ليک . سليم صافى
اخيستنه جنګ ورځپاڼه
پرته له شکه دامريکا تګلاره يوله بل سره تضاد لري ، بيلابيلې دسېسې په زرو کې دي ، د هندوستان نيت هم صحى نه ښکارې اود افغانستان رويه هم د ملګرتيا نه ده ، مګر سوال دادي چې پاکستان اخر څه غواړې ؟
دهغه دوستان څوک دي او په سيمه کې يې تګلاره کومه او څه غواړې ، که د تګلارو په اړه وپوښتل شې چې هيواد يې په افغانستان کې امريکايې بريا غواړې نو ځواب يې په نه سره ياد .............. وروسته ها سره ويل کيږې .
اوکه د امريکا بريا نه غواړې نوآيا بيا په افغانستان کې د پخوا په د طالبانو حکومت غواړې نوددې ځواب هم په نه سره ويل کيږې .
داسې هم ويل کيږې چې پاکستان د امريکاسره دوښمنۍ زور نه لرې ، په عين حال کې له امريکا سره کوشتي هم دوام لري له هغې څخه دبخنې غوښتنه کيږې که موږ وړانديز وکړو چې له ټولو وسله والو سره دي له خبرو له لارې کا رواخيستل شې امنيت شوني دى ، په ځواب کې راته ويل کيږې چې دولت ګواښونکو سره خبرې په هيڅ ډول نه شې کولاى ،
مګر کله چې امريکا او لويديزوال په شمالى وزيرستان کې د عملياتو مطالبه کوي نو ورته ويل کيږې چې پاکستان د نورو پوځې عملياتو توان نه لري .
امريکا، اتحاديان اوافغان دولت نيوکه کوي چې د افغانى طالبانو مزاحمت دپاکستان د مرستوپايله ده ، افغاني طالبان ګيله کوې چې نه يوازې داچې حکومت يې پاکستان له بيخه ونړاوه بلکې په زندانونو کې يې اوس هم طالب زندانيان وراسته شو ،
د لويديزې نړۍ په اند پاکستان هيواد د القاعدې او طالبانو جاله ده ، اود طالبانو او القاعدې په اند پاکستان بيا د امريکا څرځاي دى اوحکومت يې د امريکا لاس پوڅى دى .
نړۍ تور پورې کوي چې دپاکستان پوځ د ترهګرو ملاتړى دى اوپاکستانى طالبان بيا دپاکستان پوځ د امريکا ملازم ګڼې زموږ له دي سربيره دچارواکو موقف دى چې ډرون ( بى فيلوټه ) بريدونه په هيڅ ډول د زغم وړنه دي مګر دبى فيلوټه الوتکو بريدونه جريان لري اوپه ځواب کې چوپتيا غوره کيږې ........
داهم ويل کيږې چې دبى فيلوته الوتکو رانسکورولو وړتيايې لري مګر درانسکورولو کې زيان دي کله ويل کيږې امريکا سره يوځاى د ډرون د بريدونو کومه تګلاره غوره کوو دهغې په ځواب کې بيا ويل کيږې پدې ډول دهيواد په خپل واکۍ باندې بده اغيزه کيږې.
پدې ډول اوتى بوتى جريان لري .
يوکال وړاندې دبهرنيو چارو وزارت ګيله لرله چې د بن لادن په عملياتوکې يې هغوى بى خبره ساتلوسره دهغوى په خپلواکۍ پوري خندنى کړي مګر اوس مهال د دفاع وزير وايې چې دپاکستان پوځ پرمرسته امريکا بن لادن ته رسيدلي ده ، دوه نيمې مياشتې وړاندې دمارچ په نيمايې کې امريکادپاکستانى پوځيانو په وژلو باندې بخنې ته ليوالتيا ښودلي وه مګر پاکستان ورته ويلې ؤ چې اوس دى بخنه نه غواړې اود اپريل مياشت ترنيمايې پورې دي صبر وکړي اوس همدغه خلکود ناټو د توکو د ليږدمسله د بخنې سره تړلي ده ..... اوس مهال امريکا بخنى ته ليواله نه ښکارې .....کله دناټو مسله د ډرون الوتکو دبريدونو سره تړي اوکله يې د بخنې سره اوپه عين حال کې دا هم ورته ويل کيږې چې دامريکاسره يې د کنګل شوو اړيکو اوږدوالي د دوى په زيان دى چې په راتلونکى بجټ کې ورته مشکل پيداکيږې په ښکاره ډول خو دوى يو دي مګر سياسي مشران اسټبلشمنټ باندې تور پوري کوي اوهغوى په سياسي مشرانو تور پوري کوي .
کراچۍ د جنګ ميدان دى ، بلوچستان دغسې درواخله ، لږپه امن ولايت پنجاب کې خپله حکمرانان ژبنيو نفرتونو ته هوا ورکوي ، په خيبر پښتونخوا او قبايلې سيمي عملاً د ترهګرو په واک کي دى په ګلګت او بلتستان کې يو بل ډول اورته پوکي وهل کيږې نه په ټولنيزو خبرو باندې اتفاق شته او نه هم سياستوالو کې پر سياسى تګلارو باندې يوځاى کيدل شوني دي عام وګړې له پخواڅخه سام ؤ اوس مونړۍ هم خپل ځان ته ګوته په خوله کړي له هند سره مو اړيکې سمى نه شوي او امريکا سره موږ د جنګ کولو طرف ته روان يو.....
دهند او امريکا د جنګولو لپاره اړينه ده چې موږ په داخل د هيواد کې ځواکن واى مګر په قبايلې سيمو ، خيبرپښتونخوا ،بلوچستان او کراچۍ کې مو عسکر له خپلو هيوادوالو سره لاس او ګريوان دى آخر داڅه دي په ټوليزه توګه د ځان وژنى څخه ورته بغير څه ويلاى شو ؟؟؟؟
څوورځى وړاندې په جي، ايچ ،کيو ( پوځى مرکز ) کې دشهيدانو په مناسبت جوړه شوي ناسته کې ګډون وکړ په هغې کې مي بيلابيل ژړغوني داستانونه واوريدل يوخواته د ترهګرى پرضد عملياتوکې دپوځى ځوانانو دشهادت يادونه تازه کيدل دغه راز په سلاله نومى ځاى کې د وژل شوو سرتيرو ويديو په پراجيکتور باندې برخه والو ته وړاندې کيده بلې خواته پردغه وخت کې دناټو دشريکو هيوادونو استازو په پوځي ديريشۍ (يونيفارم) کې کيمرې پرهغوى فوکس شوي ( دهغوى راوستل او په پرده باندې نږدې کول ) يې پيل کړه ،
قاتل اومقتول په يوځاى کې ؤ ما فکرکاوه چې قبايلې سيمو او خيبر پښتونخوا کې چې کوم پوځيان وژل شوي ؤ هغوى باندې د ترهګرى له امله بريدونه شوي ؤ چې داپوځ د امريکا اتحادې دى بلې خواته امريکايې پوځونو په سلاله نومي ځاى باندې پدې اساس ددوى پرخلاف بريد کړي ؤ چې دهغوى په اند پوځ د هغوى د دښمن سره همراز دى ګوندې خپل رانه هم خفه شول اوپردي خو پردي دي .
حيرانتيا ده چې اخردا کومه تګلاره ده ، موږ يوازې دامريکا ، افغانستان او هندوستان په تګلاروکې د نيمګړتياو په ګوته کولو سره خپل سياست کوو او ژورنالستان يو .
آيا کله موږ د خپل رياست دتګلارو په نيمګړتياو او تضادونو هم فکر کړيدى ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
غميزه داده چې په بهرنيو اوکورنيو تګلارو کې د تضادونو اودهغې په پايله کې ټولنيزې ځان وژنى خواته سفر کولو باندې څوک هم فکر نه کوي اوداچاته هم اړينه نه ده .
په کومه ورځ چې دافغانستان ، امريکا او پاکستان درى اړخيزه غونډه په اسلام ابادکې کيدله له هغې يوه ورځ وړاندې د لومړى وزير پرخلاف دسترى محکمې پريکړه وشوه او هرى خواته کورنۍ سياست په زورکې ؤ ، محترم ولسمشر د واک په فکر کې ؤ ، نوازشريف خپله د بادشاهۍ په څير سياست کاوه ، عمران خان نواز شريف ګواښه وه ، عوامى نيشنل پارټى او متحده قومي مومنټ دخپلى ترفګنۍ او د فائدو په چکر کې ؤ ، مذهبى ګونډونه دکنګل فکرۍ څخه ونه وتل ، پوځ او عدليي ته خپل مفادات ترهرچا مخکې ؤ اوميډيا نوى ببولالى ويلې ،
داسې ګمان پري کيږې چې دا اسلام اباد دى نه دى بلکى پخوانى بغداد دى .
پاى
ليک . سليم صافى
اخيستنه جنګ ورځپاڼه
05/05/2012