لیکوال : احمدالله رحمانی
۲۱-۵-۱۳۹۱
کوم وخت چی شوروی اتحاد له منځه ولاړ د تاجکستان د پامیر په غرونو کښی یو خونړی بحران را منځ ته شو. کوم وخت چی په کال ۱۹۹۷ کښی د سولی قرارداد امضأ شو ، نړی پدی فکر کی سوه چه دا بحران حل شو . اما اوس د افغانستان او تاجکستان پر سرحد باندی جګړی پیل شوی چی ممکن بیا به یو لوی بحران را منځ ته کړی او نتیجه به یی کورنی جګړی وی .
ددی بحران علت څه دی ؟
د تاجکستان د پامیر په غرونوکښی اسماعیلی مذهبه شیه ګان اوسیږی چی مشر یی په پاکستان کی اغا خان دی او دا قبیله ځان په نورو تاجک قومونو پوری مربوط نه بولی . د شوروی د حکومت په وختونو کښی ودی قبیلی ته په خاص سترګه کتل کیده او د تاجکستان په مرکزی حکومت کی یی پوره اختیارات په لاس کښی درلودل . کوم وخت چه شوروی له منځه ولاړ، د تاجکستان په مرکزی حکومت کښی د پامیر اوسیدونکی له ستونزو سره مخامخ شول . د تاجکستان نورو اوسیدونکو اسماعیلی شیعه ګان ردول او نه یی غوښتل چه دوی نور په مرکزی حکومت کی زیات اختیارات ولری ، چی دا وضع د پامیر اوسیدونکو رد کړه او کورنی جګړی پیل شوی . د تاجکستان جنګیالانو د پامیر شيعه ګان تر هغه اندازی تر تعقیب لاندی راوستل چی موټرونه او سرویسونه به یی کنترلول . چا چی به د تاجکی ژبی مخصوص اصطلاحات زده نه وه او یا به یی د تاجک د ماشومانو بعضی غزلی زده نه وی او یا به نه په پوهیدل ، هغه به یی د موټره کښته کړه او ځای پر ځای به یی پانسی کړه . دی حالت د پامیر شيعه ګان مجبوره کړه چی د تاجکستان له هره ګوټه د پامیر وغرونو ته وتښتی . په کال ۱۹۹۷ کښی مرکزی حکومت د پامیر اوسیدونکوته منطقوی او سیاسی اختیارات ور ومنل او د هغوی سره یی د سولی قرار داد امضأ کړ ، چی په دی ترتیب په تاجکستان کښی کورنی جګړی پای ته ورسیدی .
د هغی نيټی نه چی په تاجکستان کښی جنګ پای ته رسیدلی دی بیا تر اوس مهاله د پامیر اوسیدونکو د تریاکو او یاقوت قاچاق ته زیاته وده ورکړیده چی ددی لاری نه زیات عواید تر لاسه کوی . د تاجکستان حکومت وایی دا کسان چی داسی قاچاق مخ ته بیایی ، جنایتکاران دی او باید له منځه ولاړ شی . د جاری کال د جولای د میاشتی پر ۲۴ نیټه د تاجکستان جمهورریس اما علی عبدالرحمن د خاروع ښار ته څه د پاسه ۲۰۰۰ عسکر ولیږل چی هلته قاچاقبران یا ونیسی او یا یی له منځه یوسی . خونړی جګړی پیل شوی چی په پایله کښی یی ۳۰ د پامیر جنګیالان او ۱۷ تاجکی عسکرو ژوند له لاسه ورکړ او زیات شمیر پامیری جنګیالان د حکومتی ځواکونو له خوا ونیول شول . د تاجکستان د حکومت په حواله په دی نیول شوو کسانو کښی زیات شمیر افغانی جنګیالان هم شامل وه . د پامیر اوسیدونکی وایی مرکزی حکومت غواړی زموږ نسل له منځه یوسی . مرکزی حکومت وایی ، موږ غواړو قاچاقبران او جنایتکاران له منځه یوسو . امریکا او ناټو دا کورنی جګړی په ډیره خواشینی څاری ، دا ځکه چی په کال ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کی د ناټو د ځواکونو زيات شمیرد افغانستان نه دوتلو په وخت کښی ددی لاری نه تیریږی . د پامیر په غرونو کښی څه د پاسه دوسوه زره نفوس ژوند کوی . دوی ټوله د تاجکستان حکومت ته غاړه نه ایږدی او ځانونه په اغاخان پوری تړلی بولی .
اغاخان د پامیر اسماعیلیانو ته د دوهم پیغمبر حيثیت لری . کوم وخت چی په کال ۲۰۰۴ کی کورنی جګړی خپل اوج ته ورسیدی او د پامیر پر اوسیدونکو د خوراکی توکوکمی راغله ، اغاخان د غرونو له لاری و خپلو پیرویانو ته په پامیر کی خوراکی مواد ورسول او هغوی یی د لوږی د مرګ نه وژغورل . د هغی نيټی بیا تر اوسه دپامیر اسماعیلیان اغاخان ته ددویم پیغامبر په سترګه ګوری . پدا اوسنی کړکیچن حالت هغوی بیا دا امید لری چی له دوی سره به اغاخان مرسته وکړی .
د تاجکستان جمهورریس امام علی عبدالرحمن په نظر کی وه چی پر ټول تاجکستان د پامیر په شمول قبضه ولګوی . اما د خاروع د ښار جنګونوهغه ته ور وښودل چی دی به د لوی مشکل سره مخامخ شی . له بله پلوه د ۹۰ کلونو په کورنیو جګړو کښی د پامیر اوسیدونکو خپلی جګړی د افغانستان د پامیر له غرونو نه مخ ته بیولی . اوس که بیا داسی جګړی زور واخلی امکانات یی زیات موجود دی چی د افغانستان جنګیالان به د هغوی سره ملګرتیا وکړی او جنګ به د افغانستان له خاوری نه تاجکستان ته صادر شی چه دا کار نه افغانستان غواړی ، نه امریکا ، نه روسیه او نه ناټو.
المان