ولسمشر باید نور له مصلحتونو ځخه کار وانه خلې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان.
دافغانستان ولسمشر د توکیو په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې ته د  مرستې په بدل کې ژمنه ورکړې وه چې په خپل هیواد کې به د فساد مخه نیسي ولسمشر حامد کرزي د دې خبرې د منلو په ترڅ کې چې په حکومت کې یې فساد شته د اصلاحاتو لپاره ټولو دولتي ادارو ته وړمه ورځ یو فرمان صادر کړی دی دا فرمان، چې ۳۳ برخې او ۱۶۴ مادې لري، په تفصیل خپور شوی دی
هماغه راز چې ولسمشر د توکیو له کنفرانس وروسته په ولسي جرګه کې درې ګونو قواوو ته په خپله وینا کې ژمنه کړې وه نور به له فساد سره د مبارزې په برخه کې له مصلحته کار وانخلي او په جدیت به ورسره مبارزه وکړي په فرمان کې له سترې محکمې د متهمينو او مظنونينو د دوسيو د په وخت اجرا، له ملي شورا د ملي مصالحو د افغانستان د خلکو لوړو ګټو ته په پاملرنې سره خپلې دندې او واکونه اعمال او دحکومت بيړنيو وړانديزونو او معقولو غوښتنو ته لومړيتوب ورکړي .په فرمان کې دا هم راغلي ،چې لوړ رتبه دولتي چارواکي دې د کادرونو د مقرريو او استخدام پر مهال له سپارښتنو او وساطت ډډه وکړي.په فرمان کې امنيتي ارګانونو ته دنده سپارل شوې، چې د غيرمجاز وسلو له راټولولو کې اقدام وکړي ولسمشر په فرمان کې د ځمکو د غصب د مخنيوي لپاره اړوندو ادارو ته په جديت لارښونه کړې او اړوندو ادارو څخه يې غوښتي ،چې موازي ادارې وڅېړي او د شتون اړتيا او دلايل يې وړاندې کړي دغه راز په دې فرمان کې له اړونده ادارو غوښتل شوي ، چې الکترونيکي تذکرو د پروژې د لومړۍ مرحلې راپور دې په درېيو مياشتو کې د وزيرانو شورا ته وړاندې کړي په فرمان کې له بهرنيو چارو وزرات غوښتنه شوې، چې له هېواد څخه بهر ټولې سياسي نماينده ګى له اړونده ارګانونو سره په همغږۍ په شپږو مياشتو کې وڅيړي عدليې وزارت ته امر شوى ،چې د ټاکنو ، ښارواليو او لويې څارنوالۍ قانونونه دې په شپږو مياشتو کې بشپړ او د وزيرانو شورا ته وړاندې کړي په فرمان کې لويه څارنوالي موظف شوې ، چې په توقيف خونو کې ټول کسان د يوې مياشتې په ترڅ کې وڅيړي او په دوو مياشتو کې د څارنوالۍ د مراقبت اداره جوړه کړي دغه راز له څارنوالۍ غوښتل شوي ،چې په شپږو مياشتو کې په ولسواليو کې غيرفعالې څارنوالۍ فعالې کړي او په څارنوالۍ کې پر فساد اخته کادرونه دې وپېژني په دې فرمان کې له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره موظف شوې، چې په دولتي ادارو او خصوصي برخو کې دې له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتيژۍ شاخصونه تر څارنې لاندې ونيسي له دې ادارې دا هم غوښتل شوي، چې په شپږو مياشتو کې دې د خصوصي موسسو او دولتي چارواکيو شکمنې شتمنې وارزوي ددې فرمان له لارې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره موظفه شوې، چې د واليانو پوستونه د يوې مياشتې په ترڅ کې وارزوي او د لازمو اصلاحاتو په هکله دې مشخص وړانديزونه وکړي دغه راز اړونده ادارو ته امر شوى ،چې د ولايتي بيارغونې ډلو د فعاليت د تعويض او له دولتي موجودو جوړښتونو سره د هغو د مطابقت لپاره ميکانيزم جوړکړي
دغه رازیوشمېر کارپوهانو او دولسي جرګې غړي له فساد سره د مبارزې او اداري اصلاحاتو په برخه کې د افغان حکومت په ارادې شک څرګندوي او وایي؛ چې په دې برخه کې د ولسمشر صادر شوی لارښود به کومه نتیجه ورنه کړي  د دغه لارښود موضوعګانې تکراري ګڼي او وایي؛ چې افغان ولسمشر له تیرو لسو کلونو راهیسې حکومتي ارګانونو ته ورته لارښونې کړي دي، خو کوم ځای یې نه دی نیولی نوموړی ،د افغان حکومت اوسني جوړښت ته په کتو، هیڅ اټکل نه کیږي، چې دغه لارښود دې عملی بڼه غوره کړی ،ولسمشر کرزي د چې د ځان او نورو ادارو لپاره د کار کومه طریقه غوره کړې؛ دا ډېره زړه ده. کله چې دی نه شي کولای په تېرو لسو کلونو کې یو کار وکړي، نو څنګه کولای شي په درییو او یا په شپږو میاشتو کې دا کار وکړياصلاً مهمه خبره ده، خو له بده مرغه د تېرې شپې په لارښود کې، ژمنې، وعدې او کلیشه يي خبرې زیاتې وې.سیاسي کتونکی همداراز وایي، چې د ولسمشر کرزي په نوي لارښود کې له اداري فساد سره د مبارزې او اداري اصلاحاتو هېڅ ضمانت نه دی ورکړل شوی  له دې لارښود سره یوځای باید یوځانګړی کمیسیون هم جوړ شوې وای؛ چې د دغه لارښود د عملي کیدو چارې یې له نږدې څارلی دا هغه څه نه دي، چې نړیوالې ټولنې او افغانانو یې غوښتنه کوله، هیڅ ضمانت موجود نه دی، چې د ولسمشر حامد کرزي دغه لارښود به عملي شي.
ولسمشر باید له دې لارښود سره یوځای یوه کمیټه، یوه اداره یا د انتقالي وزیرانو یوه شورا جوړه کړې وای؛ چې دغه لارښود یې عملی کړی وای او څارلې یې وای ،ځنیې نړیوال او افغانان بیا تراوسه دغه ګام ته د یوې سیاسي ژمنې په سترګه نه ګوري کرزي حد اقل یو لارښود صادر کړ، چې د دې لارښود له مخې خلک په دې پوه کړي، چې دغه دولت هم غواړي، چې له فساد سره د مبارزې لپاره سیاسي هوډ پیدا کړي ،خو کاش چې هغه عملي ګامونه اخیستل شوې وای او هغه چټک عکس العملونه ښودل شوې وای، چې د افغانستان خلک او نړېواله ټولنه په دې باندې پوه وای، چې دلته سیاسي تعهد شتون لري  فساد د افغان حکومت په کابینه کې کلکې ریښې غځولي او ترڅو چې په حکومتي ادارو کې بدلون را نه شي؛ د فساد مخنیوی امکان نه لري.که ولسمشر د قانون پلي کول غوښتل، نو د همدې فرمان په ترڅ کې بايد ددې پرځاى چې سپارښتنې وکړي، نوي مصلح او په کار پوه کسان په دندو ګومارلي واى او د هغوى له کارونو يې ملاتړ څرګند کړى واى حکومت په مصلحتونو او د مافيايي ډلو په ملاتړ ولاړ دى، ځکه خو د داشان فرمانونو عملي کول ګران او ان ناممکن کار دى  حاکم ټيم په فساد کې ښکېل دى، نو څنګه کولى شي ، چې خپله د ځان لپاره دوسيه جوړه کړي او ځان خلکو ته وښيي، چې موږ دغه جرايم او نه بښونکي کارونه کړي دي، نو بنا يو بل ټيم بايد راشي، ترڅو ددوى دوسيې وڅېړل شي
که ولسمشر رښتيا هم اصلاحات غواړي، نو په عمل کې دې مصلحت پرېږدي او لومړى دې، د اهليت له مخې په لوړو څوکيو کارپوه کسان په دندو وګوماري  د ولسمشر مصلحتونو خبره دې کچې ته رسولې ، چې اوس د فرمان له لارې په حکومت کې د اصلاحاتو راوستو ټول فرصتونه يا خو له منځه تللي او يا هم ډېر په ګرانه راوستل کېداى شي.پای سلام خان.