په بهر کښې د وطن ګوند دغړو دعمومی او حضوري غوڼډې په هکله دوطن ګوند دسترې مجمع دسمبالښت اوجوړېدو داروپایي ګډ کمیسیون بلنلیک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د۲۰۱۲کال دجون۱۲
ګرانو ملګرو،دوطن دویاړلي ګوند غړو
دوطن ګوند دسترې مجمع دسمبالښت اوجوړېدو دعالی کمیسیون په هډانه کښې اروپایی کمیسیون دخپل انتخاب اوتاسیس له هماغه لمړنیو لمحو(د۲۰۱۱کال داګست میاشت)بیا تردا اوسه چه دخپل جوړښت پراخلمني پوړته رسېدلی دی،په هوډمنه توګه تکل درلود چه رموږ دټولو ګډ ګوند ـدوطن ګوند ـ په برخلیک پورې دتړلیو ټولو بنسټیزو او محوری مسلو ،او دهمدغې لړۍ څخه

دوطن ګوند دسترې مجمع دسمبالښت او جوړېدو دبهیر دلارو چارو په هکله،ستاسو هوډ نه ماتونکو لارویانو ډله ایزې ارادې او پوهې ته مرا جعه وکړي،تر څو دآړمندو ډله ایزو پرېکړو پر بنسټ دخپل ګډ کار وروستنی لاریون چه هماغه دوطن ګوند دسترې مجمع(عمومی مجمع ـکنګره)جوړېدل او له همدې لارې دوطن ګوند دبیا حضور قانونمند تامین دی تثبیت کړو
دهغو سلااوپوهاویو له مخې چه دوطن ګوند دسترې مجمع د سمبالښت او جوړېدو له عالی کمیسیون،دوطن ګوند دغیرمتشکلوغړو له صلاحیت لرونکو شخصیتونو،په بهر کښې دوطن ګوند دغړو دانسجام د لڼډمهاله تشکیلاتو له مشرتابه او په بهر کښې دوطن ګوند دفعالیت داعادې دانسجام دکمیټې له مشرتابه سره تر سره شوېدي او همدارنګه دګوند دغړو دخبرو اترو دهغې پالټاکي غوڼدې دسپارښتنې له مخې چه اروپایی کمیسیون را بللې و ه،اروپایی کمیسیون د۲۰۱۲کال دمې دشلمې اودجون دلسمې نېټې په غوڼډو کښي په یو موټي توګه دې پایلې اوپرېکړې ته ورسیده چه د۲۰۱۲کال دجولای دمیاشتې په لمړۍ لسیزه کښې دوطن ګوند دهغو ټولو غړو چه دسترې مجمع دتدویر له لارې د وطن ګوند دبیا حضور دتامین پلویان دی داسې یوه لویه،تول لمنه او حضوری غوڼډه را دعوت اوجوړه کړي چه عنوان،آجندا اوموخه یی«دوطن ګوند دعمومي مجمع دسمبالښت او جوړیدو په بهیر کښې دباورپخول،دهمغږی راوستل او دوطن ګوند دغړو دپراخ ګډون بسیج او تامین »وي
په دغه عمومی غوڼډه کښې د ګډون مېچ اوځانګړتیا هماغه زموږ د وطن ګوند دغړو هغه ګډ بنسټونه دي چه ټول په ګډه پرې باور لرو او ورته ژمن یو او هغه بنسټونه دادي
ـ دوطن ګوند اساسی پرنسیبونه چه دهمدغه ګوند په موسسه کنګره کښې تصویب شویدي
ـ دافغانستان په دننه کښې دوطن ګوند دعمومي مجمع دتدویر له لارې دوطن ګوند دبیا حضور تامین
ـ دوطن ګوند دعالي مجمع دسمبالښت او جوړېدو دعالی کمیسیون له خوا دکنګرې دسمبالښت او تدویر دبهیر مدیریت،مشرتوب او تحقق

پهمدې هکله د نظریاتو،انګېرنو او وړاندیزونو دتوپیرونو او تنوع سره یوشانته کول او دهمدغو بنسټونو دتحقق څرنګوالی هغه اساسی موخه ده چه په همدې غوڼډه کيدای شی او باید تر لاسه شي او دهغې په پرېکړو کښي منعکسه شي
دغوڼډې ټول ګډون کونکی دیوشان حقوقو او ژمنو درلودونکي دی،تمه کیږي چه ټول د وطن ګوند دغړو په توګه او دوطن ګوند له موضع څخه ددې غوڼډې په بریالیتوب کښې جوړونکی
رول ولوبوي
په همدغه بلنلیک کښي دلیکل شویو درۍ ګونو مبادی وو پر بنسټ او په نورو ګوندونو :کشې د نه غړیتوب په شرط،اروپایی کمیسیون دملګرتیا له صمیمیت سره په بلود درناوی
ټولو
ـ په بهر کښې اوسیدونکي دوطن ګوند په موسسه کنګره کښي دمرکزی شورا ټول منتخب غړی
ـ په بهر کښې اوسیدونکي دوطن ګوند په موسسه کنګره کښی دمرکزی شورا دڅارونکی هیت ټول منتخب غړي
ـ په بهرکښي میشت دوطن ګوند ټول غیر متشکل غړي
همدارنګه
په بهر کښې مېشت دوطن ګوند دغړو دانسجام لڼډ مهاله تشکیلات،په بهر کښي مېشت دوطن ګوند دفعالیت داعادې دانسجام کمیټه او په بهر کښي مېشت د وطن ملی ګوند
ته بلنه ورکوي چه دوطن ګوند دغړو په نوموړې عمومی او حضوری غوڼډه کښې ټول ګډون وکړي
کمیسیون به له ټولو رابلل شویوڅخه خورا منندوی وي چه که ددوی د ګډون له څرنګوالی څخه د۲۰۱۲کال دجون تر ۲۵نېټې دکمیسیون دبریښنالیک په پته لیکلی ډاډ تر لاسه کړي
په پورتنۍ کټه ګوری کښي شامل دوطن ګوند هغه شمیر غړي چه دستونځو له کبله په نوموړې غوڼډه کښې حضوری ګډون نشی کولای او همدارنګه د وطن ګوند هغه شمیر غړی چه په امریکا،کاناډا،دګډو ګټو په په هېوادو(پخوانی شوروی)،هندوستان،پاکستان،ایران اوخلیج کښې مېشت دی او به دغه غوڼډه کښي دګډون امکانات ونلری کولای شی چه د سکایپ له لاری د غوڼډې له تالار سره وصل اوپه دې توګه خپل نظریات له ګډون کونکو سره شریک کړي او یاپه همدې هکله تر نوموړې نېټې پورې خپل آند او وړاندیز دبریښنالیک له لارې کمیسیون ته واستوي
په پورتنیو نوموړو هېوادو کښې مېشت دوطن ګوند له هغو(متشکلو او غیرمتشکلو)غړو څخه چه لاتر اوسه یی دوطن ګوند دکنګرې دسمبالښت او جوړېدو کمیټې ندی جوړې کړې صمیمانه هیله کیږی چه یو له بل سره په تماس اوتفاهم کښې نوموړېکمېټې جوړې او اروپایی کمیسیون هم برې خبر کړی
ګرانو ملګرو

زموږ ګران هېواد افغانستان همدا اوس اوس هم له جدی اوحیاتي ګواښونو سره مخامخ دی
او هم دیوې داسې ګډی ملی مبارزې ضرورت محسوس دی چه پایله یی دتاریخ ویوه بشپړ نوی فصل ته دهېواد دننوتلو او ګذار امکانات را برسیره کړی.داسې فصل چه ځانګړتیاوي یی عبارت دی له
له اوږدمهاله نیابتي جکړې څخه وعادلانه سولې،بنستیزدموکراتیک بدلون اوعامه هوساینې ته ګذار
له بېوسه،فاسدو اولاسپوڅو دولتوڅخه ورښتیني ملي،وطن چوپړه اوقانون بنسټه دولت ته ګذار
له رااچول شویو،باړه شویو اولاسپوڅو ګوندونو اوجبهو څخه وملی سرتاسري،ولس بنسټه اووطن چوپړه داسې ګوندونو ته ګذار چه دمدني ټولنې او ملت جوړېدنې دبهیر دملا سټه وي
او دبد موخوخپل چارو بهرنیانو دغوبل له ډګر څخه ویوه داسې پوړ ته دهیواد ګذار دی چه په نوې پېړۍ کښي دآسیا د سیاسي او اقتصادی معادلاتوپه خپلواک اواڼډیوال محراق او محور بدل شي
په همداسي حالاتو او اوضاع کښي له موږدوطن ګوند له غړو څخه،چه دشهید ډاکترنجیب الله دفکری خط لارویان یو ،دافغانستان د نجیب ولس او متمدنو نړیوالو پر حق انتظار او غوښتنه داده چه دا تر اوسه ضایع شوې موکې تلافی کړو اودځواکمند وطن ګوند دقانونمند بیا حضور په تامینولو سره وخپل وطن او هموطن ته دچوپړ په موخه یو موټي،مصمم او هوډمن عملي
ګامونه اوچت کړو او خپل ملی او ګوندی دین ادا کړو

دوطن ګوند دعالی مجمع دسمبالښت او جوړېدو اروپایی کمیسیون

د بریښنا لیک پته
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.