رفيع الله روشن اى دجهانونو خالقه!اى هغه څوکه! چې په دې نړۍ په مسلمان اوکافر مهربان يې،ايا ددې نړۍ پرمخ به له مونږ(افغانانو)نور هم بدبخت خلک وي؟ که وي ايا هغوبه هم زمونږپشان په خپلو منځونوکې سره خوري؟هغوى به هم تل لکه زمونږ پشان په خپلو منځونوکې لاس او ګرېوان وي؟اياهغوى به هم په شخصي دښمنيوکې دخپلو ورڼو بچيان وژني؟ هغوى به هم په خپل هېوادکې دزده کوونکيوپرمخ دمعارف دروازې تړي؟
هغوى به هم دپوهې وزرماتوي اودغه شمع به په ټوپک ولي؟هغوى به هم معصوم شاګرد په زهرو وژني؟اياهغوى به هم دښوونځي کتابونه داور په لمبوکې سوځي؟هغوى به هم دمکتب دېوالونوته د اور دلوګيو رنګونه ورکوي؟اياهغوى به هم دداسې يوچاوژل چې لايې په ذهن کې دنفرت اوکرکې لپاره ځاى هم نه وي او دغه ناوړه اوبد اعمال نه پېژني رواګڼي؟ هغوى به هم په نجونوتعليم اوزده کړې کول ناروا بولي ؟اياهغوى به هم لکه زمونږ پشان له خپلو مېرمنوڅخه دبدن غړي قطع کوي؟اياهغوى به هم دخپل همجنس (انسان)غوښه دهغه پروړاندې ځانته پخوي اوخوري به يې؟هغوى به هم په معصوموماشومنو تېرى کوي؟هغوى به هم دبل انسان په عزت اوعفت لوبې کوي؟هغوى به هم له هغه چاسره چې يې زړه وغواړي که څه هم چې دعمر اوسن په لحاظ ورڅخه ډېره کوچنۍ،دلور يا لمسۍ پرځاى وي خو دهغې نجلۍ خوښه نه وي ترڅو دغه شان دانسان په جامه کې ځناور دخپل ژوندملګرى وټاکي ، په زور اوزبردستۍ سره واده کوي؟هغوى به هم لکه زمونږ پشان دورور،پلار،تره اوتربور دناروا اوبدو کړنوپه مقابل کې خوراولورسوره (په بدو)کې ورکوي؟اياهغوى به هم داسلام ،تمدن ،دعامه پوهاوي وسيلواوهراړخيزواسانتياووپه شتون اوله هغې څخه په هر راز دخبرېد وسايلوپه شتون کې بياهم له اسلام،شرعيت،قانون،اساس،بنسټ،دليل،افهام اوتفهيم څخه لرې پاتې وي؟له مسلمان سره جهاد رواه ګڼي اويوبل ته يې مورچلي نيولي وي؟هغوى به هم پورته کېږي اودبل ورور غاړه به په چاړه غوسوي؟هغوى به هم مسجدشهيدوي؟هغوى به هم پوه اودسرسړي له منځه وړي؟هغوى به هم دبل لمسون ته هرکلى اولبيک وايي؟هغوى به هم له يوکورنه بل ته بمونه غورځوي؟اياهغوى به هم له يوه شخص سره ددښمنۍ پاللو اوغچ اخستلولپاره سلګونه کورنۍ دويرپه ټغر کېنوي؟اياهغوى هم يودبل حق زمونږ پشان نه پېژني؟اياهغوى هم لکه زمونږ پشان چې ښه پوهېږو اوبياهم ستا امر ته غاړه نه ږدي، همداسې کوي؟هغوى هم انسان ته دانسان په نظر نه ګوري؟اياهغوى هم يوچاته ستالخوا ورکړى ،خوږ ژوند ورڅخه اخستل خپل حق بولي؟هغوى هم دنورو اوګاونډيوهېوادونولخوا په خپل ځان باندې ظلم اوتېرى زغمي،په داسې حا ل کې چې له خپل ځان څخه دفاع کول فرض دي؟هغوى هم کله چې دخپل ورور مرۍ دبل داعدام درسۍ په حلقه کې وينې ورته خاندي؟هغوى هم له بل چاڅخه دغچ اخستوڅخه وېرېږي اويواځې په خپلوکې سره غوښه او چاړي وي؟ اى سترذولجلاله!که چېرې زموږپشان نورخلک هم دغه شان په خپلوکې يودبل وينوته ناست اوله بل (دښمن)څخه وېرېدونکى اوبزدله پيداکړى وي نو ولې يې اخلې نه؟ولې ورته ددې موقع ورکوې چې ددې ځمکې پرمخ نورهم ژوند وکړي؟ اى الهى ربه! که چېرې يواځې دنړۍ پرمخ بدبخته خلک مونږ يو نوبيادې ولې دسرورکائنات حضرت محمدمصطفى ص په امت کې شمارلي يو؟يا الله مونږخوپه دې فخرکوو چې دداسې يوچاامتيان يو چې په ورځ دمحشربه دخپل امت لپاره ستاپه دربار کې،اوښکې تويوي،منت اوزاري به کوي شفاعت به کوي نوبياولې داسې يو؟ اى يګانه اوتلپاتې ذاته!هغه خلک چې تا اوستاقدرتونه نه پېژني،ستاپه امر اقدام اوستالخوا له منع شويو څخه نهې نه کوې هغوى واخله اوپرځاى يې باتور،دخپل اوپردي ژوند پېژندونکي،يودبل پروړاندې احترامانه چلندکوونکي،رسالت پېژندونکي اوله مينې اومحبت څخه جوړ نوى مخلوق پيداکړه، که نه يې اخلې اونړۍ مخ ورڅخه نه وزګاروې نو ولې ورته هدايت په نېکونه کوې؟ پاکه خدايه تاويلي دي چې هرکله په له مانه يوڅه غواړي نوپه جرئت يې وغواړئ،اوښه ډېر وغواړئ نو نن زه له تاڅخه ستا ديوه عاجزبنده په صفت ددغوبدبختو،ذليلو،ناکامو،ستاپه غضب ککړواوړندوافغانانولپاره داغواړم چې نور پرې ورحمېږه،نور يې له دې بدبختيو وژغوره،اى خدايه نور دوى دلاډېرو ويرونو،غمونو،وژنو،ورانيو،افتونو،بلاګانو،لمسونونواوله خاوروسره دخاورې کېدوتوان په ځان کې نلري،نور ديوافغان لاس پربل اوچت نکړې،نورهېچاته دومره وس ورنکړې چې پرمونږ لاس اوچت کړي،نور موته له ظالم څخه وغوره او نور موږته هم له يوبل سره دمينې محبت او اخووت روحيه په زړونوکې ورزه. امين يارب العالمين