تیر پسي.......لسمه ۱۰ بر خه
ډیره عجیبه ده دادی چي حاجی دین محمد دلته د کتاب لوستونکو ته یو ړوند تصویر مخي ته کوی خو دا نه واضع کوی چي ولی او په کوم دلیل حکمتیار دی ته اړ شو چي خالص خالی سلاح کړی؟ یاده دی وی چی حاجی دین محمد په داسي وخت کي دا کتاب خپور کړی چي همدا يي وخت و او دداسي کتابونو او لیکنو لړي په بدل کی
.دا لس کاله کیږی چي دا د امتیاز تر لاسه کولو لنډه لار ایجاد شوي چی د ا مریکایانو له مزاج سره سمي لیکنی وکړي او هغوی ته وښيۍ چي زما او ستا دښمن مشترک دی او په دی سره ځان ورته نږدی او محبوب کړي، د مولوی خالص معاون هم د سروبی د جګړی په هکله خپل نظر داسی لیکلی چي ګواکی د ګلبدین ملګرو په دوی حمله کړی نه موږ خو برعکس د جنګ د هغی فتنی لړی او سلسله وه چي د د همدوی تنظیم او د همدوی د کورنی د پراخی ونډی په درلوردو سره د قومندان شمالی له وژلو راولاړه شوه او تر سروبی،کاپیسا،میدان ښار او د کابل تر غرب وغځیده او په لسګونو بیګناه خلک پکی ووژل شول.حاجی دین محمد په ناپوهی سره هغه راز بیا هم بربنډوي چی نوموړی یي دا کوشش کړی چی خپل تنظیم داسي وښیي چي رهبر يي هم داسی خالص و لکه د بیري ګبیني(شات) او هم مو پریکړی نیکی او صالح وی او هم ملی او پرځايي وی او د حکمتیار د کسانو تر څنګ د کوچیانو یادونه هم کوي خو دا نه وای چی د حکمتیار ملګری څوک او کوچیان څوک؟ او ولی دواړه بیل بیل قوت ښيي او څنګه او د کوم ګډ هدف له مخی دواړو په ګډه د خالص په قومندانانو حمله وکړه؟ زه وایم حقیقت دادی چی که د مولوی خالص قومندانانو او تنظیم د ننګرهار له قتلونو وروسته د سروبی د نیولو او یا د زرداد،قلم،چمن او حسن خان کړوخیل د خالی سلاح کولو خوبونه نه واي لیدلی او هغه طرف ته یي خپل وسلوال نه واي مارش کړی ممکن دننګرهار مسله د قومونو په منځګړیتوب حل شوی واي. له کوچیانو يي مطلب د احمدزیو قومی لښکر دی چی د شمالی له وژلو وروسته د خپل ځان د ګټلو په موخه راوتلی وو.
د تهزین له خوا د مولوی خالص ځواکونه د تهزین او سروبی تر منځ پراته خوړ کی تر سخت برید لاندی راغلل څه وسایل هم تری پاتی شول او شاتګ ته اړشول خو د احمدزیو قومی لښکر تر تعقیب لاندی ونیول او د تهزین تنګي او په لته بند کی د زمرک لیوا یي هم تری تصفیه کړه خو د میا محمد اغا او قومندان ارسلا خروټي مراکزو ته ځکه څه ونه ویل چي هغوی په جګړه کی برخه وانخیسته او بل طرف حکمتیار داحمدزیو قومی لشکر ته دزرداد،قلم،چمن او حسن خان په زریعه خبرداری ورکړی و چی ددی خلکو خالی سلاح کیدل د حزب اسلامی د خفګان با عث کیدای شي نو هیچا هم ورسره غرض ونکړ خو حاجی دین محمد چی د هغوی په هکله څه ادعا کړی بلکل بیبنسټه دی او هغوی خپل مراکز تقریبا یو کال وروسته په خپله تخلیه کړل او د مولوی صاحب تره خیل زوی حاجی حمد الله ته يي وسپارل په دی ارتباط به په راتلونکی کی څه ولیکم همدا ډول په سروبی کي د زرداد د غنډ تر څنګ د خالص د ګوند یو بل قومندان مرکز هم و چي حاجی خیالی نومیده خو هغه هم خالی سلاح نکړاي شو ایا حاجی دین محمد او یا ددوی ګوند کومه توجیه ورته لرلی شي چی ولی چا ورته څه ونه ویل؟
را به شو په دی هکله د زرداد د یو سرګوپ امین جان خبرو ته.
د حاجي خیالی د خالی سلاح کیدو سره زرداد کلک مخالفت وکړ او دلیل یي هم دا ښودو چی حاجی خیالی زما ګاونډی دی او دوهم دلیل يي دا و چي د ازره یو قومی مشر حاجی شاتو خان نومیده هغه هم د حاجی خیالی ننګه وکړه ځکه د پاکستان په کوهاټ کیمپ کی دواړه اوسیدل او له یو اوبل ته یي اخلاص درلود.زما داسی په یاد دی لکه دا اوس چی تا سره ناست یم په هغه جنګ کي به زرداد،حاجی فاروقی،حاجی منجی او حاجی خان او نور مشران د غرمی د خوب لپاره د حاجی خیالی مرکز ته تلل او بله داچي د مسعود الوتکو په سروبی ډیر زیات بمبارد کولو نو دوی به هملته زیګي په نامه سیمه کی غونډی کولی چي د خیالی مرکز پکی و او دی مشرانو سره به ساتونکی وسلوال هم نه وول
نور بیا
ملا وحید