د ۲۰۱۵ کال تصویر

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مُقبل کاروان
لکه څنګه چی لیدل کیږی او اوریدل کیږی بهرنی او کورنی سیاسی او نظامی محفلونه د افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته ډول ډول تفاسیر او تصویرونه وړاندی کوی . دا رنګارنګ وړاند وینی د ولس ذهنیتونه تیت او پرک کړیدی . پدی کی شک نسته چی ستونځمن پړاونه را لنډ سوی دی خو مشخصه  کړنلاره چی د مختلفو اړخونو واحد نظر او کړنلاره منعکس کړی
شتون نلری حتی اوسنی تنظیمی واکمنان د خپلو پخوانی خصلتو پر بنسټ پخپل منځ کی واحد دریځ نلری. تیرو ته په کتو هغه کسان په حقه دی چی وایی ۲۰۱۵ کال به د ناندریو ډک کال وی .  اما د پاکستان ، امریکا او طالبانو اخری دریځونه داسی تصورات زیږولی دی چی تر۲۰۱۴ کال وروسته به نه یوازی ناندرۍ شتون ونلری بلکه سوله او ټیکاو به په تدریجی توګه رامنځ ته سی. خو د سوال خبره داده چی د اوسنی بی مسولیته توپک سالارانو په موجودیت کی به د بهرنی ځواکونو د وتلو سره سم د جمهوری ریاست انتخابات ممکن وی که نه؟  په داسی حال کی چی تیر وار د ناټو د یوسل او پنځوس زرو عسکرو په موجودیت کی و نتوانیدل انتخابات په شفافه توګه او سراسری ډول ترسره کړی  .
جمهور ریس ډاډ ورکوی چی  تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هیڅکله افغانستان د کورنیو جګړو ښکار نه سی.  همدا ډول راین کراکر د امریکا سفیر په کابل کی ورته څرګندونی لری او هغه وړاند وینی یی چی ګواکی د بهرنی ځواکونو تر وتلو وروسته به یو ځل بیا د کورنیو جګړو دروازه پرانیستل سی تشی ډنډوری بللی دی . خو د المان د دویجه ولی رادیو د افغانستان د څانګی مشر (راد بیل شامیل اهنګ)تیره اونۍ د یو مفصل تحلیل په ترڅ کی د افغانستان اوسنۍ ناخوالو ته په کتو د بهرنی ځواکونو تر وتلو وروسته داخلی جګړی انکار ناپذیره بللی دی. دی څیړونکی او ژورنالست اداری فساد او د جنګی ډولو شتون او بی عدالتیو ته اشاره کړیده. د دی ډول نظریاتو سره په وړاندی د پاکستان او امریکا تر منځ د مسایلو مثبت انکشاف هم د پام وړ دی  د ناټو د کاروانونو پرمخ د پاکستان د لاری خلاصیدل، د امریکا په کانګریس کی د یو تعداد سناتورانو وړاندیز په دی هکله چی و پاکستان ته دی هغه مرستی چی ځنډول سوی وی دوباره شروع سی او د جاپان د غونډی په حاشیه کی د میرمن کلنټنی ، میرمن حنا ربانی کهر او جناب کرزی تر منځ کتنو او د هغوی رضایت د کتنو څخه ، د قطر د خبرو اترو د بیا شروع کیدو ګنګوسی او د بګرام زندان څخه د ځینو طالبانو خوشی کیدل ټول هغه مثبت انکشافات دی چی د سولی او ټیکاو هیلی او امیدونه له ځانه سره لری. خو اصل سوال دادی چی ولی په دی هکله خبری کیږی چی تر ۲۰۱۴ کاله وروسته کورنۍ جګړی را منځ ته کیږی او یا نه کیږی؟ دا موضوع حتما یو اساس لری نو لازمه ده چی اساس یا علت وڅیړل سی تر څو وړاند وینه تر یو ځایه صحت وی او د امکان په صورت کی د حل تجویز ورته پیشنهاد سی.
په یقین چی هغه نظریات او تحرُکات چی په اصطلاح د ملی چبهی  او یا نورو کړیو له خوا د قدرت له موضع څخه احساس کیږی دا ثابته وی چی ناقانونه مسلحی دلګی په هیواد کی شتون لری چی د پردیو په پیسو غواړی د امکان په صورت کی کورنۍ جګړی پیل کړی .هغه غونډه چی په شمال کی د تهدید په غالب کی د ملی جبهی له خوا جوړه سوی وه او د مالی فساد په ډنډورو بدرګه سول له یوه طرفه د سرکښۍ علایم څرګندول له بله طرفه هغه پیسی چی د پردیو هیوادونو له خوا د ملی جبهی؟ په وسیله د غونډی د اجباری جوړولو لپاره وییشل سوی وی او نجیب الله کابلی پرده ځنی پورته کړل ، دا په ډاګه کوی چی د کورنۍ جګړی لپاره بهرنی هیوادونه څومره پیسی لګوی.آن تردی چی اوس ازبکستان هم د خپلو استخباراتو له طریقه د معلوم الحاله بی مسولیته افغانانو په وجود کی د شمال په  نفتی حوزه کی لاس وهنی ته زړه ښه کړ .سربیره پردی چی تر ۲۰۱۴ کال وروسته د طالبانو تهدید تر اوسه منتفی نه ګڼل کیږی ، خو و تیرو ته په کتوغالبا  د مقتدرو کړیو او تنظیمونو له خوا د کورنیو جګړو احتمال نسی ردیدلای. لکه څنګه چی په شمال کی نښی لیدل لیدل کیږی اوحکومت یی په داسی موقف کی واقع کړی دی چی تردولتی امنیتی ځواکونو مسلح، موازی او بی مسولیته افراد او سلاح ډیر دی.  د مطبوعاتو په حواله غاصبان د دولتی او شخصی ځمکو په غصب نه ستړی کیږی ، دوی هم د غصب کړل سوو جایدادونو د ساتنی لپاره د جګړو پیل یوازنۍ لاره تشخیص کړیده .همدا ډول د دری ګونو قواو  په هغه غونډه کی چی د پارلمان په تالار کی جمهور ریس رابللی وه د جناب کرزی اشاره و ناقانونو ډلو ته  بل ثبوت د مسلحو دلګیو د شتون دی. په اوسنی ستونځمنو شرایطو کی د ناقانونه مسلحو دلګیو موجودیت او انکشاف، یقینا د بهرنی ځواکونو په وتلو تشویشونه زیږوی.
اوس چی جناب کرزی د توکیو او شیکاګو تر غونډو وروسته خپل جدی هوډ په ډاګه کړیدی او غواړی په نژدی ورځو کی د مفسدینو د مهار کولو په منظور حکم هم صادر کړی پکار ده چی اوچت ګامونه پورته کړل سی ترڅو د مفسیدینو او جنګ طلبانو پلانونه په نطفه کی خنثي کړل سی ،په هغه صورت کی به ولسونه د جناب کرزی و شاته ودریږی. د دی حقیقت څخه هم سترګی نسی پټیدلای چی د هیواد په اوسنی جوړښت کی د فساد او مفسدینو سره مبارزه اسانه او ساده کار ندی ځکه تر ډیره له یوه طرفه دوی واکمن دی او له بله طرفه ځنی یی بهرنی ملاتړ لری ، خو هغه څه چی ثابت دی امکان نسته چی په جان او قربان دی د فساد کمبله ټوله سی او یا دی په اخلاقی لارښوونو ښه حکومتداری رامنځ ته سی. دفساد په وړاندی مبارزه جدی ، رغنده او بی امانه اقداماتو  ته اړتیا لری،  لکه څنګه چی وینه په وینه نه پریولل کیږی همدا ډول فساد په مفسیدینو له منځ نځی . که جناب ریس جمهور دا فکر کړی وی چی هر فساد پیشه به لوی څارنوالۍ ته د تحقیق لپاره ولیږی خو دا به د اشتباه تکرار وی . څارنوالی پخپله زموږ په هیواد کی د فساد هسته جوړه کړیده ،په لمړی قدم کی باید څارنوالی له فساده پاکه سی ،فرسوده او زړی پرزی یی بدلی سی ، نوی ظرفیت او تحرُک پکښی رامنځ ته سی تر څو څارنوالی د فساد سره د مبارزی جوګه سی .
.زما په آند د دوو قوی او زړه ور اقداماتو په ترسره کولو به هم تر ۲۰۱۴ کاله وروسته د کورنۍ جګړی مخه ونیول سی او هم به د انتخاباتی بهیر د اخلال مخه ډپ سی. هیره دی نه وی چی په دی لاره کی د بهرنیانو علل الخصوص امریکا همکاری ضروری ګڼل کیږی لکه څنګه چی کرزی د توکیو د کنفرانس په ترڅ کی خاصه اشاره ورته وکړل او ویی ویل چی د یوه لاسه ږغ نه پورته کیږی بلکه د بهرنیانو همږغی ضرور ده .هغه دوه کاره د منځنی اسیا و تجاربو ته په کتو په لاندی ډول خلاصه او پیشنهاد کیږی.
۱ : یو تعداد معلوم لوی مفسیدین له دولتی دندو لیری کړل سی . ددی   کسانو تثبیت ډیر ساده او آسان دی هغه چارواکی چی قصرونه او تجارتی بلډینګونه یی په مرکز او ولایاتو کی جوړ کړیدی او یا پر نفتو او بانکونو یی انحصار لګولی دی او په خاصه توګه چی امنیتی ملی ارګانونه یی قبضه کړی او په تدریجی ډول منګولی ښخوی.له دولتی واک څخه بی برخی کړل سی. همدا رنګه لویه څارنوالی باید په اول قدم کی د فساده خلاصه سی تر څو وکولای سی نوری د فساد دوسیی په امانت دارۍ وڅیړی.
۲: یو تعداد پیژندل سوی او جګ پوړی جګړه ماران او مجرمین دستګیر او تر نظارت لاندی ونیول سی . په هغه صورت کی به نه یوازی د ټاکنو د ملی او دموکراتیک بهیر تضمین وسی بلکه تر ۲۰۱۴ کال وروسته به تام امنیت متصور او د تهدیداتو مخنیوی وسی. داځکه چی ملی او ولسی باور به ترلاسه سی او په دی ډول به د ولس همکاری د حکومت سره زیاته سی . دا پیژندل سوی تهدیدات په ظاهره کاغذی ببر معلومیږی خو په معنی کی پوچ او کمزوری دی ،زور په ولسونو کی متمرکز دی او ولسونه د حق او عدالت غوښتونکی دی هرڅوک چی حق او عدالت تامینوی ولسونه یی ملاتړ کوی. مهمه خبره خو داده چی د جګپوړو جنګسالارانو په نیولو به ولس د برمټی څخه خلاصیږی، مال او او نوامیس یی په امن کی کیږی.
که نه تاریخ به شاهد وی چی په بل هیڅ ډول به تر ۲۰۱۴ کال وروسته امنیت رامنځ ته نسی او نه به ازاد او منصفانه ټاکنی ترسره سی. د جنګی ډلو تیاری و خپل منځی او کورنیو جګړو ته همدا اوس کاملا محسوس دی تاسو وینۍ چی همدا اوس د احمد خان سمنګانی په ګډون د دوستم جګپوړی قومندانان په سمنګان کی د واده په مراسمو کی ووژل سول او ګنګوسی هم داسی دی چی ګواکی جمعیتیانو دا حمله ترسره کړیده ، د امکان څخه لیری نده چی دوستمیان هم په متقابل عمل لاس پوری کړی. نو پکار ده چی دولت سر د اوسه د بهرنی ځواکونو د وتلو وروسته د امنیت د تامین په منظور خاص اقدامات ترسره کړی او دا خبره هم جوته ده چی که امریکایان په دی لاره کی د کرزی سره ملتیا ونکړی نو لاس تړلی حکومت به هیڅ هم ونه کولای سی. او ولس به لاس په دُعا حوادثو ته تسلیم وی.