشعاراو د نثر خوږې ټوټې له هره حيثه زړه وړونکي دي ٠ په تيره بيا چې په دې ټوټو کې ټولنيز دردونه په ښو اغيزناکو الفاظو بيانوي ٠ په دې ترتيب د ښاغلي الفت په نثر او نظم کې نوښت ، استدلال او انتقادی روح په خورا ساده عباراتو کې ځليږي چې دا د ښاغلي الفت د استاذي نښه بلل کيږی ٠ مرحوم الفت په ټولنيز ژوند کې يو مخي خوش خلقي ، متين او په عين حال کې د ورين تندي خاوندؤ ، مجلس يې ډير خوږ او خبرې يې د مزاحيه روح لرونکي وي چې ځيني ټوکې يې د خلکو په خولو کې جاري دي او ځينې خپرې شوې هم دي ٠
ځانګړي وړتوبونه


استاد ګل پاچا الفت
استاد الفت د خپلې ذهني او فکري پوهې له مخکې د کائيناتو په رمزونو او رازونو پوه و او د انسان د پيدايښت او د هغه د ژوند په باب يې خورا مينه لرله ٠ ارواښاد استاد الفت د ژوند پر کيفيت او جوهر ټينګار کاوه ٠ دی داسي وايي که څوک غواړي چې د خلقت او فکرت په رمزونو او اسرارو پوه شي او په يوه شنه پاڼه کې د معرفت دفتر وګوري ، خپل عقل، شعور او احساس دې پر کار واجوي او د زړه سترګې دې وغړوي ٠ په يوه لاره ډير خلک تيريږي ، خو يو نيم پکې چيرته يوه ښکلې مرغلره پيداکړي چې د چا له اميله پريوتي او په خاورو کې پرته ده ٠
ارواښاد استاد الفت بل ځای داسي وايي د انسان په وجود کې دوه شيان ډير غزيز معلوميږي چې يوه ته زړه او بل ته دماغ وايي ٠ له دماغ نه علم او فلسفه پيدا شوه ، زړه نه شعر او ادب، ارواښاد الفت ډير کتابونه ليکلي دي ٠ کله د کابل او د مشرقي اتحاد مدير و ، کله په شورا کې وو او کله د کابل دپښتو ټولنې مشر٠
خو مونږ د الفت شخصيت په نورو صفاتو پيژنو ، دی يو ډير دقيق او ستر صنعت کار دی ، د الفت هنر په پښتو نثر او نظم کې ښکاري او ځانته يو ځانګړي طرز لري ٠ د الفت نثر هم شعر دی او نظم يې هم شعر دي ٠ کوم وخت يې چې پر نثر څه ليکلي ، نو د فطرت ډير نازک او واړه دقايق ويني ؟ او څرګندوي يې د انسان د ټولنيز ژوند ډيرې ښيګڼې په داسي ژبه بيانوي چې لوستونکي دده استدلال په ښه ډول قانع کوي ٠ د الفت په نثر او نظم کې کوم فلسفې يا تاريخي استدلال نشته خو د فطرت له هره ګوټه داسي دلايل او براهين راباسي چې تر هر رنګ منطقې استدلال ښه او ټينګ وي ٠ د ده هند هم دا دی چې ځانته د استدلال ځانګړي لاره لري او د ژوند عادي پيښې هره يوه دده دپاره د شعر يوه غوره موضوع وي ٠ کله کله د الفت نثر تر نظم خوږوي ، خلک وايي چې نظم پييل دی او يو ناظم مرغلرې پييلي ٠
د الفت آثار
شعري ټولګې
1.    د الفت خبرې
2.    غوره اشعار
3.    د زړه وينا
نثري آثار
1.    لغوي څېړنه
2.    عالي افکار
3.    پښتو کلی - پنځم ټوک
4.    د آزادۍ پيغام
5.    منطق
6.    ښه لمسون
7.    د موفقيت لار (ژباړه)
8.    غوره نثرونه
9.    ليکوالي، املا او انشاء
10.    اجتماعي نظريات
11.    بله ډيوه
12.    څه ليکل يا ليک پوهه
13.    ادبي بحثونه
14.    نوی سبک او نوی ادب
15.    لوړ خيالونه او ژور فکرونه
16.    اسلام او د اسلام نقش د فرد او جامعې په جوړولو کې
17.    د الفت نثري کليات
18.    نوی څرک يا نوې رڼا
19.    پښتو سندرې
20.    ترجمه منظوم عالي افکار
21.    د ټولنې علم
22.    څه ګورم او څه اورم
23.    بېلابېلې ليکنې او مقالې
د شعر يوه بېلګه