ښاغلی کرزی که رښتیاغواړي فساد لمنځه لاړشي!دفرامینوښکلل یا توشیح کول اوبیاهغه د داسې چارواکوپه لاسو چې هغوی خپله په دولت اوحکومت کې دفسادیوه لویه برخه جوړوي سپارل ، داسوال منځته راخي، ایا کېداشي چې یوفاسدانسان دې خپل ځان محکوم کړي ویا هغه کسان چې دوی ورسره تړاولري اوهم ددوی په مرسته ئې یو جنایت سرته رسولی وي اوس ئې راکش کړي محکمې ته، دحیرانتیا خبره خوداده چې ډېرې دوسيې دیوشمېر معلوم لحال کسانوپه هکله په ارګ اویا په څارنوالي کې موجوددي خودهغو په هکله هیڅ خبره هم نکېږي اوپه فرمان وېستلودخلک زړه ته تسل ورکوي، په فرمان کې سپارلشوې دندوته درې میاشیې ،شپږاونهه میاشیې وخت ټاکل شوی اوس که دافرمان په دغه ټاکلی وخت کې عملی کیدای شي نودا مسولینو بیاپه دالسوکالونوکې په څه بوخت وهٔ داښیي چې دغه کسان دا فرمان هیڅکله عملی کولي نشي، ولې موږبایدپه خپلوضعفو نو پرده واچواوس نوردا چل ول خپل ارزښت له لاسه ورکړی ده اونور خلک په دغسې اوتوبوتونه غولېږي ۰زه دانه وایم چې دغه فرمان سرترپایه دنقص نه ډک ده اویاداچې بیخي بایدنه وای راوتلی دکارد ګړند يتوپ لپاره په اوسني شرایطوکې خه خبر ده ، خو که یولنډنظر دغه فرمان اوتېروفرمانوته واچول شي بیا په ډیر څرګند ډول معلومېږي چې په دا فرمان کې هغه ټکي راغلي چې په واقعیت کې دحکومت اودولت اساسی اوقانوني دنده جوړوي اوداټول په قانون کې شته چې بایدددغو مسؤلینو لخوالا پخوا عملي شوي وای خونه دي عملي شوي، ددې پرځای چې ۲۵مخه فرمان ورکړوبکارداوه هغه کسان چې تراوسه ئې قانون ترپښولاندې کړی په سرګند ډول ولسمشر ته معلوم دي اوکه وايي چې نه داندي معلوم نوپوښتنه منځ ته راځي یو ولسمشرچې دخپلې ادارې نه خبرنوي یاناروغ ده اویابی کفایته اود مدیریت توان نه لري بایدپخپله دې دندې ګوښه شي،د فسادنه دخلاصون لاره داده چې دفسادعوامل پیدا اودهغه مخه ونیسو،مخکې لدې نه چې په نوربرخووغږېږم دفسادعواملوته اشاره کوم۰دفساد عوامل کوم دي:زموږپه هیوادکې اوپه تېره په اوسنې شرایطوکې فساد دوعمده عوامل لري یوخارجې عوامل اوبل کورني عوامل ،خارجي عوامل په لاندې ډول دي۰۱-په خپله خارجیان چې په هیوادکې شتون لري اوپه امنیتې برخه کې پراخ لاسرسی لري اوټولې ادارې ئې ترخپل پوښښ لاندې راوستي دي آن داچې وړومامورینواوکسبه کارنوپورې ئې هم خپل اثرلاندې نیولي او ورته دندې سپاري، داکاردوی دخپلو ځانګړومقصدونولپارکوي اویو ځانګړی بحث غواړي۰۲-خارجي (اِن جي او) ګانې چې دوی هم ځانته مقصدونه لري لکه امنیتی ،اقتصادی ،نفوذي ،سیاسي اوسیمَيځ مساېل اودغوموسېسوکې یوزیادشمیراستخبارتي کسان په کاربخت دي۰۳-دخارجیانو ملاتړدځينومشخص څېرواوډلوټپلونه۰۴-نړیوال خپل ټولې مرستې دې پورې تړلي چې دولت کې فساد شتون لری نودوی وايي ځکه موږ خپلې مرستې دولت ته نسپارو اوپه خپله ئې مصرفوو، دغه عمل دنړیوالو(ان جې او) ګانوهم په خپل ذات کې لوی فسادرامنځته کړی ده، له یوې خوا دغه غیردولتی خارجي موسېسې دیوشمېر جګړه مارانوسره اړکي لري او یو راز پټو موخو لپاره هلې ځلې کوي چې دې دوی ګټې په سیمه کې خوندي کوي او نفوذېې زیاتوي ، دې کارلپاره همدغه یوشمیر جګړماران استعمالوی وهم په لوی مالي فساد نوکې لاس لري نوځکه یوشمېر مفسدین خپل ځان دې دوي سره خوندي وینې اوکله چې فسادئې بربڼډ شي بیا دې دوی په مرسته له وطنه پښې سپکې کړي وبي غمه ګرځي، د ښاغلي کرزی په ویناو کې دولت سره دموازی دولتي ادارو جوړولوخبره په وار وار شوې ده اوښاغلې کرزي هم ترې سرټکولی ده خومخ نیوی ندی کړی، دبله خوا ټول هغه کسان چې ډېرلوی جنایات او اختلاس ترسره کړی بیا بهرته تښتې نو هغه کسان چې بهرته لاس رسی لري زیاتره په فسادکې ککړدي دبېلږې په توګه دکابل بانک او آریانا افغان الوتنې شرکت چې تراوسه ئې پیسې اصول شوي ندي اویوشمېر وزیران، ډېر مفسدین اوس په هیواد کې نشته دي، اوله بهرملکوله خوا هم په غېږ کې نیول شوی معلومه نده چې د افغانستان انترپول پولیس په څه کار بښت دي لاتراوسه دملی شوراله خواهم پوښتنه نده شوې ،اوهم ښاغلی کرزي په خپل بهرني سفروکې له هغه دولتونه چې دغه کسانې ساتلي دبېرته سپارلووړاندیځ ندی کړی ځکه کرزی صیب نه غواړي خپل ځانه څوک خپه کړي که سارق وي که کاذب، صادق وی که صائب،دفسادکورني عوامل:۱-فقراودخلکودژوند پراخې اقتصادي اواجتماعی ستونځې اوددولت دمارمورینو دمعاشاتوکموالی دروغتیا اواجتماعی بیمونه شتون۰۲-د امنیت دارګان ضعف اونه شتون په رسمي اداري دفاتروکې ترسو یوماموردې دنه وبېرېږي چې یوڅوک شته د دهٔ پراعمالوڅارکوي۰۳-ناقصه کادري سیاست۰۴-دجګړمارانوشتون په لوړودولتي پوستونوکې دغوکسانوتراوسه یوا ځې دخپلوګټوپه هکله فکرکړی نه دوطن اوخلکودګټولپاره اودهمدې جګړمارانولخوا داسې کسان پکارګمارل شوي چې نه تحصیل لري اونه دکاروړتیا فقدوخت غنیمت شماري دپیسوپیداکولولپاره اوخپله ګټه په بې ثباتي کې ډېره ویني۰۵-دکاردسرته رسولولپاره پلان نه لرل کله چې دیوکاردپاره پلان نوي نوکنترول به څنګه منځته راشي په خپله پلان دکاردچټکتیاعامل ګرځي اوسړی مجبوروي چې دخپل پلان دترسره کولولپاره هلې ځلې وکړي۰۶-دهېواددګټوخلاف مصلحتي روغې جوړي دڅوکۍ اومقام تقسیمول دمصلحتونوپربنسټ۰چټک اصلاحات رامنځته کول:په خپله ولسمشرهم وایی چې (دې لسوکلوکې مادمصلحت نه کار اخیستی خواوس ئې نور دمصلحت کارنه اخلم) که داخبره په غوڅه توګه په ريښتیاسره ولسمشردزړه نه اوصداقت نه کړې وي نو ولسمشر ته دا دنده سپاري؛ هغه کسان چې تراوسه ولسمشر دمصلحت په بڼسټ په لوړودند ګومارلي دي سمدستي دې له دندو لرې کړي ځکه همدا کسان دي چې فساد ئې منځ ته راوړی دغه کسان داسې فکرکوي چې همدانن ورځ هر څه چې کوې کوه ئې نن ده ورځ ده سبابه نوي، نوپکارده چې له ولسمشرۍ ماڼۍ نه نیولې بیاوزراتونوکې همداشان په ټولو ولایاتوکې له دندو ګوښه شي اوکه لازم وي نوبیادې محکمې ته وپېژندل شي ترسود خپل اعمالوجزاء وويني، اوداکارهله کېدونکې ده چې یوڅولوړ پوړې کسان له دندوګوښه اوزندان ته واچول شي نو دغسې یومېړني کارته به خلک وایي چې واقعاً ولسمشردفساد د ورکولو اراده لري، ټولې هغه دوسیې چې لوړپوړوچارواکوپورې اړه لري په هکله ئې سمدستي اقدام وشي، دقام ژبې اومذهب په اساس دپه وزارتونو کې مقررۍ محدودې شي ،کاردکارپوه ته وسپارل شي بیا دا فرمان په اتوماتیک ډول دې داسې کسانو لاس ته رسي چې په بشپړه توګه په عمل کې ئې کاولې شي پیاده کړي پدې ترتیب دیوریښتينې ادارې بڼسټ اېښودل کېدای شي، صحیح خبرده چې داکاربه یوڅه اړودوړرامنځته کړي خوکه اراده ورته پاکه وي نودخلکو غڅ ملاتړبه ولري اوډېرژربه دمنځنه ولاړشی اویاداچې داکارپه سوپړاونوکې ترسره شي چې دمفسدینو ناوړواقدامات مخه هم ونیول شی اوهم دولس ملاتړزیادشي دا چې یوفاسددې پرخپل فساد څېړنه اوکتنه وکړي دابه یوه معجزه وي په خوا شینئ سره چې خبرې شته خوعمل نشته اویو فرمان دبل فرمان په واسط دخلکوپه سترګوخاورې موښي ۰دبلې خوا دافرمان هم نیمګړتیاوې لري چې ولسمشر په خپله د دې فرمان په واسط ټولوته دنه رغونې اوفساداجازه ورکړې ده په تېره هغو کسانوته چې کاري صلاحیت اووړتیاوې نلري،فرمان کې راغلي دي:«ددولت درې ګونی ارګان د اساسی قانون په چوکات کې دقواوو د تفکیک داصل په رعایت سره دخپلوواکونواودندوپه اجرا اوعملی کولو مکلف دي ، دباور اوهمکارۍ په فضاکې دې داسې فعالیت وکړي چې دهرمالي کال په پاي کې پرمختیائې مالی لږښتونه دورکول شوو پېسو له (۵۰٪) څخه کمه نه وي ؛اجرايیه قوه دخپلو کړنوبه هکله ولسمشر ته مسؤوله ده اورپوټ ورکونکې ده »ولې سل په سلوکې نوي چې پنځوس په سلوکې، یوولسمشر د بېکاره اوفاسدکسانوته په خپل لاس قانوني داسې لاره دتېښتې جوړه کړي چې دوطن په سیاسی ،اقتصادی ، اوامنیتي برخه کې ضعف اونیمګړتیاوې منځ ته راوړي اودملک رغونه په ټپه دروي زماپه فکر جهان کې ساری لیدل شوې نه ده ، کله چې مالي لږښت یووزارت ونشي کوالي مصرفې کړي معلومه ده چې په دغه وزارت کې بې کفایته کسان په کارګمارلشوي دي چې دکارکولووس اوتوان نلري ښايي داچې داکسان ژرترژره له دندې لرې شي اوپرځای ئې داسی خلک وټاکل شي چې دکاروړتیاولري ، ښایی ځنې کسان داسې وواي چې دامنیتي ستونځوله عمله ولسمشرداخبره کړې ده چې مالي لږښتونه ټول نشي مصرفېدلی دا دُرسته خبرده چې امنیتي ستونځې شته خوداحالاتو پورې تعلق لري اوداسې امنیتي حالات هریوپه خپلو سترګو ویني ولې هیڅکله په قانون یافرمان کې نبایدداسې یوخبره راشي چې لاره بې کفایته کسانوته هواره کړي اوچارواکوته دکارنکولودتېښتې لارپېږدي۰تراوسه دولسمشرله اړښه ډېرشمېر فرمانونه راوتلي دي خوکم یوئې بیاکنترول شوی چې په عمل ترې کاراغستل شوی اوستونځې پرې هوارې شوې دي! که ندي شوي بیا چيشته نه دی شوی! دبېلګې په توګه دولسمشرفرمان دکوچینانو په هکله ،ایاکوچیانوسونځې لرې شوې؟ دولسمشر فرمان د وکیلانو دحفاظت په هکله څوکسه وکیلان دښاغلي رباني په شمول دفرمانه ورسته ووژل شول؟ دواړه فرمانونه په کنګل ولیکل شول اوبیالمرته کېښودل شول همداسې نور، دولسي جرګې له خوادولسمشرد ۱۳۸۸ کال ددلوې د۲۸ نېټې فرمان چې دانتخاباتوکې دتعدیل په هکله وپه اتفاق سره دولسې جرګې له خوا لغوکړی شوځکه دولسې جرګې دغړودګټې په کې نغښتې وې، دښاغلي کرزي دفرمان په اساس خاصه محکمه دټول ټاکنوپه هکله جوړه شوه بیاولسمشردبل فرمان په اساس هغه پخوانی فرمان باطل کړاو د محکمې ارزښتې هم ترپښتنې لاندې راوست اومصلحت ئې دقانون نه پورته وګاڼهٔ، نوځکه ملت داسې اندیښنه لري چې داهم همغه شان فرمان دي فقد وخت تېرول دي اوبس اودفساددورککولوکم اراده لاتر اوسه منځ ته نده راغلې په یاد ولري سومیاشې ورسته چې دفرمان دځینو بندونو نېټه پوره کېږي بیابه ټول وګوري چې نه چرګه شته اونه هګۍ، ټولولیکوالواوخبریالانوته ښایي چې په خپلولیکنو اورپوټونو دولت دې خبرې ته اړباسي ترسو اصلاحات دژوند په ټولواړخونوکې رامنځته شي اوداځورېدلی ملک دفساده خلاص شي۰ومن الله توفیقانجنیرعبدالصبورساپی
دفرامینوښکلل یا توشیح کول اوبیاهغه د داسې چارواکوپه لاسو چې هغوی خپله په دولت اوحکومت کې دفسادیوه لویه برخه جوړوي سپارل ، داسوال منځته راخي، ایا کېداشي چې یوفاسدانسان دې خپل ځان محکوم کړي ویا هغه کسان چې دوی ورسره تړاولري اوهم ددوی په مرسته ئې یو جنایت سرته رسولی وي اوس ئې راکش کړي محکمې ته،
دحیرانتیا خبره خوداده چې ډېرې دوسيې دیوشمېر معلوم لحال کسانوپه هکله په ارګ اویا په څارنوالي کې موجوددي خودهغو په هکله هیڅ خبره هم نکېږي اوپه فرمان وېستلودخلک زړه ته تسل ورکوي، په فرمان کې سپارلشوې دندوته درې میاشیې ،شپږاونهه میاشیې وخت ټاکل شوی اوس که دافرمان په دغه ټاکلی وخت کې عملی کیدای شي نودا مسولینو بیاپه دالسوکالونوکې په څه بوخت وهٔ داښیي چې دغه کسان دا فرمان هیڅکله عملی کولي نشي، ولې موږبایدپه خپلوضعفو نو پرده واچواوس نوردا چل ول خپل ارزښت له لاسه ورکړی ده اونور خلک په دغسې اوتوبوتونه غولېږي ۰زه دانه وایم چې دغه فرمان سرترپایه دنقص نه ډک ده اویاداچې بیخي بایدنه وای راوتلی دکارد ګړند يتوپ لپاره په اوسني شرایطوکې خه خبر ده ، خو که یولنډنظر دغه فرمان اوتېروفرمانوته واچول شي بیا په ډیر څرګند ډول معلومېږي چې په دا فرمان کې هغه ټکي راغلي چې په واقعیت کې دحکومت اودولت اساسی اوقانوني دنده جوړوي اوداټول په قانون کې شته چې بایدددغو مسؤلینو لخوالا پخوا عملي شوي وای خونه دي عملي شوي، ددې پرځای چې ۲۵مخه فرمان ورکړوبکارداوه هغه کسان چې تراوسه ئې قانون ترپښولاندې کړی په سرګند ډول ولسمشر ته معلوم دي اوکه وايي چې نه داندي معلوم نوپوښتنه منځ ته راځي یو ولسمشرچې دخپلې ادارې نه خبرنوي یاناروغ ده اویابی کفایته اود مدیریت توان نه لري بایدپخپله دې دندې ګوښه شي،د فسادنه دخلاصون لاره داده چې دفسادعوامل پیدا اودهغه مخه ونیسو،مخکې لدې نه چې په نوربرخووغږېږم دفسادعواملوته اشاره کوم۰دفساد عوامل کوم دي:زموږپه هیوادکې اوپه تېره په اوسنې شرایطوکې فساد دوعمده عوامل لري یوخارجې عوامل اوبل کورني عوامل ،خارجي عوامل په لاندې ډول دي۰۱-په خپله خارجیان چې په هیوادکې شتون لري اوپه امنیتې برخه کې پراخ لاسرسی لري اوټولې ادارې ئې ترخپل پوښښ لاندې راوستي دي آن داچې وړومامورینواوکسبه کارنوپورې ئې هم خپل اثرلاندې نیولي او ورته دندې سپاري، داکاردوی دخپلو ځانګړومقصدونولپارکوي اویو ځانګړی بحث غواړي۰۲-خارجي (اِن جي او) ګانې چې دوی هم ځانته مقصدونه لري لکه امنیتی ،اقتصادی ،نفوذي ،سیاسي اوسیمَيځ مساېل اودغوموسېسوکې یوزیادشمیراستخبارتي کسان په کاربخت دي۰۳-دخارجیانو ملاتړدځينومشخص څېرواوډلوټپلونه۰۴-نړیوال خپل ټولې مرستې دې پورې تړلي چې دولت کې فساد شتون لری نودوی وايي ځکه موږ خپلې مرستې دولت ته نسپارو اوپه خپله ئې مصرفوو، دغه عمل دنړیوالو(ان جې او) ګانوهم په خپل ذات کې لوی فسادرامنځته کړی ده، له یوې خوا دغه غیردولتی خارجي موسېسې دیوشمېر جګړه مارانوسره اړکي لري او یو راز پټو موخو لپاره هلې ځلې کوي چې دې دوی ګټې په سیمه کې خوندي کوي او نفوذېې زیاتوي ، دې کارلپاره همدغه یوشمیر جګړماران استعمالوی وهم په لوی مالي فساد نوکې لاس لري نوځکه یوشمېر مفسدین خپل ځان دې دوي سره خوندي وینې اوکله چې فسادئې بربڼډ شي بیا دې دوی په مرسته له وطنه پښې سپکې کړي وبي غمه ګرځي، د ښاغلي کرزی په ویناو کې دولت سره دموازی دولتي ادارو جوړولوخبره په وار وار شوې ده اوښاغلې کرزي هم ترې سرټکولی ده خومخ نیوی ندی کړی، دبله خوا ټول هغه کسان چې ډېرلوی جنایات او اختلاس ترسره کړی بیا بهرته تښتې نو هغه کسان چې بهرته لاس رسی لري زیاتره په فسادکې ککړدي دبېلږې په توګه دکابل بانک او آریانا افغان الوتنې شرکت چې تراوسه ئې پیسې اصول شوي ندي اویوشمېر وزیران، ډېر مفسدین اوس په هیواد کې نشته دي، اوله بهرملکوله خوا هم په غېږ کې نیول شوی معلومه نده چې د افغانستان انترپول پولیس په څه کار بښت دي لاتراوسه دملی شوراله خواهم پوښتنه نده شوې ،اوهم ښاغلی کرزي په خپل بهرني سفروکې له هغه دولتونه چې دغه کسانې ساتلي دبېرته سپارلووړاندیځ ندی کړی ځکه کرزی صیب نه غواړي خپل ځانه څوک خپه کړي که سارق وي که کاذب، صادق وی که صائب،دفسادکورني عوامل:۱-فقراودخلکودژوند پراخې اقتصادي اواجتماعی ستونځې اوددولت دمارمورینو دمعاشاتوکموالی دروغتیا اواجتماعی بیمونه شتون۰۲-د امنیت دارګان ضعف اونه شتون په رسمي اداري دفاتروکې ترسو یوماموردې دنه وبېرېږي چې یوڅوک شته د دهٔ پراعمالوڅارکوي۰۳-ناقصه کادري سیاست۰۴-دجګړمارانوشتون په لوړودولتي پوستونوکې دغوکسانوتراوسه یوا ځې دخپلوګټوپه هکله فکرکړی نه دوطن اوخلکودګټولپاره اودهمدې جګړمارانولخوا داسې کسان پکارګمارل شوي چې نه تحصیل لري اونه دکاروړتیا فقدوخت غنیمت شماري دپیسوپیداکولولپاره اوخپله ګټه په بې ثباتي کې ډېره ویني۰۵-دکاردسرته رسولولپاره پلان نه لرل کله چې دیوکاردپاره پلان نوي نوکنترول به څنګه منځته راشي په خپله پلان دکاردچټکتیاعامل ګرځي اوسړی مجبوروي چې دخپل پلان دترسره کولولپاره هلې ځلې وکړي۰ ۶-دهېواددګټوخلاف مصلحتي روغې جوړي دڅوکۍ اومقام تقسیمول دمصلحتونوپربنسټ۰چټک اصلاحات رامنځته کول: په خپله ولسمشرهم وایی چې (دې لسوکلوکې مادمصلحت نه کار اخیستی خواوس ئې نور دمصلحت کارنه اخلم) که داخبره په غوڅه توګه په ريښتیاسره ولسمشردزړه نه اوصداقت نه کړې وي نو ولسمشر ته دا دنده سپاري؛ هغه کسان چې تراوسه ولسمشر دمصلحت په بڼسټ په لوړودند ګومارلي دي سمدستي دې له دندو لرې کړي ځکه همدا کسان دي چې فساد ئې منځ ته راوړی دغه کسان داسې فکرکوي چې همدانن ورځ هر څه چې کوې کوه ئې نن ده ورځ ده سبابه نوي، نوپکارده چې له ولسمشرۍ ماڼۍ نه نیولې بیاوزراتونوکې همداشان په ټولو ولایاتوکې له دندو ګوښه شي اوکه لازم وي نوبیادې محکمې ته وپېژندل شي ترسود خپل اعمالوجزاء وويني، اوداکارهله کېدونکې ده چې یوڅولوړ پوړې کسان له دندوګوښه اوزندان ته واچول شي نو دغسې یومېړني کارته به خلک وایي چې واقعاً ولسمشردفساد د ورکولو اراده لري، ټولې هغه دوسیې چې لوړپوړوچارواکوپورې اړه لري په هکله ئې سمدستي اقدام وشي، دقام ژبې اومذهب په اساس دپه وزارتونو کې مقررۍ محدودې شي ،کاردکارپوه ته وسپارل شي بیا دا فرمان په اتوماتیک ډول دې داسې کسانو لاس ته رسي چې په بشپړه توګه په عمل کې ئې کاولې شي پیاده کړي پدې ترتیب دیوریښتينې ادارې بڼسټ اېښودل کېدای شي، صحیح خبرده چې داکاربه یوڅه اړودوړرامنځته کړي خوکه اراده ورته پاکه وي نودخلکو غڅ ملاتړبه ولري اوډېرژربه دمنځنه ولاړشی اویاداچې داکارپه سوپړاونوکې ترسره شي چې دمفسدینو ناوړواقدامات مخه هم ونیول شی اوهم دولس ملاتړزیادشي دا چې یوفاسددې پرخپل فساد څېړنه اوکتنه وکړي دابه یوه معجزه وي په خوا شینئ سره چې خبرې شته خوعمل نشته اویو فرمان دبل فرمان په واسط دخلکوپه سترګوخاورې موښي ۰ دبلې خوا دافرمان هم نیمګړتیاوې لري چې ولسمشر په خپله د دې فرمان په واسط ټولوته دنه رغونې اوفساداجازه ورکړې ده په تېره هغو کسانوته چې کاري صلاحیت اووړتیاوې نلري،فرمان کې راغلي دي:«ددولت درې ګونی ارګان د اساسی قانون په چوکات کې دقواوو د تفکیک داصل په رعایت سره دخپلوواکونواودندوپه اجرا اوعملی کولو مکلف دي ، دباور اوهمکارۍ په فضاکې دې داسې فعالیت وکړي چې دهرمالي کال په پاي کې پرمختیائې مالی لږښتونه دورکول شوو پېسو له (۵۰٪) څخه کمه نه وي ؛اجرايیه قوه دخپلو کړنوبه هکله ولسمشر ته مسؤوله ده اورپوټ ورکونکې ده »ولې سل په سلوکې نوي چې پنځوس په سلوکې، یوولسمشر د بېکاره اوفاسدکسانوته په خپل لاس قانوني داسې لاره دتېښتې جوړه کړي چې دوطن په سیاسی ،اقتصادی ، اوامنیتي برخه کې ضعف اونیمګړتیاوې منځ ته راوړي اودملک رغونه په ټپه دروي زماپه فکر جهان کې ساری لیدل شوې نه ده ، کله چې مالي لږښت یووزارت ونشي کوالي مصرفې کړي معلومه ده چې په دغه وزارت کې بې کفایته کسان په کارګمارلشوي دي چې دکارکولووس اوتوان نلري ښايي داچې داکسان ژرترژره له دندې لرې شي اوپرځای ئې داسی خلک وټاکل شي چې دکاروړتیاولري ، ښایی ځنې کسان داسې وواي چې دامنیتي ستونځوله عمله ولسمشرداخبره کړې ده چې مالي لږښتونه ټول نشي مصرفېدلی دا دُرسته خبرده چې امنیتي ستونځې شته خوداحالاتو پورې تعلق لري اوداسې امنیتي حالات هریوپه خپلو سترګو ویني ولې هیڅکله په قانون یافرمان کې نبایدداسې یوخبره راشي چې لاره بې کفایته کسانوته هواره کړي اوچارواکوته دکارنکولودتېښتې لارپېږدي۰تراوسه دولسمشرله اړښه ډېرشمېر فرمانونه راوتلي دي خوکم یوئې بیاکنترول شوی چې په عمل ترې کاراغستل شوی اوستونځې پرې هوارې شوې دي! که ندي شوي بیا چيشته نه دی شوی! دبېلګې په توګه دولسمشرفرمان دکوچینانو په هکله ،ایاکوچیانوسونځې لرې شوې؟ دولسمشر فرمان د وکیلانو دحفاظت په هکله څوکسه وکیلان دښاغلي رباني په شمول دفرمانه ورسته ووژل شول؟ دواړه فرمانونه په کنګل ولیکل شول اوبیالمرته کېښودل شول همداسې نور، دولسي جرګې له خوادولسمشرد ۱۳۸۸ کال ددلوې د۲۸ نېټې فرمان چې دانتخاباتوکې دتعدیل په هکله وپه اتفاق سره دولسې جرګې له خوا لغوکړی شوځکه دولسې جرګې دغړودګټې په کې نغښتې وې، دښاغلي کرزي دفرمان په اساس خاصه محکمه دټول ټاکنوپه هکله جوړه شوه بیاولسمشردبل فرمان په اساس هغه پخوانی فرمان باطل کړاو د محکمې ارزښتې هم ترپښتنې لاندې راوست اومصلحت ئې دقانون نه پورته وګاڼهٔ، نوځکه ملت داسې اندیښنه لري چې داهم همغه شان فرمان دي فقد وخت تېرول دي اوبس اودفساددورککولوکم اراده لاتر اوسه منځ ته نده راغلې په یاد ولري سومیاشې ورسته چې دفرمان دځینو بندونو نېټه پوره کېږي بیابه ټول وګوري چې نه چرګه شته اونه هګۍ، ټولولیکوالواوخبریالانوته ښایي چې په خپلولیکنو اورپوټونو دولت دې خبرې ته اړباسي ترسو اصلاحات دژوند په ټولواړخونوکې رامنځته شي اوداځورېدلی ملک دفساده خلاص شي۰ ومن الله توفیق