قلم ېعني څه؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ع. شريف زاد
قلم او عزت ، کلام اوعفت زمونږ په عقايدو کې ځانګړي ټکي دي او د اسلام له نظره پوره معنا او مفهوم لري بيله دې چې زمونږ په ټولنه کې هر ډول پلمه، نيوکه، غاښ چيچنه ، غصه او غضب مطر ح وي او يا ځينې خلک په دې باره کې په عمومي توګه د قضيې بل اړخ ته ولاړ وي .دې کې شک نه شته چې زمونږ هيواد د يوه ډير ناببره، بې وخته، نه مننونکې بحراني حالت سره مخامخ شو
او ډيرې ستومانې ېي وګاللې هر قوم او قبيله په وار سره له مينځه لاړ اوبر باد شول. دهيواد په ټو لو سيمو کې د ناوړو کارونو شوم حالت په ډاګه بريښي او مونږ ېې له يوېشتمې پيړۍ نه بيرته لسمې پيړۍ ته په اقتصادي، ټولنيزه او مدن
ي حالت شا ته کړي يو . سوله، سوله نارې وهو خو سوله په مايکروسکوب کې هم نه ليدل کيږي. او مونږ بيا هم په ډير ليرې واټن کې سره ستر اختلافونه لرو او خپل په خپل وژ نو تاسې د غه تباهي د نورې نړۍ د هيوادونو سره ښه وڅيړي او ښه ځير شي چې په کومه سيمه د نړې کې دومره بې اتفا قي، سواستفاده، ځانځانيتوب او يواځې شخصي ګټې د ا هميت وړ دي. اوس له هره څه نه مخکې زمونږ هيواد بشپړې رغونې ته اړه لري او په هر حالت کې بايد ورته پاملرنه وشي،دا مهمه نه ده چې څوک د پاليسې او سياست په خره سپور دى او څه کوي؟ دغه هيواد به خپلو اصيلو بچيانو ته د کار او يوالي زمينه برابروي او دلته به ي
و رښتينى حق او عدالت مينځ ته راځي نو که څوک خفه کيږي او که خو شحاليږي. دغه جبر راتلونکي او ددې جبر اختيار او ديالکتيک په کلونو وړاندې د مجروح په کتاب او وينا کې ليدل شوي. زمونږ دغم ځپلي هيواد ملي مستقبل له هغه څه نه ډير مهم ګام ګڼل کيږي کوم چې زمونږ هيوادوال ېې په لنډو، بې بنيادو، بې اساسو، سياسي او غير سياسي غونډو، ويشونو کې ستړى کړي دي. واېې چې :يو کشمش او څلويښت قلندره! خو ددې کشمش شاته نور قلندارن شته خبره لا پاى ته نه ده رسيدلې . قلم دهيواد د بيان او ازادي په مفهوم کې خلکو ته د بشپړې ارادې،لارښوونې، عدالت او ورورولي، مساوات، رښتينتوب او انساني
مىړانې زيرې ورکوى هغه زيرى چې د معنوي ګټو سره ملګرى دې او انتقاد ېې هم په انساني ټولنه کې ادبې بڼه لري اود پيغور وړ نه دى. بلکې د پوهې او جوړښت په چوکات کې يو سالم حرکت دي کوم چې په هغه کې د خداى (ج) او د رسول اکرم (ص) خوښي او رضا هم حا صليږي.
چور چپاول، لوټماري، چل او فريب، دروغ او ناوړه تيري، انسان وژنې د انساني کرامت له معياره ليرې کارونه دي بيا د قلم کار نه ګڼل کيږي او د اخلاق له دايرې هم وتلى کار دى نو هيله ده چې د ا ډول لوبې په قلم باندې د انتقادونوپه نو ونه تپو او د خپلې پيژندګلوې پر اسا س قدمونه واخلو .
په درناوي