د مولوی خالص ډله د تور او سپین په څیره کی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د مولوی خالص ډله د تور او سپین په څیره کی
تیرپسی  شپږمه برخه ۶
حاجی منجی چی د قومندان شمالی ورور د ورپیښی دښمنی په وړاندی يي  خپله ژوره ناتوانی درک کړه او داچی وروڼه ،د تره زوی او نور نږدی خپلوان يي په ډله ایز ډول وژل شوی وو او بله لار هم نه وه ورپاتی نو په پیښور کی د خپل قوم د ننه  په نامی کورنیو وګرځیده او د هریو په  ټغر يي خپله ځولی وغوړوله فریادونه او واویله يي وګړه او تر ټولو د مخه د حاجی خان ککوزی او د هغه  د ورور حاجی سرور  او اصیل خان کوچی دروازی ته ودرید او همداسی په ډیرو کیمپونو وګرځیدل قوم ورسره ملا وتړله د خوست او پکتیا په خوا وخوزیدل د هغه سیمی احمدزیي له ځان سره ملګری کړل او د هر کس وسله او وسایل او خرچ له خپله جیبه و او له هغه ځایه د لوګر په خوا وخوزیدل هلته یي قوم تر شا ودرید او له هغه ځایه د قوم سره یو ځایي له زرداد سره د پخلاینی په موخه د سروبی په خوا وخوزیدل(وخوځیدل)  ویل کیږی چی د اصیل خان کوچی په ذریعه زرداد ته احوال ورکړل شوی و چی  حاجی منجي د قومی مشرانو په ملتیا ستا د لیدو لپاره در راوان دی او زرداد هم د لته بند له قوتل تر سروبی پوری د خپل قوم لپاره امنیت نیولی و او په قرارګاه کی د څو سوه کسانو لپاره د ډوډی تیاری نیولی و د زرداد د تره زوی کفتان چي پلار يي قومندان عسکر خان نو میده او د روسانو په وخت کی ننګرهار کی شهید شو راته وویل چي هغه ډیر دردناک وخت و او دی مسلی ټول قوم دردولی وو داچي زرداد او د حاجی شمالی کورنی له خپلوی د پاسه هم یو او بل سره مړی او ژوندی نکولو خو له څو کلونو ورورسته د غم د پیښیدو په وجه موږ دا هر څه له یاده وویستل او زرداد تر حده زیات قدر ورکړ بیا زرداد خپله تلاوت پیل کړ او حاجی منجی ته يي د قوم په وړاندی د ورورڼو دعا په خپله قرارګاه کی وکړه خو منجي ډیر غلی ناست و او شاهد د خپلی کورنی هغه ظلمونه یي د سترګو په وړاندی حاضر شوی وی چي دده ورور ثومندان شمالی او د ننګرهار ولایتی شورا له زردادسره وکړل چي په نتیجه کی يي زرداد له ننګرهار نه  وتلو ته اړشوی و او ځینی ملګری یی  د هغه وخت د ننګرهار د شورای له خوا ووژل شول چی قومندان شمالی هم په زرداد باندی د حمله کوونکو په ډله کی و،  وی ویل حاجی منجی  د زرداد په وړاندی په ژړا پیل وکړ او بیا زرداد له خپله جیبه زرورکی دسمال راوویست او منجی ته یي ونیو او ورته یي کړه اوښکی دی پاکی کړه زه درته ژوندی یم،دا دروند قوم درته ژوندی دی موږ به د افغانستان د هر قوم دروازه ور وټکو چي  مرسته وکړی او مجرمان راته را وسپاری که دا هم ونشوه نو ښه به راته پړه شی او بیا به توری ته لاس کوو
په دی اړه د پیښی یو بل عینی شاهد داسی راته وویل.
ښاغلی فضل چي د ځاځیو د خرمنی د کلی اوسیدونکی دی واي چي د هجرت په وخت کی می د پاکستان د کوهاټ   په ګهمکول کیمپ کی ژوند کاو او هلته د جګدلک د سیمی له خلکو سره ډیر اشنا شوم او څو ځله له قومندان محمد عالم چي د محاذ ملی د ګوند و او بیا د انور جګدلک کسانو په پیښور کی په ډزو سره زخمی کړ او فلج شو زه د جهاد په وخت کی ورسره څو ځله جګدلک ته لاړم او هلته ډیر بلد شوی وم په همدی کال چی شمالی ووژل شو ما په جګدلک کی د هقانی نیولی وه او دری نور ملګری هم راسره وول او په پټیو مو چرس کرلی و او د ضدراڼ  په نوم یو بل کس چی د ازره و هم د هقانی نیولی وه او چرس یي کرلی و چی دا کس بیا وروسته د قومندان چمن تر معونیت ورسیدو هوا هم
تیرپسی  شپږمه برخه ۶ 
حاجی منجی چی د قومندان شمالی ورور د ورپیښی دښمنی په وړاندی يي  خپله ژوره ناتوانی درک کړه او داچی وروڼه ،د تره زوی او نور نږدی خپلوان يي په ډله ایز ډول وژل شوی وو او بله لار هم نه وه ورپاتی نو په پیښور کی د خپل قوم د ننه  په نامی کورنیو وګرځیده او د هریو په  ټغر يي خپله ځولی وغوړوله فریادونه او واویله يي وګړه او تر ټولو د مخه د حاجی خان ککوزی او د هغه  د ورور حاجی سرور  او اصیل خان
کوچی دروازی ته ودرید او همداسی په ډیرو کیمپونو وګرځیدل قوم ورسره ملا وتړله د خوست او پکتیا په خوا وخوزیدل د هغه سیمی احمدزیي له ځان سره ملګری کړل او د هر کس وسله او وسایل او خرچ له خپله جیبه و او له هغه ځایه د لوګر په خوا وخوزیدل هلته یي قوم تر شا ودرید او له هغه ځایه د قوم سره یو ځایي له زرداد سره د پخلاینی په موخه د سروبی په خوا وخوزیدل(وخوځیدل)  ویل کیږی چی د اصیل خان کوچی په ذریعه زرداد ته احوال ورکړل شوی و چی  حاجی منجي د قومی مشرانو په ملتیا ستا د لیدو لپاره در راوان دی او زرداد هم د لته بند له قوتل تر سروبی پوری د خپل قوم لپاره امنیت نیولی و او په قرارګاه کی د څو سوه کسانو لپاره د ډوډی تیاری نیولی و د زرداد د تره زوی کفتان چي پلار يي قومندان عسکر خان نو میده او د روسانو په وخت کی ننګرهار کی شهید شو راته وویل چي هغه ډیر دردناک وخت و او دی مسلی ټول قوم دردولی وو داچي زرداد او د حاجی شمالی کورنی له خپلوی د پاسه هم یو او بل سره مړی او ژوندی نکولو خو له څو کلونو ورورسته د غم د پیښیدو په وجه موږ دا هر څه له یاده وویستل او زرداد تر حده زیات قدر ورکړ بیا زرداد خپله تلاوت پیل کړ او حاجی منجی ته يي د قوم په وړاندی د ورورڼو دعا په خپله قرارګاه کی وکړه خو منجي ډیر غلی ناست و او شاهد د خپلی کورنی هغه ظلمونه یي د سترګو په وړاندی حاضر شوی وی چي دده ورور ثومندان شمالی او د ننګرهار ولایتی شورا له زردادسره وکړل چي په نتیجه کی يي زرداد له ننګرهار نه  وتلو ته اړشوی و او ځینی ملګری یی  د هغه وخت د ننګرهار د شورای له خوا ووژل شول چی قومندان شمالی هم په زرداد باندی د حمله کوونکو په ډله کی و،  وی ویل حاجی منجی  د زرداد په وړاندی په ژړا پیل وکړ او بیا زرداد له خپله جیبه زرورکی دسمال راوویست او منجی ته یي ونیو او ورته یي کړه اوښکی دی پاکی کړه زه درته ژوندی یم،دا دروند قوم درته ژوندی دی موږ به د افغانستان د هر قوم دروازه ور وټکو چي  مرسته وکړی او مجرمان راته را وسپاری که دا هم ونشوه نو ښه به راته پړه شی او بیا به توری ته لاس کوو
په دی اړه د پیښی یو بل عینی شاهد داسی راته وویل.

ښاغلی فضل چي د ځاځیو د خرمنی د کلی اوسیدونکی دی واي چي د هجرت په وخت کی می د پاکستان د کوهاټ   په ګهمکول کیمپ کی ژوند کاو او هلته د جګدلک د سیمی له خلکو سره ډیر اشنا شوم او څو ځله له قومندان محمد عالم چي د محاذ ملی د ګوند و او بیا د انور جګدلک کسانو په پیښور کی په ډزو سره زخمی کړ او فلج شو زه د جهاد په وخت کی ورسره څو ځله جګدلک ته لاړم او هلته ډیر بلد شوی وم په همدی کال چی شمالی ووژل شو ما په جګدلک کی د هقانی نیولی وه او دری نور ملګری هم راسره وول او په پټیو مو چرس کرلی و او د ضدراڼ  په نوم یو بل کس چی د ازره و هم د هقانی نیولی وه او چرس یي کرلی و چی دا کس بیا وروسته د قومندان چمن تر معونیت ورسیدو هوا هم