شيخ بيټنی (ح(

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د پښتنو په لرغونو اوسېدنځايونو کې يوه ډېره مشهوره تاريخي سيمه د سليمان د غرونو لمنې دي. دغه دسليمان غرونه په ځينو کتابونو او تاريخي اثارو کې د (کسې غره) په نامه  هم راغلي دي .
دکسې د غره په لمنو کې د روزل شويو شاعرانو په ډله کې ترټولو معلوم پخوانی سړی شيخ بېټنی دی،چې دژوند زمانه يې د دريمې هجري  پيړۍ شااو خوا ټاکل کېدای شي او کېدای شي د (350 هه) کال په شااوخوا کې مړ وي .
دشيخ بيټني يو مناجات سليمان ماکو په تذکرة الاولياء کې راوړی دی. چې د پښتو د زړو اشعارو په لړ کې ډېر مهم شعر دی .
د شيخ بيټني مناجات دادی :
لويه خدايه، لويه خدايه           ستاپه مينه په هر ځايه
غرولاړ دی درناوي  کې          ټوله ژوي  په زاري کې
دلته دي د غرو لمنې              زموږ کېږدۍ دي په کې پلنې
دا وګړي ډېر کړې خدايه
لويه خدايه، لويه خدايه
دلته لږ زموږ اور بل دی        ووړ کوګی دی ووړ بورجل دی
مينه ستاکې موږ مېشته يو       بل دچا په مله تله نه يو
هسک او مځکه نغښته ستاده      دمــــــــــــړو وده لـــــــه تــا ده
داپالنه ستاده خدايه
لويه خدايه، لويه خدايه