سلام خان
ټاکل شوې ده چی دامریکا په ملاتړ په افغانستان کې د پانګونې د تشویق پخاطر د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کی په هند کې یو کنفرانس جوړ شي د چارواکو په وینا د دغه کنفرانس هدف د نړیوالو شرکتونو سره د سیمې د هیوادونو همغږي کول دي چې په افغانستان کې پانگه اچونه وکړي ،په دغه کنفرانس کې به د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په مشرې،
چی وروسته له هغه به د جاپان په توکیو کې یو بل اقتصادي کنفرانس پيل شي هند په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره شاوخوا دوه ملیارد ډالره مرسته کړې ده د دغه هیواد په پیسو په افغانستان کې ډېر سړکونه، ښوونځي، روغتونونه او نورې ټولګټې پروژې جوړې شوې دي دا هیواد اوس د افغانستان د حاجي ګک د وسپنې کان پر سپړلو یوولس ملیارد ډالره پانګونه کوي چې د ابه د افغانستان په تاریخ کې به تر ټولو لویه پانګونه وي.
د امریکا متحده ایالاتو او هند ژمنه کړې ده، چې د افغانستان د اقتصادي ودې او ثبات په کار کې به مرسته کوي او په دې اړه به د امریکا، افغانستان او هند تر منځ درې اړخېزې خبرې وشي ،ځواوونی وړاندی د هند او امریکا ترمنځ د ستراتېژیکې همکارۍ له خبرو وروسته، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران سلا شول چې افغانستان، هند او متحده ایالات باید خپل فعالیتونه د رسمې مشورتې غونډو له لارې پر مخ بوځې د امریکا متحده ایالاتو او هند موافقه وکړه، چې له افغانستان سره به درې اړخېزې خبرې کوې او په دې توګه به د زراعت، کانونو، بریښنا او نورو زیربنایي پروژو کې له افغانستان سره مرسته کوي . دا پرېکړه د هند او امريکې تر منځ د ستراتيژيکو مذاکراتو په درېيم پړاو کې وشوه. دا لومړی ځل دی چې د دا ډول خبرو پرېکړه کیږی او په دې مانا ده چې تر دې وروسته به هند ته د افغانستان په مسايلو کې د يوه اصلي لوبغاړي په سترګه کتل کیږی. د هند او امريکې د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې راغلي، چې دوی هڅه کوي دمشورې له لارې داسې نوي فرصتونه رامنځته کړي چې د يوه باثباته، ولسواک، متحد، خپلواک او نیکمرغه افغانستان په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي. په اعلاميه کې ټينګار شوی، چې په افغانستان، سيمه او ټوله نړۍ کې د سولې او امنيت لپاره اړينه ده چې د ترهګرو ځالې او خوندي مرکزونه له منځه لاړ شي د هند او امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډه اعلامیه کې داهم راغلي دي: په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د امنیت د خوندي ساتنې له پاره ضروري ده چې د تروریزم او افراطیت ریښې هر چیرې چې وي له منځه ولاړې شی
دامریکی دبهرنیو چارو وزیری په هند کی خبریالانو ته وویل:موږ ډیر خوښ یو چې هند د افغانستان د خلکو د راتلونکې د سوکالي له پاره ژمن دئ هغی یادونه وکړه چې د وریښمو د لرغونې لارې د بیرته رغولو له پاره ابتکار په نوم د پانګوالو د کنفرانس کوربتوب پر غاړه اخیستل، د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او له هغوی سره مرسته له افغانستان سره د هند د همکاریو نورې بیلګې دي هغی د خپلو خبرو په دوام کې وویل: زه ډیره خوښه یم چې افغانستان له دا ډول عملي ملاتړ څخه برخمن کیږي. ځکه دا د هر یوه په ګټه ده چې افغانستان په یوه امن او ثبات لرونکي هیواد بدل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرهم ویلی دی چې هند په افغانستان کې تل رغوونکی نقش لوبولی دئ هغه د دواړو هیوادونو تاریخي، کلتوري او سوداګریو اړیکو ته چې له پیړیو راهیسې موجودې دي، اشاره کړی ده کریشنا د افغانستان په ګاوندي هیواد پاکستان کې د ترهګرو د اډو شتون د سیمې د ثبات له پاره ستر ګواښ ګڼلی دې په عین حال کی دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د هند د عدلیې له وزیر سلمان خورشید سره په کتنه کې چې دکابل په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان او سیمې په اړه په بیلا بیلو مسألو خبرې اترې کړی دی د هند د قانون او عدلیې وزیر ډاډ ورکړ چې هیواد به یی له افغانستان سره د پوهنې، لوړو زده کړو او ددغه هیواداد له محصلینو سره د مرستو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي،سلمان خورشید په افغانستان کې د پانګونې د تشویق لپاره د سیمې ایزو هېوادونو د پانګه والو د کنفرانس په اړه چې د توکیو له کنفرانس څخه مخکې به د سیمې د هیوادونو د استازو او پانګه والو په ګډون په هند کې جوړ شي، د هیواد جمهور رئیس ته معلومات ورکړل په افغانستان کې د هند سفیر چې په دې ناسته کې یې حضور درلود وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شوی دی د افغانستان جمهور رئیس په تیرو لسو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند له مرستو نه مننه وکړه حامد کرزي د سیمه ایزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه وویل چې د سیمې هیوادونه باید په خپلو منځونو کې ده رقابت پر ځای همکاری رامنځ ته کړی دا هم وویل چې هند باید د چین دهیواد په څیر، خپل پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته نور هم وهڅوی،
یو شمیر کارپوهان پدي باور دي چې پاکستان به د هند او افغانستان تر منځ د اړیکو د پراختیا مخالفت وکړي، دا ځکه چی واشنګټن له اسلام اباد څخه نا هیلی دی او له همدي امله یي هند ته د دوستۍ او همکارۍ لاس غزولی دی اما د افغانستان راتلونکې د امریکا په نسبت، پاکستان ته زیات اهمیت لري لکه څرنګه چې څرګندیږي، د پاکستان اردو او د استخباراتو اداره د افغانستان په راتلونکې کې د رول درلودلو په خاطر، حتی له امریکا سره په خپلو روابطو قمار وهلو ته تیار دی په افغانستان کی دپاکستان لپاره ملګری حکومت غواړی دا مساله اوسمهال د امریکا او پاکستان د اړیکو لپاره اساسي مشکل دی او د افغانستان د ثبات لپاره خڼډ ګڼل کیږي پاکستان نه غواړی چی هند په افغانستان کی دخپلی پښی لپاره ځای پیدا کړې څکه ځولسیزی وړاندی هند له بنګله دیش سره لاس یو کړ بالاخره له پا کستان څخه بیل شو اوس پاکستان ویره لري، چې له بلوچستان سره د هند نږدې کیدل به د بلوچستان د جلايي غوښتونکو د اطمینان سبب شي او دا به د پاکستان بیا ټوټه کیدو ته لاره برابره کړي سره له دې چې په وروستیو کې د واشنګټن او اسلام اباد روابط کړکیچن دي، خو امریکا باید داهیر نه کړي، چې په افغانستان کې د ثبات ټینګول د پاکستان دوستي ته اړتیا لري.
هند وېره لري چې که طالبان بیا په افغانستان کې واک ته ورسیدل بیا به د هند مخالفو ترهګرو ته اجازه ورکړي چې په افغانستان کې د تروریستانو د روزنې کمپونه جوړ کړي اما طالبانو په یوه تبصره کی د هند ودی وېرې ته په اشارې ویلي دی چې دوی به چا ته اجازه ورنه کړي چې له افغانستانه د بل هیواد پرضد د اډې په توګه کار واخلي طالبانو په خپله انګلیسي ویبپاڼه کې دې مسلې ته په اشارې لیکلي دی: چی پنیتا ناکامه شو، ده په هند کې درې ورځې تیرې کړې چې دروند بار له خپلو اوږو لیري او د هند پر اوږو یې واچوي څو د وتلو لار ومومي او له افغانستانه وتښتي.
د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ادارې یو جګ پوړی چارواکی( رابرت بلیک) بیا وایی، د افغانستان، هند او امریکا تر منځ درې اړخیزی خبری دپاکستان پرضد نه دی دا درې اړخیزی خبرې د افغانستان د وضعې او له دې هېواد څخه د ملاتړ د څرنګوالي په اړه دی نوموړی ویلی دی لکه څنګه چی تاسی زما ځخه په وارو وارو اوریدلی دی چی په افغانستان کی دانتقال دری ډیری مهمی مر حلی روانی دې، دا یوازې د امنیت انتقال نه دی، بلکه په سیاسي برخې کې هم دی. په ۲۰۱۴ م کال کې په افغانستان کې ډېر مهم انتخابات تر سره کیږي او وروسته به اقتصادي انتقال هم ورسره په مساوي ډول پر مخ لاړ شي د جنوبې او مرکزې اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال رابرت بلیک د پاکستان د لشکر طیبه ډلې د ګواښونو په وړاندي د هند د اندیښنو په اړه وویل موږ زیاتې هڅې کوو، چې پاکستان د لشکر طیبه د فعالیتونو پر ضد عمل ته وهڅوو تر څو د استخباراتو د شریکولو او نورو همکاریو له لارې د هغوي د حملو مخه ونیوله شی
کابل ورځپاڼو هم د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو د څرنګوالي په اړه بحثونه کړی دی او په دې اړه یي د بېلابېلو کړیو نظرونه راخیستي.
ملي باور نا دولتي ورځ پاڼې لیکلي، دی چی په افغانستان کې د هند د رول زیاتیدل به سیمه ایز سیاستونه بدل کړي او هغه هېوادونه به په خپلو سیاستونو بیا غور کولو ته اړ شي، چې په افغانستان کې د ځانګړو ډلو ټپلو ملاتړ کوي
ورځپاڼې لیکلي، که څه هم دا ویره شته، چې د هندوستان زیات راښکیلول به د پاکستان حساسیتونه راوپاروي، خو ورځپاڼې د محمود طرزي د فکري بنسټ په حواله لیکلي، چې پاکستان نور نو د کوم حساسیت د ښودلو توان نه لري ورځپاڼې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې لیکلي، چې له یوې خوا د پاکستان سیاستونه په نړیوال ډګر کې صفر ته رسیدلي او له بل لوري افغانستان هم اوس د سیمه ایزو سیاسي لوبو ډګر نه بلکه خپله په یو سیاسي لوبغاړي بدل شوې دې
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د محمود طرزي د فکري بنسټ د پروني بحث په حواله دا سپارښتنه کړې، چې له هند سره د افغانستان د هر اړخیزو اړیکو او په تیره بیا د اقتصادي اړیکو رامنځ ته کول به مثبتې پایلې ولري.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې په پروني بحث کې اکثره ګډونوالو پدې ټینګار کاوه، چې افغان حکومت باید د هند پانګه وال په افغانستان کې پانګه ونې ته وهڅوي او د دوي له مسلکي بشري ځواک څخه ګټه پورته کړي
خو دې ورځپاڼې بیا له هند سره د اړیکو په پراخولو کې د احتیاط سپارښتنه کړې، څو د سیمې د نورو هېوادونو او په تیره بیا د پاکستان حساسیتونه راو نه پاروي
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې دا سپارښتنه کړې، چې له هند سره د افغانستان اړیکې باید د پاکستان د پارولو سبب نشي ورځپاڼې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي، چې پاکستان ته باید دا قناعت ورکړای شي، چې له هند سره د افغانستان اړیکې د دوي په زیان نه دي ورځپاڼې وړاندې له افغانستان سره د هند د اړیکو پراختیا په اهمیت ټینګار کړې او لیکلي، چې افغانستان کولای شي، چې په دیموکراسۍ او نورو برخو کې د هند له تجربو پراخه ګټه واخلي ورځپاڼې وړاندې د افغانستان په اړه د هند د سیاستونو ستاینه هم کړې او لیکلي، چې دغه هېواد د ځینو نورو ګاونډیو برخلاف تل په افغانستان کې د ځینو ځانګړو ډلو ټپلو پر ځای له مرکزي حکومت څخه ملاتړ کړې دې
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، که هند په افغانستان کې د پانګونې او دغه راز له افغان حکومت سره مرستې کوي، نو طبیعي ده، چې پخوانې او تاریخي دښمن پاکستان به یي په مخ کې خنډونه راپورته کوي ،خو ورځپاڼې لیکلي، چې د یو خپلواک هېواد په توګه دا د افغان حکومت پریکړه ده، چې د امریکا او هند په څیر له سترو صنعتي هېوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو او همکاریو تړونونه لاسلیک کړي او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هېواد د خوندي کولو لپاره پاخه ملګري ومومي ورځپاڼې لیکلي، که څه هم پاکستان په مستقیم ډول نشي کولای، چې په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسي، خو دغه هېواد به د دې کار لپاره له طالبانو او نورو وسله والو ډلو، چې په خپله غیږ کې یی روزلي دي، کار واخلي ورځپاڼې لیکلي، چې طالبانو د پاکستان په لمسون هند ته خبردارې ورکړې، چې په افغانستان کې له مداخلې ډډه وکړي، خو ورځپاڼې لیکلي، چې دا مداخله نه بلکه د ستراتیژیکې ملګرتیا تر چتر لاندې مرسته ده او دا ډول ګواښونه یی مخه نشي نیولای.پای سلام خان