عبدالسلام سیرت
دروان کال دجولایی دمياشتي پر ۲۰۱۲/۷/۱۱نېټـه د چهار شنبې په ورځ دکوټي ښار په سمسوره اوسړه سيمه هنــه وړک کي، ياد سمينار دکامران پښتومطبوعاتي مرکز ،او دجنوبي پښتونخوادليکوالوټولني په ز ياراوهڅه ، پر مهالي وخت سهار ۱۰بجې دقاري منقادزهير په تلاوت دقــران کــريم په څومبارکوآياتونوسره پيل شو ،
لومړۍ مقاله (دمحمدامین بسمل اودهغه قلمي مبارزه) ترسرليک لاندي دپروفيسرعرفان الله عرفان داوي له خوا واورول شوه ،
چي ور پسې دنورو، درنو ليکوالو له خواهم ، خپلي علمي ،څېړنيزي ، اوهراړخيځي معلوماتي مقالې ، د ورسپارل شوو سرليکونو لاندي واورول شوې ،
په پای کي دنړۍ دلراوبرنه دادبي کلتوري ټولنو ، نشراتي ارګانونو ، اوادبي قــدرونو اوعالمانوله خوا رارسېـــدلي پيغامونه اوليکني ، دکوربه له خواپه ز ياته خوښۍ ،قدردانۍ اومنني سره دغونــډي ګډونوالو ته ور واورول شوې ، چي په نژدې راتلونکي کي به دسمينار دمقالو په ټولګه کي هم چاپ کړل شي ،
دغه راز لومړۍ برخه ماپښين پر دوې ۲ : بجې دسمينار دموظفي جرګه ګۍ له خوادلاندي پرېکړه ليکونوپه اعلانولوسره پای ته ورسېــده :
۱پښتو ژبه دي په ټولو پښتون مېشتوسيموکي ددفتر او ښوونځۍ ژبه شي .
۲ حکومتي چارواکي دي دنړې په هره برخه کي چي وي ،دپښتوليکوالو، جورنالسټانواوملي قدرونو بشپړامنيت خوندي او تضمين کړي .
۳په ټلويزوني چېنلونو ،چاپي رسنيو، او رېډيوګانوکــي دي د پښتونشراتو برخه ،دپښتني ژواک سره سمه ډيره اوسوچه کړله شي .
۴ په لراوبرکي دي ادبي تنظيمونــه ، کلتوري ټولني اوپښتواديبان ،ليکوالوته دهري ور پيښي ستونځي په اړونــد سره همږغي شي ،اوپه يوه خوله دي د خپل اوز اوچتونکي وي .
۵ په ټولوپښتني سيموکــي دي دپرديوله خوا دتپل شوي کرغيړن جنګ ټغرټول او امن تامين کړل شي .
۶دمکتبونو ، مزارونو اوتار يخي اثارو ړنګول اوسوځول دي ودرول شي ، دبيارغوني چاري دي يې دچارواکوله خواپيل اوچټکي شي .
۷پښتانه دي پخپلومنځوکي ليکونه په پښتويوبل ته تبادله کوي ، دهټيو او واټونولوحې دي په پښتو ليکي .
۸دپښتوژبي وده اوپرمختګ دي دهر پښتون وګړي فرض اودزړه ارمان وي .
دغونـډي دويمـه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه ، چي صدارت يې تکړه اوځوان فرهنګپال شاعر ډاکټرعبدالسلام سِرت اووياندويي يه هڅاندليکوال ښاغلي محمدنسيم سحراڅکزي ترسره کول، دماپښين پر دريو ۳:بجوپيل شوه :
چي يوز يات شمېردجنوبي پښتونخوادبېلابېلوسيمو،کراچي ،اوډيورنډکرښي هاخوا خوږ ژ بو اوتکړه شاعرانو په ښکلي ترنم اوخوږو ډيکلموسره دشپې ترلسو ۱۰: بجوپوري پرتمينه اوله بزمه ډکه وغځول ،
چي بياقــدرمن ميلمانه د قومي مخور محمدهاشم خان کاکړ باغ ته بوتلل شول ،چي هلته د ډوډۍ خوړلو اوټنګ ټکور انتظام شوی وو،
چي دځينوخوږژبوسندربولولکه صادق افغان ،پروېز پښتون ، او ثاني عبيدالله په ملي ترانو اوخوږوسندروسره په کاميابۍ اوزيات برياليتوب پای ته ورسېــده .