سلام خان
د افغانستان ولسي جرګې دشنبی دورځی په خپله عمومي غونډه کې د کابل او واشنګتن تر منځ د سټراتیژیکو اوږدمهالو اړیکو تړون تصویب کړ چی دغه تړون له ۲۰۱۴ م کال وروسته دافغانستان او امریکی اړیکی تر ۲۰۲۴ م کال پوری بیانوی کوم چی د متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ د مې د میاشتې په دویمه نیټه په کابل کې د بارک اوباما او افغان ولسمشر حامد کرزي تر منځ
د ایران او پاکستان له مخالفت سره سره په دومره لوی اکثریت د دې سند تصویب د افغانستان حکومت ته لوی بری او دافغانستان دوو ګاونډیو(ایراناو پاکستان ) ته سخت ګوزار ګڼل کېږي ټاکل شوې ده چې دا سند د تصویب لپاره مشرانو جرګې ته واستول شي. که مشرانو جرګې هم تصویب کړ، ولسمشر کرزی به یې توشیخ یا لاسلیک کړي او د افغانستان په ملي جریدې کې به خپور شي د ولسي جرګې اکثره غړي د کابل او واشنګټن ترمنځ ستراتیژیک تړون د افغانستان په ګته بولي او هیله مند دي، چې له دې سره به د ګاونډیو هیوادونو د لاس وهنو مخنیوی وشي دوکیلانو په وینا که افغانستان دغه سند په سمه توګه تطبیق کړی نو دخپلو ګاونډیانو خصوصا ایران او پاکستان له شره به خلاص شې د دې تړون ګټه دا ده، چې حد اقل د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي، چې افغانستان نور د کورنیو جګړو په لور نه ځي او نه هم د هغو تورو دورو په لور ځي؛ چې دلته ګاونډیانو حاکم کړي وو د افغانستان د خلکو لپاره همدومره بس دی، چې د خپلو ډیر نا ځوانه ګاونډیانو ایران او پاکستان په اور کې وسوځي دولسی جریکی غړو دسند له تصویب ځخه وروسته وویل چی مونږ له ګاونډیانو نه دافغانستان دژغورلو لپاره دا پریکړه وکړه چی په عین حال کی ډیر سخته هم ؤ موږ هیله من یو، چې د دا ډول تړونونو په لاسلیکو کولو سره د یو آزاد او قوي افغانستان جوړلو ته زمینه مساعده شي او هغه څه چی کولای شی ددی تړون اهداف تر لاسه کړی دافغانانو ښه مدیریت او تدابیر دي..
تر دې مخکې د رپوټونه پر اساس ویل کېدل، چې ایران هڅه کوي، د افغانستان د ولسي جرګې غړي د دې سند له تصویبېدو راوګرځوي د راپورونو له مخې ایران د ولسي جرګې په غړیو پیسې وېشلې چې لږترلږه د جرګې په غونډو کې برخه وانخلي چې د ستراتیژیک تړون د تصویب لپاره نصاب پوره نه شي ځينې سرچينې دعوه کوي، چې ايران د افغانستان او امريکا د ستراتيژيکو همکاريو د سند د تاييد د مخنيوي په موخه ٢٥ ميليونه ډالر ځانګړي کړي ؤ او د ولسي جرګې یوه غړی ته يې هم په دې موخه پيسې ورکړې دي د ولسي جرګې ځينو غړو هم مخکې ويلي و، چې ايراني چارواکي د دې جرګې له غړو سره ليدنې کوي، ترڅو د ياد سند د تاييد مخه ونيسي.وړمه ورځ يوې مهمې حکومتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي پژواک خبري اژانس ته ويلي ؤ، چې ايراني چارواکو د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي ته پيسې ورکړي، چې د جرګې پر غړو يې ووېشي او په دې توګه د ستراتيژيکو همکاريو د ياد شوي سند د تصويب مخه ونيسي.سرچينې دعوه وکړه، چې حضرت علي د ولسي جرګې له غړو څخه يو شمېر کسانو ته له ٥ تر ١٠ زره ډالره ورکړي، ترڅو د دغه سند د تاييد لپاره موافقه رايه ورنه کړي.
خو نن بالاخره د پارلمان غړو د رایو په اکثریت سره دغه ستراتیژیک سند تصویب کړ او هغو ټولو ناندرو او گنگوسو ته چې د دغه ستراتیژیک سند په اړه کیدې د پای ټکی کیښودل شو د ولسي جرګې مخکښې غړې، شکریې باریکزۍ وویل:موږ په غوڅ اکثریت ستراتیژیک تړون ته رایې ورکړې. له ټولو ۱۹۰ حاضرو وکیلانو یوازې پنځو وکیلانو مخالفه رایه ورکړه په ولسي جرګه کې د کابل استازي بکتاش سیاوش فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:دا تړون د ایران په شمول د افغانستان ګاونډیانو ته خبرداری دی ده زیاته کړه، په دې کې هیڅ شک نشته چې ایران هڅه وکړه چې د تړون په اړه پر رایو خپل اغېز وشیندي، خو هڅو یې نتیجه ورنه کړه.
سیاوش همداراز وویل چې پر ایران تورونه پوري کېدل چې په ملیونونه ډالره یې وویشل چې په ولسي جرګه کې د دې تړون د توصیب مخه ونیسي د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر او په کابل کې د امریکا سفارت د ولسي جرګې نننۍ پرېکړه وستایله او هغه یې د افغانستان د ملي ګټو لپاره وبلله پای سلام خان.