تیر پسی...پنځمه برخه ۵که د قومندان شمالی او د هغه د ورور په شمول د نورو ملګرو د بیرحمانه قتل په اړوند دغه ستر شخصیت)مولوی خالص) خپله چوپتیا ماته کړی وای او که د محاکمی وس يي نه درلودای نو باید دومره رسالت خو یي تر سره کړی وای چي ظلم ته یي ظلم ویلی واي ځکه د ټول جهاد په دوران کی د احمدزیو کوچیانو او د ازره د ولسوالیو مجاهدینو په ننګرهار کی ستری ستری جبهی درلودی او ددغه ولایت هره لویشت ددوی په وینو سره وه او ثبوت يي همدادی چي څنګه شمالی د والی معاون ټاکل کیږی؟زه يي د نمونی په ډول د څو قومندانانو نومونه درته لیکم چي دی ولایت کی يي د ازادی لپاره مبارزه کوله او په همدی ولایت کی د ازره او عموما احمدزیو ډیری ځمکی ،کلی او کورونه له یوی پیړی هم د مخه دلته اباد دی۱.قومندان شمالی۲.قومندان پیشو۳.قومندان عسکر خان۵.قومندان اصیل خان کوچی۶.حاجی خان ککوزی۷.زرداد فریادی۸.قومندان داود شاه۹.قومندان صادق لیونی۱۰.قادر کوچي۱۱.ثناګل کوچی۱۲.پهلوان سیدمحمدممکن نور هم وی دا ټول دلته موجود وول نو بیا ولی شمالی په دی خاطر د مولی صاحب خالص د ګوند له خوا ووژل شو چي داد ازره کوچی دی او دلته واک چلوی ایا شمالی باندی ددوی د مړی پور وو؟زنا کړی وه؟ او که کوم بل جرم؟ که جرم درلود نو د تروریي ولی کړ باید محاکمه شوی وای او دده د ورور حاجی ناصر خان جرم څه و هغه خو له پیښور په همدی ورځ راغی چی د خپل ورور او نورو مجاهدینو مړی کورته یوسی او په میدان هوای کی له موټر ښکته کړل شو له شنکجی او ربړونو وروسته يي مړی د خو صا اوبو په نالی یا لښتی کی غورزول شوی وو او سترګی او نوکان هم ترینه ایستل شوی وو.ددوی له وژلو وروسته یي ددوی په مراکزو پراخ یرغل پیل کړ او څه يي ووژل څه تری و تښتیدل او حتی د میرمنو شخصی اموال يي هم چورشولایا که چیری دی ستر شخصیت چی د ننګرهار ټول واک وو ددی ظلم په وړاندی د ودریدو غږ پورته کړی واي څومره به د هرکلی وړ وه؟ او ددی ناوړه عمل پیل او اغاز د همده د قومندانانو په لاس پیل شوی و زه درنو لوستونکو او تاریخ لیکونکو ته یوه یادونه ضرور ګڼم چی په دغه مسله کی محترم مولوی صاحب خالص مخامخ ګرم نه بولم ځکه دلته داسی شواهد نشته چی دا وژنی دی دده په مستقیه قومنده تر سره شوی وی مګر د نوموړی چوپتیا او بیا له جلال اباد څخه د نظامی قوتونو خوزول د سروبی په طرف دلته دا شک په یقین بدلیږی چی شخصا مولوی صاحب له جریان واقف و ځکه دادومره مرګ او ټانکونه،توپونه،وسایل او افراد په سروبی د حملی په موخه خوزول کیده نوموړی چیری و؟ ولی غلی و؟او که خبر نه و نو دا خو هم منطق او عقل يي نه منیددی پیښی پایلی په لاندی ډول ویسروبی د حزب اسلامی تر واک لاندی و او دننګرهار قوتونو په دی خاطر په سروبی حمله وکړه چی زرداد د شمالی د ترور زوی هم وه او د ماما زوی هم او دا دواړه کورنی له یو اوبل سره دومره مخالفی وی چی حتی زنانه او ماشومان يي هم له یوه او بل کره په مړی او ژوندی بند وو او نه يي په یوه او بل باور درلود خو پوښتنه دادی چی له زرداد سره د جلال اباد د قومندانانو مشکل څه و؟ زرداد خو د حکمتیار مربوط و او حاجی شمالی د پیر ګیلانی د تنظیم زه به تر وسه کوشش وکړم چی ددی ستونځي(ستونزی) په اړوند د لومړی لاس مستند معلومات راټول کړم او د لوستونکو مخ ته وړاندی کړم. د مولوی خالص ګوند په دی نا مقدس پوځی یرغل سره دری کاره وکړل۱.په حزب اسلامی حمله۲.د مسعود لپاره حکمتیار تر پښو نیول۳.او د احمدزیو او د ننګر هار د شریفو قومونو تر منځ د نفاق تخم شیندلنور بیاملا وحید.تیر پسی...پنځمه برخه ۵
که د قومندان شمالی او د هغه د ورور په شمول د نورو ملګرو د بیرحمانه قتل په اړوند دغه ستر شخصیت)مولوی خالص) خپله چوپتیا ماته کړی وای او که د محاکمی وس يي نه درلودای نو باید دومره رسالت خو یي تر سره کړی وای چي ظلم ته یي ظلم ویلی واي ځکه د ټول جهاد په دوران کی د احمدزیو کوچیانو او د ازره د ولسوالیو مجاهدینو په ننګرهار کی ستری ستری جبهی درلودی او ددغه ولایت هره لویشت
ددی پیښی پایلی په لاندی ډول وی
سروبی د حزب اسلامی تر واک لاندی و او دننګرهار قوتونو په دی خاطر په سروبی حمله وکړه چی زرداد د شمالی د ترور زوی هم وه او د ماما زوی هم او دا دواړه کورنی له یو اوبل سره دومره مخالفی وی چی حتی زنانه او ماشومان يي هم له یوه او بل کره په مړی او ژوندی بند وو او نه يي په یوه او بل باور درلود خو پوښتنه دادی چی له زرداد سره د جلال اباد د قومندانانو مشکل څه و؟ زرداد خو د حکمتیار مربوط و او حاجی شمالی د پیر ګیلانی د تنظیم زه به تر وسه کوشش وکړم چی ددی ستونځي(ستونزی) په اړوند د لومړی لاس مستند معلومات راټول کړم او د لوستونکو مخ ته وړاندی کړم. د مولوی خالص ګوند په دی نا مقدس پوځی یرغل سره دری کاره وکړل
۱.په حزب اسلامی حمله
۲.د مسعود لپاره حکمتیار تر پښو نیول
۳.او د احمدزیو او د ننګر هار د شریفو قومونو تر منځ د نفاق تخم شیندل
نور بیا
ملا وحید.