عنایت الله پویان
باباجانه! پرون شپه مې په خوب کې لیدلې، را څخه خپه غوندې وې او راته دې ویل:هغه مهال اوهغه وخت چې انګریزي استعمار زما د ښکلي پښتونخواپه روغ بدن د ډیورند د مردارې کرښې په نامه د بیلتانه د ظلم زور چاړه را کاږله او زما د ښکلې نازنینې لورګۍ [ پښتونخوا] اندامونه یې په دو برخو سره ویشل، ته په کوم خوب کې ویده وې ـ
با با جانه! په پخوا زمانو کې به د پوهې او هنر خاوندانو شعرونه لیکل او اوس دا مهال سړي وژونکي قاتلین او ټوپک سالاران هم د خپلې خوښې شعرونه لیکې او ځانونه حماسي شاعران او لیکوالان بولي او بې وزنه شعرونه یې د رسنیو په صحیفو کې په پراخه پیمانه خوریږي او د ړندو قضاوتونو تش په نامه لیکوالان یې د مخکښو شاعرانو په نومونو ساده لوحو اوخوش باوره خلکو ته په غلطه توګه په ښکلو عباراتو ور پیژني
بابا جانه! له بده مرغه خبرمې تر لاسه کړ چې ستا په مبارک قبر د دهشتګرو ډلو ټپلو له خوا ځان مرګي بریدونه شوي دي او ستا هدیره یې در ورانه کړې ده ـ پلار جانه! ته مه خپه کیږه ، د ټول افغان د دښمنانو په دغو نادودو او کرغیړنو کړنو ستا لوړمقام ته تاوان نه رسیږي، ستاهدیره به له سره جوړه شي او د پښتوبی بی د درملنې لپاره به بیا له سیمې او منطقې څخه تښتیدلي طبیبان را ستانه شي ـ بابا جانه! را ته دعا ؤکړه چې ؤکولای شم د شعر او ادب په خوږې دنیا کې ستا د مبارکو پښو په پلونو پل کیږدم او د پښتو بی بی غاړې ته د پښتني ادب له باغچو څخه د ګلانو حمیلونه جوړ کړم ـ د خدای ښه دې وي ستا د عاطفي لارې لاروی: عنایت الله پویان