خبرتیا Æبلجیم: زړورافغان فرهنګی پوهندوی استادبازمحمد ساپی وفات شو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پدې ډول په ژورې خواشینۍ خبرورکول کیږی چه نن سهاردوشنبه، د2012عیسوی کال دجون یوولسمه چه 1391لمریزکال دغبرګولی (جوزا) له 22مې سره سمون لری، په بلجیم هیوادکې دافغان کلتوری بهیرغړۍ ،دګران هیواد، افغانستان، علمی اوفرهنګی شخصیت ،
پوهندوی استادبازمحمد ساپی دورپېښې ناروغۍ لامله د62 کالوپه عمرلدې فانی نړۍ سترګې پټې اوځان یی لوی څښتن تعالی(ج) ته وسپاره اوافغان ټبریوځل بیا دغم پرټغرکښیناست.                    انالله واناالیه راجعون.
دارواښادددرنې کورنۍ اوپه بلجیم کې د افغان کلتوری بهیردمشرتابه جرګې دهوکړې سره سم ، دارواښادګران استاد بازمحمد ساپی جنازه چهارشنبه ،دغبرګولی (جوزا) په 24مه (دجون په 13مه) دماسپښین په یوه بجه د بروسل ښاردافغانانودابن سینا په جومات کې اخیستل کیږی. اوپه پنجشنبه، دغبرګولی (جوزا) په 25مه (دجون په 14مه) جنازه دهواله لارې کابل ته لېږدول کیږی چه وروسته د غبرګولی (جوزا) په 26مه (دجون په 15مه) دجمعې په مبارکه ورځ دکنړولایت دڅوکۍ ولسوالۍ دکلمانی په کلی کې په خپله پلرنۍ هدیره کې به خاوروته وسپارل شی.