تحرير: پايندخان خروټی
چېرمين: خلق ريسرچ اينډ انفارمېشن فورمدا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
د وخت پوهان ښه پوهيږي چي د ژوند خوند په مزل کښي دی او که په منزل کښي دی..؟ په سياست کښي طريقه ضروري وي او که نتيجه..؟ خپل ځاني او قامي ټاک ته د رسېدولپاره منډه ګټه وره وي او که خپله ټنډه..؟ په نړۍ کښي ډېر انقلابونه اقليت راوستي دي او اکثريت ..؟
په نړۍ کښي مېښت قامونه او قبېلې په ځينو ځانګړو خلګو درنې او ښايسته وي. که چيري هم داسي ځانګړي خلګ په شرق او غرب کښي د ګوتو په شمېر دي . مګر بيا هم د دوی موجودګي، ګفتار ، کردار ، او وقار ډېره غټه معنا لري. د بېلګي په توګه دا وخت د ټولي نړۍ د ژوندي انسانانو شمېره اووه اربه يعني اووه سوه کروړه پوري رسېدلی ده. مګر مخ کښي او لار ښونه يې يوازي تقريباً درې زره اته سوه کسان کوي. او د نړۍ د ټولو هېوادو د حکمرانانو تعداد دوه سوه پنځه څلوېښت دی. د دې څخه دغه خبره جوتېږي چي دټولي نړۍ د انسانانو تقدير د دوی په لاس کښي دی. زه ټينګ باور لرم که چيري دغه څلور زره د ژوندي انسانانو مخ کش او مخوره خلکو رفتار د موجوده Spirit of time او د دوی کردار د زير دست ځپلي او کړېدلي اولس پر خدمت او پاڅون باندي مبني شي. نو بيا به د مځکي دغه ټوکړه به د جنت يوه ټوټه وګرځي.
د انساني تاريخ پاڼي د دې خبري پخلی کوي چي ځيني داسي ځانګړي خلګ سته چي هغه په خپل قام او پخپل عهد باندي ډېر حاوي ثابته شي. هغه د خپل وخت او حالاتونه بلکه هغه حالات به د دوی پيداور جوړ شي. دا تاريخ ويونکي نه بلکه د تاريخ جوړونکي کردار لري. د خپل لوړتيا او ځانګړتيا پر بنسټ د ټول بشر دپاره د مثال او مشال حېثيت وموندي. ستر او نر د توري او د قلم څېښتن خوښال خان خټک د داسي ځانګړو خلګو څرګندونه په داسي اندازه کوي:
بې حسابه څاڅکي توی په بحر روبر شي
له لکونو له کروړونو يو ګوهر شي
په عمرو اورونه بل په يوه ځای وي
خو پيدا په سرو لمبو کښي سمندر شي
عالمونه پيدا کيږي بې حسابه
په دنيا کښي د څو تنو تاج په سر شي
مندي راوړي ډېر ځامن ډېر اولادونه
يو يا دوه يا افلاطون يا سکندر شي
د خلقت د کار خانې نه کله کله
په جهان پيدا خوشال غوندي بشر شي
د وېري او لالچه پرته دا خبره موږ د ليکوال په خلکي فورم باندي په ډانګ پيلې کوو چي علم او اقتدار د چا مراث نه دی. پوهنه او چوکۍ د چا خانداني جاګېر نه دی. هسي هم د تيار خور د درد او احساس برخه هر چيري او هر وخت کمه وي. تعمير او تخليق د ډکي خېټي کار نه دی . موږ يې د سر په سترګو وينو چي په ډېرو ستانه او غټو کورو کښي ډېر ټيټ او کوچني خلګ ژوند کوي او بلي خواته د خوارانو او زيار کښانو په جونګړو کښي ډېر اعظيم هستيانو خپل سرونه راوچت کړي دي. هسي هم خلقي ځوانان د پلار تر جاګير او جائيداد په پخپل کردار او وقار ناز او وياړ کوي. تاريخ جوړونکی تر مورثي شناخت بالاتر خپل ځاني پهچان جوړوي. جديد علمي رجحانات هم د هر صاحب فکر او صاحب رای څخه د خپل نوم، نښان، رنګ، خپل خوښبو او د خپل تخليق غوښتنه کوي. نو که څوک علم او اقتدار تر چند معزيزينو پوري محدوده ساتي يا د اصل او کم اصل پرېکړي د زر او زور پر بنسټ کوي. دا د انسانيت تذليل دی.
په دنيا د نګيالو دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
د بابا په توره نازېدل او خپل لاس تر زنه کښېنستل چنداني کار نه دی. د علم او تحقيق لمنه ورځ په ورځ سمسورتيا مومي. ټول علم په خپل ګرفت کښي راوستل د يو سړي دپاره ممکن نه دی. د سپېشلايزيشن په بهير کښي کار اهلکار ته سپارل ډېر اړين سو. لهذا په کار ده چي هر سړی د ځان لپاره يومخصوصي فيلډ يا صنف وټاکي او بيا هغه په خپل اهمت او زيار سر ته ورسوي. کوم خلګ چي په يوه وخت کښي ډېر څه کول غواړي هغه بيا هيڅ هم ونه کړي. د فيلډ يا صنف په چوڼ کښي خپل صلاحيت او دلچسپي په نظر کښي ضروري وي. کنې هغه خلګ مدام ناکام او نامراد پاته شوي دي. چا چي شوق دلچسپي په يوه شي کښي وي او لګيا په بل څه وي.
که چيري هم د محنت بغير راحت نسته خو د هغه باوجود ځيني ياران د شارټ کټ په تلاش کښي وي. د بل په اسره او لالچ کښي وخت پر تېر شي. چي وخت وي د دوی سر نه وي خلاص او سر يې خلاص شي بيا وخت تېر شوی وي. هم دغه وجه ده چي د پرون ډېر انقلابيان چي د جديد وخت د غوښتنو مطابق بدلون نه کړی خپل او خپل ذهن يې په نوی علمي جهان بيني باندي نه کړو منور نو بيا دوی د نن رجعت پسندان جوړ سول. بلکې دا پکښي لا بله چي ځيني خو ماشاالله صوفيان، تبليغيان او، حاجيان جوړ سوي دي. لهذا په کار ده. چي انسان د خپل مقصد حيات تعين په خپله وکړي. ټائم مينجمنټ له پامه نه وغورځاوي د خپل روان وخت غوښتني وپېژني. د غټانو پانډي جوړېدلو په ځای خپل معيار راوچت کولو دپاره ټينګي هلي ځلي وکړي.
د تاريخ ويونکي په ځای د تاريخ جوړونکي لپاره په ځان کښي اعلی اوصاف پيدا کولو لاري چاري وسنجوي. د خپل وجود په طاقت او حکمت باندي ټينګ باور جوړ کړي. په جديد تحقيق او تخليق باندي ځان خبر کړي. پښتانه خپل هر مخکش او مخوره سړي ته تر اجتماعي شکل زيات په انفرادي رنګ کښي ګوري. لهذا په پښتنه ټولنه کښي کردار اول او علم دانش وروسته کتل کيږي. او عقل و کردار د ښايسته انساني رويو تابعې وي. معنا دا چي رويه يې د ښه انسان نه وي که په علم افلاطون هم جوړ شي، بيا هم زموږ په ټولنه کښي نه منل کيږي .
د نن پر مخ تللي نړۍ کښي د علم و دانش و عروج ته رسېدل څه اسانه کار نه دی. دا ډېره اوږده، اغزنه او تحقيق طلب لاره ده. په دې لار کښي سړی خپل دواړه علم و عمل د تنقيد تول ته اچوي. په دې لار کښي د خپلو پردو ډېري سپکي او سپوري به ګالي. په دې کښي Existing System and status queد را نسکوره ولو لپاره به خپله توره تازه او تيره ساتي. په دې کښي زوړ عالمګير چيلنج کول او د جابر حکمران مخ ته حق ګوهي کول هم شامل دي. دا د ژوند په چارو کښي ملګري مني مګر باداري نه مني. خو يوه خبره ډېر ښکاره ده. چي په دې يون کښي د دوا رنګي ، شارټ کټ او بزدلي قطعاً ګنجائش نه شته. چي خبره به د لر او بر د امت کوي او په څنګ کښي به يې د تربورګلوۍ او د قبيله پرستۍ کتاب راخستی وي. خواهش به يې د فريډم فائټر وي، مګر غوښتنه به يې د تحصلدار او پټواري وي. نوم به يې په ځان د خدمت ګار يښي وي خو کوي د اولس په سر خدمت په ځای تجارت. او اوسېدونکی به د پښتونخوا وطن وي مګر جېبونه به يې په ايراني تومن او سعودي ريال ډک کړي وي. د رېښتني اختر خوښحالي د هغه خلګو حق وي کومو خلګو چي روزې په صداقت نيولې وي. که چېري څوک د خپل وخت يو اعظيم انسان جوړېدل غواړي نو خوښحال بابا په دې لانديني شعر کښي به د چينج اېجنټ ان سول سوسائټي د د زېری، د برياليتوب راز او د خلاصون د لاري څه اښارې وويني:
مرد به نسي په ګفتار
څو پيدا نه کړي کردار
نامرد فخر په نسب کا
مرد نه مور لري نه پلار
کله کله بايد انسان خپل ځان هم وتلي. دغه يوه د انسانو په فکري بنياد د وېښلو يا معلومولو يوه پېمانه ده.
Small minds discus people
Average minds discus events
Great minds discus ideas
Super minds act in silence
دغه د ټولي نړۍ تر خپل رنګ، نسل او مذهب بالا تر د انسانان يې په څلورو درجو کښي وېښلو پېمانه ده. راسئ وګورو چي موږ په دې کښي تر اوسه پوري په کومه درجه کښي راځو.په دې سوچ وکړی او د خپل سوچ او اپروچ راوچت کولو لپاره هڅه وکړی. خلک په ډېر څه خبر دي خو اظهار نه کوي. که خاطر ورڅخه وباسې نو بيا هيڅ هم پټ نسته. کوم څوک چي په خپل پوهي نازېږي نور خلک بيا د دوی په ناپوهي او دوه رنګي باندي خاندي. که زما له خبرو څخه د چا جذبات زهير سوي وي . نو بخښنه غواړم مګر پخپلو خبرو باندي قطعاً پښېمانه نه يم.
په مينه او مننه
پايند خان خروټی