د مولوی خالص ډله د تور او سپین په څیره کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ملا وحید
تیر پسې...یولسمه ۱۱ برخه
د استاد ربانی ددولت وسلوالو ځواکونو د احمدشاه مسعود په مشری د تګاب له خوا په سروبی پراخ یرغل پیل کړ چې د جیټ الوتکو او هلیکوپترو بیساری همکاری ورسره مل وه او په سروبی کې يي د حزب اسلامی سنګرونه تر بمبارد لاندی نیولی وو دولتي قواو د نغلو بند ته په دوه کیلومتری په اندازه د شینکې په نامه له اخری کلی راتیرشوی وو
خو د حکمتیار پلوی قواوی په دی سیمه کې ایله بیله په دی وتوانیدی چی ددولتی قواوو نور پرمختګ ډب کړی باید ووایم چی ددولتی قواو د بیساری پرمختګ راز په دی کی وو چي له یوه طرف دا حمله ډیره ناڅاپی وه او له بل طرفه د حزب قومندانان د جګدلک،تهزین،لته بند،ماهیپر او وریښمین  تنګې په خوا مصروف وو اوبله طرف دوی دا تصور هم نه کاوً چې په کابل کې حاکم نظام به یوازی په هوای بریدونو اکتفا ونکړی بلکه د ننګرهار د شورای سره به د زمینی یرغل په برخه کې هم ملګرتیا و کړی چی په سر کی يي د مولوی خالص تنظیم قرار درلود، د شینکې په غونډیو کی ددولتی قواوی له باغو راووتی او په لوڅ میدان کی یوه خوا په سیمی کې نابلدی اوبل طرف د حزب اسلامی په واک کی د سروبی حاکم نقاط ددی سبب شول چي د احمدشاه مسعود پیاده قواوو باندی د توپچې قوی بطریه استعمال کړی او  دی ته يي اړ کړل چي بیرته شاتګ وکړی او د انارو ګنو باغونو کې پناه واخلی.په داسی حال کی چی داغاجان او ظابط عمرګل له سنګرونو د بی ایم یوو ۱ او بی ایم ۱۲ په واسطه د حزب مرکزونه ویشتل کیده او خبریالانو له سروبی داسی رپورټ خپور کړ: دادی موږ په یوه تپه ولاړ یوو او په خپلو سترګو وینو چی د زرداد مرکز کې ددرنو وسلو مرمی لګیږی او همدا اوس موږ له قومندان زرداد سره مرکه لرو کله چی دی وخت کی زرداد رارسیږی نو خپله د هغه اخری ماډل سیلوری لانډکروزر جیلب ته ناست دی چی د وخت ریس جمهور استاد ربانی په جاپان کی ځان ته څلور دانی په فرمایش جوړ کړی وو او بیا له هغه ځایه عربی امارات او بیا کراچی ته او له هغه ځایه پیښور او بیا کابل ته په لاره وو چی د حزب اسلامی اطلاعاتو او امنیت ریاست مشر وحید الله سباوون ددغه ښکاره وظیفه زرداد او چمن ته ور وسپارله او دنر غوندی پکی ګرځیدل خو په دی لانډکروزرو کی یوه میاشت وروسته دوه دانی قاضی محمد امین وقاد ته ورکړل شول او قاضی امین یوه دانه شخصی پک اپ موټر هم زرداد ته ورکړ، او له قومندان سره د زمان خان په نوم یو ساتونکی  دی چي په قواره ،باډی او لباس کې له قومندان غټ،مظبوط او لوکس دی او روسی قلکوف ماشینګڼه ورسره ده د یوی تپی په سر یي د ژورنالیستانو ته هرکلی وویل.

خبریالان په بیړه د قومندان باډیګارد ته لاس ورکوی او غربیانو د عادتونو سره سم ورته خوله چینګوی خو باډی ګارد په خندا سره قومندان ته لاس نیسۍ قومندان صاحب زرداد دادی ټول په زوره زوره خندا کوی بیا خبریال وای قومندان صاحب زرداد موږ په هوا غوښتي خو خدای په ځمکه راکړی
خبریال پوښتنه کوی چی دادی موږ په سترګو ګورو چي ستا په قرارګاه کې د توپونو مرمی لګیږی او ته د حزب اسلامی قومندان يي نو ولی ستا قرارګاه په راکټونو ولي؟ قومندان په ځواب کی ورته واي ددی دلیل دادی چي حاجی شمالی زما د ماما اوهم می د ترور ځوی دی اوپه همدی دلیل دوی له ننګرهار دلته راغلی او په ما یي جنګ شروع کړی  او دولت هم ددوی ملاتړ کوی او هغه د نغلو له ډیم پوری سیمه ګوری هغي ته شینکی وای دولت تر هغه ځایه رارسیدلی دی او قومندان ددی په ځاي چی لاپی او باټی ووهی په بیپرواي سره اقرار کوی او وای چي تګاب يي مکمل رانه ونیوو خو موږ هم په پیلان جوړولو مصروف یوو که د خدای رضاُ وه غاښونه به یي ووځې.او خبریالان په نږدی پوسته کی له قومندان سره تازه انګور نوشې جان کوی او د کابل په طرف رخصتیږي،دکابل ددولت دغه حمله حکمتیار دی ته اړ کوی چي  ځواب ورته ووايي د قومندانانو شورای راغواړی او انجنیر فیض محمد ته امر کوی چي د کابل په غرب کی ددښمن مښوکه په خاورو که او حاجی کشمیر خان په حربی پوهنتون او مرکز تعلیمی برید کوی له دی سره سم د انجنیر فیض محمد چی د جهادوال فرقه قومندان و مخکې تګ کوی او همهاله په میدان ولایت کي تورن امان الله په مشری د ضرب مومین فرقه د پغمان په خوا د کمپنی کوتل په خوا حرکت پیل کوی نو له دی سره سم ددولت قواوی دی ته اړ کیږی چي په تګاب کی شاتګ وکړی او د کابل ددفاع لپاره استاد سیاف خپل افراد پغمان ته انتقالوی او مسعود خپل قطعات د حربی پوهنتون سیمی ته بیايي او د ماهیپر له خوا د حرکت مولوی صدیق الله او د سیاف ملارازق او قومندان امیر د کوه ساپی او مولوی منان د مولوی خالص هم نااومیده کیږی او د حمله په ځاي دفاع مظبوطوی له دی بدلون سره د تګاب قومندانان خپلی سیمی بیرته نیسي او وسایل هم په لاس ورځی او د احمدزیو دشورای قومندانان او قومی لښکر د حصارک په لور حرکت کوی له هغه ځایه د حاجی قدیر د تره ځوی حاجی داود له ولسوالی تیښته کوی او هر څه ترینه پاتی کیږی وسایل،مهمات،وسلی او موټر يي سره ویشل کیږی او دده کلا ته قومی لښکر له خوا اور وراچول کیږی او د زمان په مشری جنګیالی د اشپان په ډاګ(دشته) کی توری دوړی کوی او د جلال اباد په لوری تښتی او وروسته ورپسي د بی ایم ۲۱ څلویښت میله دستګاه  ډزی ورباندی ور کوی او دجګدلک او حصارک طرف مکمل تصفیه کیږی.

نور بیا
ملا وحید..