د مولوی خالص ډله د سپین او تور په څیره کي را څر ګند شول

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ملا واحید
مرحوم مولوی  صاحب خالص د عبدالاکبر زوی  د خوګیاڼیو دګندمک د قاضیانو په کلی کی زیږدلی و او د لومړنیو زده کړو استاد يي خپل پلار دی او د نورو زده کړو لپاره پیښور ته لاړو، مولوی خالص لومړی د امامت وظیفه پیل کړه او له همدی لاری د خپلی کورنی  د ورځني ژوند مصارف برابرول او د استادی سپیڅلی وظیفه يي هم تر سره کوله
،ددولت د مطبوعاتو په مستقل ریاست کی يۍ هم دنده اجرا کوله.نوموړی د پیام حق مجلی او وړانګی په مجلی او جریدی کی هم کار کړی .
مولوی صاحب په ۱۳۵۲-۱۹۷۳ کی د کابل پوهنتون په انګړ کي د نوی اسلامي خوځښت(د ځوانانو د اسلامی نهضت)سره اشناي پیدا کړه او به همدی کال يي د همدی ځوان غورځنګ غړیتوب تر لاسه کړ او مسولیت يي هم په سرحدی سیمو کی فعالیت،دعوت او مبارزه کول و. او یو زوی يي د محمد داود خان او کمونستانو د هغي ګډی تصفیي په څپو کی په شهادت ورسول شو چي د جوانان مسلمان ( د ځوانانو  اسلامی نهضت ) د غړیو په  ضد پیل شوی وه.

نوموړی په دیو بند کی هم زده کړی  کړۍ  دی  چي هغه وخت دیو بند او الازهر داسی ګڼل کیدل لکه همدلته چي  د اسلام مبارک دین تکمیل شوی وی خو دا انګیرنه بي بنسټه او غلطه ځکه ثابته شوه چي له دغو دوه ځایونو  فارغانو ټولنی ته نه د طیب،نه د ساینس،نه کمپوټر او ټکنالوجی په برخه کي کوم خدمت وړاندی کړ او نه نور.............دوی او مونږ( امي) تبقه  ټول په خلاص لاس د غربی نړی وسایل استعمالوو او حتی وژونکی وسلی هم او ددهغه  ځاي فارغانو د افغانستان ولس ته په پښتو او دری  ژبو کی د قران عظیم ا لشان د تفسیر کومه نسخه هم وړاندی نکړه تر اوسه موږ ددی شاهدان یوو چی کله هم کومی کتابخانی ته ننوزی نو د پښتو او دری ژبو دینی او مزهبی کتابونه به د اردو او هندی ژیو د علماوء کتابونه ژباړل شوی وی نو پوښتنه کوو چي زمونږ جنابانو له دیوبند او الازهر څه راوړی دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ .
نوموړی په پیښور کی د حکمتیار تر مشر تابه لاندی له هغه حزب اسلامی سره بیعت وکړ چي تر دی دمخه ورته د مسلمانو ځوانانو نهضت ویل کیدو او په  بیښور کی يي خپل نوم ته بدلون ورکړ، مولوی صاحب په ننګرهاراو کونړ کی د حزب اسلامی د یو پیاوړی قومندان په حیث کار کولو او جلا الدین حقانی په خوست کی د مسول په حیث کار کولو، مولوی خالص څه موده د حکمتیار مرستیال په توګه هم کار وکړ.دده او حکمتیار تر منځ اختلاف  په ارتباط ځینی د نظر خاوندان لیکی چی  اصلی مشکل  د زړی(خالص) او نوی سلیقی(حکمتیار) اختلاف او د یو اوبل نه منل ددی سببب شول چی دوه ګوندونه را منځ ته شی او ځینی مریدان يي په ناپوهی سره ادعا کوی  چي خالص یوازی ملا نه بلکه  قومی هم و خو زه دا ادعا بیبنسټه ګڼم او په دی باوری یم چي قومی خو هیڅکله هم نه و په دی ارتباط به زه د سترګو لیدلی حال درسره شریک کړم او دده د تنظیم د تشکیل په اړوند به هم وضاحت وکړم خو زه په دی باوری یم چی د ډیرو ګوندونو په جوړیدو کی د پاکستان او امریکا ګټی خوندی وی او دا کار د همدی هدف لپاره شوی او دا کار يي هغه وخت کړی چي د مولوی خالص په څیر ستر شخصیتونه په لاس ورغلی دی او په دوی کی يۍ د اقتدار د تر لاسه کیدو تلوسه او لوږه لیدلی.مولوی خالص په ۱۹۷۹ مارچ کی پیمان اتحاد اسلامی په غونډو کی د حزب اسلامی په نوم ګډون پیل کړ او له خپل امیر څخه يي د بغاوت او انشعاب لاره خپله کړه او د حزب اسلامی په دغه پیمان کی ددوی ګډون محکوم ګړ او په دی یي تورن کړل چی دوی د حزب په نوم د جدا ډلی جوړول غواړی او همداسی وشول .

د خالص له انشعاب وروسته جلال الدین حقانی هم بغاوت وکړ.په ۱۳۶۱-۱۹۸۲ کی مولوی خالص د مجاهدینو په ایتلاف کی د مالی چارو ریس په توګه وټاکل شو او په ۱۳۶۶-۱۹۸۷ کی د مجاهدینو د اسلامی اتحاد ریس شو نوموړی له مجددی،ربانی،محمدی سره د امریکا ګډ سفر درلود او له ریګن سره يي ولیدل او ویل کیږی چی ریګن ته يي د اسلام دعوت هم ورکړ.مولوی صیب هیڅکله هم مهاجرو ته کوم دللی وړاندی نکړ چي ولی يي انشعاب او بغاوت ته مخه کړه او نه دا هڅه کړی چی ستونزه له خپل امیر سره شریکه کړی او د مجاهدینو تر منځ د نفاق مخه ونیسی.نور بیا.
ملا واحید