سلام خان
ولسي جرګې د شنبې په ورځ د ملي دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ، او د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، په هیواد کې د وروستیو ناامنیو، پر افغان خاوره د پاکستان د توغندیو د بریدونو، په امنیتي سکتور کې د ادارې فساد او په دغو وزارتونو کې د قومي او ګوندي اړیکو پر بنسټ د ګمارنو له امله سلب اعتماد کړل
په غونډه کې ټول ۲۲۸ وکیلان حاضر ول چې له دې ډلې څخه د ملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ ته ۱۴۶ رد، ۷۲ تاییدي، پنځه باطلې او څلور سپینې رايې ورکړل شوې. په همدې توګه د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، ته ۱۲۶ رد، ۹۰ تاییدي، اووه سپینې او پنځه باطلې رایې ورکړل شوې.
کتوونکي د ولسي جرګې د دغی پریکړې په اړه چې دوه وزیران یې سلب اعتماد کړل، بیلابیل نظرونه لري
ځینې داسې فکر کوي، چې که ولسي جرګه خپلې جدي څارنې ته همداسې دوام ورکړي، نو دا به نور وزیران متوجه کړي، تر څو په خپله دنده کې له جدي پاملرنې کار واخلي یو شمېر افغان کارپوهان بیا وایي، چی د ولسي جرګې په روانې دورې کې دا لومړی ځل دی چې دغه په یوه بې سارې پریکړه کې دوه مهم وزیران سلب صلاحیت کويد دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سلب صلاحیت کول به نورو ټولو هغو چارواکو ته هم درس شي؛ چې په خپله دنده کې له ناغیړۍ څخه کار اخلي له دې سره به د افغانستان چارواکي او وزیران داسې درس واخلي؛ چې دا چوکۍ تر ابده پورې نه دي، دا چوکۍ په دې پورې هم اړه لري، چې که ولس درنه ناراضه وو، کار دې نه وو کړی او پارلمان درنه خوښ نه وو نو کیدای شي چې چوکې دې له لاسه ورکړې او ولسی جرګی په دی پریکړې سره دحکومت دځارنی په برخه کی خپل جدیت وښود بالاخره سره له دې چې پارلمان ستونزې لري خو یوه دیموکراتیکه لوبه یې چې نن ولوبوله ددې لامله شوه چې قوي وزیران د اعتماد رایه وانخلي تل باید له هغو کسانو چی هغوی زمونږ مسولین دی او دمهمو پوستونو خاوندان دی باید دا پوښتنی تری وشې .
مخکی تر دی په ځینو مواردو کې جمهور ري ریاست د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو د صلب اعتماد کولو پریکړې رد کړي او هغه یې غیر قانوني بللي ،خو داځل د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو د صلب اعتماد کولو د پریکړې به باب د جمهوري ریاست د ارګ ماڼۍ ویلي دی، چی جمهور رئیس به په دې اړه د یکشنبې په ورځ خپل تصمیم ونیسي خو ګومان نه کېږي چې ولسمشر کرزی به د تېر ځل په شان دا دوه وزیران د ډېر وخت لپاره د سرپرستو وزیرانو په توګه وساتي که ځه هم لوېدیځې رسنۍ وايي چې دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردک د امریکا لپاره د ډېر باور وړ وزیر و،ولی د ولسي جرګې غړیو پر دفاع وزیر د کونړ د حملو په وړاندې د اقدام نه کولو د انتقاد ترڅنګ دا نیوکه هم کړې چې د ملي اردو په لیکو کې یې قومي او تنظیمي تضادونه له منځه نه دي وړي او د ځینو متعصبو قومندانانو او افسرانو د ناوړه چلند له کبله د جنوبي سیمو عسکر او د ټیټې رتبې افسران مجبورېږي چې خدمت پرېږدي ،د ولسي جرګې غړو وویل چی متعصب قومندانان په ملي اردو کې د جنوبي سیمو پر افرادو دومره فشار راوړي چې د اردو پرېښوولو ته اړ شي ،دبله لوری د مل پاسوال بسم الله محمدي په اړه ویل کېږي چې د کورنیو چارو په وزارت کې د دوو امریکايي سلاکارانو له وژل کېدو او دغه راز په کورنیو چارو وزارت کې د پراخ اداري فساد او بې کفایتۍ د موجودیت په خاطر نارضایتي زیاته شوې وه ، په رسنیو کی دراپورنو په مطالعی سره اکثرو افغانانو او د سیاسي چارو کارپوهانو د ولسي جرګې له خوا د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د سلب صلاحیت کېدو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دا کار به په دولت کې د فساد او بې کفایتۍ پرضد د کرزي له لوري د اعلان شوې ژمنې پیلامه وي ولسمشر کرزي په وروستیو کې په یوه مفصل فرمان کې له فساد سره د مبارزې په اړه د جدي اقداماتو ژمنه وکړه او د دولت بېلابېلې ادارې یې په ټاکلي وخت کې د اصلاحاتو او تغییراتو راوستلو ته موظفې کړې .پای سلام خان