سلام خان
د پاکستان پارلمان د جمعې په ورځ د هغه سیاسي بحران د پای ته رسولو په خاطر چې د سترې محکمې له خوا د دې هیواد د پخوانی صدراعظم یوسف رضا ګیلانې له بې واکه کیدو ورسته رامنځ ته شوی و؛ راجا پرویزاشرف د دې هیواد نوی صدراعظم په توګه انتخاب کړی راجه پرویز اشرف مخکی له دی دیوسف رضا ګیلانی په کابینه کی داوبو او بریشنا دچارو دوزیر په صفت دنده در لوده
د پاکستان پنځویشتم صدر اعظم راجا پرویز اشرف د بلوچستان صوبې حالاتو په ځانګړې توګه د ازادي غوښتونکیو او ناراضي بلوچانو مسلو ته په اشارې وویل، حکومت به يې هڅه وکړي څو ټول هغه خلک او ډلې چې په هر شکل او هر نوم مرور دي بیرته پخلا او د یوه متحد پاکستان تر بیرغ لاندې راټول کړی پرویز اشرف مذهبي افراط او سخت دریزې وسله والې ډلې د پاکستان او په مجموع کې د اسلام لپاره یو لوی چلنج و باله او هغوی ته يې دخبرو اترو بلنه ورکړه خو دايې ونه ویل چې ددغې پدیدې د دایمي حل لپاره به هم اقدامات وکړي که څنګه،مذهبي بنسټپالنې پاکستان ته له حده زیات زیانونه واړول، د سخت دریزو وسله والو ډلو د ناسمو کارونو او اقداماتو له وجې نه یواځې پاکستان بلکې په مجموع کې اسلام ته نه جبرانیدونکي زیانونه اوښتي او لا هم اوړي نوموړی همداراز ویلی دی چی زه د پاکستان د صدراعظم په توګه ټولو دغو ډلو ته وړاندیز کوم چې وسله دې وغورځوي او د اساسي قانون په چوکاټ کې دننه دې خپل عادي ژوند ته راوګرځي
راجه پرویز ولسمشر زرداري ته نږدې کس دی او له 2008 زکاله ځخه وزیر و ، خو دشنونکو له انده دا به دراجه پرویز له وړتیا پورته خبره وي ،چې په هېواد کې دې سیاسي اڼدول واړوي ځکه پاکستان اوس دبرېښنا له ستونزې سره مخ دی او نوموړي دخپل وزارت پر مهال ونشو کولای چی دا ستونزه حل کړي .
له نوموړي سره قمرالزمان کایره او مولانا فضل الرحمن هم سیالي کوله ،چې دوکیلانو دباور رایه یې تر لاسه نشوه کړای اشرف به له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي ځکه چې له یوې خوا به د پوځ ترفشار لاندې وي او له بلې خوا د قضا یا سترې محکمې له جنجالونو سره مخامخ وي، مګر دا چې د پوځ په اشاره د زرداري له لوري نومول شوی وي ، د پاکستان سترې محکمې پر ملکي حکومت د پوځ په اشاره فشار زیات کړی دی. د دغه فشار په نتیجه کې ګیلاني له واکه لېري شو او که اشرف د پوځ اوامر ونه مني ښايي راتلونکی کال دی هم په ورته برخلیک اخته شي.
دهند لومړي وزیر خپل نوي پاکستاني سیال ته په دې دنده دمنصوبېدا مبارکی وویله دشین هوا خبري سرچینې راپور ورکړ چې دهند لومړي وزیر منموهن سینګ دپاکستان نوي لومړي وزیر راجا پرویز اشرف ته مبارکی وویله منموهن سینګ همدغه راز دډاډ په څرګندولوسره ډاډ ورکړ چې دنوموي دپاکستان په دلومړي وزیر په توګه دټاکل کېدا په دوره کې به ددوه اړخیزو مسائلو دوام پرمختګونه ولري ،سینګ دمبارکی په دې پيغام کې وویل زه باور لرم چې دستا دلومړي وزیر په توګه دوران کې به دهند او پاکستان ترمنځ په دوه اړخیزو خبرو اترو او حتې ټولو موضوع ګانوپه برخه کې پرمختګونه دوام پیداکړي
امریکا متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه د راجا پرویز اشرف د انتخاب هرکلی کړی او هیله یې ښودلې ده؛ چې په دې سره به په پاکستان کې روان سیاسي کړکیچ پای ومومي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولانډ خبریالانو ته وویل؛ دوی خوشاله دي، چې په پاکستان کې د مشرتابه مساله هواره شوه ویکتوریا نولانډ وویل، امریکا د پاکستان له نوي صدراعظم سره د همکارۍ غوښتونکې ده او هیلمنه ده، چې له دې ټاکنې سره به دا زمینه برابره شي، چې دواړه هیوادونه په بیلابیلو برخو کې کار د همکارۍ لپاره کار پیل کړي په ۲۰۱۱ م کال کې یو شمیر پېښې د دې سبب شوي، چې د پاکستان او امریکا اړیکې خرابې شي. په دې کې د ۲۰۱۱ م کال د می په میاشت کې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن پر کور د امریکايي کوماندويي ځواکونو برید چې په ترڅ کې یې اسامه بن لادن ووژل شو؛ تر ټولو مهمه پېښه وه، چې پاکستان دا پر خپله مځکنۍ بشپړتیا تیری باله ورپسې د ناټو د ځواکونو په بمبارۍ کې د مومندو په قبایلي سیمه کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول؛ چې له امله یې پاکستان له خپلې خاورې څخه په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو ته اکمالاتي لارې وتړلې او دې کار په افغانستان کې د طالبانو پرضد د ناټو په عملیاتو کې ستونزې رامنځ ته کړې د دې لارو، چې د امریکا لپاره ځانګړی ارزښت لري، د بیا پرانیستلو لپاره خبرې اترې تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي اوس د پاکستان نوي صدراعظم ویلي، چې د امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، نوموړي د پاکستان د صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو څو شیبې وروسته د دې هیواد پارلمان ته وویل؛ دا به له امریکا او نورې نړیوالې ټولنې سره صمیمانه اړیکې ټینګې کړي؛ چې په مساوي حقونو او یو بل ته به د درناوي پر بنسټ ولاړې وي. خو نوموړي د ناټو د مواصلاتي لارې د پرانیستلو په اړه څه ونه ویل
یو شمېر افغان کتوونکي په دې باور دي، چې په پاکستان کې د نوي صدراعظم ټاکنه به د افغانستان په اړه د پاکستان په اوسنۍ پالیسۍ کې د کوم مهم بدلون سبب نه شي نوی صدراعظم راجه پرویز اشرف به هم د پاکستان په پوځ او استخباراتو؛ چې د افغانستان په اړه اصلي پالیسي جوړوونکي دي، د کنترول توانايي ونه لري پرویز اشرف د پاکستان په پارلمان کې د پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په پرتله یو کمزوری شخص دی چې ممکن دی هم تر ډیره په واک کې پاتې نه شي نوی صدراعظم پرویز اشرف په پاکستان کې د وسله والو ډلو د پټنځایونو له امله د امریکايي چارواکو له زیاتیدونکو فشارونو سره هم مخ دی په دې وروستیو کې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا وویل، چې دغو پټنځایونو ته نوره د صبر کاسه په نسکورېدو ده او باید چې پاکستان یې پر ضد جدي اقدامات وکړي.پای سلام خان