هوا او هوس

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني »
همه با هوا و هوس ساختی
د می با مصالح نه پرداختی
د هوا او هوس بی جلبه هڅه یو داسی ساري مرض دی چه د مزمن کیدو په حالت کښی اجتماعات تباه کوی.
زمونږ ځوانان، پاخه ، زاړه ، نر او ښځی ټول باید دیته پوره پام ولری چه  د هوا او هوس هڅی له هغی انداری څخه ځان  و ساتی ، کوم چه  د بی نظمي او د جامعی د تباهی موجب کیږي،  له بلی خوا د هوا او هوس بی جلبه حرکت د سړی شخصیت ټیټوي او اکثر خلک د رسوائي سره مخامخ  کوي.


وائي :  د یو لوی شخصیت د ګوتی په غمي کی لیکل شوی:

« من غلب عقله هواه افتضح »

څوک چه په عقل باندی د هوا او هوس ناوړه تاثیرات غلبه پیدا کړي ، رسواکیږی !!!

بلی :  خصوصي رسوائيٍ ، عمومي رسوائي، اجتماعي رسوائي، سیاسي رسوائي ، تاریخي رسوائي ، دینوي رسوائي ، اخروي رسوائی او په زړونو کښی ورڅخه  کرکه او نفرت !!!

سعید افغاني

۱۲ـ۶ ـ ۱۳۵۴ هجری شمسي ـ کابل