ملا وحید تیر پسي.....۸ برخه د ننګرهار د شورای قوتونه په جګدلک کی ځاي پر ځاي وو او حاجي زمان يي د جنګ قومندان و او په سروبی کی تر ټولو ځواکمن قومندان حاجی ملک نصرت چي په پښو فالج مرض هم معیوبه کړی و او دده په ځاي دده مشر ځوی عزت الله نصرتیار چي په سروبی ولسوالی کي يي د حزب اسلامي د ۶۰ فرقه د قومندانی چاری پر مخ بیولی اهوال(احوال) راکړ زه نه تاسو ته دا اجازه درکولی
شم چي زما تر واک لاندی سیمه د هغوی په خلاف استعمال کړی او نه هغوی ته دا اجازه شته چي د سروبی سیمی ته د جنګ له لاری راشی او نه دلته د جنګ د پیل کیدو کوم عذر شته،دا زما کلی او کور ده دلته موږ د روس او کمونست په مقابل کی له خپلو خلکو،کور او کلی او له خپلو ارزښتونو د سر په قیمت دفاع کړی،تاسو به خبر یاست چي زما تره شهید موسی خان د سروبی او ازبین د جهاد امیر و او نن زه د هغی جبهی قومندان یم هغه همدلته په شهادت ورسید هیڅ داسي دلیل نشته چی د ننګرهار قوتونه دی دلته راباندی جنګ تحمیل کړی زه باید په ډاګه دا واضع وکړم هغه څه چي ما د احمدزیو د جهادی شورای سره په مشترک سنګر کی ددفاع لپاره واقع کوی هغه د حزب له حریم دفاع دی او زه ډاد درکوم چي په دی اړوند بیا بیا تفاهم ته ضرورت نشته له مشترک کور به په ګډه دفاع کوو اومید دی چی د احمدزیو قوم او دننګرهار شورای هغه څه ښه درک کړی چي زه په سیمه کی له ډیرو کلونو راپدی خوا ورسره مخ یم که دا مسله ماته مشکل راولاړ کړی نو بیا بیطرفی نشم اختیارولی(د عزت الله ویره دده له شخصی دشمنانو وه چی په نورو تنظیمونو کی قومندانان وول او په سروبی کی یي مراکز درلودل) .د حاجی زمان په مشری قواوی په جګدلک کی د پښو ټینګولو په حال کی وی او داحمدزیو د قومی لښکر جنګیالی له پاکستان،خوست،پکتیا او لوګر څخه راروان وول فیصله وشوه چي قومی مشران چهاراسیاب ته لاړشی او د حزب اسلامی له مشر تابه سره هم ووینی ښاغلی حکمتیار قومی مشرانو ته وویل موږ په دی قضیه کی خپلو قومندانانو ته هدایت دادی چي د یو طرف په ګټه هم په جګړه کی وردننه نشی دا دی تاسو شاهد یاست چي په ننګرهار کی زموږ قوتونه د جګدلک له خلکو سره ندی راغلی او نه به راشی په دی مسله کی ګډون نه د ولس په ګټه ده،نه د حزب مشکل حل کولی شي او نه د حزب اوصول دا اجازه راکوی که غواړی ددی مسلی حل بی له جنګه راووزی نو بیا تاسو موژ سره تعهد وکړی زه به په مشرقی کی مجاهد صاحب،استاد عبد الله جان او ناصرخان ته وظیفه ورکړم چي د ننګرهار شورای له قومندانانو سره ووینی او شخصا زه به له مولوی صاحب خالص سره رابطه وکړم او له هغه به وغواړم چی راوړاندی شي په دی وهت یو قومی مشر وویل هغه خو وژلی یم انجنیر صاب(صاحب) که رښتیا کمک کوی دغه نومونه دی چي واخیستل همدی کسانو ته ووایه چي مږ(موږ)سره ملا وتړی دا زرداد،قلم،چمن او خان صاب(حسن خان کړوخیل)هم احمدزی دی او هم ستا عسکر دی که په مږ(موږ)ملا نه تړی په دوی خو یي وتړه که څره(څنګه)؟ حکمتیار په مسکا سره ورته وویل حاجی صاحب صبر نه کار واخلی انشالله په مدار مدار به دا هرڅه هوارشی او صبر ښه شی دی او زما قومندانان به د حزب د امر متبابعت کوی خو که چا پری تیری وکړ بیا به یي مناسب ځواب ووایوو.
خو قومی مشرانو د حکمتیار وړاندیز ونه مانه او په خپله پریکړه ټینګ ولاړ وول چي موږ د ځان پوښتنه کولی شو او له دی وروسته يي د خپلو قومندانانو سره جلا جلسه درلوده او په ټولو احتمالی ګواښونو يي بحث وکړ د تګاب قومندانانو ته يي هدایت وکړ چي احتیاطی تدابیر ونیسی،عزت الله ته وویل چي تر څو چی حالت سم شوی نه وی له بیځایه ګرځیدو ډډه وکړی او وضعیت تر څار لاندی ونیسي او دامنیت ریاست ته یي هم سپارښتنه وکړه چی تفصیلی رپورټ د ننګرهار،جګدلک ،سروبی او تګاب په اړوند برابر او موژ ته یي راوړی او کشمیر خان ته يي وویل چي د ننګرهار له شورای سره تماس ونیسی او یا مجاهد صاحب ته ووایه چی ورشی او له هغوی سره ددی حرکاتو بدی پایلی او عواقب شریک کړی او له دی ناحیي موژ مطمین کړی هسی نه چی حزب په کومی بلی جګړی کی راښکیل کړی او ددی مزید ګټه دښمنانو ته ورسیږی او له دی وضعیت هغوی د ځان په ګټه کار واخلی او موږ(د احمدزیو شورای) قومندانانو ته يي وویل باید موژ په بله جګړه کی و نه نښلو کوشش وکړی قوم ته قناعت ورکړی چی مشکل د خبرو له لاری حل کړی خو که چیری په دی خاطر څوک په تاسو حمله کوی چی احمدزی یاست نو حزب په ټول قوت د تاسو تر شا ولاړ دی او موژ به زمان ته احوال ورکړو چي په بیړه سیمه تخلیه کړی ،جلسه خلاصه شوه او بیرته د سروبی په لور و خوځیدو.
ډیر زیات خلک راغلی وو او نور هم راروان وو ځاي نه و د ریس باغ،د نغلو فرقه او دشتو کی مو خیمی ودرولی لکه د مهاجرینو کیمپونه قوم فیصله وکړه چی بازار ته به خر څوک تګ راتګ نه کوی تر څو بیځایه مشکل پیدا نشي خو بیا هم نه ایساریدل څکه بازار ته حتمی ضرورت پیدا کیده