تیرپسې...۱۲ برخه قومی لښکر او د احمدزیو شورای د حصارک له تصفیې وروسته چي د حاجی دین محمد پلرنی کلې ده ، د نیول شوو اموالو د انتقال لپاره یو تعداد کسان همدلته او جګدلک کې پریږدی او باقی نور یي شپه په شپه بیرته سروبی ته ځان رسوی او له رسیدو سره سم قومندان عزت الله ورځې او د وریښمین تنګې د تصفیه په اړه مشوره کوی
خو په دی اړوند خپله د حاجی شمالی ورور حاجی منجې داسی واي: زه له عزت الله سره په همدی شپو او ورځو کې اشنا شوم ډیر حلیم صفته انسان و او په نرمه لهجه يي خبری کولی او ورو ورو به یي په ژیره(ږیره) کې د لاس ګوتی د ګمنزی په څیر تیرولی:لیکوال: بده ورځ هم بده وی حاجی منجی يي دی ته اړ کړی و چي هر څه په مینه سره و څارې) د قومندان عزت لهجه عربانو ته ورته وه او ٌصٌ به یي ډیر ښه تلفظ کاوُ،عزت الله د حزب اسلامی هغو قومندانانو ته مخ ورواړاوُ چي د احمدزیو د شورای په نامه د حزب دننه یادیدل او وی ویل: که ما خپل کالی ویستلی واي او خداینخواسته په سروبی کې لوڅ ګرځیدلی نو یوازی زه به شرمیدلی واي خو متاسفانه اوس مې د ځان په ځای ټول قوم و شرماوُ او ملامت هم نه و ځکه جګړه پری وتپل شوه او څه مجاهدین یي هم ووژل شول،کلی او کور يي الوتکو بمبارد کړ او په راکټونو وویشتل شو او مهمه یي لا دا وه چي په قوم کې هم راڅخه جدا و،اصلا دده تشویش له دی څخه و چې شخصې دښمنانو سره یي پخوانی زخم تازه شه او که هغوی په پوره ډول مات نشې نو دا په اینده کي دده لپاره ستونزمنه وه،نوموړی خپل اعتراضات مجلس ته په ډاګه کړل چې دده له ملګرو سره د توپچې همکاری کمه ده خو په مقابل کې چمن ورته وویل چې اوس خو له ټولو خواوُ ډاډه یوو او یوازی تنګې پاتی دی بس یوی جګړی ته ضرورت لری ،عزت الله ورته وویل ښه نو اوس مو د صبا لپاره پیلان څه دی؟ قومندان قلم ورته وویل صبا ټول ستا سره یوو او یس یوه ورځ کار دی نور هر څه ختم دی داچي زرداد د احمدزیو د شورای د نظامې مسوُل وو هغه اطمینان ورکړ چې زه به همدا اوس توپچې او د زرهدارو کنډک ته پوره اکمالات وکړم او موږ به هم له تعرضیانو سره یوځای ځو خو عزت الله ورته وویل ته توپچې سره اوسه زه او دا نور وروڼه به مخکې لاړ شو د چمن یو تن سرګروپ اصیل خان معروف خیل ته وظیفه وسپارل شوه چې ته به له څلویښتو کسانو سره د سروبی د بند برق د ښیې لاس خوا په لوړه څوکه تعرض کوی چې د شورای نظار د انور جګدلک او حاجې شهزاده کسان پکې و او له همدی لوړ غره څخه يي خپلی توپچي ته کوردینات ورکول او زمونږ د قومې لښکر او دحزب اسلامی کسان يي ویشتل او که حزب په جنګ کې نه واي داخیل شوی نو دا جنګ زموږ له وسې وتلی خبره وه،دا ډیره درنده کیسه وه شمالی ووژل شو،دننګرهار شورای ،مولوی خالص ،مسعود، سیاف ، حکمتیار او........ډیر پکې راګډ شول
. ددی صحنې یو بل عینې شاهد تورن جعفر واي: یادونه: تورن جعفر د حصارک د ولسوالی معروف خیل ده د اسلامې اتحاد قومندان و او د میدان ښار او پغمان تر منځ کوتل کې په لومړی لیکه کط پروت و او د استاد ربانې له دولت یي دفاع کوله خو د قومندان چمن په واسطه او ارتباط يي ددولت او یا له استاد سیاف سره خیانت وکړ او د شپې له مخې یي د تورن امان الله کسان په خبلو سنګرونو کې ځای په ځاي کړل او خپله میدان ولایت ته لاړو او له هغه ځایه چهاراسیاب ته خو د وعدی او پروتوکول سره سم بې وسلی نه شوو او له چمن سره په شجاعت غند کی تنظیم کړای شو دادی قومندان جعفر د خوله خبری دی:
صبا سهار هم ارام و او خال خال ډزه کیده خو د مازیګر وروسته دسروبی په فضا کې یو ځل بیا د مسکو او چین وسلی وغړمبیدی او د سروبی سیمه د یوی دردناکې جګړی شاهده وه خو د ماښام په راتلو سره د سروبی په بند کې د اسمان په طرف رنګینی مرمې د هوا په لور جګیدلی او مخابیرو کې زیری او مبارکې ورکول کیدی او د ننګرهار شوراي او د مولوی خالص د ګوند وروستی هیله هم ورماته شوه چې د ننګرهار د ساتلو لپاره یي ورپسې د خپل قدرت بقا تړلی وه، قوتونه د وریښمین تنګې د استهکام پُل تر ساحیې ورسیدل چي د سروبی ولسوالی اخری حد ده او له هغي ور اه خوا د لغمان ولایت حدود شروع کیږی،صباه سهار مشران په تنګې وګرځیدل چکر يي وواهه په منا سبو ځایونو کې يي پوستې جوړ کړی او اوس يي د جلال اباد نیول په مخ کې پراته و.