ناشوني ده چې اداري فساد دې ختم شی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
دځینو هیوادنو سره دستراتیژیکو تړونونو له امضا وروسته نړيوالې ټولنې افغان حكومت ته خبردارى وركړی دی، كه چېرې له اداري فساد سره جدي مبارزه ونه كړي او د ښې حكومتدارۍ د رامنځته كولو لپاره هڅې چټكې نشي، نو دوى به خپلې مالي مرستې افغان دولت په ځانګړې توګه له پارلمان سره بندی کړی دياده ونی ده،
چې څه موده وړاندې اروپايي ټولنې هم له امنيتي ځواكونو سره د خپلو ۳۷ ميليونه ډالرو د لړۍ له درولو څخه خبر وركړى و،د نړيوالې ټولنې دغه جدی خبردارى د يو شمېر وكيلانو او سياسي كارپوهانو له هركلي سره مخ شوی دی ، خودسیاسی چارو ځینی ځیړونکی بیا د اداري فساد پروړاندې د مبارزې په خاطر د د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ د غونډو جوړولو ته خوښ نه برېښي او زياتوي، همدا لوړ پوړي حكومتي چارواكي دي، چې په فساد كې لاس لري، دبل پلو د جمهور رئيس كرزي وياند ايمل فيضي ویلی دی همدا نړيواله ټولنه، چې په رائس كې يې امريكا ده په خپله په اداري فساد كې ښكېل دي، چې ښه بېلګه يې امريكا ته د افغانستان بانك د پخواني مشر عبدالقدير فطرت تېښته وه او په خبره يې اوس خپله ټوله پړه او فشار پر افغان دولت راوړي دا په داسې حال كې ده، چې د نړيوالې ټولنې له خبرداريو سره سره افغان دولت له تېرو لسو كلونو راهيسې له اداري فسارد سره د مبارزې په خاطر يو څو كميسيونونه جوړ كړي دي، خو وكيلان او كارپوهان په خبره لا هم عام افغانان له دغې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي او وایی تر هغه چې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره په دولت کې پياوړې سياسي اراده موجوده نه وي، ناشوني ده، چې اداري فساد دې ختم شي په افغانستان کی له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې رئیس عزيزالله لودين  په کابل خبريالانو ته وويل، چې د اوبو او برېښنا وزير محمداسماعيل په هرات کې د مجيد زابلي کور او د هرات ښاروال محمد سليم تره کي د مجيد زابلي سراى، چې هټې لري، په زور نيولي دي. د ده په وينا، دغه کور او سراى ٢٢ ميليونه امريکايي ډالره ارزښت لري هغه  له اداري فساد سره د مبازرې ادارې په ١٣٨٣ کال کې د دې موضوع د څېړلو لپاره د اتو وزارتونو ګډ پلاوى هرات واستاوه.ده هم ويلي و، چې اسماعيل خان په هرات کې د زابلي کور غصب کړى دى د لودین په وينا، د يو شمېر نورو زورواکانو دوسيي، چې په اوسني دولت کې پر لوړو پوستونو کار کوي هم څارنوالۍ ته استول شوې، خو په اړه يې اقدام نه دى شوى هغه د يادو زورواکانو نومونه نه دی یاد کړی ولی ويلی یی دی د اسماعيل خان نوم چې مې واخيست، تر ننه مې مطبوعات نه پرېږدي، د نورو نومونه، چې واخلم څه حال به شي.
لودین ویلی دی، چې دې ادارې د يادې موضوع اړوند دوسيه په ١٣٨٥ کال کې لويې څارنوالۍ ته واستوله، خو وروسته د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت لله نظري وويل، چې دغه دوسيه څارنوالۍ ته نه ده استول شوې.
د لودين په وينا، دا په داسې حال کې ده چې څارنوالۍ د مجيد زابلي د ملکيتونو د غصب د دوسيې په تړاو د هرات او ننګرهار ولايتونو څارنواليو ته مکتوبونه استولي ځکه چې په ننګرهار هم د هغه ملکيت غصب شوى دى ، دلودين ځينې پاڼې په لاس کې وې او ويې ويل، دا هماغه مکتوبونه دي، چې د مجيد زابلي د ملکيتونو د غصب تصديق په کې شوى دى.
د روانې مياشتې په لومړيو کې د "زابلي خيريه بنسټ" هم دعوه کړې وه چې د ملي دفاع وزارت او زورواکانو په کابل، هرات او ننګرهار کې د "مجيد زابلي" شتمنۍ غصب کړې ده د دې بنسټ استازي محمدکريم خرم د غبرګولى په ٦مه خبريالانو ته ويلي و، چې د مجيد زابلي ١١٧ جريبه ځمکه په کابل کې د دفاع وزارت او ٤٩ جريبه ځمکه د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې د سيدکريم بها په نوم يو تن غصب کړې ده د "زابلي خيريه بنسټ" د معلوماتو له مخې، زابلي وصيت کړى، چې د دوه سوه ميليون ډالرو په ارزښت شتمنيو د عوايد ٧٠ سلنه يې د هېواد د پوهنې په برخه او ٣٠ سلنه يې له اړو خلکو سره د مرستو په برخه کې ولګول
دلودین په وينا، په افغانستان کې قانون يواځې د هغو کسانو لپاره دى، چې له سياسي پلوه ضعيف دي.
دغه راز لودين هغه څرګندونې هم رد کړې، چې ګويا دى غواړي په کوم بهرني هېواد کې سياسي پناه واخلی
خو هغه زياته کړه: "هو زه د امريکا تابيعت لرم او هغه د دې لپاره، چې زموږ خپل پاسپورټ زموږ د کور په مخکې نه چلېږي ...که د امريکا پاسپورټ له ما سره نه وي، زه په نړيوالو کنفرانسونو کې ګډون نه شم کولاى."
و شمېر وكيلان او سياسي كارپوهان له اداري فساد پر وړاندې مبارزه د اوسني دولت د مشرتابه په جدي،  رېښتينې او كلكې ارادې پورې تړلى بولي.
د جمعې په ورځ یو شمیر وکیلان د ولسي جرګې درییس له خوا خپل کور ته ور بلل شوي وو؛ د پارلمان رییس په خپلو خبرو کې وکیلانو ته ویلی دی، چې جمهور رییس د تلیفون له لارې ورته لارښوونه کړې، چې د ولسي جرګې ټول وکیلان همداراز د مشرانو جرګې د رییس له لارې ټول سناتوران خبر کړي، چې د سرطان په لومړۍ نیټه په کابل کې راټول شي، د درې واړو قواوو ګډه غونډه رابلل کیږي او د دې غونډې اجنډا داداری فساد سره مبارزه او ښه حکومتوالي بلل شوې ده، د نړيوالې ټولنې له مرستو سره سره بيا هم اوسني حكومت خورا طلايي چانس او فرصت له لاسه وركړ چې متاسفانه له اداري فساد سره جدي مبارزه ونشوه او ښه حكومتداري هم شتون نه لري كه چېرې د اوسني حكومت مشرتابه له درې واړو قواوو سره په همغږۍ په واقعي، جدي او په قاطع توګه اراده ولري نو په څو كلونو كې اداري فساد له منځه ځي او ښه حكومتداري به هم رامنځته شي كه چېرې اوس هم د دولت مشرتابه له ځانه پرېكنده جديت وښيي، نو ممكنه ده، چې د نړيوالې ټولنې نوموړي خبرداري او اندېښنې ته د حل لاره پيدا شي.پای سلام خان