سلام خان
دافغا نستان په پارلمان کی دامریکی سره د ستراتیژیک همکاریو دسند له تصویب ځخه سم دستی پاکستان په مهمندو اجنسۍ کې افغان کډوالو ته د جون میاشتې تر لومړۍ نیټې ضرب الاجل ټاکلی چې له دې سیمې څخه ووځي همدارنګه د راپورونو له مخې د ایران په مازندران او د تهران په شااوخوا سیمو کې هم افغان کډوالو ته د
جوزا میاشتې تروروستې نیټې پورې د وتلو ضرب العجل ټاکل شوی دی د یو ان، اچ سی، آر اداری دمعلوماتو په اساس پاکستان پریکړه کړی ده ، سند لرونکي کډوال په سرحدي سیمو کې د ژوند کولو اجازه نه لري، پاکستان ویلي چې سند لرونکي کډوال باید د پاکستان نورو سیموته ولاړ شي.دستراتیژیکو همکاریو سند یوه میاشت وړاندې په کابل کې ولسمشر حامد کرزي او جمهور رييس بارک اوباما له خوا لاسلیک شوچی دتیره اوونی د شنبې په ورځ د ولسي جرګې له خوا د رایو په اکثریت تصویب شو د ولسي جرګې قاطع اکثریت دا پروسه ومنله او هغې ته یې رایې ورکړې، دا یو مهم اقدام ؤ او دا یی وښودله چې په غوڅ اکثریت سره د افغانستان خلک د دې سند د لاسلیک کولو پلویان دی،نوموړی سند اوس دتاېید په منظور دمشرانو په جرګه کی تر بحث لاندی دې ټاکل شوې ده چی د مشرانو جرګې کمیسونونه د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژيک تړون په هکله د روانې اوونۍ د دوشنبې له ورځې بحثونه پیل کړي چې د کمیسونونو له بحثونو او غونډو وروسته به د را تلونکی اوونی دیکشنبی او دوشنبی په ور ځو ددې سند په هکله په عمومي غونډه کې بحث وشي هیله ده چی مشرانو جرګی غړی به هم دافغانستان دملی منا فعو په پام کی نیولو سره پریکړه وکړی ځکه مخکی دمشرانو دجرګی غړیو په مشورتی غونډو کی هم کډون کړی ؤ او روحیه یی داسی وه چی افغانستان باید له نړیوالو هیوادونو سره اوږد مهاله او ستراتیژیک تړونونه ولری.
سره له دې چې دغه سند د ایران او پاکستان د غوښتنې برعکس د ولسي جرګې له خوا تصویب شو خو لا هم داسې اندیښنې موجودې دي چې دغه دوه هیوادونه به غلي پاتې نشي او هڅه به وکړي چې دا سند مشرانو جرګه تصویب نه کړي خود مشرانو جرګې یو شمیر غړي د ولسي جرګې لخوا د سند تصویب ته په اشارې خوشبیني څرګندوي، چې د مشرانو جرګه به هم دا سند تایید کړي هغوی ویلی دی چی د کابل او واشنګتن تر منځ د اوږد مهاله همکاریو دغه تړون د افغانستان په ګټه بولي او ډیر ژر باید تصویب شې لکه ځرنګه چی معلومه ده ځینې ګاونډیان هم هڅه کوي چې دا سند تعلیق حالت ته راولي او له همدې موقع نه دوی ګټه واخلي..
د رپوټونو له مخې ایران او پاکستان هڅې پیل کړي دی څو دا سند د افغانستان په ملي شورا کې تصویب نشي څه موده مخکې په افغانستان کې د ایران نوي سفیر ابوالفضل ظهره وند د مشرانو جرګې له مشر نه غوښتي وو څو دا سند تصویب نه کړي او دایی هم ویل ؤ چی دامریکا سره داستراتیژیک تړون دتصویب په صورت کی به مونږ( ایران) به ټول افغانی مهاجر له خپله هیواده وشړې یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې پاکستان او ایران تل له افغان کډوالو څخه د یوه سیاسي فشار په توګه کار اخیستی همدارنګه اوس په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره ځانګړی ضرب الاجل ټاکل شوی دی پریکړه یی کړې ده، چې په مهمندو قبایلي سیمه کې دیره افغان کډوال باید د جون میاشتې ترلومړۍ نیټې پورې له دې سیمې څخه پښې سپکې کړي ، د راپورونو له مخې دامهال په پاکستان کې دوه اعشاریه اوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې یوازې یو اعشاریه اوه میلیونه کډوال په کې قانوني اسناد لري د پاکستان حکومت په داسې حال کې د افغان کډوالو د راویستو اقدام کوي چې د راپورونو له مخې د ایران په مازندران او د تهران په شااوخوا سیمو کې هم افغان کډوالو ته د جوزا میاشتې تروروستې نیټې پورې د وتلو ضرب العجل ټاکل شوی دی داسی معلومیږی چی دافغانستان او امریکا دستراتیژیک تړون تر امضا وروسته ایران او پاکستان په افغانستان کی وپراخو لاسوهنو ته په مشرکه توګه ملا تړلی وی دا ځکه چی دواړو هېوادونو له ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدل؛ چې د دې سند د تصویب مخنیوی وکړي.
دافغانستان په داخی او خارج کی ډیر افغانان دا باور څرګندوي، چې د امریکا او افغانستان تر منځ د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو سند به د دې سبب شي، چې په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو لاس وهنه بنده شي او
،افغانستان په نړیواله کچه مطرح وساتي او د پرمختګ لپاره به یې امکانات برابر کړي دغه یو فرصت دی، د افغانانو لپاره چې افغانستان به پس له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته یواځې نه پریښودل کیږي او هغه ناخوالې؛ چې افغانستان د سیمې د استخباراتي کړیو د بازي میدان ګرځیدلی و؛ هغه به بیا نه تکراریږي او په افغانستان کې د قدرت د حاکمیت لپاره نظامي کشمکشونه به بیا نه رامنځ ته کیږي نو دا یو تضمین دی او د افغانانو لپاره یوه امیداوري ورکوي ،
افغانستان تر اوسه له هندوستان ، فرانسې ، ایټالیا ، انګلستان، جرمني، استرالیا او امریکی سره لاسلیک کړی دی
اود بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه راپور کی ویلی دی چې په نږدې راتلونکې کې به له چین او ترکیې سره هم د همکاریو سندونه لاسلیک کړي،د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې اوس اوس له امریکا سره د امنیتي همکاریو د سند په اړه خبرې روانې او بحث پیل شوی دی، په دې کې به معلومه شي چې په افغانستان کې څومره امریکایی عسکر پاته کیږي، د څومره امریکایانو پاتې کیدل به قانوني کیږي او دوی به څه دندې پر مخ بیایي چی دغه خبری به یو کال دوام وکړی کله چی پای ته ورسیږې نو دتصویب لپاره به ملی شورا ته وړاندی شې ،له امریکا سره د ستراتيژیک سند د لاسلیکیدو په درشل کې دافغانستان ولسمشر حامد کرزي هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو مسئله به په یو جلا تړون کې تر بحث لاندې ونیولې شي. قابل دویلو ده چی دلیکنی په جوړه ولو کی دټولو خبری منابع ځخه استفاده شوی ده .پای سلام خان.